وروستی, ایران: د امریکا سمندري کلابندي د اوربند له شرایطو سرغړونه ده
د ایران سمندري ځواک وايي د امریکا لخوا د ایران د بندرونو کلابندي "د اوربند له شرایطو سرغړونه" ده.
د یادونې وړ ده چې امریکا او ایران د اپرېل له اتمې راهیسې دوو اونیو لپاره پر اوربند هوکړه کړې.
د دغه اوربند یو مهم شرط دا و چې د هرمز تنګي له لارې به بېړیو ته د ازاد تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.
اوس ایران یو ځل بیا دغه مهمه سمندري لاره تړلې ده او سمندري ځواک یې وایي چې تر هغې به تړلې پاتې شي، چې د امریکا لهخوا د ایراني بېړیو او بندرونو کلابندي پای ته نه وي رسېدلې.
د سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوه تازه بیان کې ویلي، د هرمز تنګي په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې اعتبار نه لري.
روښانه نه ده چې په بیان کې مشخصآ د ډونلډ ټرمپ کومو څرګندونو ته اشاره شوې.
خو هغه د شنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي و، د ایران مشران غواړي هرمز تنګی وتړي، خو امریکا به د ده په وینا پرېنږدي چې تهران د دغه تنګي پر سر له دوی د باج اخیستلو هڅه وکړي.