اسرائیلي برید کې د وژل شوې لبنانۍ خېریالې امال خلیل یاد کې ژورنالستان راغونډ شوي
د لبنان د پلازمېنې بېروت د شهیدانو څلور لارې کې ژورنالستان د اسرائیلو برید کې د وژل شوې خبریالې امال خلیل په یاد کې راغونډ شوي دي .
امال خلیل نن د خپلې دندې ترسره کولو پرمهال اسرائیلي برید کې ووژل شوه. د لبنان. ولسمشر اسرائیل په دې تورن کړی چې قصدا خبریالان په نښه کوي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي دي چې ددې مخه ونیسي.
د الاخبار ورځپاڼې په لومړني مخ د امال خلیل یو لوی عکس چې مسکۍ ده او مایکروفون ورسره دی خپور کړی دی. امال خلیل دې ورځپاڼې ته کار کولو.
لبناني چارواکي وايي" اسرائیلو هغه قصدا په نښه کړې او د هغې ژغورلو لپاره د تلونکې ډلې مخه یې هم نیولې وه". خو اسرائیل دا خبره ردوي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې د جګړې له پیله اسرائیلو په لبنان کې اوه خبریالان وژلي دي.