وروستی, سویټزرلنډ د 'دیپلوماتیکو نوښتونو' ملاتړ چمتوالي په موخه په تهران کې خپل سفارت پرانیزي
د سویټزرلنډ بهرنیو چارو د وزارت وايي، په تدریجي ډول په تهران کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
دغه سفارت په ایران کې د امریکا د ګټو د استازیتوب په برخه کې مهم رول لري، ځکه سویټزرلنډ د 'ساتونکي ځواک' په توګه دا دنده پر غاړه لري.
امریکا د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راهیسې، چې په ایران کې د امریکا سفارت محاصره او کارکوونکي یې یرغمل شول، په ایران کې خپلواک دیپلوماتیک استازیتوب نه لري.
د سویټزرلنډ بهرنیو چارو وزارت وايي، دا پرېکړه له ایران او امریکا سره په سلامشوره ترسره شوې او سویټزرلنډ چمتو دی چې خپل دفترونه د هغو ''ټولو دیپلوماتیکو نوښتونو د ملاتړ لپاره برابر کړي چې د کړکېچ کمولو او د تلپاتې سولې لپاره مرسته کوي."