تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. د ایران ولسمشر: راځئ یو موټی او اختلافونه پرېږدو

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه لنډ پیغام کې د "وحدت" او "ملي یووالي"غوښتنه کړې ده.

    ده پر ټولنیزې رسنۍ اېکس لیکلي: "راځئ هڅه وکړود نوي کال له رارسېدو سره کینې، او اختلافونه پرېږدو".

    ښاغلي پزشکیان زیاته کړې: "موږ تر بل هر وخت زیات سږکال نوروز ته اړتیا لرو، یو داسې نوي کال ته چې زموږ په کلتور کې د وحدت او ملي یووالي ښکارندوي کوي."

    د ایران ولسمشر لیکلي: "راځئ لاسونه سره ورکړو او خپل ایران له هغو توپانونو په بریالیتوب سره راوباسو چې اوس ورسره مخامخ یوو."

    ده تېره ورځ د نوروز په مناسبت هم یوه ویډیويي پیغام کې ویلي و چې نه غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره په تاوتریخوالي اخته شي او دا چې د ستونزو د حل لپاره چمتو دی.

    ښاغلي پزشکیان وویل هیله لري هغه "ستونزې" چې د ایران او ګاونډیو هېوادو ترمنځ اړیکو کې رامنځ ته شوې دي له منځه لاړې شي.

  2. د ایران د فټ بال ملي لوبډله له نړیوال جامه وړاندې دوستانه لوبو لپاره ترکیې ته ځي

    د ایران د فټ بال د ملي لوبډلې سرروزونکي امیر قلعه‌نویی، د ایران د نارینه و د ملي لوبډلې نوی نوم لوړ اعلان کړی دی. دوی به ترکیه کې دوو لوبو کې برخه اخلي.

    ټاکل شوې ده دا ۳۴ کسیز ډله چې فني کارکوونکي هم په کې دي نن ترکیې ته لاړه شي .

    لوبډله به نایجریا او کوسټاریکا سره دوه لوبې کوي.

    ددې فهرست اعلان سره سره معلومه نه ده چې ایا ایران به امریکا کې د فټ بال د کېدونکي نړیوال جام لوبو کې ګډون کوی او که نه.

    وړاندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې د ایران د فټ لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې ګدون کوی شی ، خو زیاته کړې یې وه چې " دهغوی د خپل ځان او امنیت" لپاره یې ګډون مناسب نه دی.

    د ښاغلي ټرمپ له څرګندونو وړاندې د ایران د سپورت وزیر ویلي و دامریکا او اسراییل لخوا د جنګ له پیلولو وروسته ایران نه شي کولی د فټ بال نړیوال جام لوبو کې برخه واخلي.

  3. د هند لومړي وزیر ایراني ولسمشر سره خبرو کې د سیمې پر مهموتاسیساتو بریدونه وغندل

    دهندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي دایران ولسمشر مسعود پزشکیان سره پر تیلیفون خبرې کړې دی او سیمه کې پر مهمو تاسیساتو او زېربناوو یې بریدونه غندلي دي.

    نرېندرا مودي پر ایکس لیکلی " له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان سره مې خبرې وکړې او د اختراو نوروز مبارکی مې ورکړه، تمه لرم چې د اختر دا ورځې د اسیا لویدیځ کې د سولې، ټیکاو او ابادۍ پیغام له ځان سره ولري".

    ښاغلی مودي وايي دې تیلفوني اړیکي کې یې " په ایران کې د هندي وګړو د امنیت باوري کولو" له امله د ایران حکومت ستاینه او مننه وکړه.

  4. وروستی, له ۲۰ ډېرو هېوادونه د هرمز تنګي د خوندي کولو په هڅو کې د ګډون لېوالتیا ښودلې

    له ۲۰ ډېرو هېوادونو د شنبې په ورځ خپله لېوالتیا څرګنده کړه چې د هرمز تنګي د خوندي کولو په هڅو کې برخه واخلي او په عین وخت کې یې د ایران له خوا د دې مهمې ستراتیژیکې سمندري لارې تړل وغندل.

    ۲۲ هېوادونو- چې ډېری یې اروپايي دي او بحرین او متحده عربي امارات هم پکې دي- ویلي: "موږ چمتو یو چې د تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره په مناسبو هڅو کې برخه واخلو" او زیاته کړې یې ده: "موږ د هغو هېوادونو د ژمنتیا هرکلی کوو چې د لومړني پلان جوړونې په بهیر کې برخه اخلي."

    په ګډه اعلامیه کې راغلي: "موږ په کلکه هغه وروستي ایراني بریدونه غندو چې په خلیج کې پر بې‌وسلې سوداګریزو کښتیو ترسره شوي، همدارنګه پر ملکي زیربناوو، په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو پر تاسیساتو بریدونه او د ایران له خوا د هرمز تنګي تړل."

  5. وروستی, ایران: د اسرائیلو یوه اېف-۱۶ جنګي الوتکه مو په نښه کړې

    د ایران انقلاب ساتونکي یا سپاه پاسداران ځواک وایي د اسرائیلو یوه اېف-۱۶ جنګي الوتکه یې په نښه کړې ده.

    د ایرنا په نوم د ایران د دولتي خبري اژانس راپور له مخې چې د سپاه د عامه اړیکو ځانګې ویلي دا الوتکه سهار په ۴۵: ۳ دقیقنو د ایران په مرکزي برخه کې د سپاه د هوايي ځواک د نوې هوايي دفاعي سیستمونو له خوا په نښه شوې ده.

    سپاه وایي د جګړې له پیله یې دا درېیمه جنګي الوتکه ده چې په نښه کېږي، خو د نورو دوو پېښو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي

    د سپاه په اعلامیه کې دا نه ده روښانه شوې چې دا په نښه شوې الوتکه رالوېدلې که نه، وړاندې اسرائیلو هم ویلي و چې یو الوتکه یې له ځمکې هوا کې هدف ویشتونکي توغندي باندې په نښه شوې وه خو نور تفصیل یې نه و ورکړی.

  6. وروستی, مسکو د نطنز پر اټومي بنسټ برید "له نړیوال قانون ښکاره سرغړونه" وبلله

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه برید غندلی چې د ایران د نطنز د یورانیمو د بډایه کولو بنسټونه یې په نښه کړي او دا یې له نړیوال قانون ښکاره سرغړونه بللې ده.

    د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي: "دا له نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده"، خو د برید د ترسره کوونکي په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

    په ورته وخت کې، ایران اعلان کړی چې د نطنز پر اټومي مرکز د برید په اړه یې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) ته خبر ورکړی، لکه څنګه چې دې ادارې پر ایکس په یوه پیغام کې ویلي دي.

  7. وروستی, نوې څېړنه: پر امریکايي اډو د ایران بریدونو کابو ۸۰۰ میلیونه ډالره زیان اړولی

    یوې نوې څېړنې موندلې چې په منځني ختیځ کې د امریکا له‌خوا پر کارېدونکو پوځي اډو د ایران بریدونو د جګړې په لومړیو دوو اونیو کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالر (۶۰۰ میلیونه پونډه) زیان اړولی دی.

    د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) د یو راپور او د بي‌بي‌سي د تحلیل له مخې، د دې زیان ډېره برخه د هغو لومړنیو غچ اخیستونکو بریدونو پر مهال رامنځته شوې چې ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل وروسته په لومړۍ اونۍ کې ترسره کړل.

    د سیمې په کچه د امریکا پر شتمنیو د ایران د بریدونو بشپړ زیان لا هم روښانه نه دی.

    خو د امریکا پر پوځي بنسټونو د ۸۰۰ میلیونه ډالرو اټکلي زیان- چې تر دې وړاندې له راپور شویو شمېرو لوړ دی- دا ښيي چې د جګړې اوږدېدو سره د امریکا لګښتونه څومره ډېر شوي دي.

    د CSIS مشر سلاکار او د دې څېړنې شریک لیکوال مارک کانسیان ویلي: "په سیمه کې د امریکا اډو ته اوښتی زیان تر هغه کم ښودل شوی چې په رښتیا کې دی. " هغه زیاته کړه: "که څه هم دا زیان پراخ ښکاري، خو بشپړه اندازه به یې هغه وخت څرګنده شي چې نور معلومات هم ترلاسه شي."

  8. وروستی, د ایران ولسمشر عربي هېوادونو ته: "موږ له تاسو سره په هېڅ شخړه کې نه یو"

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا ټینګار وکړ چې هېواد یې له کوم عربي ګاونډي هېواد سره د شخړې هېڅ لېوالتیا نه لري.

    هغه پر خپل ایکس په عربي ژبه خپاره کړي پیغام کې لیکلي: "اسلامي هېوادونو او زموږ ګرانو ګاونډیو ته: تاسو زموږ وروڼه یاست او موږ له تاسو سره په کومه شخړه کې نه یو".

    هغه په ایران کې د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ ګهیځ وویل د هغه د هېواد او عربي هېووادونو ترمنځ له اختلاف نه یوازېنی ګټه اخیستونکی اسرائیل دی چې نوموړي "صهیونیستي رژیم" وباله.

  9. وروستی, د نطنز پر اټومي بنسټونو بیا برید خبر ورکړل شوی

    ایراني رسنیو ویلي چې د نطنز اټومي تاسیساتو پر لور نوي بریدونه شوې دي.

    د ایران ورځپاڼې، د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي ورځپاڼې، راپور ورکړی چې "د شهید احمدي‌روشن د بډایولو پر مجتمع نطنز نن سهار، د ۱۴۰۵ کال د حمل/وري لومړۍ نېټه، برید شو."

    د ورځپاڼې د راپور له مخې، "د اټومي موادو د ککړتیا احتمالي خپرېدو په اړه تخنیکي او متخصصې ارزونې د هېواد د اټومي امنیت د مرکز لخوا د دې مجتمع په ساحه کې ترسره شوې" او "د وړاندې شویو احتیاطي تدابیرو، مخکېنيو پلانونو او د څارنې په سیستمونو کې ثبت شوو معلوماتو په رڼا کې، په دې مجتمع کې د هسته‌یي موادو د افشا کېدو کوم راپور نه دی ورکړل شوی او د دې سایټ شاوخوا سیمو اوسېدونکي په کوم خطر کې نه دي."

    د امریکا او اسرائیل د ایران پر وړاندې د جګړې په لومړیو ورځو کې هم د نطنز تاسیسات د برید هدف وو.

    وروسته د دې برید، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) اعلان وکړ چې د سپوږمکۍ په مټ د تازه اخیستل شویو انځورونو له مخې تاییدوي چې د نطنز د ځمکتل بنسټونو ته د ننوتلو لومړۍ ودانۍ یوه برخه زیانمنه شوې ده.

  10. وروستی, په انځورونو کې: زرګونه ایرانیان د کوچني اختر لمونځ ادا کوي

    د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د زرګونو خلکو په ګډون د کوچني اختر (عید الفطر) لمونځ ادا شو.

    ایران د شنبې په ورځ کوچنی اختر ولمانځه او د اختر لمونځ په تهران ښار کې د "مسجد المدينة" په نوم جومات کې ترسره شو، چې امامت یې حاج علي اکبري کړی و.

  11. وروستی, راپورونه: ایران د ډيیګو ګارسیا پوځي اډې پر لور دوه بالستیک توغندي توغولي

    د امریکا رسنیو د راپورونو له مخې، ایران د امریکا او بریتانیا ګډې پوځي اډې، (ډيیګو ګارسیا) پر لور دوه منځني واټن بالستیک توغندي توغولي دي.

    د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د څو سرچینو په حواله، راپور ورکړی چې هېڅ یو توغندی هدف ته نه دی لګېدلی. دا اډه د هند سمندر کې موقعیت لري.

    همدارنګه سي‌اېن‌اېن د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي چې دا توغندي پر سیمه‌ییز وخت د جمعې په سهار توغول شوي دي.

    د ایران او ډییګو ګارسیا ترمنځ واټن شاوخوا ۳۸۰۰ کیلومتره دی، حال دا چې د ایران پخواني روحاني مشر امر کړی و چې د دې هېواد د توغندیو اعظمي واټن باید له ۲۰۰۰ کیلومترو زیات نه وي.

    بي‌بي‌سي د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) او د بریتانیا د دفاع وزارت سره اړیکه نیولې ده. پنټاګون ویلي چې "اوس مهال د وړاندې کولو لپاره څه نه لري".

  12. وروستی, د ایران د تېلو د پلور او تخلیې لپاره د امریکا موقتي جواز

    د امریکا د مالیې وزارت اعلان کړی چې په موقتي ډول به هغه بندیزونه نرم کړي چې د ایران پر هغو تېلو لګېدلي دي چې دا مهال په کښتیو کې بار دي او په سمندر کې دي، چې دا تېل پر نورو هېوادونو ووپلورل شي او د تېلو د بیو په راکمېدو کې مرسته وکړي.

    د دې هېواد د مالیې وزیر سکات بسنټ د جمعې په ورځ پر ایکس یوه اعلامیه کې ویلي چې دا "لنډمهاله جواز" به شاوخوا ۱۴۰ میلیونه بیرله نفتو ته دا امکان برابر کړي چې نړیوالو بازارونو ته ننوځي.

    بسنټ زیاته کړه چې ایران به د دې پلور له مالي ګټې ترلاسه کولو کې "له ستونزو" سره مخ وي.

    هغه همدارنګه وویل چې دا جواز یوازې هغه د نفتو بارونو ته شامل دی چې همدا اوس د انتقال په حال کې دي او د نوو پېرونو یا تولید اجازه نه ورکوي.

    د امریکا د مالیې وزیر وویل: "په اصل کې، موږ به د ایران د نفتو له بیرلو د تهران پر ضد کار واخلو، چې بیې ټیټې وساتو."

    د جګړې له پیل راهیسې او وروسته له هغه چې ایران په منځني ختیځ کې د انرژۍ پر زیربناوو بریدونه وکړل، د نفتو او ګازو بیې په څرګند ډول لوړې شوې دي.

    د برېنټ خام نفت بیه د هر بیرل شاوخوا ۱۱۲ ډالرو ته رسېدلې، چې د جمعې په ورځ یې ۳ سلنه زیاتوالی درلود او د تېر کال په پرتله ۵۳ سلنه لوړه شوې ده.

  13. وروستی, په بغداد کې د امریکا په ډیپلوماتیکو تاسیساتو کې اورلګېدنه

    دا ویډیو په بغداد کې د متحده ایالاتو د یوه ډیپلوماتیک مرکز د اورلګېدنې صحنه ښيي، چې څو ساعته وړاندې پرې د برید خبر هم خپور شوی.

    د فرانسې خبري اژانس ته سرچینو ویلي، چې لږ تر لږه درې بریدونه پر دغه ډیپلوماتیک او لوژستیکي مرکز شوي دي، هغه ځای چې د امریکا نظامي پرسونل پکې مېشت دي.

    د درېیم برید وروسته په همدې ځای کې اور ولګېد.

  14. د ایران بهرنیو چارو وزیر جاپاني رسنیو ته ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له هرمز تنګي تېرېدو کې د جاپاني کښتیومرسته وکړي

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له جاپانۍرسنۍ کیودو نیوز سره خبرو کې ویلي، ایران چمتو دی چې د جاپان اړوند بېړیو ته د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو اجازه ورکړي.

    عراقچي ویلي، له جاپاني لوري سره یې خبرې لا دمخه پیل شوې دي، چې د بندیز موقتي لېرې کولو لپاره یوه لاره وموندل شي.

    د جاپان یوه حکومتي چارواکي کیودو ته ویلي چې له ایران سره مستقیمې خبرې تر ټولو اغېزمنه لار ده چې دغه بندیز پای ته ورسوي. خو هغه زیاته کړې چې باید ډېر احتیاط وشي، چې امریکا متحده ایالات ونه پارول شي.

    چارواکو دغه راز ویلي چې که څه هم جاپانۍ بېړۍ له دې لارې تېرېدلای شي، خو دا به د انرژۍ روان بحران بشپړ حل نه وي.

    د جاپان بهرنیو چارو وزارت یوه بل چارواکي ویلي چې د عراقچي د څرګندونو "اصلي هدف" باید په دقت سره و ارزول شي.

  15. سي بي ایس :امریکا په ایران کې د ځمکنیو ځواکونو لپاره ځانګړي پلانونه جوړوي

    په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي اېس نیوز په یوه رپوټ کې د یو شمېر هغو سرچینو په حواله، چې معلومات ورکړل شوي وايي، امریکايي پوځي چارواکي ایران ته د ځمکنیو ځواکونو استولو امکان ارزونې تفصیلي چمتوالی کوي.

    د سي بي اېس رپوټ کې ویل شوي، د پینټاګون لوړپوړي چارواکي د دې لپاره په ځانګړې توګه غوښتنې کوي.

    د سي بي اېس په رپوټ کې د دوو امریکايي چارواکو په حواله ویل شوي، په پلان کې داسې بحثونه هم شامل دي، که چېرې د امریکا پوځيان په ایران کې شتون ولري، نو امریکا به د ایراني سرتېرو توقیف په صورت کې څنګه چلند کوي.

    د یادونې ده، چې د جمعې پر ورځ د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د امریکا عملیاتو پر کمولو د 'غور' خبره وکړه او له دې مخکې یې خبریالانو ته ویلي و، چې اوربند نه غواړي.

    ولسمشر ټرمپ مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې دی پلان نه لري چې "هیڅ ځای ته ځمکني ځواکونه واستوي"، او زیاته یې کړه چې "که وای، نو یقینا به مې تاسو ته نه ویل".

    بل لور د امریکا دفاع وزارت د جمعې پر ورځ د پوځي خوځښت په هکله د نظر څرګندولو په تړاو د بي بي سي غوښتنه نه ده ځواب کړې. د امریکا مرکزي قومانده، چې په منځني ختیځ کې د واشنګټن پوځي عملیاتو مسوولیت لري، د ځواکونو احتمالي خوځښتونو په اړه له اټکل کولو ډډه کړې.

  16. د ایراني توغندي پاتې شوني د اسلام یو له مقدسو ځایونو سره نږدې ولګېدل

    موږ همدا اوس د ختیځ بیت المقدس د زاړه ښار په څنډه کې د راکټ د لګېدو ځای ته ورغلو.

    نن د اختر لومړۍ ورځ وه او معمولا په داسې ورځو کې ګڼ شمېر خلک د الاقصی جومات لیدلو لپاره راټولیږي.

    خو سږ کال د امنیتي دلایلو له امله خلک له ګډون کولو منع شول. د راکټ د لګېدو ځای له الاقصی جومات نه یوازې شاوخوا ۳۰۰متره لېرې دی او د لویدیځ دیوال او د مقدس قبر کلیسا ته هم نږدې موقعیت لري.

    زما په اند دا د ایران لپاره یو ډول "خپل هدف" دی.

    دا چې ایراني توغندي کولی شي د اسلام یو له مقدسو ځایونو څخه خطر سره مخ کړي، تر دې وروستیو پورې د تصور وړ نه و.

    په ختیځ بیت المقدس کې خلکو د دې نښتو په جریان کې نسبتا خوندي احساس کاوه، ځکه چې دلته خورا مقدس ځایونه نږدې موقعیت لري.

    لږترلږه تر اوسه پورې.

    داسې انګیرل کېده چې ایران به دا ډول خطر ونه مني.

  17. وروستی, پر تهران د سختو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي

    ځینې رپوټونو کې ویل شوي، د ایران پر پلازمېنې تهران همدا اوس سخت بریدونه کېږي. د ایراني رسنیو رپوټونه هم وايي، په دې ښار کې د هوايي مدافع سیسټمونه فعال شوي دي. د خواله رسنیو ځینې کاروونکي کاږي، چې د چاودنو غږونه داسې دي، لکه له سنګر ماتوونکو بمونو چې کار اخیستل شوی وي.

  18. متحده عربي امارات: د لبنان حزب الله سره د تړلې شبکې پنځه غړي نیول شوي؛ حزب الله: په اماراتو کې هیڅ شتون نه لرو

    متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي، چې د لبنان د حزب الله او د هغه د ملاتړي، ایران اسلامي جمهوریت سره د تړلې "ترهګریزې شبکې" لږترلږه پنځه غړي یې نیولي دي.

    خو حزب الله د اماراتو د چارواکو دا څرګندونې رد کړې او وايي، په هغه هېواد کې هیڅ شتون نه لري.

    د اماراتو رسمي خبري اژانس (وام) د هېواد د دولتي امنیتي ادارې په حواله راپور ورکړی چې نیول شوي کسان "په ملي اقتصاد کې د نفوذ کولو او د بهرنیو پلانونو پلي کولو په لټه کې وو چې د هېواد مالي ثبات ګواښي،" او دا کړنې "د مخکې له مخکې پلان شوي ستراتیژیک پلان په چوکاټ کې او د حزب الله او ایران سره تړلو بهرنیو لوریو سره په همغږۍ کې ترسره کېدې."

    د اونۍ په پیل کې، کویتي چارواکو له حزب الله ډلې سره د تړلو دوو ډلو کشف او د ۲۶ کسانو نیولو اعلان کړی و.

    خو حزب الله په کویت کې خپل شتون رد کړی.

    په وروستیو کلونو کې د لبنان حکومت له خلیجي هېوادونو سره کړکیچونه درلودل، دې هېوادونو له لبنانه بهر د حزب الله د پراخیدونکي نفوذ په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

  19. زېلینسکي د نوروز مبارکي پیغام کې د ایران حکومت "وحشتناک ترهګر رژیم" وباله

    د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي په فارسي ژبه یوه پیغام کې ایرانیانو ته د نوروز مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې"له دې وحشتناک ترهګر رژیمه له خلاصون سره ایران کولی شي یوه سوله ییزه او سوکاله ټولنه شي، هغسې چې پخوا وه."

    ښاغلي زېلینسکي په خپل پیغام کې وویل: "اوکرایینیان په یاد لري چې په تهران کې اوسنی رژیم د روسیې ملګری دی. دا دواړه جنایتکار رژیمونه په خپلو شرارتونو او باورونو کې وروڼه دي، ځکه ژوند باید بریالی شي."

  20. وروستی, ټرمپ: که اړتیا وي، د هرمز تنګی باید د هغو هېوادونو لخوا خوندي او کنټرول شي چې دا کاروي

    ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه "ټروت سوشیل" لیکلي: "موږ خپلو هدفونو ته رسېدو ته ډېر نږدې یو او د ایران د ترهګر رژیم په تړاو په منځني ختیځ کې زموږ د پراخو پوځي هڅو کمولو او پای ته رسولو په اړه غور کوو."

    د هرمز تنګي په تړاو، ښاغلي ټرمپ وویل چې که اړتیا وي، د دې لارې ساتنه او کنټرول باید د هغو هېوادونو مسوولیت وي چې دا کاروي، متحده ایالات یې نه کاروي.

    هغه لیکلي: "که له موږ غوښتنه وشي، موږ به د هرمز تنګي په هڅو کې له دې هېوادونو سره مرسته وکړو، خو کله چې د ایران ګواښ له منځه لاړ شي، نو دا ډول مرستې باید اړینې نه وي."

    ښاغلی ټرمپ وايي: "مهمه خبره دا ده چې دا به د دوی لپاره یو اسانه پوځي عملیات وي."