تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. په بیروت کې شپږ ایراني دېپلوماتان په یو برید کې وژل شوي دي

    په دې دېپلوماتانو بیروت کې د هغوی د اوسېدو ځای کې حمله شوې. د ایران د بهرنېو چارو وزارت وايي دا برید د جنګ به دویمه اون‍ۍ کې شوی و.

    ددې نه وړاندې اسراییلو ادعا کړې وه چې بیروت کې پر یوه هوټل برید کې " د قدس ځواکونو څو مهم قوماندان په نښه کړي دي".

    اخوا د ایران دولتی خبر رسنۍ وايي چې ایران کې د اتوم اړونده پر دوو ځايونو بریدونه شوي دی، خو هیڅ رادیواکټیو مواد هوا ته نه دی خارج شوي.

    د ارنا خبر اژانس د چارواکو له خلې ویلي دی. چې دې بریدونو کې چاته تاوان نه دی رسېدلی.

  2. د اوو سترو صنعتي هېوادو ډلې پر ملکیانو د بریدونو بندولو غوښتنه وکړه

    د فرانسې د بهرنېو چارو وزیر وايي. د اوو پرمختللو صنعتي هېوادو ډله "جی اوه" په استثنايي ډول دې ته ژمنه ده چې ایران کې د جګړې اغېز راکم کړي

    یان نیول بارروت وویل جي اوه ډله ددې غوښتنه کوي چې " په ملکیانو او ملکي تاسیساتو باید په سم لاسي ډول بریدونه بند شي".

    د جي اوو غړو هېوادو د بهرنېو چارو وزیرانو سره له غونډې وروسته ده وویل " هیڅ څه پر ملیکانو د برید اجازه نه ورکوي او ملکیان باید خوندي وي".

    ده وویل د. جی اوه ډله هرمز تنګي کې د کښتیو خوندي او ازاد تګ راتګ باوري کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

  3. اسراییلو خبرداری ورکړی چې " بریدونه یې پراخیږي"

    اسراییلو پر ایران د بریدونو تازه څپه پیل کړې ده او ددې هېواد چارواکي وايي راتلونکو ورځو کې به " بریدونه پراخیږي".

    دا په داسې حال کې ده چې د بحران د حل لپاره دېپلوماتیکه هڅې هم تردې دمه بې نتیجې دي.

    د اسراییلو پوځ ویلي‌ چې د " تهران په زړه" کې یې د بالستیکي توغندیوو د تولید اړونده تاسیسات په نښه کړې دي.

    د اسراییلو د د دفاع وزیر اسراییل کاتس ویلي دي خبرداریو سره سره پر دوی حملې روانې دي. نو له همدې امله " ددوی بریدونه به هم سختیږي" او ایران به ددې" لویه بیه" پرې کوي.

  4. د ایران پر قم ښار برید کې "۱۸ کسان وژل شوي او ۱۰ ژوبل "دي

    د ایران د صدا او سیما خبري اژانس د راپور له مخې قم ښار کې یو برید کې لږتر لږه "۱۸کسان وژل شوي او ۱۰ ژویل" شوي دي.

    دې اژانس د امنیتي چارواکو له خلې ویلي چې دا برید تېره شپه د قم ښار پردیسیان سیمه کې شوی دی.

    د ایران سرې میاشتې ویلي دا برید د استوګنې یوې سیمې کې شوی دی، او هلته د دوی د ژغورنې او مرستو رسولو چارې روانې دي.

    د سرې میاشتې ویاند ویلي دی امکان شته چې د قربانیانو شمېر لوړ شي.

  5. چین: ایران کې د نجونو پر ښوونځي برید له بشري حقونو "لویه سرغړونه" ده

    د ملګرو ملتو د بشري‌ حقونو شورا کې د ایران استازي ویلي دي د ایران په جنوب میناب کې د نجونو پر ښوونځی شوی برید یوه داسې فاجعه ده چې ټولې اخلاقي او انساني پولې یې ماتې کړې دي.

    دې برید کې چې د ایران د جنګ په پیل کې شوی ۱۶۸ نجونې وژل شوې وې. د برید په اړه د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا غونډې کې د وینا پرمهال د چین استازي وویل " دا برید له بشري حقونو لویه سرغړونه ده".

    ده وویل هېواد یې ددې برید له امله ټکان خوړلی دا په سختو ټکو غندي او د قربانیانو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

    ده وویل امریکا او اسراییلو د امنیت شورا له اجازې پرته پرایران حملې پیل کړې دي، او همدا کار "ددې فاجعې اصلي سبب دی".

    د چین استازي وویل اسراییلو او امریکا نه یوآځې د ایران مشران ترور کړي، بلکې د ایرانیانو بشري حقونه یې هم د پښو لاندې کړي دي.

  6. ایران سیمه کې له خلکو غوښتي چې له امریکايي ځواکونو لرې شي

    دایران انقلابي ګارد"سپاه" سیمه کې خلکو ته خبرداری ورکړی هغه ځایونه پرېږدي چېرې چې امریکايي پوځیان ځای پر ځای شوي دي.

    په فارس خبري اژانس کې خپره شوې وینا کې د "سپاه" ځواک امریکا او اسرائیل پر دې تورن کړي دي چې "ملکي ځایونه او بې ګناه خلک د انساني ډال په توګه کاروي".

    وینا کې امریکا د ملکیانو او ایراني چارواکو پر وژلو هم تورنه شوې ده.

    د "سپاه" ځواکونو له دې وړاندې هم ورته خبرداری ورکړی و، خو هغه یوازې یوې ځانګړې سیمې پورې محدود و، دا ځل داسې ښکاري چې دا خبرداری ډېرو سیمو لپاره دی.

  7. وروستی, "ایران کې د ښوونځي خونړی برید باید په شفافه توګه وڅېړل شي"

    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک د ایران په سوېلي ښار میناب کې د نجونو پر یوه ښوونځي په بمبارۍ کې د وژل شویو ۱۶۸ کسانو (چې ډېری یې ماشومان وو) د "چټکې" او "شفافې" څېړنې غوښتنه کړې ده.

    د امریکا رسنیو ویلي چې د امریکا د پوځ څېړونکي باور لري ښايي امریکايي ځواکونه قصدا ښوونځی نه وي ویشتلی، خو لا تر اوسه یې پایلې نه دي اعلان کړې.

    په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو شورا کې د شخړو په وخت کې د ماشومانو د ساتنې په اړه یوه بحث کې، ترک وویل مسوول هغه کسان دي چې "دغه برید یې کړی، ژر، بې‌طرفه، شفافه او بشپړه څېړنه باید وکړي چې حقایق معلوم او د حساب ورکولو بنسټ کېښودل شي".

    هغه وغوښتل چې څېړنه "ډېر ژر» بشپړه شي او پایلې یې ډاګیزې شي.

    هغه وویل: "د امریکا لوړپوړو چارواکو ویلي چې دغه برید تر څېړنې لاندې دی".

    د ملګرو ملتونو او امریکا دواړو په جلا ډول ویلي چې پېښه څېړي، چې د ځایي چارواکو په وینا پکې ۱۱۰ ماشومان وژل شوي.

  8. وروستی, د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: د "امریکا او ایران د مستقیمو خبرو" لپاره چمتووالی نیول شوی

    د رویټرز د راپور له مخې، د جوهان واډفال په حواله ویل شوي چې د امریکا او ایران استازي غواړي پاکستان کې له یو بل سره خبرې وکړي.

    د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ "غیرمستقیم تماسونه" روان دي او "د مستقیمو خبرو لپاره چمتووالی هم نیول شوی دی".

    هغه زیاته کړې چې دا لیدنه به "ډېر ژر په پاکستان کې ترسره شي".

    بله خوا،‌ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن په فرانسه کې د جي اوه غونډې ته روان دی، چې تمه کېږي د ایران د جګړې په اړه بحثونه پکې وشي.

    دغه غونډه د ډونلډ ټرمپ له هغه انتقاد وروسته ترسره کېږي، چې د ناټو غړي هېوادونه - چې د جي اوه په ډله کې بریتانیا، فرانسه، جرمني او ایټالیا شامل دي - له جګړې سره د یو ځای کېدو، په ځانګړې توګه د هرمز تنګي د خوندي کولو لپاره یې د بېړیو له استولو انکار کړی.

    د پنجشنبې په شپه له امریکا نه تر خوځېدو مخکې، روبیو وویل د هرمز تنګي بیا پرانیستلو هڅه د ټولو جي اوه هېوادونو په "ګټه" ده.

  9. وروستی, د اسرائيل دفاعي پوځ: د ایران د سمندري ماینونو د تولید "اصلي" تاسیسات مو په نښه کړي

    د اسرائیلو دفاعي پوځ اعلان کړی چې د ایران د "سمندري ماینونو د تولید اصلي" تاسیسات یې په نښه کړي دي.

    د اسرائیل پوځ وایي د هغوی هوايي ځواک د ایران په مرکزي ښار یزد کې یو هدف ویشتی، چې د دوی په وینا د ایران سمندري ځواک پکې د خپلو ډېری توغندیو او سمندري ماینونو جوړولو پراختیا چارې روانې وې.

    باور کېږي چې ایران زرګونه سمندري ماینونه لري او که څه هم لا څرګنده نه ده چې دا ماینونه ځای پر ځای شوي که نه، خو د سوداګریزو بېړیو د زیانمنولو احتمالي خطر یې د امنیتي اندېښنو سبب شوی، چې عملاً یې د هرمز تنګي تګ راتګ محدود کړی دی.

  10. وال سټریټ ژورنال: ټرمپ منځني ختیځ ته د لس زره نورو پوځیانو استولو په هکله غور کوي

    د وال سټریټ ژورنال په رپوټ کې ویل شوي، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ منځني ختیځ ته د ۱۰ زرهاضافي ځمکنیو پوځیانو لېږلو په اړه غور کوي.

    دا رپوټ زیاتوي چې د پوځیانو احتمالي ځای پرځای کول به ټرمپ ته "نور پوځي انتخابونه ورکړي ان که هغه له تهران سره د سولې په خبرو هم غور کوي".

    یاده رسنۍ وايي، په دې ځواک کې به احتمالاً پلي پوځیان او زغره وال ګاډي شامل وي او له هغو پنځو زرو امریکایی سمندري ځواکونو سره به یو ځای شي، چې له مخکې لا سیمې ته استول شوي دي.

    په کره توګه روښانه نه ده چې پوځیان به کومه سیمه کې ځای پرځای شي.

    بي بي سي د تبصرې لپاره له سپینې ماڼۍ او پنټاګون سره اړیکه نیولې ده.

  11. ډونلډ ټرمپ وايي،امریکابه د ایران د انرژۍ تولیدپر تاسیساتو د بریدونو له پیلولو د لسو نورو ورځو لپاره ډډه وکړي، ځکه چې د هغه په وینا له تهران سره خبرې "روانې دي".

    ډونلډ ټرمپ وايي،امریکا به د ایران د انرژۍ تولیدپر تاسیساتو د بریدونو له پیلولو د لسو نورو ورځو لپاره ډډه وکړي، ځکه چې د هغه په وینا له تهران سره خبرې "روانې دي". د نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د کابینې له غونډې وروسته کړې، چې د جګړې له پیل راهیسې له کابینې سره د هغه لومړنۍ غونډه وه. دلته د هغه د نورو خبرو لنډیز دی:

    • د امریکا ولسمشر وايي، واشنګټن د ایران سمندري ځواک او هوايي ځواک "په بشپړه توګه" له منځه وړي، د ایران نږدې "۹۰سلنه" د توغندیو توغولو سیستمونه یې ویجاړي کړي او "ښايي له ۹۰سلنه ډېر" توغندي یې هم له کاره غورځولي دي.
    • هغه زیاته کړه، ایران د هوکړې لپاره زارۍ کوي او که تهران خبرې ونه کړي، امریکا به "پرلپسې بریدونه پرې وکړي". هغه زیاته کړه چې هغوی "کمزوري جنګیالي دي خو ښه مذاکره کوونکي دي"، خو ایران څو ځله ویلي چې له امریکا سره خبرې نه کوي.
    • د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکوف، چې په دې غونډه کې حاضر و، وویل امریکا د پاکستان له لارې ایران ته د ۱۵مادو یو لیست استولی دی.
    • ټرمپ وايي، که ایران اوربند و نه مني، امریکا به "د هغوی تر ټولو ناوړه خوب" وي او زیاته یې کړه: "موږ به همداسې پرېبریدونو ته دوام ورکړو."
  12. ای اې اي اې خبرداری ورکړی، چې که د اتومي انرژۍ مرکز شاوخوا کې بریدونه دوام وکړي، 'لویه راډیولوژیکي پېښه' رامنځته کېدای شي

    د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان (ای اې اې) له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې ''ستر زغم'' وښيي، چې په ایران کې د اتومي پېښې مخه ونیول شي.

    دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شوی چې د سې ‌شنبې پر ورځ د ایران د سوېل لوېدیځ په بوشهر اتومي انرژۍ مرکز ته نږدې د برید راپورونه خپاره شول.

    د ملګرو ملتونو دې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي:

    د دې ادارې عمومي مشر رافایل ماریانو ګروشي خبرداری ورکړی چې، دا یو فعال اتومي برېښناکوټ دی او پکې ډېر اتومي مواد دی، نو که دې تاسیساتو ته زیان ورسېږي، دا کولی شي یوه لویه راډیولوژیکي پېښه رامنځته کړي چې د ایران او تر هغه هاخوا پراخه سیمه به اغېزمنه کړي.

  13. وروستی,

    ای ډي ایف وایي، په تهران کې یې بنسټیز هدفونه په نښه کړي دي

    د اسراییلو دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) وايي، دوی د تهران په “مرکزي برخه” کې د پراخو بریدونو یوه لړۍ بشپړه کړې ده، چې پر حکومتي بنسټونو پر وړاندې ترسره شوې ده.

    بل لور د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې په پلازمېنه تهران کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، او ویل شوي چې د هوايي دفاع سیستمونه د “دښمن اهدافو” پر وړاندې مقابله کوي.

  14. په بېروت کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

    موږ همدا اوس د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د نوو چاودنو رپوټونه واورېدو.

    د لبناني رسنیو په وینا، د جمعې په سهار وختي د اسرائیلو یوه برید د بېروت سویلي څنډې په نښه کړې. د اې ایف پي خبریالانو هم په همدې سیمه کې څو چاودنې اورېدلې دي، چې دا سیمه د حزب‌الله قوي مرکز ګڼل کېږي. په خپرو شویو ویډیوګانو کې له سیمې د لوګي پورته کېدل ښکاري.

    د رویټرز د راپور له مخې، چې د امنیتي سرچینو له قوله ورکړل شوی، په دې هوايي برید کې درې توغندي پر یوې ودانۍ ولګېدل. تر اوسه نور جزییات نه دي ورکړل شوي، او اسرائیلو هم د دې وروستي برید مخکې کوم ځانګړی خبرداری نه و ورکړی.

    د همدې اونۍ په پیل کې، د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي وو چې اسرائیلي ځواکونه به د حزب‌الله پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې د جنوبي لبنان لویه برخه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

    وروستی کړکېچ هغه مهال پیل شو کله چې د ایران ملاتړ لرونکي حزب‌الله د ایران د مذهبيمشر د وژل کېدو په غبرګون کې د اسرائیلو شمالي سیمو ته توغندي وتوغول. دا په داسې حال کې ده، چې د۲۰۲۴کال د نومبر اوربند سره سره، نږدې هره ورځ پر حزب‌الله بریدونه روان وو.

  15. پر لبنان او ایران اسرائیلي بریدونه دوام لري، وروستي معلومات

    د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي چې ایران د یوه جوړجاړي غوښتنه کوي، خو په همدې حال کې پر ایران او لبنان د اسرائیلو بریدونه روان دي.

    لاندې وروستي جزیات دي:

    ایران:

    اسرائیل وایي، د دوی هوايي ځواک د ایران په لوېدیځ کې د توغندیو توغولو پر ځایونو ځایونو تر اوسه شاوخوا ۲۰ بریدونه کړي دي. دا وروسته له هغه دي چې نن سهار اسرائیل اعلان وکړ چې د اصفهان ښار او نورو سیمو کې یې پراخ بریدونه کړي دي.

    لبنان:

    د لبنان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې چې امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه پیل کړل، د وژل شویو شمېر له ۱۱۰۰کسانو اوښتی دی. اسرائیل پوځ لا هم د لبنان په سويل کې هوايي او ځمکني بریدونه کوي.

    اسرائیل:

    اسرائیلي پوځ ویلي، د ایران له لوري توغندي ورغلي دي. د بېړنیو خدماتو ادارې ماګان ډیوډ اډوم مسوولینو ویلي، په شمالي اسرائیل کې د توغندي په برید کې یو کس وژل شوی دی.

    د انرژۍ بیې:

    په نړیواله کچه هېوادونه د انرژۍ د لوړېدونکو بیو د کنټرول لپاره ګامونه پورته کوي. پولنډ د سون توکو مالیه کموي، جرمني د پټرولو بیو د کنټرول لپاره اقدامات تصویب کړي، او سویلي کوریا پلان لري چې د سکرو انرژي زیاته کړي او د اتومي برېښنا کارونه پراخ کړي.

    د ټرمپ د کابینې لومړۍ غونډه:

    ټرمپ ویلي چې ایران د سولې جوړجاړي ته لېوال دی او تهران ته یې خبرداری ورکړی چې د سولې پلان تعقیب کړي. خو ایران بیا بیا دا خبرې رد کړې دي.

    ټرمپ دغه راز ادعا کړې چې ایران ورته د “ډالۍ” په توګه اجازه ورکړې چې ۱۰ د تېلو ټانکرونه د هرمز تنګي له لارې تېر شي.

  16. د انرژۍ پر مرکزونو بریدونو کې وقفه لومړی ځل پر دوشنبه اعلان شوه

    موږ همدا اوس واورېدل، چې ډونلډ ټرمپ د ایران د انرژۍ تولید پر مرکزونو د بریدونو وقفه غځوي او د پنځو ورځو وقفه اوس دوو اونیو ته غځول شوې. ټرمپ لومړی ځل پر دوشنبه وویل، چې د ایران انرژۍ پر مرکزونو بریدونو کې وقفه کوي او ادعا یې وکړه، چې د واشنګټن او تهران تر منځ خبرې روانې دي.

    پر ټروت سوشل خواله رسنۍ ښاغلي ټرمپ ویلي و د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ ''بشپړ او ټولټال حل'' لپاره ''ډېرې ښې او ګټورې خبرې'' شوې او په ټولو پلان شویو بریدونو کې د پنځو ورځو لپاره وقفه کوي.

    هغه وقفه د دې اونۍ په پای کې، د جمعې پر ورځ ختمېده، خو دغه تازه غځېدنه به هغسې چې ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي، د اپریل تر شپږمې پورې دوام وکړي.

    تر اوسه د ایران له لوري په دې هکله کوم غبرګون نه دی اورېدل شوی، خو ټرمپ په پیغام کې ویلي، چې دا اعلان د ایران حکومت له غوښتنې وروسته شوی.

  17. وروستی, ټرمپ د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو د برید وقفه لس ورځې نوره هم وغځوله

    ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د انرژۍ تولید پر مرکزونو بریدونو کې وقفه د لسو ورځو لپاره وغځوله. د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل یوه پیغام کې د ایران د انرژۍ تولید پر مرکزونو د بریدونو وقفه تر دوشنبې ورځې پورې غځولې ده. نوموړی دغه راز وايي، د امریکا او ایران تر منځ خبرې ''روانې'' دي.

    "د ایران د حکومت د غوښتنې سره سم، مهرباني وکړئ دا بیان څرګندوي، چې زه د انرژۍ تولید مرکزونو د ویجاړولو موده د دوشنبې، اپریل ۶، ۲۰۲۶، د ماښام تر ۸ بجو پورې، د ختیځ وخت له مخې د لسو ورځو لپاره ځنډوم. خبرې روانې دي او د جعلي خبرونو رسنیو او نورو لخوا د ناسمو څرګندونو سره سره ډېر ښه روان دي. دې موضوع ته ستاسو د پاملرنې لپاره مننه! ولسمشر ډونالډ جي. ټرمپ"

  18. داومه تېلو بیه پنځه سلنه لوړه شوه

    په منځني ختیځ کې روان جنګ په اړه د ایران او امریکا متضادو څرګندونو دوام موندلی چې ورسره د تیلو په نړیوال مارکیټ کې نن بیا د تیلو بیه کې پنځه سلنه زیاتوالی راغلی دی.

    نن پنج شنبه د برینټ اومه تېلو یوبېرل بیه ۱۰۸ ډالرو ته لوړه شوې. تېره ورځ د بازار د بندېدو پرمهال ددې بیه ۱۰۲ ډالره وه.

    امریکا اصرار کوي چې جنګ ته د پای ورکولو لپاره خبرې روانې دي، خو ایران وايي هیڅ مذاکرات نشته. بلخوا پر ایران، اسراییلو او لبنان بریدونه هم روان دي.

    د ایم یو ایف جی په نوم د مالي چارو نړیوالې ډلې ویلي دي د جنګ او خبرو په اړه ضد او نقیض څرګندونو په نړیوال بازار کې بې باوري زیاته کړې ده.

  19. وروستی, امریکا تایید کړه ایران ته یې د سولې ۱۵ مادییز پلان استولی

    منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي، سټیف ویټکاف، تایید کړې ده چې ایران ته ۱۵ مادییز پلان استولی. هغه وویل دا پلان د سولې د تړون چوکاټ جوړوي.

    ویټکاف وویل چې دا پلان د پاکستان د حکومت له لارې تهران ته رسول شوی دی.

    ددې پلان په اړه په خبري رسینو کې له څو ورځو د سرچینو له خلې چې نومونه یې نه وو اخیستل شوې خبرونه ورکول کېدل، خو دا لومړی ځل دی چې سپینه ماڼۍ یې تاییدوي.

    ده وویل دخبرو د ځانګړو شرطونو "محرمیت به ساتي او مذاکره به د خبري رسنیو له لارې" پرمخ نه وړي.

    امریکايي استازي وویل موږ به ګورو حالت کوم لوري ته ځي ، که موږ ایران دې ته اماده کړو چې دا ومني چې اوس یو ډېر مهم پړاو دی او ددې پلان پرته هغوي لپاره بل ښه بدیل نشته .

    ده زیاته کړه موږ ددې قوي نښې لرو چې د هغوی داماده کېدو امکان شته دی.

  20. ټرمپ: ایرانیان ښه مرکچیان دي، خو جنګ کې یې خوند نشته

    ولسمشر ټرمپ وایی د فبرورۍ پر ۲۸ د جنګ له پیله متحدو ایالتونو د ایران پر پوځ داسې ګذارونه کړي دي چې وړاندې نه دي لیدل شوي .

    ده وویل چې امریکا د ایران سمندري او هوايي ځواکونه " په بشپړه توګه" او د توغندیو د توغولو دستګاوو ۹۰ سلنه له منځه وړې دي .

    ده یو ځل بیا وویل ایران د جوجاړي زارۍ کوی. ده زیاته کړه " هغوی ښه مرکچیان دي خو جګړې کې یې خوند نشته".

    د یادولو وړ ده چې امریکا له څو ورځو نه وايي چې ایران سره یې خبرې روانې دي ، خو تهران یې نه مني .