د اسرائیلو دفاعي ځواکونه وايي،د لبنان په سویليبرخه کې یې د حزب الله په نښه کولو لپاره تازه بریدونه کړي دي.
پرټیلیګرام شریک شوي پیغام کې ویل شوي چې ځمکني او هوايي ځواکونه په دې عملیاتو کې ښکېل وو.
بل لور د یکشنبې پر ورځ په یوه جلا پیغامکې، د اسرائیل دفاع وزارت وویل،د شنبې په ماښام یې د ایران ملاتړې ډلې نهه غړي ووژل.
لبنان د ایران پروړاندې د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې له هغه وروسته ښکېل شو،چې د ایران ملاتړې حزب الله په اسرائیلو توغنديز بریدونه وکړل، اسرائیلو په هوایي بریدونو سره ځواب ورکړ او وروسته یې د دېهېواد سویلته ځمکني ځواکونه واستول.
]په ورته مهال د اسرائیلو دفاع وزیر اسراییل کاتز خپلو ځواکونو ته ویلي چې د لیتاني سیند پر سر پلونه ویجاړ کړي، چې د حزب الله لخوا کارول کېږي او په وینا یې دی غواړي سرتېري په نښه شويوکلیو کې د کورونو ویجاړول زیات کړي.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ویليچې د دې اونۍ په پیل کې د سیند پر سر هغه دوه پلونه ویجاړ شول چې سویلي لبنان د هېواد له نورو برخو سره نښلوي.