تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو درېیم پړاو واشنګټن کې پیل شو

په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو نوی پړاو په داسې حال کې پیل شوی، چې د لبنان په سوېل کې کړکېچ ډېر شوی او د حزب‌الله د وسلو په اړه کورني اختلافات هم موجود دي. ټاکل شوې ده چې خبرې اترې د "اوربند د ټینګښت" پر موضوع متمرکزې وي، چې وروسته د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو او د بیا رغونې موضوعات وڅېړل شي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, چین امریکا له‌خوا د ایران د بار وړونکې بېړۍ د نیولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه

    د چین بهرنیو چارو وزارت د امریکايي ځواکونو لخوا د ایرانۍ 'توسکا' بېړۍ د نیولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او د ایران او امریکا ترمنځ یې د سولې خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې ده.

    د دغه وزارت ویاند ګویو جیاکون یوې خبري غونډې ته ویلي، د امریکايي ځواکونو له‌خوا د دې ایرانۍ بېړۍ نیولو لپاره "زور" کارول چین لپاره د اندېښمن وړ دي.

    بېجېنګ مخکې د امریکا له‌خوا د ایران د بندرونو کلابندي هم "غیرمسوولانه او خطرناکه" بللې وه.

    اټکل دا دی چې د ایران شاوخوا ۹۰ سلنه صادراتي تېل چین پېري.

    یو شمېر شنونکي وايي د ایران سمندري کلابندي ښايي د دې له‌پاره وي چې چین پر تهران فشار زیات کړي.

  2. امریکايي ځواکونو لخوا د ایران د کارګو بېړۍ د نیول کېدو شېبه

    د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ سېنټکام د ایران د کارګو بېړۍ 'توسکا' د نیولو ویډیو خپره کړې ده.

    سېنټکام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ځواکونه یې له چورلکې د رسۍ په وسیله دې ایرانۍ بېړۍ کې کښته شول.

    د ایران د وسله‌والو ځواکونو تر ټولو لوړې عملیاتي قومندانۍ - خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه بیا دا ګام "وسله‌واله سمندري داړه‌ماري" بللې او ګواښ یې کړی چې غچ به یې واخلي.

    هممهاله ځینو ایراني رسنیو رپوټ ورکړی، چې د دغه هېواد ځواکونو د عمان په خلیج کې د امریکا پر پوځي بېړیو د ډرون بریدونه کړي. خو په دغو بریدونو کې د اوښتي زیان څه راپور لا نشته.

    دغو اقداماتو د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د دوام په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.

  3. وروستی, د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند: تر اوسه د خبرو بل پړاو کې د ګډون کومه پرېکړه نه ده شوې

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي تهران لا تراوسه دا پرېکړه نه ده کړې چې له امریکا سره د خبرو په دویم پړاو کې ګډون وکړي که نه.

    د اې‌اېف‌پي خبري اژانس په حواله، اسماعیل بقایي ویلي چې دوی تر دې دمه د خبرو بل پړاو لپاره څه پلان نه لري او په دې تړاو لا "کومه پرېکړه نه ده شوې."

    دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې دی د خبرو لپاره پاکستان ته یو پلاوی لېږي چې مشري به یې د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس کوي او دا چې تمه ده دغه خبرې نن "دوشنبې" ماښام ترسره شي.

    ټرمپ زیاته کړې چې منځني ختیځ لپاره د ده استازی سټیف وېټکاف او زوم یې جارډ کوشنر هم په پلاوي کې شامل دي.

    تر دې ورمخکې د ایران دولتي رسنیو د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړی و چې ایراني چارواکي په دغو خبرو کې د ګډون نیت نه لري، ځکه چې د دوی په وینا د امریکا لخوا "په اصطلاح سمندري کلابندي او اوربنده سرغړونې جاري دي" او ژبه یې هم ګواښوونکې ده.

  4. وروستی, رسنۍ: ایران پر امریکايي بېړیو د بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی، د زیان راپور نشته

    ایران د عمان په خلیج کې د امریکا پر پوځي بېړیو د ډرونونو په وسیله برید کړی دی.

    دا خبر د ایران نیمه‌رسمي خبري اژانس تسنیم له هغې وروسته ورکړی چې د امریکا سمندري ځواکونو د عمان په خلیج کې د ایران بیرغ لرونکې کانټینري بېړۍ ونیوله.

    تر اوسه د دغو ډرون بریدونو له کبله د څه زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

    تر دې ورمخکې د ایران د وسله‌والو ځواکونو له ټولو لوړې عملیاتي قومندانۍ، د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه د امریکا سمندري عملیات له اوربنده سرغړونه بللې او ګواښ کړی و چې ایران به د امریکا له‌خوا "د دې وسلوالې سمندري داړه‌مارۍ غچ واخلي".

  5. وروستی, ټرمپ لخوا د یوې ایرانۍ بېړۍ د نیولو تر اعلان وروسته د تېلو بیې لوړې شوې دي

    تر هغې وروسته چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې سمندري ځواکونو یې د ایران یوه بېړۍ تر درولو وروسته نیولې ده، په نړیوالو مارکېټونو کې د تېلو بیې پورته شوې.

    دا ایرانۍ بېړۍ داسې مهال نیول کېږي چې تهران د شنبې پر ورځ وویل چې سوداګریزو بېړیو ته نور له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه نه ورکوي‌ او هره بېړۍ چې ورنږدې شي، په نښه به شي.‌

    د دوشنبې سهار د برنټ نفتو بیه له نږدې ۵ سلنې لوړېدو سره ۹۴ اعشاریه ۶۶ ډالرو ته ورسېده.

    د وېسټ ټکزاس انټرمېډیټ تېل هم له ۵ اعشاریه ۶ سلنې ختلو سره ۸۸ اعشاره ۵۵ ډالرو ته رسېدلي.

    د انرژۍ نړیوالو بازارنونو کې بیې د فبرورۍ ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیل له برید او د تهران لخوا هرمز تنګي کې د بېړیو د هدف ګرځول کېدو ګواښونو له کبله کښته پورته کېږي.

  6. وروستی, سېنټکام: امریکايي ځواکونه تر شپږ ساعتونو خبرداري وروسته په ایرانۍ بېړۍ کې کښته شول

    اوس د امریکا له‌خوا د ایران د بیرغ لرونکې بار وړونکې بېړۍ توسکا د نیولو په اړه نور جزییات ترلاسه شوي دي.

    د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې امریکايي سمندري ځواکونه د یکشنبې په ورځ له یو‌اېس‌اېس تریپولي جنګي بېړۍ په چورلکه کې روان او د رسۍ په وسیله د ایران پهتوسکا بېړۍ کېکښته شول.

    په دغه تازه بیان کې، چې په چورلکه کې د سپرو سمندري ځواکونو یوه ویډیو هم ورسره خپره شوې، ویل شوي له هغه وروسته چې توسکا تر شپږ ساعتونو پورې د امریکايي ځواکونو پرله‌پسې خبرداري له پامه وغورځول، د دوی یو‌اېس‌اېس سپراونس بېړۍ یې د خوځښت سیستم (انجن) له کاره وغورځاوه.

    تر دې ورمخکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم همدې پېښې ته په اشارې ویلي وو: "زموږ سمندري بېړۍ د هغوی د انجن‌خونې په چادولو سره، هغو ځای پر ځای ودرول."

    بل خوا د ایران تر ټولو لوړې پوځي قومندانۍ خاتم‌الانبیاء ویلي، چې دا ګام به بې ځوابه پرې نږدي.

  7. اسلام اباد د امریکا او ایران د احتمالي خبرو اترو لپاره چمتووالی نيسي خو ایران لا د ګډون پخلی نه دی کړی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تائید کړې چې مذاکراتي ټیم به یې له ایران سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي. که څه هم ایران تر اوسه رسمي ځواب نه دی ورکړی، خو د پاکستان حکومت د غونډې کوربتوب لپاره چمتووالی نیسي.

    د اپریل پر ۱۹مه، د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې پنځه ستوري ماریوټ هوټل خپلو مېلمنو ته خبر ورکړ چې د ماسپښین تر دریو بجو پورې هوټل خالي کړي.

    د راولپنډۍ او اسلام اباد په ښارونو کې عامه ترانسپورت او کارګو هم له نن ورځې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې ده.

    د ماریوټ هوټل د عمومي مدیر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، "د پاکستان حکومت د یوې مهمې پیښې لپاره ټول هوټل کرايه کړی، چې د یکشنبې په ورځ د ماسپښین له دريو بجو پیلېږي. له همدې امله، ټول مېلمانه باید له هوټله ووځي."

    په خبرپاڼه کې، له میلمنو د بښنې په غوښتلو سره، ويل شوي چې هوټل به دوی ته د بدیلو ترتیباتو په برابرولو کې مرسته وکړي.

  8. په پاکستان کې د ایران سفیر: تر هغه چې سمندري کلابندي وي، اختلافات به دوام ولري

    په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم وايي، "تر هغه چې سمندري کلابندي روانه وي، له امریکا سره به اختلافات" دوام ولري.

    ښاغلي اميري مقدم پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلي، "تاسو نشئ کولی له نړیوالو قوانینو سرغړونې ته دوام ورکړئ، کلابندي زیاته کړئ، ایران ته د نورو جنګي جرمونو ګواښ وکړئ، په خپلو غیر معقولو غوښتنو ټینګار وکړئ، په غیر ضروري بیانونو له نورو مخکې شئ، او د ‘ډیپلوماسۍ’ د تعقیب ښکارندويي وکړئ."

    امریکا ويلي له ایران سره د خبرو اترو لپاره یې اسلام اباد ته یو پلاوی لېږلی دی، خو ایران وايي،د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې د ګډون پلان نلري.

  9. نتنیاهو: د ایران پر ضد جګړه لا پايته نه ده رسېدلې

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ارجنټاین له ولسمشر خاویر ميلي سره له لیدنې وروسته په بیت المقدس کې د ایران په اړه له رسنیو خبرو کې ټینګار وکړ چې له ایران سره یې کار پایته نه دی رسېدلی.

    نوموړي وويل، "موږ د لویو ننګونو او لویو پایلو په دوره کې یو. موږ د ایران د لوی ظلم پر وړاندې د امریکا تر څنګ په جګړه کې ښکېل یوو. موږ لویې لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي. هرڅه لا پایته نه دي رسېدلي، او په هره شېبه کې موږ ښايي نوي پرمختګونه وګورو."

  10. صدا و سيما: ایران د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې د ګډون پلان نلري

    د ایران دولتي رسنۍ ادارې صدا و سیما راپور ورکړی چې دا مهال په پاکستان کې له امریکا سره د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې د ګډون پلان نلري.

    د راپور له مخې، ایراني سرچینو ویلي چې "د امریکا ډېرې غوښتنې معقولې نه دي او د امریکایي لوري په دریځونو کې پرله پسې بدلونونه د خبرو اترو پرمختګ کې خنډ جوړ کړی دی."

    یادې ادارې په خپل فرعي سرلیک کې لیکلي چې "د تش په نامه سمندري کلابندۍ دوام، له اوربند سرغړونې، او ګواښوونکي بیانونه" د خبرو اترو مخه نیسي.

    دا په داسې حال کې ده چې ډونلډ ټرمپ وړاندې ویلي وو، د هغه استازي به د دوشنبې په ماښام له ایران سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي. هغه خبرداری ورکړی و چې که ایران د امریکا وړاندیز ونه مني، د دوی ټول د انرژۍ مرکزونه او پلونه به ویجاړ کړي.

  11. ټرمپ وايي د امریکا پوځ پر ایرانۍ بار وړونکې کښتۍ ډزې کړې او نیولې یې ده

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، امریکایي ځواکونو یوه بار وړونکې کښتۍ چې د ایران بیرغ پرې و، وروسته له هغه ودروله او ونیوله چې د ډزو خبرداریو ته یې پام ونه کړ.

    ښاغلي ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو یوه پوسټ کې ويلي چې کښتۍ هڅه کوله د امریکا له سمندري کلابندۍ تېره شي.

    د امریکا ولسمشر ويلي، "ایرانۍ عملې خبرداریو ته پام ونه کړ، زموږ د سمندري ځواک کښتۍ د هغوی په ماشين کې سوری وکړ، او په لاره کې یې ودرولi."

    نوموړي زياته کړې کښتۍ "په تېر کې د غیر قانوني فعالیتونو له امله" د امریکا د خزانې تر بندیزونو لاندې وه. اوس مهال سمندري ځواکونه په کې دي.

    ایران لا تر اوسه دا پېښه نه ده تائید کړې.

  12. د سپینې ماڼۍ چارواکي بي بي سي ته ویلي 'د ولسشمر ټرمپ مرستیال هم اسلام اباد ته ځي'

    له هغې څو ساعته وروسته چې ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې دهغه مرستیال جی ډی وېنس امریکايي پلاوي سره اسلام اباد ته نه ځي ، دسپینې ماڼۍ یو چارواکي بي بي سي ته ویلي دي چې دولسمشر مرستیال به اسلام اباد ته سفر کوي.

    دې چارواکي وویل ښاغلی وینس د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف وټکاف او د دونالډ ټرمپ زوم جراډ کوشنر سره اسلام اباد ته ځي.

    ددې نه وړاندې ولسمشر ټرمپ ویلي و چې " چې مرستیال یې د امنیتي اندېښنو" له امله اسلام اباد ته نه ځي خو په دې اړه یې نور تفصیل نه و ورکړی.

  13. د ایران او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي " اسحاق ډار د یکشنبې پر ماسپښین له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره پر ټیلیفون خبرې وکړې."

    پر اېکس پاڼه یوه خپاره شوې بیان کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له قوله ویل شوي چې " ښاغلي ډار د ثبات او امنیت په موخه د پرلپسې خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی."

    د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي په پلان کې ده چې لومړی وزیر شهباز شریف هم اسلام اباد کې نن ناوخته د ایران له ولسمشر سره اسلام اباد کې د نوي پړاو خبرو په اړه خبرې وکړي.

  14. د امریکا مرستیال ولسمشر د "امنیتي اندېښنو" له امله بیا اسلام اباد ته نه ځي

    له ایران سره د د دې پړاو په خبرو کې به د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د "امنیتي اندېښنو" له کبله د امریکايي پلاوي مشري پر غاړه ونلري.

    له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا لوړ پوړو استازو او د یاد هېواد د انرژۍ وزیر اسلام اباد ته د هغه د سفر خبر ورکړی و.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اې بي سي شبکې سره د خبرو پر مهال د ښاغلي وېنس نه ګډون په اړه وویل " دی د امنیتي دلایلو له کبله پاکستان ته نه ځي" خو هغه نور وضاحت ورنکړ.

    له دې مخکې ډونلډ ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه ولیکل " استازي یې له ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته روان شوي."

    په همدې مهال د ایران یوه خبري اژانس تسنیم رپوټ ورکړی چې " تر هغې چې سمندري کلابندي وي پلاوی به یې پاکستان ته په سفر ولاړ نه شي."

    د امریکا د ولسمشر له اعلان سره سره ایران تر اوسه د خبرو وخت او ځای نه دی تاييد کړی.

  15. وروستی, ټرمپ ایران د اوربند د تړون په ماتولو تورن کړ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ د خپاره کړي پیغام په دوام، ایران "د اوربند له تړون په سرغړونه" تورن کړی دی.

    هغه لیکلي چې ایران "پرون په هرمز تنګي کې د ډزو پرېکړه وکړه" چې "دا ښه کار نه و – که څنګه؟"

    نوموړی وايي، ډزې د "یوې فرانسوۍ بېړۍ او د بریتانیا د یوې سوداګریزې بېړۍ" پر لوري شوې وې.

    د امریکا ولسمشر د ایران له‌خوا د هرمز تنګي د تړلو پرېکړه "عجبه" بللې، ځکه د ده په وینا د امریکا کلابندۍ وار له مخه دا تنګی تړلی دی.

    نوموړي زیاته کړې: "هغوی [ایرانیان] بې له دې چې پوه شي، زموږ مرسته کوي. د دې لارې د تړل کېدو له کبله همدوی تاوان کوي – د ورځې ۵۰۰ میلیون ډالره! متحد ایالتونه هېڅ تاوان نه کوي."

    تهران بیا واشنګټن تورنوي، چې ګوندې‌ د دوی د بندرونو په کلابندۍ سره یې د اوربند شرایط مات کړي دي.

  16. ټرمپ اعلان وکړ چې استازي یې ایران سره خبرو لپاره اسلام‌اباد ته روان دي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ تروټ سوشیل لیکلي: "زما استازي د پاکستان اسلام‌اباد ته روان دي – سبا ماښام به هلته د خبرو اترو لپاره حاضر وي."

    نوموړي زیاته کړې: "موږ د یو ډېر عادلانه او معقول تړون وړاندیز کوو او هیله لرم چې هغوی [ایرانیان] یې ومني، ځکه که ویې نه مني، متحد ایالتونه به په ایران کې هر یو برېښناکوټ او هر پل له منځه یوسي."

    ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی چې که خبرې ناکامې شي، نو نور به "نرم‌خویه سړی" نه وي او په وینا یې دا پلونه او برېښناکوټونه به "ډېر ژر او په اسانۍ ونړېږي".

  17. رویټرز: اسلام اباد د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو د دویم پړاو کوربتوب ته چمتووالی کوي

    رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

    په داسې حال کې چې ایراني او امریکايي چارواکي په پرله‌پسې ډول د اختلافاتو حل لپاره د خبرو اترو د دوام د امکان یادونه کوي، خو تر اوسه لا د مذاکراتو د بل پړاو وخت او ځای په رسمي توګه نه دي اعلان شوي.

    دا په داسې حال کې ده چې تهران وايي د امریکا لخوا یې د دوی د بندرونو د کلابندۍ په غبرګون کې د هرمز تنګي لاره په بشپړه توګه تړلې او یوازې هغه بېړۍ پرې تېرېدای شي چې له سپاه پاسداران یې اجازه اخیستې وي.

    بلخوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا ویلي چې پرې به نږدي چې ایران له امریکا د هرمز تنګي پر سر د باج اخیستلو هڅه وکړي.

    نوموړي زیاته کړې چې د امریکا لخوا به د ایران د بندرونو کلابندي تر هغه وخته دوام ولري، چې "له ایران سره معامله سل په سله بشپړه شوې نه وي".

  18. له هرمز تنګي د بېړیو د تېرېدو هېڅ نښه نه لیدل کېږي

    لکه څنګه چې موږ مخکې راپور ورکړی، ایران یو ځل بیا هرمز تنګی تړلی دی.

    تهران وايي دا ګام یې د امریکا لخوا د ایراني بندرونو د دوامدار کلابندۍ په ځواب کې اخیستی.

    د بېړیو د مسیر څارونکې ویب‌پاڼې MarineTraffic پر بنسټ، که څه هم په فارس خلیج او په ځانګړي ډول د عمان او متحدو عرب اماراتو سواحلو ته څېرمه ډېرې بېړۍ ولاړې دي، خو داسې ښکاري چې دمګړۍ له هرمز تنګي هېڅ بېړۍ نه تېرېږي.

    پرون تر یوه وخته پر دې مهمې سمندري لارې د ځینو بېړیو تګ راتګ دوام درلود، خو تر هغې وروسته په ډراماتیک ډول راکم شو، چې تهران یې د تړلو پرېکړه اعلان کړه.

    ورپسې څو بېړیو راپور ورکړ چې په مرمیو لګېدلې دي او یوه ټانکر اعلان وکړ چې د ایران د وسله‌والو کښتیو له خوا پرې ډزې شوې دي.

  19. وروستی, لیز دوسېت: "په تیاره کې د رڼا یوازنی څرک... منځګړي لا هم پیغامونه تبادله کوي"

    د بي‌بي‌سي د نړیوالو چارو مشره خبریاله لیز دوسېت وایي د هرمز تنګي تړل کېدل د ایران او امریکا له دواړو خواوو په دیپلوماتیکو پیغامونو کې تر ټولو مهم بحث ګرځېدلی، او دواړه لوري یو بل دغه کړکېچ کې ملامت بولي.

    هغه چې له ایرانه راپور ورکوي، وایي د سولې د داسې تړون ډېرې کمې نښې نښانې لیدل کېږي چې ولسمشر ټرمپ یې تل یادونه کوي او تر اوسه لا ان د اوسني اروبند، چې په راتلونکو څو ورځو کې پای ته رسېږي، د غځول کېدو پرېکړه هم نه ده شوې.

    لیز دوسېت پر دې شرط له تهران راپور ورکوي چې د هغې د رپوټونو هېڅ منځپانګه او مواد به د بي‌بي‌سي فارسي څانګه کې نه کارول کېږي.

    دا محدودیتونه پر نورو ټولو نړیوالو رسنیزو بنسټونو هم چې له ایرانه فعالیت کوي، پلی کېږي.

  20. وروستی, اسرائيلي ځواکونه: تر اوربند ورمخکې ۲۴ ساعتونو کې مو د حزب‌الله ۱۵۰ وسله‌وال وژلي دي

    د اسرائیل دفاعي ځواک (ای‌ډي‌اېف) وایي له لبنان سره د اوربند له پیل په ورمخکې ۲۴ ساعتونو کې یې د حزب‌الله له ۱۵۰ډېر وسله وال وژلي دي.

    ای‌ډي‌اېف په دې تړاو پر ټېلېګرام یوه خپاره کړي پیغام کې د حزب‌الله وژل شویو وسله‌والو ته د ترهګرو خطاب کړی دی.

    اسرائيلي ځواکونو همدا راز ویلي چې په دغو بریدونو کې د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د قوماندې مرکزونو او د وسلو زېرمتونونو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ پوځي اهداف په نښه شوي دي.

    دغه ځواک ادعا کوي چې په وژل شویو کې د حزب‌الله یو شمېر جګپوړي قومندانان هم دي.

    ای‌ډي‌اېف زیاته کړې چې د اسرائیل د ملکي وګړو او سرتېرو پر وړاندې د هر ډول ګواښ د له منځه وړلو هڅې به جاري وساتي.