تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. ایر فرانس د سیمې څلورو هېوادونو ته د الوتنو ځنډ غځوي

    ایر فرانس د سیمې څلورو هېوادونو ته د خپلو الوتنو د ځنډ غځولو اعلان کړی دی.

    دغه شرکت ویلي، دوی د متحده عربي اماراتو په دوبۍ او د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته د خپلو الوتنو ځنډ د مارچ تر ۳۱ نېټې غځوي.

    ایر فرانس دغه راز د اسرائیلو پلازمینې تل ابیب او د لبنان پلازمینې بیروت ته د خپلو الوتنو ځنډ د اپریل تر څلورمې نېټې غځولو اعلان کړی دی.

    شرکت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ: "په دغو ځایونو کې د امنیتي وضعیت او د ځینو هوایی ډګرونو د بندیدو له امله، موږ اړ یو چې د خپلو الوتنو ځنډول وغځوو."

  2. قالیباف: بریدګرو ته تر بشپړې سزا او پښېمانۍ به د خپل مشر تر شا ولاړ یو

    د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف له امریکا سره د هر ډول خبرو کول دروغ بللي او ویلي یې دي، په دې تړاو د ډونلډ ټرمپ څرګندونې په "مالي او د تېلو په بازارونو کې د لاسوهنې" لپاره دي.

    ښاغلي قالیباف پر اېکس شبکې خپل پیغام کې لیکلي: "زموږ خلک بریدګرو ته د بشپړې پښېمانۍ تر کچې د سزا ورکولو غوښتونکي دي. ټول چارواکي تر هغه چې دا موخه تر لاسه نه شي په ټینګه د مشر او د خپلو خلکو تر شا ولاړ دي."

    هغه ټینګار وکړ چې "له امریکا سره هېڅ ډول خبرې نه دي شوي. د مالي او تېلو بازارونو کې د لاسوهنې لپاره جعلي خبرونه له دلدل څخه د تېښتې په موخه دي چې امریکا او اسرائیل پکې بند پاتې دي."

  3. ټرمپ: که له ایران سره معامله وشي، د تېلو بیه به 'د ډبرې په څېر ښکته راولوېږي'

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کوي، که له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په تړاو کومه معامله وشي، د تېلو بیه به "د ډبرې په څېر ښکته راولوېږي".

    د ایران د جګړې له پیل راهیسې د تلو بیې د پام وړ لوړې شوې او ایران لا هم د هرمز تنګي په کلیدي لار کښتیو ته ګواښونه کوي.

    ټرمپ خبریالانو ته وویل "موږ د یوې معاملې لپاره خورا جدي چانس لرو" خو زیاتوي "د هېڅ شي تضمین نه کوي؛ زه هېڅ نه تضمینوم".

    د امریکا ولسمشر دا هم ادعا کوي چې دواړه هېوادونه د جګړې پای ته رسولو لپاره پر ۱۵ ټکو بحث کوي، چې د دې بحث "لومړی، دویم او درېیم" ټکي د ایران لخوا له اټومي وسلو لاس په سر کېدل دي.

    ټرمپ دا هم وايي، هغه غواړي "په جدي توګه د رژیم بدلون بڼې" شاهد وي.

  4. ټرمپ: دوی ډېر غواړي چې یو جوړجاړي وکړي

    ډونلډ ټرمپ د خپلو خبرو په ترڅ کې د ایران په هکله وویل، "دوی ډېر غواړي چې یو جوړجاړی وکړي، موږ هم غواړو چې یو جوجاړی وکړو".

    ټرمپ زیاتوي،"موږ به نن سره راټول شو، ښايي د تلیفون له لارې".

    هغه "په منځني ختیځ کې شریکانو" ته هم اشاره وکړه او په خبره یې "په بحثونو کې دوی خورا په ذهنونوکې دي".

  5. ټرمپ: له ایرانه ۱۵ غوښتنې لرم

    د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پام بیچ کې د ولسمشرۍ الوتکې (ائرفورس ون) ته له ختلو مخکې له خبریالانو سره وغږېد.

    د انرژۍ تولید پر مرکزونو د بریدونو ځنډولو ته په اشارې سره نوموړي وویل: موږ به پنځه ورځې دا وکړو او و به ګورو، چې څنګه پرمخ ځي. که ښه پرمخ لاړ شي، موږ به د دې (مسئلې) حل کولو ته ورسېږو."

    "که نه موږ به په خپل ټول ځواک سره بمبارۍ ته دوام ورکړو."

    ښاغلی ټرمپ وايي، که له ایران سره خبرې ښې روانې وي، د هرمز تنګی به ډېر ژر پرانیستل شي او د تېلو بیې به په چټکۍ سره راټیټې شي.

    د امریکا ولسمشر وايي، د رژیم د مشرانو له وژل کېدو وروسته دا په عملي توګه داسې ښکارېده لکه رژیم بدل شوی وي او اوس دوی له "مناسبو" خلکو سره خبرې کوي.

    ښاغلي ټرمپ وویل، دی د دې په ګډون چې ایران باید هیڅکله اټومي وسلې ونه لري، د ایران په تړاو پنځلس غوښتنې لري. په دې هکله، چې له ایران سره له تړون وروسته به د هرمز تنګی څوک کنټرولوي، هغه وویل چې دا به "ګډ" کنټرول وي، او کله چې وپوښتل شو، هغه وویل، "ښایي زه او ایت الله."

  6. وروستی, برېتانیا د ټرمپ د څرګندونو هرکلی کړی

    د برېتانیا حکومت د ولسمشر ټرمپ د وروستي اعلان هرکلی کړی دی. د لومړي وزیر کیئر سټارمر رسمي ویاند ویلي،"د ګټورو خبرو هر ډول راپورونو ته ښه راغلاست ویل کېږي. د لومړي وزیر دفتر "تل ویلي چې د جګړې چټک حل د نړیوالو ګټو لپاره دی"، د لومړي وزیر د دفتر ویاند زیاته کړه"د هرمز تنګی باید په ځانګړي ډول بېرته پرانیستل شي".

  7. وروستی, د اسراییلو پوځ د تهران په منځ کې بریدونه کوي

    موږ همدا اوس د اسرائیلو له دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) تازه معلومات ترلاسه کړي دي، چې وايي، دوی د ایران پلازمېنه کې هدفونه په نښه کوي.

    په یوه پیغام کې چې پر ټیلیګرام اپلیکیشن شریک شوی، ای ډي ایف وايي، دوی "اوس مهال د تهران په زړه" کې بریدونه کوي.

  8. 'په منځني ختیځ کې زموږ د دښمنیو بشپړ او ټولټال حل' څه ډول ښکاري؟, پاول اډمز- د دیپلوماتیکو چارو خبریال

    دا ډېر هراړخیز ښکاري، خو د هغو ستونزو حل ته به اړتیا ولري، چې خبره یې دې ځای ته رسولې ده.

    له هغو پوښتنو پرته چې د امریکا او اسرائیلو لخوا درې اونۍ پر ایران له بریدونو راهیسې راپورته شوې دي، په عمده توګه د هرمز تنګي اغېزمن بندول او نور اقدامات، چې نړیوال اقتصاد یې ګډوډ کړی دی، یو شمېر مهمې مسئلې شته، چې ځینې یې هغه وخت پر مېز وې چې د امریکا او ایران مذاکره کوونکو وروستی ځل په جینیوا کې له جګړې مخکې د خبرو لپاره سره ولیدل.

    د ایران د یورانیمو بډایه کول: ایا تهران به د بډایه کولو په اړه سخت محدودیتونو سره موافقه وکړي او ۴۴۰ کیلوګرامه (۹۷۰ پونډه) په لوړه کچه بډایه شوي یورانیم به چې لاهم په خپل واک کې لري، وسپاري؟

    بالیستیک توغندي: تېرو دریو اونیو کې د ایران د توغندیو وړتیا په اړه ډېر څه ولیدل شول، نو بیا هم، ایا تهران به له محدودیتونو سره موافقه وکړي؟

    سیمه ییز فعالیتونه: د منځني ختیځ په شاوخوا کې د نیابتي او متحدینو ملاتړ د بې ثباتۍ یوه لویه سرچینه وه. هر ډول هراړخیز تړون به د حزب الله، حماس، حوثیانو او شیعه ډلو لپاره د ایران ملاتړ ته رسېدګي وکړي.

    که دا هغه برخې وي، چې امریکا او اسرائیل پکې تر ټولو ډېر پرمختګ غواړي، ایران به هم امتیازات وغواړي او ښايي لاهم دومره قوي احساس وکړي، چې غوښتنه یې وکړي. د بندیزونو لېرې کول او دغه راز د رژیم د بدلون په اړه د ټولو خبرو اترو پای ته رسېدل به په لیست کې لوړ ځای کې وي.

  9. وروستی, د سپاه پاسداران اړوند خبري اژانس: ''ټرمپ شاتګ وکړ'', غونچه حبیبي ازاد-بي بي سي فارسي څانګه

    د ایران فارس خبري اژانس، چې د ایران له سپاه پاسداران ځواک (IRGC) سره تړاو لري، د یوې بې نومه ایراني سرچینې په حواله ویلي چې، "له ټرمپ سره مستقیمه یا غیر مستقیمه اړیکه نشته".

    سرچینه وايي چې " له دې اورېدو وروسته چې زموږ په هدفونو کې به د لویدیځې اسیا ټول برېښناکوټونه شامل وي، هغه بېرته شاته شو".

  10. وروستی, ټرمپ وايي، له ایران سره د "دښمنۍ بشپړ او ټولټال حل" په اړه خبرې شوې دي

    ډونلډ ټرمپ وايي، په منځني ختیځ کې د شخړې د "بشپړ او ټولټال حل" په تړاو "ګټورې خبرې" شوې دي. نوموړی وايي، دی به "د ایران د انرژۍ تولید پر مرکزونو او زیربناوو هر ډول او ټول بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي".

    پر ټروث سوشیل پاڼه یوه پیغام کې چې ټول په لویو حروفو لیکل شوی او دلته په بشپړ او لفظي ډول بیا تولید شوي، هغه وايي: "زه خوښ یم چې راپور ورکړم چې د امریکا متحده ایالاتو او د ایران هېواد په تېرو دوو ورځو کې په منځني ختیځ کې زموږ د دښمنیو د بشپړ او ټولټال حل په اړه ډېرې ښې او ګټورې خبرې کړې دي.

    "د ژورو، تفصيلي او رغنده خبرو په ترڅ کې او د دې د مفهوم او لهجې پر بنسټ، چې د اونۍ په اوږدو کې دوام وکړي، ما د جګړې څانګې ته لارښوونه کړې چې د ایران د انرژۍ تولید پر مرکزونو او انرژۍ زیربناوو پر وړاندې هر ډول او ټول پوځي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي، چې د روانو غونډو او بحثونو بریالیتوب پورې اړه لري. دې موضوع ته ستاسو د پاملرنې لپاره مننه! ولسمشر ډونلډ جې. ټرمپ"

  11. د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند: جګړه باید له لومړي سره نه وای پیل شوې

    د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند په جګړه کې له ټولو ښکېلو لوریووغوښتل چې د تاوتریخوالي "باطله دوره" پای ته ورسوي او د خبرو مېز ته راستانه شي.

    د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، کله چې د هرمز تنګي پرانیستلولپاره پرایران د ډونلډ ټرمپ د فشار په تړاووپوښتل شو، د بهرینو چارو وزارت ویاند لیان جیان وویل:"که دښمنۍ زیاتې شي او وضعیت خراب شي، ټوله سیمه به په ګډوډۍ کې ډوب شي."

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: "جګړه باید له لومړي سره نه وای پیل شوې."

  12. د ټرمپ ضرب الاجل او ایراني ګواښونو ترمنځ ایسار خلیجي هېوادونه, د سویلي اسیا لپاره د بي بي سي خبریاله: ازاده مشیري

    د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزیر وايي:"موږ به هېڅکله د ترهګرو لخوا د باج اخیستنې ښکار نه شو".

    په خلیج کې د دې جګړې د پراختیا په تړاو غوسه ډېره ده، خو ټول مشران د ډونلډ ټرمپ د ضرب الاجل او د امریکا او ایران ترمنځ د ګواښونو له تبادلې وروسته د راتلونکي پر تګلاره یوه خوله نه دي.

    د قطر په راس لافان سیمه کې د پراخ زیان له اوښتو او په ټوله سیمه کې د نورو تاسیساتو په نښه کېدو وروسته، مشران د ایران ګواښونه عادي نه بولي.

    دلته په متحده عربي اماراتو کې ښايي له امریکا سره اړیکو دا هېواد یو هدف ګرځولی وي، خو چارواکي وايي، ایران د دوی غبرګون په تړاو ناسم قضاوت کړی او له ډونلډ ټرمپ یې د جګړې پای ته رسولو غوښتنې له کولو پرته، دوی اوس ایران ته په سیمه کې د لومړیتوب ګواښ په توګه ګوري.

    د ولسمشرۍ سلاکار انور ګرګاش ویلي، د ایران "ناسمې محاسبې" متحده عربي امارات دې ته اړ کړي چې له واشنګټن سره نږدې امنیتي اړیکي غواړي.

    له بحرین سره یوځای دا له خلیجي هېوادونو یوازینی و چې له اروپایي مشرانو او نورو سره یوځای یې د هرمز تنګي د بیا پرانېستلو لپاره په"مناسبو هڅو کې د ونډې اخیستو لپاره چمتووالی" څرګند کړ.

    سعودي عرب لا دمخه دوه ایراني دیپلوماتان ایستلي دي او حکومت یې ویلي چې هغه "لږ باور" چې له جګړې مخکې وو "مات شوی" دی.

    بل لورعمان دی، چې د اوږدې مودې لپاره منځګړیتوب کوي. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر په اکانومیسټ کې په یوه لیکنه کې ویلي چې امریکا "د خپلې بهرنۍ پالیسۍ کنټرول له لاسه ورکړی"، او له ټولو خواوو یې وغوښتل چې د خبرو مېز ته ستانه شي.

    د دوی د نظرونو توپیر ته په پام سره، له متحده عربي اماراتو او سعودي عرب په څېر هېوادونو سره چې پردیپلوماسۍ لږ تمرکز کوي او پرمخنیوي ډېر تمرکز کوي، که د ایران رژیم له دې جګړې روغ پاتې شي، احتمال شته چې ځان د پخوا پرتله ډېر ګوښی ومومي.

  13. د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند: جګړه باید له لومړي سره نه وای پیل شوې

    د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند په جګړه کې له ټولو ښکېلو لوریووغوښتل چې د تاوتریخوالي "باطله دوره" پای ته ورسوي او د خبرو مېز ته راستانه شي.

    د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، کله چې د هرمز تنګي پرانیستلولپاره پرایران د ډونلډ ټرمپ د فشار په تړاووپوښتل شو، د بهرینو چارو وزارت ویاند لیان جیان وویل:"که دښمنۍ زیاتې شي او وضعیت خراب شي، ټوله سیمه به په ګډوډۍ کې ډوب شي."

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: "جګړه باید له لومړي سره نه وای پیل شوې."

  14. د ایران دفاع شورا: د ایران پر ټاپوګانو د برید په صورت کې به د فارس خلیج ټولو اکمالاتي لارو کې ماینونه ځای پر ځای شي

    په ایران کې لوړپوړې امنیتي ادارې، دفاع شورا په یوه بیان کې ویلي چې که د ایران پر ټاپوګانو برید وشي، په فارس خلیج کې به د ټولو اکمالاتي لارو په اوږدو کې ماینونه ځای پر ځای شي.

    د دفاع شورا په بیان کې ویل شوي: "لکه څنګه چې پر نتانز اتومي تاسیساتو د برید په غچ کې د دیمونا اتومي کمپلیکس په نښه شو، دفاع شورا پر برېښناکوټونو او انرژۍ زیربناوو د هر برید پر وړاندې د پرېکنده ځواب ورکولو ژمنه بیا تکراروي او ټینګار کوي چې پرته له ځنډه به یې پلي کړي."

    په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې له هرمز تنګي د تېرېدو "یوازینۍ لاره" له ایران سره همغږي ده او دا چې "د دښمن لخوا د ایران پر ساحلونو یا ټاپوګانو د برید کولو هر ډول هڅه به په فارس خلیج کې د ټولو اکمالاتي لارو اوږدو کې د بېلابېل ډوله ماینونو ځای پر ځای کولو لامل شي او په دې حالت کې به ټول فارس خلیج په عملي توګه د اوږدې مودې لپاره د هرمز تنګي په څېر حالت ومومي."

  15. ټرمپ: "سوله د ځواک له لارې" ترلاسه کېږي

    پرټولنیز شبکه ټروث سوشل یوه لنډ پیغامکې، ډونلډ ټرمپ په غټو ټکیو لیکلي،"سوله د ځواک له لارې، په نرم عبارت" لاسته راځي.

    د امریکا ولسمشر د شنبې پرشپه ګواښ وکړ، که د هرمز تنګی په ۴۸ساعتونو کې په بشپړه توګه نه پرانیستل کېږي، دی به د ایران برېښناکوټونه په نښه کړي، چې پیل به یې له لوی برېښناکوټه وشي.

    پرون، د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که د هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي، څه به پیښ شي، هغه وویل: "تاسو به وګورئ چې څه پيښېږي."

    د ښاغلي ټرمپ د ګواښ په ځواب کې، د ایران انقلابي ګارد او خاتم الانبیاء قرارګاه وویل،که د ایران د انرژۍ پر اډانه برید وشي، دوی به پراسرائیلو او د سیمې په هېوادونو کې هغه ټول برېښناکوټونه په نښه کړي، چې امریکایي اډو ته برېښنا رسوي.

  16. د لبنان په جنوب د اسرائیلو د برید له امله د پله نړېدل

    اسرائیلي ځواکونه د لبنان په جنوب کې د حزب الله ډلې پر وړاندې عمليات کوي.

    د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې، پر لبنان د اسرائیلو بریدونو ۱۰۲۹ کسان وژلي، ۲۷۸۶ یې ټپیان کړي او له یو میلیون ډېر خلک یې بې ځایه کړي دي.

    پر ایران د اسرائیلو او امریکا له بریدونو وروسته حزب الله د اسرائیلو پر لور د توغنديو توغول پیل کړل چې په ځواب کې یې اسرائیلو پراخ عمليات پیل کړي دي.

    په دې ويډيو کې هغه شېبه کتلی شئ چې اسرائیلي پوځ د لبنان په جنوب کې د قاسمیه پل ویجاړ کړ.

  17. د لبنان حزب الله وايي د یکشنبې په ورځ یې پر اسرائیلو له ۶۰ زیات بریدونه کړي

    د لبنان حزب الله ویلي د یکشنبې په ورځ یې پر اسرائیلي ځواکونو ۶۳ پوځي عملیات ترسره کړي دي. د حزب الله لخوا پر خپل ټیلیګرام کانال کې د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې په بریدونو کې توغندي او ډرون کارول شوي دي.

    اسرائيلو د لبنان په جنوبي برخه کې د دوی په وينا د حزب الله پر وړاندې ځمکني عمليات پیل کړی دی.

    د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې، پر لبنان د اسرائیلو بریدونو ۱۰۲۹ کسان وژلي، ۲۷۸۶ یې ټپیان کړي او له یو میلیون ډېر خلک بې ځایه شوي دي.

  18. وروستی, د ایران د پلازمېنې تهران په مختلفو سیمو کې درنې چاودنې شوې دي

    اسرائیلو نن سهار د ایران په پلازمینه تهران کې پر څو ځایونو "پراخ" هوايي بریدونه کړي دي.

    د اسرائیلو پوځ ويلي، په بریدونو کې یې په تهران کې "ترهګریز بنسټونه" په نښه کړي دي.

    د فارس خبري اژانس په ګډون د ایران دولتي رسنیو د پلازمینې په بېلابېلو برخو کې د چاودنو راپور ورکړی دی.

  19. پر اسرائیلو د ایران وروستيو بریدونو ویجاړی

    پر اسرائیلو د ایران وروستيو بریدونو د ځاني مرګژوبلې تر څنګ ودانيو ته هم زيان اړولی دی.

    یو برید په ديمونا ښار کې له اتومي تاسيیساتو ۱۳ کیلومتره لرې وشو چې له کبله یې ګڼ کسان ټپيان شول.

    بل توغندی بيا د اسرائیلو پر عراد ښار ولګېد.

    د اسرائیلو د بېړنيو خدمتونو اداره وايي د دواړو بریدونو له کبله یې له ۱۶۰ د زیاتو کسانو درملنه کړې ده او یو کس له ټپې کېدو وروسته په روغتون کې مړ شوی دی.

  20. د اسرائیلو د بېړنيو چوپړونو اداره وايي تېره ورځ د ایران توغنديو بریدونو له امله يو کس وژل شوی

    د اسرائیلو د بېړنيو روغتيايي چوپړونو ادارې په تازه معلومات کې ويلي، چې د ایران د توغنديو برید له کبله یو کس چې د ۶۰ کلونو شاوخوا دی له ټپي کېدو وروسته مړ شوی.

    ياده ادره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ۱۶۴ تنو روغتيايي درملنه کړې چې له دې ډلې ۱۵۰ تنه ټپيان وو او ۱۴ تنه نورو د اضطراب نښې لرلې.

    د روغتيايي خدمتونو اداره وايي، ۱۲ تنه سخت ټپيان شوي، ۲۰ تنه په منځنۍ کچه او ۸۸ نور لږ ټپيان شويوو.

    یاده اداره وايي، له ایران سره د جګړې له پيل راهيسې دوی د ۱۵۷۶ تنو درملنه کړې ده او ۱۶ تنه د توغنديو له کبله وژل شوي چې له دې ډلې ۱۵ تنه په پېښې په ځای کې وژل شوي او یو تن په روغتون کې د ټپونو له کبله مړ شوی دی.