تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو درېیم پړاو واشنګټن کې پیل شو

په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو نوی پړاو په داسې حال کې پیل شوی، چې د لبنان په سوېل کې کړکېچ ډېر شوی او د حزب‌الله د وسلو په اړه کورني اختلافات هم موجود دي. ټاکل شوې ده چې خبرې اترې د "اوربند د ټینګښت" پر موضوع متمرکزې وي، چې وروسته د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو او د بیا رغونې موضوعات وڅېړل شي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. د ایران بهرنیو چارو وزیر عمان ته له سفر وروسته بېرته اسلام اباد ته رسېدلی

    د ایران د دولتي خبري اژانس 'ایرنا' د یوه رپوټ پر بنسټ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان له یو ورځني سفر وروسته بېرته اسلام اباد ته ستون شوی دی.

    دی د شنبې پر ورځ له اسلام اباده مسقط ته تللی و او په ۲۴ ساعتونو کې بېرته پاکستان ته ستون شوی دی.

    ښاغلي عراقچي د یکشنبې پر ورځ د عمان د سلطان په ګډون له نورو لوړرتبه چارواکو سره وکتل او په پام کې ده چې نوموړی اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره له بیا کتو وروسته مسکو ته روان شي.

    عباس عراقچي د جمعې په ماښام اسلام اباد ته تللی و، هغه مهال ولسمشرټرمپ اعلان وکړ چې امریکايي پلاوی هم د خبرو لپاره د شنبې پر ورځ اسلام اباد ته روانیږي.

    ایران ویلي و له امریکايي پلاوي سره کاته یې پلان کې نشته او خپل پیغام یې پاکستاني چارواکو ته چې اوس د تهران او واشنګټن منځګړیتوب کوي رسولی دی.

    ورپسې ټرمپ هم د خپل پلاوي سفر لغوه اعلان کړ او ایران یې تورن کړ چې د خبرو یو ادرس او مشر نه لري.

    معلومه نه ده چې عباس عراقچي به بیا ځلې دغې سفر کې له کومو پاکستاني چارواکو سره ګوري خو د جمعې او شنبې پر ورځو یې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره کتلي و.

  2. د سپینې ماڼۍ مېلمستیا کې ډزې؛ مرستیال ولسمشر څنګه له صحنې وایستل شو؟

    د سپینې ماڼۍ لخوا په واشنګټن کې خبریالانو لپاره په جوړه شوې کلنۍ مېلمستیا کې تر ډزو وروسته په ډراماتیکو تصویرونو کې ښکاري‌ چې امنیتي کسان په بېړه مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس له صحنې باسي.

    ورپسې پر وسله‌سمبال ساتونکي په چټکۍ تالار ته ننوځي ولسمشر ټرمپ تر پوښښ لاندې راولي او بیا یې له لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ سره له تالاره باسي.

  3. د امریکا لوی څارنوال: ټرمپ او حکومتي چارواکي د بریدګر "احتمالي" هدفونه وو

    د امریکا متحدو ایالتونو موقت لوی څارانوال ټاډ بلانچ ویلي دي د شکمن بریدګر د موځې په اړه اوس هم څېړنې روانې دي، خو "لومړنۍ" موندنې ښيي چې هدف یې حکومتي چارواکي وو.

    ده زیاته کړه ډېر امکان دی چې په دوی کې ولسمشر هم هدف و.

    نوموړي له این بي سي تلویزون سره خبرو کې وویل د دې راپورونو په اړه هم پلټنه روانه ده چې مشکوک بریدګر خپله وسله په هوټل کې دننه کارونې ته چمتو کړې وه.

    هغه زیاته کړه چې تورن د دوشنبې پر ورځ محکمې ته وړاندې کېږي.

  4. د سپېنې ماڼۍ مېلمستیا ته د بي‌بي‌سي ورغلی خبریال: "هېچا زما پېژند کارت ونه کوت"

    د بي‌بي‌سي د شمالي امریکا مشر خبریال ګېري اوډونوهیو هم تېره شپه په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ لخوا خبریالانو په جوړه شوې ماښامنۍ کې ګډون کړی و. نوموړی د تالار دننه صحنې داسې انځوروي:

    "زه د هوټل پر لور څو بلاکه پلی ولاړم، بیا مې خپل بلنلیک یو کس ته وښوراوه چې هغه له شاوخوا شپږ فوټه واټنه وکوت. هېڅ چا زما پېژند کارت ونه غوښت.

    تالار ته د ننوتلو پر مهال یو څه وپلټل شوم، خو ان سره له دې چې الارم یا د پلټنې وسیله وچنګېده، چا رانه ونه غوښتل چې جېبونه تش کړم.

    استخباراتو خپل مسولیت ترسره کړ، هغوی دا کس تالار ته له راننوتلو وګرځاوه.

    خو امنیتي کړۍ د تالار له دروازو بهر نږدې وه، او هوټل طبعآ له عادي مېلمنو ډک و."

  5. امریکایي رسنۍ: د سپینې ماڼۍ مېلمستیا کې په ډز لګیدلی افسر له روغتونه رخصت شوی

    امریکایۍ رسنۍ سي‌اېن‌اېن او اېن‌بي‌سي وايي د دغه هېواد د پټو خدماتو (USSS) یو افسر چې تېره شپه خبریالانو ته د سپینې ماڼۍ مېلمستیا کې د ډزو پر مهال لګېدلی و، له روغتونه رخصت شوی دی.

    سې‌اېن‌اېن دا خبر د پټو خدماتو ادارې د اړیکو د مشر انتوني ګوګلیلمي په حواله ورکړی او اېن‌بي‌سي د خپلې سرچینې نوم نه دی اخیستی.

    د یادونې ده چې مخکې ولسمشر ټرمپ د ډزو تر پېښې وروسته رسنیو ته ویلي وو چې یو افسر له نږدې په ډز لګېدلی خو په تن کړې زغرې ساتلی دی.

    بي‌بي‌سي هم په دې تړاو د امریکا له پټو خدماتو غبرګون غوښتی دی.

  6. د امریکا استخبارات: "یوه ډارن هڅه وکړه چې ملي غمیزه رامنځته کړي"

    د امریکا استخبارات چې د سپینې ماڼۍ لخوا یې خبریالانو ته د کلنۍ مېلمستیا پر مهال پر ډزو مشکوک تورن نیولی، په دې تړاو یوه اعلامیه خپره کړې ده.

    په اعلامیه کې د استخباراتو د مرستیال متیو کوېن په حواله ویل شوي: " یوه ډارن نن شپه هڅه وکړه چې یوه ملي غمیزه رامنځته کړي. هغه د امریکا د پټو خدماتو ساتندویه وړتیاوو ته په کمه سترګه وکتل او په لومړني تماس کې ودرول شو."

    کوېن ویلي "زموږ د څو طبقو امنیتي چمتووالي پیاوړتیا ډاګیزه وه" او دا چې تر دې ورهاخوا هم "ډېر دفاعي ‌اقدامات مخ ته پراته وو".

    نوموړي زیاته کړې: "موږ د خپلو استخباراتو د زړورو ښځو او سړیو، او د خپلو ارزښتمنو قانون پلي کوونکو شریکانو منندوی یو."

  7. وروستی, د نړۍ بېلابېلو مشرانو د ډزو پېښې له امله ولسمشر ټرمپ ته پیغامونه استولي

    د بېلابېلو هېوادونو مشرانو د سپېنې ماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا کې د ډزو پېښې ته غبرګونونه ښودلي دي.

    د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني خوښ دی چې ولسمشر ټرمپ، لومړۍ مېرمن او نور ټول چې مېلمستیا کې وو خوندي دي.

    د ده استرالیايي سیال انتوني البنیزي هم ویلي چې خوشاله دی هلته ټول کسان خوندي دي. نوموړي زیاته کړې د استخباراتو او نورو امنیتي ادارو کار ستایي.

    د اروپايي کمېسیون مرستیالې کایا کالاس ویلي "په دېموکراسۍ کې سیاسي تاوتریخوالي هېڅ ځای نه لري."

    د وېنزوېلا لنډمهاله ولسمشرې ډیلي رېدریګوز دا پېښه په "سختو ټکو" غندلې او ټولو برخه والو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي "دې ډزو سره یې ژور ټکان خوړلی دی."

    د هندوستان لومړي وزیر نرېندرا مودي د امریکا ولسمشر، لومړۍ مېرمن او د ولسمشر مرستیال سره خواخوږي ښودلې ده.

  8. د سپینې ماڼۍ مېلمستیا کې د ډزو په شک د نیول شوي کس تازه عکسونه

    موږ تازه د هغو شېبو ځینې نوي تصویرونه ترلاسه کړي چې د سپینې ماڼۍ لخوا خبریالانو ته د برابرې شوې ماښامنۍ د ډزو پېښه کې د تورن تر نیول کېدو وروسته اخیستل شوي.

    دا عکسونه له یوې ویډیو راخیستل شوي چې رویټرز خبري اژانس ترلاسه کړې او وایي دوی یې د ثبتېدو ځای او وخت کره کړی دی .

    په دغو عکسونو کې ښکاري مشکوک بریدګر د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

  9. د سپینې ماڼۍ مېلمستیا کې له ډزو وروسته د ولسمشر ټرمپ د ایستل کېدو شېبه

    تر هغې وروسته چې د سپینې ماڼۍ لخوا خبریالانو ته د ماښامنۍ ځای کې ډزې وشوې، ولسمشر ټرمپ په چټکۍ سره خوندي ځای ته ولېږدول شو.

    داسې ښکارېدل چې ولسمشر او لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ د پېښې پر مهال واشنګټن هېلټن هوټل کې مېلمنو سره خبرې کولې، چې ناڅاپه شورماشور شو.

    ورپسې د ډزو لوړغږونه واورېدل شول او بیا د پټو خدماتو غړو ولسمشر ترمپ له صحنې وایست. امنیتي سرچینو وروسته وویل چې اووه – اته ډزې شوې دي.

  10. د مشکوک بریدګر په اړه تر دې دمه پر څه پوهېږو؟

    امریکایۍ رسنۍ وايي هغه سړی چې تېره شپه د سپینه ماڼۍ لخوا د خبریالانو د ماښامنۍ پر مهال د ډزو په شک نیول شوی، کول توماس الېن نومېږي.‌

    د رپوټونو له مخې هغه ۳۱ کلن او د کلیفورنیا ایالت د لاس انجلس په سویل ختیځ کې د تورانس سیمې اوسېدونکی دی.

    د بي‌بي‌سي امریکایی شریک سي‌بي‌اېس نیوز وايي، الېن د کلیفورنیا د ټېکنالوژۍ له اېنسټېټیوټه تر فراغت وروسته په تورانس کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.‌

    پولیس وايي هغه په واشنګټن هېلټن هوټل کې چې دا ماښامنۍ پکې تنظیم شوې وه، مېلمه و او دا چې د تومانچو او چاکوانو په ګډون یې بېلابېلې وسلو لېږدولې.‌

    الېن دمګړۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

    ویل کېږي نوموړی به د دوشنبې پر ورځ رسمآ تورن شي.

  11. وروستی, اېف‌بي‌ای او پولیس په کلیفورنیا کې یو کور پلټي

    د څېړنو فدرالي ادارې یا اېف‌بي‌ای مامورینو او پولیسو لخوا په کلیفورنیا کې د یوه کور د پلټنې عکسونه خپاره شوي دي.‌

    باور دا دی چې دا کور د هغه سړي اړوند دی چې تېره شپه یې سپینه ماڼۍ کې ډزې کړې.

    په عکسونو کې ښکاري چې ګڼ شمېر پولیس د کلیفورنیا دې سیمې ته ورغلي دي.

  12. وروستی, سي‌بي‌ایس: مشکوک بریدګر وايي غوښتل یې د ټرمپ چارواکي په نښه کړي

    د بي‌بي‌سي امریکایي شریک سي‌بي‌اېس نیوز رپوټ ورکړی چې سپينه ماڼۍ کې د ډزو په شک نیول شوي کس چارواکو ته ویلي چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اړوند چارواکي یې په نښه کول.

    سي‌بي‌اېس د دوو سرچینو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی زیاته کړې، د تېرې شپې د پېښې پر مهال له پېنځو تر اتو پورې ډزې شوې دي.

  13. مشکوک بریدګر ۳۱ کلن کس ښودل شوی

    د هغه وسله وال کس په اړه نور جزئیات راڅرګند شوی چې د واشنګټن هېلټن هوټل کې امنيتي کسانو د تښتې پر مهال نيول دی.

    د سي بي اېس نيوز په وینا مشکوک کس ۳۱ کلن او د کليفورنيا اوسېدونکی دی.

    د واشنګټن ډي سي ښاروال موریل باوزر وویل هلته په نژدې روغتون کې د دغه کس درملنه کېږي او د پولیسو په توقیف کې دی.

  14. ټرمپ: له بریدګر سره څو وسلې وې

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د ډزو پر مهال د پټو خدمتونو یو افسر په ګولۍ لګېدلی، خو هغه د مرمۍ ضد واسکټ اغوستی و، چې له کبله ورته زيان نه دی اوښتی.

    ولسمشر ټرمپ وويل، بریدګر نیول شوی او ادعا وکړه چې له هغه سره څو وسلې وې.

    نوموړي زياته کړه، هوټل خوندي ځای نه و او له همدې امله په سپینه ماڼۍ کې ودانۍ جوړوي.

    ولسمشر ټرمپ وايي د بریدګر عکس یې پر خپله ټولنیزه رسنۍ شریک کړی دی.

  15. وروستی, ټرمپ وايي لومړۍ مېرمن او د کابینې ټول غړي خوندي دي، مراسم د ۳۰ دقیقو لپاره ځنډول شوي

    د واشنګټن په هېلټن هوټل کې د سپینې ماڼۍ خبریالانو د مېلمستيا پر مهال د مشکوکو ډزو غږونو اورېدو وروسته، امنيتي اداره وايي، ولسمشر، لومړۍ مېرمن او ټول هغه نور چې دوی یې د ساتنې مسؤلیت لري ټول خوندي دي.

    ويل کېږي مراسم به دوام وکړي خو ولسمشر ټرمپ له ځايه وتلی دی.

    نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل لیکلي چې لومړۍ مېرمن، مرستیال ولسمشر او د کابینې ټول غړي خوندي دي.

    نوموړي زياته کړې چې مراسم د ۳۰ دقیقو لپاره وځنډول شول.

  16. په مېلمستيا کې د ډزو د اورېدو شېبه؛ ټرمپ له تالاره ايستل کېږي

  17. لومړنيو عکسونو کې د هوټل د دننه ګډوډي لیدل کېږي

    د واشنګټن هېلټن هوټل په انځورونو کې ليدل کېږي چې مېلمانه د ډزو له اورېدو وروسته په ځمکه پرېوتلي دي.

    امنیتي کسانو له ځینو مېلمنو سره له ودانۍ په وتلو کې مرسته وکړه.

  18. وروستی, ټرمپ او مېرمن یې خبريالانو ته جوړه شوې مېلمستيا کې د ډزو له اورېدو وروسته وايستل شول

    د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنې کلنۍ مېلمستيا، چې د ډونلډ ټرمپ په ګډون ترسره کېده، د امنیتي پېښې له امله ګډوډه شوه.

    د غونډې په پیل کې، چې ښاغلي ټرمپ او د هغه د مېرمنې ملانیا ټرمپ هم په کې ګډون درلود د ډزو غږونو له اورېدو سره ځانګړي ځواکونه هغه تالار ته ننوتل چې دغه غونډه په کې ترسره کېده او وروسته ولسمشر او نور چارواکي د امنيتي کسانو له خوا وايستل شول.

    په دې غونډه کې هېڅوک ټپي شوي نه دی.

    ځینې راپورونه وايي پولیسو د هېلټن هوټل په دهليز کې یو وسله وال کس نیول شوی دی.

  19. د ایرنا خبري اژانس: عراقچي له مسقط څخه اسلام اباد ته ځي

    د ایران رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به له مسقط څخه اسلام اباد ته ستون شي او بیا به له هغه ځايه روسیې ته سفر وکړي.

    په راپور کې راغلي چې "د بهرنیو چارو وزیر سره د اسلام اباد د سفر پرمهال د پلاوي یوه برخه تهران تللی چې د جګړې د پایته رسولو پورې اړوند مسئلو په تړاو اړینې لارښوونې ترلاسه کړي او یکشنبې به په اسلام اباد کې له عراقچي سره یوځای شي."

    له اسلام اباده د تګ پر مهال، ښاغلي عراقچي له پاکستاني چارواکو سره خپلې خبرې اترې "ډېرې ګټورې" وبللې، خو زیاته یې کړه، "دا به وکتل شي چې ایا امریکا په ریښتیا د ډیپلوماسۍ په اړه جدي ده که نه."

  20. نتنیاهو پوځ ته امر کړی چې په لبنان کې د حزب الله اړوند هدفونه "په کلکه په نښه کړي"

    د اسرائیلو د لومړي وزير دفتر ويلي، بنیامین نتنیاهو د اسرائیلو پوځ ته امر کړی چې "په لبنان کې د حزب الله پر اهدافو کلک بریدونه وکړي."

    اسرائیلي پوځ په یوه بیان کې ويلي، "دا ځایونه د اسرائیلي ځواکونو او ملکي وګړو لپاره د ګواښ له منځه وړلو په موخه په نښه شوي، حزب الله د اسرائیلي ځواکونو او د اسرائیلو دولت پر وړاندې د بریدونو لپاره له دې تاسیساتو کار اخیستی و."

    د دې اونۍ په پیل کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي وو، د اسرائیلو او لبنان ترمنځ اوربند به د دریو اونیو لپاره وغځول شي. اسرائیل او حزب الله یو پر بل له اوربنده د سرغړونې تورونه لګوي.