تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د فرانسې لوی درستیز: د امریکا نه اټکلېدونکې کړنې زموږ پر ګټو اغېز کوي

    د فرانسې د پوځ لوی درستیز فابیان ماندو د سې‌شنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات داسې یو متحد ګرځېدلی چې چلن یې اټکل کېدونکی نه دی او دا موضوع د فرانسې پر ګټو او امنیت اغېز کوي.

    ماندو په پاریس کې د امنیت او دفاع په یوه فورم کې زیاته کړه: "زموږ امریکایي متحد موږ حیران کړي یو. که څه هم لا هم متحد دی، خو ورځ تر بلې یې کړنې نه اټکلېدونکې کېږي او کله چې پوځي عملیات پیلوي، موږ ته خبر هم نه راکوي."

    هغه وویل: "دا زموږ پر امنیت او ګټو اغېز لري."

    ماندو زیاته کړه: "موږ د امریکایانو په غوښتنه افغانستان ته ولاړو، هغوی د ناټو د منشور پنځمه ماده فعاله کړه، خو وروسته یې د وتلو پرېکړه وکړه پرته له دې چې موږ خبر کړي."

    هغه وویل: "اوس هم دوی پرېکړه کوي چې په منځني ختیځ کې مداخله وکړي، پرته له دې چې موږ ته خبر راکړي. خو سره له دې، د فرانسوي وسله‌والو ځواکونو لپاره د هغو فرانسوي وګړو د ساتنې لار موندل مهم دي چې له دې سیمې تېرېږي."

  2. وروستی, ایران کې د امریکا او اسرائیلو بریدونو کې دوه افغان ښځې وژل شوي

    د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي چې یوه افغان کډواله ښځه د دوشنبې په سهار (وری درېیمه) د تهران ولایت د ورامین خیرآباد په سیمه کې پر استوګنیزو سیمو د "امریکا او اسرائیل" په بریدونو کې وژل شوې ده.

    تسنیم د دې افغان کډوالې ښځې نوم کوثر عادلي یاد کړی دی.

    د راپورونو له مخې، تر دې مخکې هم یوه ۲۴ کلنه افغان کډواله ښځه په قم ښار کې د کب پر ۱۲مه د رهبرۍ د خبرګانو مجلس پر یوې ودانۍ د برید پر مهال وژل شوې وه. دا برید اسرائیل کړی و.

    د هغې د کورنۍ یوه غړي بي‌بي‌سي ته تایید کړې چې دا افغانه ښځه چې اقلیما سروري نومېده، شاوخوا یو نیم کال مخکې ایران ته تللې وه. د هغه په وینا، د دوی کور د بمبارۍ ځای ته نژدې ویجاړ شوی او د کورنۍ یو بل غړی هم ټپي شوی دی.

    له درېیو اونیو ډېر وخت کېږي چې په ایران کې انټرنېټ پرې شوی او ډېر افغانان نه دي توانېدلي له خپلو خپلوانو سره اړیکه ونیسي.

    د ایران د سرې میاشتې او د روغتیا وزارت تر اوسه د څه باندې ۱۵۰۰ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې له دې شمېر څو تنه په ایران کې مېشت افغان کډوال دي.

  3. وروستی, پاکستان: د ایران او امریکا د مذاکراتو کوربه‌توب ته چمتو یو

    د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ویلي، هېواد یې تیار دی چې د ایران او امریکا د سولې خبرو کوربتوب وکړي.

    هغه پر ټولنیزو رسنیو لیکلي: "که امریکا او ایران یې مني نو پاکستان تیار دی او ویاړي چې د روان کړکېچ د حل لپاره اغېزمنې او پایدارې خبرې تنظیم کړي."

    همداراز د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم ویلي چې له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره یې ټیلیفوني اړيکه درلوده او دواړو د منځني ختیځ وضعیت په اړه ګټورې خبرې کړې دي.

    ښاغلي مودي زیاته کړه: "دا د ټولې نړۍ لپاره اړینه ده چې د هرمز تنګی پرانستی، خوندي او د تګ راتګ وړ پاتې شي. موږ موافقه وکړه چې د سولې او ثبات لپاره به په اړیکه کې پاتې کېږو."

  4. وروستی, ترکیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې پيل کړې, امید منتظري – بي‌بي‌سي، ترکیه

    ترکیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پراخې هڅې پیل کړې. ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د مصر او ناروې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په دې تړاو خبرې هم کړې دي.

    له پرون راهیسې داسې راپورونه خپاره شوي چې ترکیه د ایران او امریکا د منځګړي په توګه یادوي. ترکیې د جګړې له پیل راهیسې غوښتي وو چې جګړه ژر تر ژره ودرېږي.

    ترکیه نه یوازې له ایران او امریکا سره نژدې اړیکې لري، بلکې ښه پوهېږي چې دواړه خواوې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو تبلیغاتي بریا ته اړتیا لري، چې د شخړې د ختمېدو لپاره قانع کوونکی دلیل وګرځي.

    په دې تړاو د ناروې ګډون هم تعامل ته چمتو دی. د دې هېواد پلازمېنه په ۱۹۹۰مو کلونو کې د فلسطینيانو او اسرائیلو ترمنځ د تاریخ یو له خورا پېچلو خبرو کوربه وه، چې د اوسلو توافق په نوم مشهور شو.

    ښايي ترکیه دلته اصلي رول ولوبوي، که څه هم د ایران د منځګړتوب په برخه کې ښه تجربه نه لري.

    له جګړې مخکې، ترکیه د ایران او امریکا د خبرو د بیا پیل لومړنی منځګړی و، خو اسلامي جمهوریت په وروستي شېبه کې د خبرو مېز له استانبوله مسقط ته ولېږداوه.

    همداراز، ترکیه په راتلونکو ورځو کې د دوو ورځنۍ غونډې کوربنه ده، چې پکې د نړۍ ځینې مشران، د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د منځني ختیځ د هېوادونو کارپوهان ګډون کوي. د دې کنفرانس موضوع د سیمې د کړکېچ د حل لپاره د ابتکار پیل دی.

  5. وروستی, ایران ۴۶۶ تنه د ملي امنیت د کمزوري کولو په تور نیولي, امید منتظري- بي‌بي‌سي، ترکیه

    ایراني رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې پولیسو ۴۶۶ کسان په دې تور نیولي چې ګنې د بریښنایي فعالیتونو په مټ یې د ملي امنیت کمزوري کولو هڅه کړې. دا له اسرائیل او امریکا سره د ایران د جګړې له پیل راهیسې د نیونو لوی عملیات ګڼل کېږي.

    ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په تېرو یوه میاشت کې له زرو زیات کسان ونیول شول.

    پر ځینو نیول شویو کسانو تور لګېدلی چې ګنې د حساسو ځایونو عکسونه یې اخستي، د حکومت ضد مطالب یې پر خواله رسنیو خپاره کړي یا یې له "دوښمن سره همکاري" کړې ده.

    پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې دا نیونې د استخباراتي معلوماتو او تخنیکي څارنې پربنسټ ترسره شوې دي چې د کورني ثبات او امنیت ګډوډولو د مخنیوي په خاطر یې د هغوی د نیولو پرېکړه کړې ده.

  6. وروستی, سپاه: د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو ۷۹ مه څپه مو بشپړه کړه

    د ایران سپاه په یوه بیان کې ویلي چې د (وعد صادق ۴) عملیاتو د ۷۹ څپې هغه عملیات یې بشپړ کړي چې د اسرائیلو بېلابېلو سیمو کې یې د بې‌پیلوټه او توغندیو بریدونه پکې توغولي دي.

    د دې بیان له مخې، "قوي توغندي لکه خیبرشکن، عماد، سجیل او هدف ویشتونکو بې‌پيلوټه الوتکو" لاندې مرکزونه په نښه کړي دي:

    • "په شمال او مرکزي تل ابیب کې د استخباراتو ادارې - ظاهراً خوندي موقعیتونه وو"
    • "د رامات ګان او نقب سوداګریز او پوځي ملاتړ مرکزونه"
    • "د بئرالسبع په جنوب کې د لوژستیک او نظامي مدیریت اصلي مرکز"
  7. وروستی, قطر: موږ د ایران او امریکا ترمنځ منځګړتوب نه کوو, فرانک ګارډنر - امنیتي خبریال، دوحه

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر ماجد الانصاري وايي، قطر د امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې ښېکل نه دی.

    هغه وايي: "زموږ تمرکز په دې دی چې پر خپل هېواد بریدونه ودروو او خپل قلمرو وساتو."

    ما له هغه وپوښتل چې ایا قطر به د خلیج عربي هېوادونو پر وړاندې له دې بریدونو وروسته بیا د ایران له اسلامي جمهوریت سره عادي اړیکې ولري؟ د هغه څرګند ځواب دا و چې: هو، ځکه موږ جغرافیه نه شو بدلولی.

    له الانصاري وپوښتل شول، ایا هغه باور لري چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو خبرو ماهیت په سمه توګه بیان کړی چې د هغه په وینا واشنګټن یې له تهران سره کوي.

    په ځواب کې، الانصاري وویل: "تاسو باید له هغو کسانو وپوښتئ چې په دغو خبرو کې ښکېل دي.

    لکه وړاندې مې چې په ډاګه وویل: موږ په دغو خبرو کې ښکېل نه یو. زموږ اوسنی تمرکز او اندېښنه د خپل هېواد ساتنه ده."

  8. وروستی, باقر ذوالقدر د ملي امنیت عالي شورا سکرتر وټاکل شو

    د ولسمشر د دفتر د اړیکو او معلوماتو مرستیال مهدي طباطبایي پر ایکس لیکلي چې محمدباقر ذوالقدر د ملي امنیت عالي شورا سکرتر شو.

    ښاغلي طباطبایي لیکلي چې دا پرېکړه "د ایران د رهبر په نظر او موافقه" شوې ده.

    هغه به د علي لاریجاني ځای ناستی وي، چې وړاندې د اسرائیل په برید کې د خپلې لور په کور کې له خپل زوی، مرستیال او ساتونکو سره وژل شوی و.

    محمدباقر ذوالقدر په ۱۴۰۰ کې د نظام د مصلحت د تشخیص مجمع سکرتر وټاکل شو او د محسن رضایي ځای شو.

    سرلښکر ذوالقدر د سپاه پاسداران یو له قوماندانانو او د (رمضان بهرنۍ اډې) له بنسټګر دی، چې وروسته د دې قرارګاه د جوړښت او فعالیتونو پر اساس د قدس ځواکونو (د سپاه بهرنۍ څانګه) رامنځته شوه.

    هغه له انقلاب مخکې له محسن رضایي سره د "منصورون" ډلې غړی و، چې د شاهي رژیم پر ضد په وسله‌والو مبارزو کې فعال وو.

    ښاغلي ذوالقدر د ۱۳۵۷ کال د ایران له انقلاب وروسته د سپاه د روزنې مسؤلیت درلود او بیا د سپاه د غیرمتعارفو جګړو د قرارګاه قوماندان شو.

    د اسلامي انقلاب په پیل کې هغه د (سازمان مجاهدین انقلاب اسلامي) د ښي اړخو څانګې غړی و.

    ښاغلي ذوالقدر د ایران له اته کلنې جګړې وروسته د سپاه د ګډې جرګه‌ګۍ مشر و او بیا د اتو کلونو لپاره د سپاه پاسداران د انقلاب عمومي قوماندان مرستیال پاتې شو.

    ښاغلي ذوالقدر په ۱۳۸۴ کال کې د محمود احمدي‌نژاد د ولسمشرۍ پر مهال د کورنیو چارو وزارت د امنیتي او انتظامي چارو مرستیال شو، خو د ۱۳۸۶ کال په مني کې له دې مقام استعفا ورکړه.

    هغه په ۱۳۷۸ د محصلانو د اعتراضونو د ځپلو په کړنو کې هم ګډون درلود.

  9. وروستی, ایا ایراني توغندي اروپا ته رسېدلی شي؟, نیک اېریکسن، بي بي سي

    د هند په سمندر د "ډیګو ګارسیا" ټاپو کې د بریتانیا او متحده ایالاتو ګډې پوځي اډې ته د تهران له لوري د لیرې واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو توغول، په منځني ختیځ کې د جګړې د احتمالي پراخېدو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

    که څه هم دا توغندي "پخپلو ټاکل شویو موخو نه دي لګېدلي"، خو د اسرائیل پوځ ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې په دې کچه واټن ویشتونکي توغندي کارول کېږي.

    تهران تر اوسه په رسمي ډول د دې توغندیو توغول نه دي تایید کړي، او ایراني رسنیو یوازې د بهرنیو رسنیو راپورونه نقل کړي دي.

    کارپوهان د دې برید پایلې څېړي چې "خپلې موخې یې نه دي ترلاسه کړي" او دا چې دا برید د راتلونکو موخو د دایرې د پراخېدو لپاره څه معنا لرلی شي.

    دې ترڅ کې دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا د برلین، پاریس او لندن په څېر اروپايي پلازمېنې په راتلونکي کې د ایران د توغندیو نښه ده که نه؟

    بشپړ مطلب دلته لوستلی شئ

  10. وروستی, د جګړې له غځېدو سره د امریکا او ایران تر منځ د خبرو غوراوي هم کمېږي

    له اوونيو راهيسې امریکا او اسرائیل ټينګار کوي چې د ایران پوځي وړتيا ډېره کمزورې شوې ده. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د دفاع وزير پيټ هېګست په بيا بيا ادعا کړې چې پرلسې بریدونو د ایران د قوماندې جوړښت فلج کړی او د غبرګون وړتيا یې کمزورې کړې ده.

    د دوی له نظره جګړه بايد د ختمېدو پر لور روانه وی. خو داسې ښکاري چې برعکس حالت رامنځته شوی دی. تاوتریخوالی لا هم په چټکۍ او شدت سره دوام لري او د وتلو روښانه لارې لږ دي.

    د شنبې په ورځ څرګنده شوه چې ایران د هند په سمندر کې د ډياګو ګارسيا پر بریتانوۍ- امريکايۍ اډه چې شاوخوا ۳۸۰۰ کيلومتره واټن لري، دوه توغندي توغولي دي. که څه هم دغه توغندي ټاپو ته نه دي رسېدلي خو دې پېښې د ايران د وړتياوو په اړه نوې اندېښنې راپورته کړې دي. تر دې وړاندې داسې باور کېده چې د ایران د توغنديو واټن شاوخوا دوه زره کيلومتره دی.

    که دا وړتياوې له پخوا پاتې وي او يا هم اوسمهال تازه جوړې شوې وي، پايله یې یوه ده هغه دا چې پوځي فشار د ایران پرمختګ نه دی درولی.

    که ريښتيا هم د مذهبي مشر علي خامنه يي، د امنيت مشر علي لاریجاني، د اسلامي ګارډ قومندانانو، د وسله والو ځواکونو لوی درستيز، په ګډون د دوی ډېری مشران له منځه وړل شوي وي او د توغنديو مرکزونه یې ویجاړ شوی وي نو بيا څوک د دې عملياتو مشري کوي او ایران څرنګه توانېدلی چې تر داسې فشار لاندې خپلې وړتياوې وساتي؟

  11. وروستی, ایا رښتیا هم د امریکا او ایران ترمنځ خبرې روانې دي؟, لېز دوسېت/ مشره نړیواله خبریاله

    ولسمشر ټرمپ له ایران سره "ډېرې قوي خبرې" ستایلې دي، خو تر اوسه یوازې د ډېر کوچني پرمختګ نښې لیدل کېږي.

    ایران لا هم پر امریکا ژور شک لري. د خبرو دوه پخواني پړاوونه، چې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ او جون کې شوې وې، دواړه د امریکا په ملاتړ د اسرائیلو د بریدونو له امله ناکامې شوې.

    داسې راپورونه شته چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا استازي سټیو ویتکاف ترمنځ اړیکې نیول شوې دي، خو دا خبرې ډېرې لومړنۍ بلل کېږي.

    د‎ پاکستان، ترکیې او مصر په شان ډېر هېوادونه د کړکېچ راکمولو هڅه کوي. د دغو درې واړو هېوادونو مشران له ټرمپ سره قوي شخصي اړیکې لري او د دې کړکېچ پر مهال یې له عربي مشرانو سره فعاله اړیکه ساتلې ده. عمان، چې د ایران له خوا تر ټولو باوري منځګړی ګڼل کېږي، هم په دې بهیر کې ښکېل دی.

    موږ په داسې ناڅرګندو وختونو کې ژوند کوو، خو هغه راپورونه چې وایي ښايي د ایران یو لوړپوړی چارواکی محمد باقر قالیباف ډېر ژر د امریکا له مرستیال ولسمشر جي ډي وینس سره وویني، لږ باور وړ ښکاري.

    ټرمپ هڅه کوي چې د ایران لپاره د وینزوېلا د ډیلسي رودریګز په څېر یو ځواکمن خو عملي شخصیت ومومي، داسې څوک چې پر هغه خپل نفوذ وکارولی شي.

    خو دا به په ایران کې ممکنه نه وي، ځکه هلته یو څو- طبقاتي نظام دی چې مذهبي مشران او پوځي قومندانان پکې واک لري او اوس سخت دریځي، لکه قالیباف، اصلي پرېکړې کوي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډېر لوړه بیه غواړي.

  12. وروستی, پر تل ابیب د ایران برید

    ایران وايي، د اسرائیلو پر تل ابیب ښار یې برید کړی دی.

    اسرائیلو کې د لټون او ژغورنې ډلې د اسرائیلو مرکزي سیمو ته استول شوې وې، چېرې چې د ایراني توغندیو د "لګېدو راپورونه" ورکړل شوي وو.

    له تل‌ابیبه ترلاسه شویو انځورونو کې ښکاري چې د برید له ځایه لوګی پورته کېږي او بېړني ټیمونه د بریدونو په ځای کې په کار بوخت دي.

    یوه ودانۍ تر یوه بریده نړېدلې ده. د زیان کچه لا هم روښانه نه ده.

  13. وروستی, تهران کې د تازه بریدونو راپورونه ورکړل شوي, غنچه حبیبی‌زاد/بي‌بي‌سي فارسي

    د تهران ښار په ختیځ کې د دوو سرچینو په وینا، اوس بیا پر تهران بریدونه پیل شوي دي.

    ایراني رسنیو هم ویلي چې د تهران په ختیځو برخو کې هوايي دفاع فعاله شوې ده.

  14. د يوه بېرل خامو تېلو بیه یو ځل بيا له ۱۰۰ ډالرو پورته شوې ده

    د دوشنبې په ورځ د خامو تېلو د بيو له راتيټېدو وروسته نن يو ځل بیا د يوه بېرل تېلو بيه له ۱۰۰ ډالرو پورته شوې ده.

    د سې شنبې په ورځ په اسيا کې د خامو تېلو بيه نژدې څلور سلنه لوړه شوه او څه باندې ۱۰۳ ډالرو ته ورسېده.

    د خامو تېلو بیې د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه ۱۰ سلنه راښکتې شوې چې دولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د انرژۍ پر تاسيساتو بریدونه لغوه کړل او زیاته یې کړه چې له ایراني لوري سره یې "ګټورې" خبرې لرلې.

    په همدې مهال د راپورونو له مخې، تهران، اصفهان او څو نورو ایراني ښارونو کې سهار وختي د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. په ورته وخت کې، خپاره شوي انځورونه ښیې چې د اسرائیلو په شمالي ښار حیفا کې لږترلږه یوه ودانۍ د توغندي برید له امله زیانمنه شوې ده.

    د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د چېنل د رامنځته کولو هڅې ګړندۍ شوې دي. د ایران د حکومت یوه چارواکي د امریکا سي بی اېس شبکې سره په مرکه کې تائید کړه چې تهران د واشنګټن لخوا د منځګړو له لارې غوښتل شوي ټکي ترلاسه کړي او غور پرې روان دی.

  15. اروپايي ټولنه د منځني ختیځ د جګړې په اړه "ژوره اندېښنه" لري

    د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا وان ډیر لېين په منځني ختیځ کې د روانو شخړو په اړه "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې او د ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره یې د خبرو اترو له لارې د سولې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

    نوموړې په کنبېرا کې د اسټرالیا د لومړي وزیر انتوني البانیز سره په لیدنه کې وويل، "دا ډېره مهمه ده چې موږ د خبرو اترو له لارې داسې حل ومومو چې په منځنی ختیځ کې شخړې پای ته د پای ټکی کېږدي."

    وان ډير لېين دا هم وويل چې د اروپايي ټولنې ځینې هېوادونه له جګړې وروسته د هرمز تنګي د ساتنې لپاره په "ماموریت" کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.

    هغې زیاته کړه، "د دې کړکېچ غیر مستقیمې اغېزې موږ د ګازو او تیلو په بیو، زموږ سوداګرۍ او زموږ په ټولنو احساس کوو،" دې ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ لاره "په ټوله نړۍ کې د متحدینو د انرژۍ رسولو لپاره حیاتي ده."

  16. د اسرائیلو په شمال کې توغندی لګېدلی

    د اسرائیلو په شمالي سیمه حیفا کې د شپې له خوا یو توغندی لګېدلی دی.

    تر دې وړاندې اسرائیلو خبرداری ورکړی و چې د ایران له لورې پر اسرائیلو توغندي توغول شوي دي.

    د بېړنيو چوپړونو اداره وايي يوه ښځه چې خوندي ځای ته ورانه وه په لاره ټپي شوې ده.

  17. ایران وايي، امریکا او اسرائیلو د ګازو پر دوو نل لیکو بریدونه کړي

    د ایران اسلامي انقلابي ګارډ ځواکونو پورې تړلي فارس خبري اژانس، امریکا او اسرائیل تورن کړي چې د اصفهان په مرکزي برخه کې یې د ګازو د ادارې پر ودانۍ او د ګازو د فشار کمولو پر سټېشن برید کړی دی. د فارس په وینا، برید د دې تاسیساتو ځینو برخو او همدارنګه نژدې کورونو ته زیان رسولی دی.

    فارس ویلي، "راپورونه راڅرګند شوي" چې د ایران په لوېدیځ کې د خرمشهر د بریښنا فابریکې ته د ګازو رسولو پایپ لاین یا نل ليکه هم په نښه شوې ده. خو فارس زیاته کړې چې د خرمشهر د والي په وینا، یو توغندی د ګازو د پایپ لاین له سټېشن څخه بهر په یوه سیمه لګېدلی دی. په پېښه کې مرګژوبله نه ده اوښتې.

  18. د سعودي دفاع وزارت وايي څلور ډرونونه یې ويشتلي

    د سعودي عربستان د دفاع وزارت وايي نن ماښام یې په ختیځ ولایت کې څلور ډرونونه یا بې پیلوټه الوتکې وېشتلې دي.

    یاد وزارت د کوم زیان راپور نه دی ورکړی، خو وايي ټولې څلور بې پیلوټه الوتکې یې "په نښه او ویجاړې کړې" دي.

  19. لبنان وايي د اسرائیلو په وروستيو عملياتو کې له زرو زيات کسان وژل شوي

    د لبنان د روغتیا وزارت له خوا نوي خپاره شوي ارقام ښیې چې د اسرائیلو لخوا په لبنان کې د عملیاتو له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۰۳۹ ته لوړ شوی دی.

    د يکشنبې په ورځ د وژل شویو شمېر ۱۰۲۹ تنه ښودل شوی و.

    د روغتيا وزارت وايي ۲۸۷۶ تنه ټپيان شوي چې له دې ډلې ۹۰ تنه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زخمي شوي دي.

    دا وروسته له هغه چې د يکشنبې په ورځ اسرائیلو د حزب الله پر وړاندې د ځمکنيو او هوايي بریدونو د پراختيا پلانونه تصویب کړل.

    اسرائیلي چارواکي وايي موخه یې د اسرائيلو په شمال کې د حزب الله له بریدونو د ټولنو خوندیتوب دی. خو د فرانسې، بریتانيا او جرمني د مشرانو ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې د اسرائیلو ځمکني برید کولی شي په لبنان کې "ویجاړونکې بشري پایلې" ولري.

    بي بي سي نشي کولی په خپلواکه توګه دا شمېرې تائید کړي.

  20. د اسرائیلو پوځ واييد اسلامي انقلابي ګارډ پر اډه یې برید کړی

    د اسرائیلو پوځ ويلي، په تهران کې یې د "بریدونو په لړ کې هوایي ځواک د امام علي اډه په نښه کړې ده."

    د اسرائیلو پوځ په یوه بيا کې ادعا کړې چې دا اډه "د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي لخوا د فعالیتونو د همغږۍ او د وضعیت ارزونو لپاره کارول کېده. دې د بسیج کنډکونو د لارښوونې مسؤلیت هم درلود".

    د اسراییلو پوځ زیاتوي، "له برید څخه دمخه، د د ملکي وګړو د زیان کمولو لپاره ګامونه اخیستل شوي وو."