وروستی, د روسیې یوه لوکسه کښتۍ د هرمز له تنګي پر سمندري محدودیتونو سربېره تېره شوه
یوه لویه او لوکسه تفریحي کښتۍ چې د روسیې د ولسمشر د ولادیمیر پوتین پر یوې نژدې کړۍ پورې تړلي کس پورې تړاو لري، د هرمز له تنګي د روانو سمندري محدودیتونو سربېره تېره شوې ده.
دغه ۱۴۲ متره اوږده کښتۍ "نورډ" نومېږي او ویل کېږي چې د روسي میلیاردر الکسي مورداشوف پورې تړاو لري، چې د کلابندیو لاندې دی.
کښتۍ د اونۍ په پای کې له دوبۍ نه مسقط ته تللې او په وروستیو میاشتو کې له دې تنګي د تېرېدونکو څو محدودو شخصي بېړیو له ډلې څخه وه.
ایران په همدې اونۍ کې له روسیې سره د لوړپوړو خبرو اترو په حال کې و، په داسې وخت کې چې له امریکا سره د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه بحث لا هم روان دی.
ښاغلی مورداشوف، چې له پوتین سره نژدې اړیکې لري، په رسمي ډول د دې کښتۍ مالک نه دی ثبت شوی، خو د "نورډ" اسناد ښيي چې دا کښتۍ په ۲۰۲۲ کال کې د هغه د مېرمنې پورې اړوند شرکت په نوم ثبت شوې وه.
د دې تفریحي کښتۍ ارزښت له ۵۰۰ میلیونه ډالرو ډېر اټکل شوی.
د "مارین ټرافیک" معلومات ښيي چې دغه کښتۍ د روسیې بیرغ لاندې د جمعې په شپه له دوبۍ وتلې او د یکشنبې په سهار د عمان پلازمېنې مسقط کې د "الموج" تفریحي بندر ته رسېدلې ده.
د خلیج فارس په دې سمندري لاره کې تګ راتګ اوس د جګړې له پيل مخکې پرتله ډېر کم شوی دی.