د
ایران- اسرائیل امریکا ترمنځ د جګړې له پیلېدو یوه میاشت تېره شوې چې په لړ کې یې د
ایران د روحاني مشر ایتالله خامنهيي هم وژل شوی دی. نوموړی د فبرورۍ پر ۲۸مه په
یوه برید کې ووژل شو.
په ایران کې ما له ځینو خلکو سره خبرې
کړې چې تمه لري جګړه به هماغه ورځ پای ته ورسېږي، خو داسې
ونه شول او د ایران حکومت لا هم په خپل ځای پاتې دی.
ایران د هېواد د حکومتولۍ ډېر پېچلی سیستم لري. که څه هم روحاني مشر تر ټولو لوړ واک لري، خو یو موازي دولت هم شته - د اسلامي
انقلاب ساتونګی ګارد، یوه اداره چې واک یې له رسمي پوځي واکونو ډېر پراخ دی.
په دې جګړه کې او د تېر اوړي په
نښتو کې څو لوړپوړي د انقلابي
ګارد قوماندانان وژل شوي دي. خو دوی څو ځله ویلي چې د
هر وژل شوي کس پر ځای بل چمتو دی چې د هغه ځایناستی شي.
دغه
ګارد د بسیج واک هم لري، یوه داوطلبه ملیشه
چې شاوخوا یو میلیون غړي لري او ډېر وخت په ښارونو کې ځای پر ځای کېږي چې د خلکو
مخالفتونه په زور مهار کړي.
اسرائیل ویلي چې د بسیج ځینې
څارنیزې سیمې یې ویشتلې
دي، خو له تهرانه مې په دې اونۍ کې اورېدلي، دا
ځواکونه لا هم په ښار کې فعال دي، ګاډي دروي او تلاشي کوي یې.
د اعتراضونو په برخه کې، د هېواد
خلک د ایران د چارواکو له خوا ګواښل شوي دي، که د بیانونو له لارې وي یا د ګڼ شمېر
ټکست پیغامونو په وسیله، چې له کورونو راوزي نه او سړکونو ته د اعتراض لپاره نه
راوزي.
انټرنېټ هم ډېر محدود شوی - زموږ د
تېرو پوسټونو په رڼا کې - چې د مظاهره کوونکو ترمنځ همغږي خورا ستونزمنه کړې ده.
تر دې دمه، موږ د جګړې له پیل
راهیسې د حکومت پر ضد لویو مظاهرو کې نښې نه دي لیدلي، که څه هم دولتي رسنۍ په
مختلفو ښارونو کې د حکومت ملاتړو شپنۍ غونډې او راټولېدنې ښيي.
خو هغه څوک چې تر اوسه په عامه
توګه نه دی لیدل شوی، د ایران لوړې رهبر، مجتبا خامنهيي، دی، چې مارچ
میاشت کې غوره کړل شو. تر اوسه یې یوازې څو لیکلي
پیغامونه په ایراني رسنیو کې لیدل شوي دي. اسرائیل له مخکې ژمنه کړې وه پر هغه به هم برید وکړي.
که څه هم د ایران حکومت خپل مشران بدل کړي او څارنیزې سیمې یې کنټرول
کړي، لا یې هم نه ده ثابته کړې داسې
یو ملت اداره کړای شي چې اوس مهال ظاهراً د ځواک په مرسته سره یو ځای شوی، نه د ښکاره واک له لارې.