دوبۍ
د هوايي چلند د صنعت له مهمو ستنو یوه ګرځېدلې.
د دې ښار هوايي ډګر، دوبۍ نړیوال هوايي ډګر (ډي بي اېکس) د نړیوالو مسافرو
لپاره د نړۍ تر ټولو بوخت هوايي ډګر دی، چې د لندن له هېترو
هم مخکې
دی. په ۲۰۲۴ کال کې له ۹۲ میلیونو ډېرو مسافرو د دې ډګر له عصري او مرمرینو
تالارونو تګ راتګ کړی دی.
په
عادي حالاتو کې د خلیج درې هوايي ډګرونه، چې
ابوظهبي او د قطر پلازمېنه دوحه
هم شامل دي، په ګډه هره ورځ
له ۳۰۰۰ ډېرې الوتنې
اداره کوي، چې ډېری یې د سیمه ییزو هوايي
شرکتونو لکه امارات، اتحاد او قطر ائیرویز
لخوا ترسره کېږي.
خو
د منځني ختیځ له شخړې وروسته په ځینو مواردو کې په دې مهمو
هوايي مرکزونو کې الوتکې درول شوې دي، چې له امله یې سلګونه زره مسافر ایسار پاتې شوي دي.
هغسې چې بمبارۍ دوام
لري، په سیمه کې هوايي ترافیک ډېر اغېزمن شوی دی، خو
بله مهمه مسئله د سون توکو ده. وروسته له هغه چې
ایران په عملي ډول د هرمز تنګي بند کړ، د خلیج دنفتو
له چاڼ ځایونو د تېلو لېږد کې سخت کموالی راغلی.
په
عادي ډول، دا سیمه د اروپا د جټ تېلو شاوخوا نیمایي واردات برابروي او د کمښت وېرې
د جګړې له پیل راهیسې بیې دوه برابره کړې دي. له همدې امله ځینې هوايي شرکتونو د خپلو الوتنو شمېر کمول پیل کړي دي. د Cirium د شنونکو له مخې،
د شخړې له پیل راهیسې منځني ختیځ ته له ۳۰ زره ډېرېالوتنې
لغو شوې دي.
کارپوهان
وایي، دا وضعیت ښايي
په اوږدمهال کې د خلیج د هوايي چلند پر بریالي ماډل ډېر منفي اغېز وکړي، هغه ماډل چې د
اوږد واټن سفر یې بدل کړ او ارزانه یې کړ. که شخړه اوږده شي، نو زیات مسافر به بدیلې
لارې غوره کړي، چې دا چاره به په حتمي
توګه د ټکټونو بیې لوړې
کړي.