تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو درېیم پړاو واشنګټن کې پیل شو

په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو نوی پړاو په داسې حال کې پیل شوی، چې د لبنان په سوېل کې کړکېچ ډېر شوی او د حزب‌الله د وسلو په اړه کورني اختلافات هم موجود دي. ټاکل شوې ده چې خبرې اترې د "اوربند د ټینګښت" پر موضوع متمرکزې وي، چې وروسته د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو او د بیا رغونې موضوعات وڅېړل شي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, ټرمپ: که ایرانیان غواړي خبرې اترې وکړي، موږ ته دې زنګ ووهئ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل يوه پوسټ کي ليکلی، "ما پاکستان ته د خپلو استازو سفر لغوه کړ. ډېر وخت په سفر تېرېږي او موږ ډېر مهم کارونه لرو. سربېره پر دې د دوی په مشرتابه کې ډېره ګډوډي ده. هېڅوک نه پوهېږي چې څوک مسول دي، ان خپله هم نه پوهېږي. په عين حال کې موږ ټول کارټونه لرو او دوی هېڅ نه لري. که دوی غواړي خبرې وکړي، کافي ده، موږ ته دې زنګ ووهي!!!."

    وړاندې فاکس نيوز راپور وکړی و چې ډونلډ ټرمپ د سټيو وېټکاف او جېراډ کوشنر سفر پاکستان ته لغوه کړی دی.

  2. وروستی, ټرمپ له ایران سره د خبرو په تړاو پاکستان ته د خپل پلاوی سفر لغوه کړ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې د ایران په تړاو د خبرو اترو لپاره پاکستان ته د خپل پلاوي چې سټيو وېټکاف او جېراډ کوشنر په کې شامل دي سفر لغوه کړ.

    ښاغلي ټرمپ ويلي، "خپل پلاوي ته مې چې اسلام اباد ته د تګ لپاره یې چمتوالی نيولو وويل، تاسو اړتيا نه لری چې ۱۸ ساعته پرواز وکړئ. کارټونه زموږ په لاس کې دی. دوی چې هر وخت وغواړي موږ ته دې زنګ ووهي. د دې نوره اړتيا نشته چې ۱۸ ساعته الوتنه وکړئ، هلته ولاړ شئ او د هېڅ په اړه خبرې ونکړئ."

    تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو اعلان کړئ و چې د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د دغه هېواد د پوځ له مشر سره تر ليدنې وروسته عمان ته تللی. پاکستاني چارواکو ويلي وو چې تمه لري، عراقچي به د يکشنبې يا دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ستون شي.

  3. وروستی, ایران کې پرېکړې څوک کوي؟

    د جګړې پیل کې د متحده ایالاتو او اسرائیلو له لومړنیو بریدونو راهیسې د ایران په اړه یوه مهمه پوښتنه شته، یوه خورا ساده پوښتنه: اوس په ایران کې چارې څوک سمبالوي؟

    په رسمي ډول، ځواب ښايي روښانه وبرېښي. مجتبی خامنه‌یي د فبرورۍ پر ۲۸مه د جګړې په لومړۍ ورځ د خپل پلار علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته د ستر مذهبي مشر ته څوکۍ ته غوره شو. د اسلامي جمهوریت واکمن نظام له مخې، دا څوکۍ پرېکنده واک لري؛ ځکه ستر مذهبي مشر په نږدې ټولو مهمو مسلو کې وروستۍ خبره کوي: جګړه، سوله او یا د هېواد ستراتیژیک لوری.

    خو په عملي ډګر کې اصلي انځور تر دې لا ډېر پېچلی او پټ دی.

  4. وروستی, د ټرمپ اداره له ایران سره خبرو ته په احتیاط ننوځي

      • Author, ګاري اودونه
      • دنده, د شمالي امریکا مشر خبریال

    ښکاره ده چې د ټرمپ اداره د دې پړاو خبرو ته په احتیاط ګام اخلي - برعکس له دوو اونیو مخکې چې د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس یې نه و استولی او د سپینې ماڼۍ ویاندې په وینا یې هدف دا دی چې "د ایران خبرې واورېدل شي".

    دا وروسته له هغه دي چې ولسمشر د دې اونۍ په پیل کې د پاکستان په غوښتنه اوربند نامحدود وغځاوه، چې تهران د یوې واحدې طرحې په اړه وړاندیز وړاندې کړای شي.

    له هغه راهیسې د هرمز تنګي پر سر کړکېچ نور هم زیات شوی او دواړه لوري یو بل له اوربنده په سرغړونه تورنوي.

    خو د اختلاف ټکی یوازې همدا تنګی نه دی - واشنګټن او تهران لا هم د ایران د اټومي وړتیاوو او په سیمه کې د نیابتي ډلو د ملاتړ په موضوع کې ژور اختلاف لري.

    سپینه ماڼۍ وایي، که پرمختګ وشي، نو جې ډي وینس به چمتو وي چې اسلام‌اباد ته سفر وکړي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه چې ایران به څه وړاندیز ته چمتو وي.

  5. وروستی, امریکا او ایران پر خپلو دریځونو ټینګ دي او باور لا هم په ټیټه کچه کې دی, کرولاین ډېوېس اسلام اباد کې د بي بي سي خبریاله

    ایران دا خبرې دوه اړخیزې بللې دي، خو هیله دا ده چې دا بحثونه د جګړې په اړه وي چې په کې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړي رول لوبوي. ایا دې برخه کې به کوم خوځښت یا پرمختګ رامنځته شي؟ موږ لا تر اوسه نه پوهېږو.

    که امریکايي پلاوی په راتلونکو څو ساعتونو کې له واشنګټنه روان شي، دوی به تر یکشنبې اسلام‌اباد ته ونه رسېږي. بل پلو، ایرانی پلاوی پلان لري چې له دې وروسته عمان او روسیې ته لاړ شي. ایا دوی به (د امریکا پلاوي ته) انتظار وکړي؟

    امریکا ویلي چې ایران مخامخ خبرې غواړي، خو ایران بیا ویلي چې د مستقیمې کتنې لپاره هیڅ پلان نه لري. د دواړو لورو ترمنځ باور او هوکړه ډېره کمه ده، تر دې بریده چې اوسمهال دوی ان پر دې موضوع هم یوه خوله نه دي.

    داسې برېښي چې دواړه لوري پر خپلو دریځونو کلک ولاړ دي. په ښکاره داسې کومه نښه نه لیدل کېږي چې امریکا دې د ایراني بندرونو د کلابندۍ په اړه خپل دریځ بدل کړي، او نه هم داسې کومه نښه شته چې ایران دې د اټومي وسلو په اړه په خپل دریځ کې بدلون راولي.

    هم مهاله پاکستان چې د دواړو ترمنځ د یوه پله په توګه کار کوي، پر خپل دغه رول کې له ډېر فشار سره مخ دی چې وکولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه ژبه یا یوه حل لاره پیدا کړي.

  6. وروستی, پزشکیان له ایرانیانو غوښتي چې د امریکا د کلابندۍ دوام سره د برېښنا لګښت کنټرول کړي

    هغه ویلي: "دوښمنان زموږ زیربناوې له منځه وړي او موږ محاصره کوي چې خلک ناخوښ شي او اوسنی رضایت په ناخوښۍ بدل شي."

    نوموړي زیاته کړې: "د دې پر ځای چې په کور کې ۱۰ څراغونه بل وي، یوازې ۲ ګروپونه بل کړئ؛ په دې کې څه ستونزه ده؟"

    د ایران د برېښنا شرکت مشر هم له خلکو غوښتي چې د خپلې برېښنا کارونې ته پام وکړي او هر ډول غیرقانوني مصرف راپور کړي.

    دا خبره د ایران دولتي رسنۍ له خوا پر ټیلیګرام چینل خپره شوې ویډیو کې شوې ده.

  7. وروستی, ایران لا هم له امریکا سره د خبرو په اړه سخت شک لري, ژیار ګل، بي‌بي‌سي فارسي، اسلام‌اباد

    په داسې حال کې چې د امریکا استازي سټیو ویټکاف او جارد کوشنر د ۲۰۲۵ په جون میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په مشرۍ له ایراني پلاوي سره خبرې کولې، امریکا پر ایران پوځي بریدونه وکړل.

    د دوولس ورځنۍ جګړې پر مهال، امریکا او اسرائیلو د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل، چې پکې د B-2 بم‌الوتکو څخه د قوي سنګر ماتونکو بمونو کار اخیستل شوی و.

    له هغه راهیسې دواړو هېوادونو ویلي چې ایران هڅه کوي خپل اټومي پروګرام بیا جوړ کړي او داسې توغندي جوړ کړي چې د اټومي سروکو وړتیا ولري.

    د همدې کال په فبرورۍ کې، ویټکاف او کوشنر په مسقط کې له عراقچي سره لیدلي وو.

    د همدې ډیپلوماتیکو هڅو پر مهال، امریکا او اسرائیلو له ایران سره جګړه پیل کړه او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې د خبرو له پرمختګه "ناخوښ" دی.

    اوس امریکايي استازي بېرته پاکستان ته د خبرو لپاره روان دي.

    خو ایراني چارواکي لا هم ډېر شکمن دي او ټینګار کوي چې پر امریکا باور نه لري او خپل پوځ په بشپړ چمتووالي کې ساتي.

    ځینې سخت‌دریځي وايي چې د ایران اټومي پروګرام د بحث وړ نه دی، سره له دې چې ټرمپ د یورانیمو بډایه کول د ایران پر ضد د برید یو اصلي دلیل بللی و.

    اوس داسې ښکاري چې ځنډېدلې خبرې یو څه پرمختګ ته روانې دي، خو د دې بهیر مسیر لا هم روښانه نه دی.

  8. وروستی, ایا دا ویډیو چې ایراني ځواکونه پکې یوه کښتۍ نیسي، جعلي ده؟

    بي بي سي وریفای هغه ویډیو تحلیل کړې چې د ایران دولتي رسنیو خپره کړې او داسې ښکاري چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونه د هرمز په تنګي کې پر دوو بار وړونکو کښتیو خېژي. په ویډیو کې وړه کښتۍ ښکاري چې پکې نقاب لرونکي او وسلوال کسان د MSC فرانسیسکا او اپامینونډاس نومي کښتیو ته نژدې کېږي.

  9. وروستی, د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اسانچارۍ کې مرسته کوي

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن یوه ناسته کړې چې پکې یې د سیمې د وروستیو بدلونونو ارزونه کړې ده.

    د ناستې پر مهال ډار ټینګار کړی چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا په برابرولو کې همکاري کوي، چې په سیمه او له هغې بهر سوله او ثبات رامنځته شي.

    وزارت همدارنګه خبرداری ورکړی چې د منځګړیتوب له بهیر سره تړلي تازه معلومات دې یوازې له رسمي سرچینو واخېستل شي او له رسنیو یې غوښتنه کړې چې یوازې پر رسمي اعلامیو تمرکز وکړي.

  10. وروستی, د امریکا او ایران خبرې؛ هغه څه چې تر اوسه معلوم دي

    لکه څنګه چې امریکا اعلان کړی، د دې هېواد پلاوی به د شنبې په ورځ اسلام‌آباد ته ولاړ شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په همدې ښار کې حضور لري، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له امریکايي استازو سره د کومې مستقیمې لیدنې پلان نه‌شته.

    پاکستان کې:

    تهران اعلان کړی چې له امریکا سره د مستقیمو خبرو لپاره هېڅ پلان نه‌شته. امریکا د جمعې په ورځ ویلي چې د دې هېواد استازي سټیو ویتکاف او جرد کوشنر به د خبرو لپاره اسلام‌آباد ته ولاړ شي او د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس هم پاکستان ته د سفر لپاره چمتو دی.

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو له قومندان عاصم منیر سره لیدلي او ویلي یې دي چې د خپل سفر په دوام به عمان او روسیې ته ولاړ شي، چې د "سیمه‌ییزو پرمختګونو" په اړه مشورې وکړي.

    لبنان او اسرائیل کې:

    د اسرائیلو پوځ او حزب‌الله یو بل د اوربند د سرغړونې په تور تورنوي او سره له دې چې اوربند درې اونۍ غځول شوی، نښتې او متبادل بریدونه روان دي.

    د لبنان جنوبي اوسېدونکو ته د اسرائیلو پوځ خبرداری ورکړی چې د ټاکل شوې کرښې له جنوبي برخې دې تېر نه شي.

    ایران کې:

    د تهران امام خمیني هوايي ډګر له نژدې دوو میاشتو بندېدو وروسته خپلې ځینې نړیوالې الوتنې بیا پیل کړې دي.

    ایراني چارواکو ویلي یو کس چې د جنورۍ د سراسري اعتراضونو په لاریونونو کې یې ګډون کړی و، د اسرائیلو له استخباراتو سره د همکارۍ په تور اعدام شوی دی.

  11. وروستی, د هوايي حریم له بیا پرانیستل کېدو وروسته د ایراني حاجیانو لومړۍ ډله روانه شوه

    د ایران هوايي شرکت اعلان کړی چې د ایران هوايي حریم بېرته پرانیستل شوی او د تهران د امام خمیني له اصلي نړیوال هوايي ډګره نړیوالې الوتنې بیا پیل شوې دي.

    د ایراني محصلانو خبري اژانس (ایسنا) راپور ورکړی چې د ایراني حاجیانو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته د حج د ادا کولو لپاره روانه شوې ده.

    رسمي خبري اژانس (ایرنا) ویلي چې له خراسان ولایته ۳۷۸۰ حاجیان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره وتلي دي.

    دا پرمختګ وروسته له هغه شوی چې "تسنیم" خبري اژانس راپور ورکړ د تهران د امام خمیني له هوايي ډګره الوتنې بیا پیل شوي دي، چې ځینې یې د سعودي مدینې منورې، د ترکیې استانبول او د عمان پلازمېنې مسقط ته روانې دي.

    "ایسنا" زیاته کړې چې په راتلونکو ورځو کې نورې الوتنې هم پلان شوې دي چې باکو، نجف، بغداد او دوحه به پکې شامل وي.

  12. وروستی, د ایران د دفاع وزارت: امریکا "د خپل حیثیت ساتلو لاره لټوي" او "زموږ پوځي ځواک لاسبری دی"

    د ایران د دفاع وزارت یوه ویاند د شنبې په ورځ ویلي چې متحده ایالات هڅه کوي د جګړې له "ډنډه" د وتلو لاره ومومي.

    د ایران د محصلانو خبري اژانس (ایسنا) د دفاع وزارت له ویاند څخه نقل کړي چې ویلي یې دي: "زموږ پوځي ځواک نن ورځ برلاسی دی او دوښمن هڅه کوي داسې لاره ومومي چې خپل حیثیت وساتي او د جګړې له بند "ډنډ" نه ووځي."

    هغه زیات کړي چې د ایران د توغندیو د ځواک لویه برخه لا تر اوسه نه ده کارول شوې او د هرمز تنګی "د ایران تر کنټرول، هوښیار مدیریت او کلک نظارت لاندې" دی.

    دا ایراني څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اسلام‌آباد له څو ورځو راهیسې د امریکايي او ایراني استازو ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي، وروسته له هغه چې دوه اونۍ وړاندې لومړی پړاو خبرې شاوخوا ۱۵ ساعته دوام وکړ.

    همدارنګه امریکا اعلان کړی چې د اوربند موده یې په یو اړخیز ډول د نامعلومې مودې لپاره غځولې ده.

  13. وروستی, د ایران یو لوړپوړي سیاستوال ویلي عراقچي پاکستان ته د "اټومي خبرو" لپاره نه دی تللی

    د ایران د ملي امنیت د کمېټې مشر ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان په سفر کې د اټومي خبرو سره هېڅ تړاو نه لري.

    د ایران پلازمېنه تهران کې له خبریالانو سره په خبرو کې ابراهیم عزیزي وویل چې د بهرنیو چارو وزیر په اسلام‌آباد کې یوازې د دوه‌اړخیزو اړیکو د بحثونو لپاره دی.

    عزیزي - چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران پخوانی قومندان هم دی - زیاته کړه چې د اټومي فعالیتونو په اړه خبرې د ایران "ټینګه سره کرښه" ګڼل کېږي.

    امریکا له ایرانه غوښتي چې خپل اټومي پروګرام پای ته ورسوي او ویلي یې دي چې دا باید د هر وروستي سوله‌ییز تړون برخه وي.

  14. وروستی, ایران وايي اصفهان کې یې "د موساد یو جاسوس" اعدام کړی

    ایراني رسنیو راپور ورکړی هغه کس چې "د دوښمن له مهمو عناصرو یو" بلل شوی و، د وروستیو اعتراضونو پر مهال د تخریب په تور اعدام شوی دی، هغه اعتراضونه چې د جنورۍ میاشت کې په ټول هېواد کې خپاره شوي وو.

    د ایران "تسنیم" خبري اژانس ویلي چې عرفان کیاني د شنبې پر سهار په اصفهان کې په دار ځړولو سره اعدام شو. د هغه د اعدام حکم سترې محکمې د ابتدایي محکمې له حکم وروسته تایید کړ.

    تسنیم زیاته کړې چې عرفان د عامه او شخصي شتمنیو پر ویجاړولو او سوځولو، په ښار کې د وېرې خپرولو او د خلکو په وژلو کې لاس درلود او دا ټول یې د"موساد" (اسرائیلي استخباراتو) لپاره د یوې دندې په چوکاټ کې ترسره کړي وو.

    د قضیې له مخې، پر نوموړي لګېدلي تورنه: د عامه او شخصي ملکیتونو ویجاړول، اور اچول، د مولوتوف کوکتلونو کارول او لېږد، د سړو وسلو لرل، د ترافیکو بندول، پر پولیسو بریدونه او د خلکو ترمنځ د وېرې خپرول.

  15. وروستی, د تهران د امام خمیني هوايي ډګر ځینې نړیوالې الوتنې بېرته پیل کړې

    د تهران د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر نن سهار یو شمېر نړیوالې الوتنې بېرته پیل کړې.

    ایراني رسنۍ وایي لومړۍ الوتنې د منځني ختیځ بېلابېلو ښارونو ته وشوې، چې پکې د سعودي عربستان مدینه منوره، د عمان مسقط او د ترکیې استانبول شامل دي.

    د ایران هوايي حریم د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې، له امریکا او اسرائیلو سره د جګړې له پیل وروسته، تر ډېره تړلی پاتې شوی و. د مسافرو الوتنې نژدې دوه میاشتې ځنډول شوې وې.

    د اپرېل په ۸مه، پاکستان اعلان وکړ چې امریکا او ایران د دوو اونیو مشروط اوربند سره موافقه کړې ده. ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې هغه د اپرېل په ۲۱مه دا اوربند وغځاوه، تر هغه چې ایران د خبرو لپاره خپل وړاندیز وړاندې کړي.

  16. وروستی, د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو له مشر سره ولیدل

    ایراني رسمي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپل سیمه‌ییز سفر په لومړي پړاو کې د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو له مشر عاصم منیر سره لیدلي دي.

    عراقچي ویلي، پاکستان کې له خپلو لیدنو وروسته به د عمان سلطنت او بیا روسیې ته ولاړ شي.

    هغه په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپرونه کې څرګنده کړې چې د دې سفرونو موخه "له خپلو شریکانو سره د دوه‌اړخیزو موضوعاتو په اړه همغږي او د سیمه‌ییزو پرمختګونو په اړه سلا مشورې" دي.

    همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي چې په دې سفر کې له عراقچي سره مل دی په ایکس کې لیکلي: "د دې سفر پر مهال به د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر عراقچي له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د منځګړیتوب د هڅو او هغو نیکو هلو ځلو په اړه خبرې وکړي چې د امریکا او صهیوني رژیم له لوري پر تپل شوې جګړې د پای ته رسولو او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره روانې دي."

  17. وروستی, پاکستان کې د امنیتي تدابیرو د زیاتوالي انځورونه

    ایران اعلان کړی چې له امریکا سره هېڅ مستقیمې خبرې په پلان کې نه لري، خو ایراني چارواکي د پاکستان له چارواکو سره د خبرو لپاره په اسلام‌آباد کې دي. په همدې حال کې، امریکايي مذاکره کوونکي هم اسلام‌آباد ته روان دي.

    پاکستان د ډونلډ ټرمپ د اپرېل د ۱۹مې له اعلان وروسته چې خپل استازي به بېرته د مذاکراتو لپاره واستوي، خپل امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

    وروسته، د نن سهار د اسلام‌آباد د وضعیت څو انځورونه خپاره شوي دي.

  18. اسراییل پوځ او حزب‌ الله یو بل د اوربند په سرغړونه تورنوي

    له هغه راهیسې چې ډونلډ ټرمپ د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د درې اونیو لپاره د اوربند غځولو اعلان وکړ، د اسرائیلو پوځ او حزب‌ الله څو ځله یو بل د اوربند په ماتولو تورن کړي دي.

    د اسرائیلو دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) وایي، وروستۍ سرغړونه هغه مهال شوې، چې حزب‌الله د لبنان په سویل کې د اسرائیلي سرتېرو پر لور چاودېدونکي ډرونونه توغولي دي.

    ای ډي ایف وايي: ''دا پېښه د اوربند له هوکړې بله څرګنده او ښکاره سرغړونه ده''، او زیاتوي چې په دې برید کې هېڅ مرګژوبله نه ده راپور شوې.

    بل لور، حزب‌ الله وايي، د جمعې د ورځې له غرمې وروسته تر ماښام پورې یې پنځه ځله پر اسرائیلي سرتېرو او ډرونونو بریدونه کړي دي او دا یې د اسرائیلو د ''اوربند د سرغړونو'' ته ځواب بللی دی.

  19. د ایران جګړې پایلې: پر فالکلنډ ټاپوګانو د بریتانیا حاکمیت په تړاو د امریکا د دریځ بیا کتنې احتمال

    د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې امریکا ښايي د فالکلنډ ټاپوګانو په تړاوخپل دریځ ته بیاکتنه وکړي، بریتانیا حکومت ټینګار وکړ چې پر دغو ټاپوګانو د بریتانیا حاکمیت ''له هر ډول شکه پورته دی''.

    رویټرز خبري اژانس د پينتاګون د یوه داخلي برېښنالیک پیغام په حواله راپور ورکړی چې امریکا د هغو انتخابونو ارزونه کوي چې له مخې یې د ناټو هغومتحدینو ته یو ډول سزاورکړي، چې د واشنګټن په باور یې د ایران جګړې ملاتړ نه دی کړی.

    یاد انتخابونه داسې امکان هم رانغاړي چې ناټو کې د اسپانیا غړیتوب ځنډولو موضوع وارزول شي، ځکه چې دغه هېواد له دې جګړې سره مخالفت کړی دی. خو د بي‌بي‌سي په وینا، دوی نه دي توانېدلي چې دا برېښنالیک تائید یا وارزوي.

    د پینتاګون ویاند د دې برېښنالیک په تړاو تبصره ونه کړه، خو په وینا یې دا اداره به ''ډاډ ترلاسه کړي چې ولسمشر باوري انتخابونه په واک کې ولري، چې نور متحدین یوازې د کاغذ پر مخ متحدین نه وي، بلکې خپله ونډه هم پوره کړي.''

    د جمعې پرورځ ارجنټاین اعلان وکړ چې چمتو دی د سویلي اقیانوس سمندر دې ټاپوګانو په تړاو د خبرو بهیر بیا پیل کړي.

    نږدې دوې پېړۍ کېږي چې ارجنټاین د دغو ټاپوګانو د حاکمیت پر سر له بریتانیا سره لانجه لري، داسې یوه لانجه چې په ۱۹۸۲ کال کې پوځي یرغل ته واوښته.

  20. د ایران بهرنیو چارو وزارت: د ایران او امریکا تر منځ د لیدنې هیڅ پروګرام نه شته

    د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پر اېکس پاڼه لیکلي: "د ایران او امریکا ترمنځ کومه غونډه نه ده پلان شوې. د ایران د اسلامي جمهوریت نظرونه او ملاحظات به پاکستاني لوري ته منعکس شي."

    د ایران صدا و سیما خبري شبکې هم پر خپله ټیلیګرام پاڼه لیکلي، د ایران بهرنیو چارو وزیر له امریکايي لوري سره د لیدنې هیڅ پروګرام په پام کې نه لري. په دې رپوټ کې ویل شوي، اسلام اباد کولای شي، ''د شخړې پای ته رسولو په پار د ایران لیدلوي انتقالولو لپاره د اړیکو پل'' په توګه کار وکړي.

    د ایران له لوري دا څرګندونې داسې حال کې کېږي، چې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي و، سټیو وېتکاف او جاراد کوشنر د دې لپاره اسلام اباد ته استول کېږي، ځکه ایرانیانو د ''مخامخ'' خبرو غوښتنه کړې.

    ښاغلي عراقچي نن ماښام اسلام اباد ته ورسېد او په اسلام اباد کې د ایران سفارت وايي، په پام کې ده، چې له پاکستان سره د ''دوه اړخیزو موضوعاتو'' ارزونه وکړي.

    بل لور اې بي سي خبري شبکې د پاکستاني چارواکو له قوله په خپل رپوټ کې ویلي، امریکايي او ایراني پلاوي به سبا په جلا توګه له پاکستاني چارواکو سره وویني او که په خبرو کې پرمختګ وشي، ښايي پر ېکشنبه د دواړو لوریو تر منځ مخامخ لیدنه وشي.