اسراییل له ایران سره اوربند ومانه، ټرمپ دواړو هېوادونو ته وویل 'ترې سرغړونه و نه کړئ'

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.

لنډیز

  • ایراني جنرالانو امریکا ته د 'پرېکنده ځواب' ګواښ وکړ
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نطنز او اصفهان په ګډون پر درېیو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي
  • له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، د امریکا ښکېلتیا به 'ډېره خطرناکه' وي
  • د اسرائیل او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله دوام لري. د اسراییلو پوځ ویلي په لسګونو هدفونه یې په نښه کړې، ځینې پکې د دوی په وینا په تهران کې د توغندیو د تولید ځایونه دي
  • اسرائیل وايي په ایران کې یې شپږ هوایي ډګرونه ویشتلي او ۱۵ الوتکې یې ویجاړې کړې دي
  • ایران وايي، له اسرائیلو سره د شخړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان وژل شوي دي
  • اسرائیل ادعا کوي چې د ایران د انقلابي ګارد یو مهم قومندان یې وژلی دی
  • اردوغان اسرائیل په منځني ختیځ کې د سولې لپاره لوی خنډ وباله

ژوندی پوښښ

  1. په ایران کې د کورنیو او نړیوالو الوتنو د لغوه کولو موده وغځول شوه

    د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان وکړ چې په هیواد کې د اوسنیو ځانګړو شرایطو او د مسافرو د امنیت او خوندیتوب له لپاره، د کورنیو او نړیوالو الوتنو لغوه کول د جون په ۲۰مه، نن د جمعې ورځې په سیمه ایز وخت د ماسپښین تر ۲:۰۰ بجو پورې غځول شوي دي.

    ایران کې کورنۍ او نړیوالې الوتنې له هغه وروسته تېره اونۍ وځنډېدې چې اسرائیلو پر دغه هېواد پراخ بریدونه پیل کړل.

    د ایران اواسرائیلو د کړکېچ له امله د بریدونو په لومړیو ورځو کې عراق او اردن هم خپل هوايي حریم تړلی و.

  2. ولې اسرائيل او ایران یو د بل سرسخته دوښمنان دي؟, رافي برګ، بي‌بي‌سي کې د منځني ختیځ ډیجیټل ایډیټر

    EPA

    د عکس سرچینه، EPA

    دا چې ولې اسرائیل او ایران یو د بل سخت دوښمنان دي، دلیل یې د دواړو هېوادونو تر منځ د څو لسیزو سیاسي، ایډیولوژیکي او پوځي مخالفتونو ته ورګرځي.

    له ۱۹۷۹ انقلاب مخکې:

    تر اسلامي انقلاب مخکې، ایران او اسرائیل یو بل ته نږدې متحدین وو. دوی پراخې اقتصادي او نظامي اړیکې لرلې.

    له اسلامي انقلاب وروسته:

    کله چې په ۱۹۷۹ کال کې د ایران اسلامي انقلاب بریالی شو، یو سخت دریځه شیعه رژیم چې سخت لوېدیځ ضد او اسرائیل ضد ایډیالوژي یې درلوده، واک ته ورسېد.

    • د ایت‌الله خمیني تر مشرۍ لاندې، ایران د اسرائیل موجودیت رد کړ او هغه یې د ظلم او لوېدیځ امپریالیزم سمبول وباله.
    • ایران له اسرائیل سره ټولې اړیکې پرې کړې، د فلسطینیانو ملاتړ یې پیل کړ او د حزب‌الله، حماس او حوثیانو په څېر وسله‌والو ډلو ته یې پراخ ملاتړ ورکړ.

    د اسرائیل دریځ:

    • اسرائیل ایران د نړۍ تر ټولو ستر د ترهګرۍ ملاتړی هېواد بولي.
    • د امریکا او نورو لوېدیځو متحدینو سره په همغږۍ هڅه کوي چې د بندیزونو او دیپلوماتیکو فشارونو له لارې د ایران اټومي پروګرام او نظامي فعالیتونه محدود کړي.
    • اسرائیل له کلونو راهیسې پر ایران پټ عملیات کړي، لکه د اټومي ساینس‌پوهانو وژل، سایبري (انټرنېټي) بریدونه او استخباراتي فعالیتونه.

    دواړو هېوادونو ترمنځ اوږده "سیوري جګړه" روانه ده چې اوس یې ښکاره نظامي شخړې ته لاره هواره کړې.

    په ټوله کې، د اسرائیل او ایران دوښمني د ایډیالوژیک توپیر، د فلسطین د موضوع، سیمه‌ییز نفوذ او نړیوالو اړیکو له امله ده.

  3. وروستی, کرېملېن: ایران کې د امریکا د تاکتیکي وسلو کارول به "ناورین" جوړ کړي

    د روسیې رسمي خبري اژانس "تاس" د جمعې په ورځ د کرېملېن د ویاند دیمیتري پیسکوف له قوله راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو له لوري په ایران کې د احتمالي تاکتیکي اټومي وسلو کارول به یو ناوریني پرمختګ وي.

    پیسکوف د هغه څه په اړه تبصره کوله چې هغه د دې امکان په اړه د اټکلي رسنیو راپورونو په توګه بیان کړل.

    بیسکوپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  4. د اسرائیلو اوسپنیز ګنبد، د داود غولکه، غشی او د تاد توغندیو دفاع څه دي؟, جیریمي هووېل - بي‌بي‌سي نړیوال سروېس

    اسرائیل داسې د توغندیو ضد دفاعي سیستم لري چې ډېری کسان یې د نړۍ تر ټولو ډېر تجربه ‌شوی او اغېزناک ګڼي.

    په هرصورت، د ایران سره د هوایی بریدونو په تبادله کې، ځینې توغندي وتوانېدل چې دغه دفاعي خنډونه مات کړي چې له امله یې ملکي وګړي ټپیان کړي او ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.

    په تېر کې، پر اسرائیل ایران، د لبنان حزب‌الله، د غزې حماس او د یمن حوثيانو بریدونه کړي، نو ځکه اړ دی چې د بېلابېلو لوړ او لیرې واټن بریدونه شنډ کړي.

    نو دا پرمختللي دفاعي سیستمونه کوم دي؟ او څنګه کار کوي؟

    د عکس تشریح،د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه له ایران د توغول شویو توغندیو د ځواب لپاره اسرائیلي توغندي وتوغول شول.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د عکس تشریح،د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه له ایران د توغول شویو توغندیو د ځواب لپاره اسرائیلي توغندي وتوغول شول.
  5. وروستی, اسرائیل او ایران تېره شپه یو پر بل نور بریدونه کړي

    د اسرائيلو دفاعي ځواکونو ویلي، تېره شپه یې د تهران په بېلابېلو ځایونو بریدونو کې له ۶۰ ډېرو جنګي جیټ الوتکو ګټه اخیستې ده.

    د راپور له مخې، شاوخوا ۱۲۰ بمونه کارول شوي دي، چې هدف یې د ایران د پوځي توغندیو د تولید مرکزونه او یو اټومي څېړنیز مرکز په نښه کول وو - هغه مرکز چې د اسرائیلي پوځ په وینا، د ایران د اټومي وسلو د پراختیا برخه کې ښکېل دی.

    د IDF په وینا، ایران هم د شپې پر اسرائیل بریدونه کړي دي، چې راپورونه وايي ځینې بریدونه د اسرائیلو په جنوب کې شوي دي.

    تر دې دمه ایران په دغو بریدونو څه تبصره نه ده کړې.

  6. وروستی, ایراني توغندي د اسرائیلو بئر السبع کې "ستر زیانونه" اړولي, سي‌اېن‌اېن: د اسرائیلو سوېل بئر السبع ښار کې د مایکروسافټ دفتر ته نژدې اورلګېدنه

    د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، یو بالیستیک توغندی چې د جمعې په سهار له ایرانه توغول شوی و، د اسرائیلو په جنوبي ښار بئر السبع کې "ستر مالي زیانونه" اړولي دي.

    د "ټایمز اف اسراییل" ورځپاڼې لیکلي، توغندی د استوګنې سیمو ته نژدې لګېدلی، چې له امله یې څو موټر سوځېدلي او شاوخوا کورونه هم زیانمن شوي دي.

    د اسرائیلو د بېړنیو خدماتو ادارې (ایماد) ویلي، تر دې دمه د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌ دی ورکړل شوی، خو د جنوبي اسرائیلو په مختلفو برخو کې د خبرداریو زنګونه (سایرېنونه) غږېدلي دي.

    د توغندي زیانونه

    د عکس سرچینه، د داوود سور ستوری

  7. وروستی, له ایران او اسرائیلو د خلکو د تخلیې عملیات

    د ایران په پلازمېنه تهران کې د اسرائیلو د برید له ځایه لوګی پورته کېږي.

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د ایران په پلازمېنه تهران کې د اسرائیلو د برید له ځایه لوګی پورته کېږي.

    ډېری هېوادونو له هغه وروسته چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ شخړه پیل شوه، په تهران کې یې د خپلو سفارتونو فعالیت ځنډولی دی - چې پکې د چک جمهوریت، نیوزیلنډ، سویس او اسټرالیا شامل دي.

    خو د ایران هوایي حریم له تړل کېدو او د اسرائیلو نړیوال اصلي هوایي ډګر له مسافر وړونکو الوتنو د بندېدو له امله، ډېری هېوادونه هم‌مهاله د خپلو وګړو د ایستلو پېچلي عملیات ترسره کوي.

    اسټرالیا

    اسټرالیا پلان لري شاوخوا ۱۵۰۰ کسان له ایران او ۱۲۰۰ کسان له اسرائیلو وباسي. ځینې اسټرالیایان له اسرائیلو قبرس ته په یوه کښتۍ کې انتقال شوي او نور له ځمکنیو لارو ایستل کېږي.

    چین

    د چین د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه هېواد تر اوسه له ایرانه له ۱۶۰۰ زیات وګړي او له اسرائیلو هم سلګونه کسان ایستلي دي. بېجینګ خپلو وګړو ته مشوره ورکړې چې له ایرانه له ځمکنیو لارو له آذربایجان، ترکمنستان، ترکیې، ارمنستان یا عراق څخه ووځي.

    هند

    شاوخوا ۱۱۰ هندي محصلان چې له ایرانه ارمنستان ته د ځمکې له لارې تښتېدلي وو، بېرته ډیلي ته رسېدلي دي. هند پلان لري چې له اسرائیلو خپل ټول هغه اتباع وباسي چې د وتلو هیله لري. دا مهال شاوخوا ۳۰ زره هندیان په اسرائیلو کې اوسي.

    جاپان

    جاپان دوه پوځی الوتکې جیبوتي ته استولې دي، چې له ایران او اسرائیلو د خپلو اتباعو د ایستلو لپاره چمتو وي. په اسرائیلو کې شاوخوا ۱۰۰۰ جاپانیان دي او په ایران کې شاوخوا ۲۸۰.

    پاکستان

    پاکستان وايي له هغه وخته چې شخړې پیل شوې دي، شاوخوا ۳۰۰۰ پاکستانیان له ایرانه راوتلي دي.

  8. د موساد بریاوې او ناکامۍ: تاریخ کې یې تر ټولو مهم عملیات

    وژل شوي مشران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران پر اتومي بنسټونو او پوځي ځایونو د اسرائیلو پرلپسې بریدونه او ورپسې دوامدار تاوتریخوالی، ښايي د منځني ختیځ د ځواک په انډول کې یو مهم بدلون راولي او دا سیمه په ژوره او دایمي توګه بدله کړي.

    دغه بریدونه د ایران د استخباراتو او امنیت په برخه کې سترې نیمګړتیاوې ښکاره کوي، چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې یې دا هېواد له یوه له تر ټولو حساسو او پېچلو پړاوونو سره مخ کړی دی.

    که څه هم دا بریدونه له فضا ترسره شوي، خو شک دا دی چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې "موساد" د اهدافو په ټاکلو او د عملیاتو په هدایت کې له ځمکې نه یو مهم رول لوبولی دی.

    باور کېږي چې د موساد اجنټانو پټې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) هېواد ته دننه کړي، چې د ایران پاتې دفاعي سیستمونه په نښه کړي.

    تر دې وړاندې، ایراني چارواکو پخپله منلې چې شک لري امنیتي ځواکونو کې یې د اسرائیلي استخباراتو نفوذ کړی دی.

  9. وروستی, د اسرائیل او ایران جګړه؛ له تهران او واشنګټن سره د پاکستان په اړیکو کې ستونزې, د بي بي سي نیوز پاکستان خبریاله ازاده مشیري

    عاصم منیر

    د عکس سرچینه، EPA-EFE/Shutterstock

    د عکس تشریح، عاصم منیر د چهارشنبې په ورځ له ډونلډ ټرمپ سره وکتل

    پاکستان په یوه ستونزمن تګلوري روان دی.

    د چهارشنبې په ورځ د پاکستان تر ټولو ځواکمن شخص ډګر مارشل عاصم منیر او د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ تر منځ ناسته یو ډول د بریا نښه ګڼل کېده.

    له هند سره د وروستۍ شخړې یوه څرګنده پایله د متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ د عمومي نژدېوالي زیاتوالی دی. د بایډن په اداره کې، اسلام‌اباد ان د امریکا د ولسمشر له خوا د ټیلیفون اړیکه هم نه درلوده.

    خو سپینې ماڼۍ ته د دې لیدنې وخت داسې و چې ټرمپ له ایران سره په احتمالي جګړه کې د ښکېلېدو په اړه فکر کاوه، چې پاکستان له پیله دا جګړه غندلې او د اسرائیل په نامه د هغه دولت ملاتړ کوي چې پاکستان یې کړنې "وحشیانه" بللې دي.

    پاکستان په دې مهال د وتلو د تخلیې په درشل کې هم دی چې له ایرانه شاوخوا ۳۰۰۰ پاکستاني وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي. پاکستان له ایران سره ګډه پوله لري.

    په پای کې، دوه ساعته ناسته د رسنیو پر وړاندې نه وه.

    د پاکستان د بیان له مخې د ایران په اړه هم بحث شوی، خو هغه څه چې دواړو مشرانو په سمه توګه وویل، د هر چا اټکل دی. له همدې امله نن په بهرنیو چارو وزارت کې ځینې ناراموونکې پوښتنې وشوې.

    کېدای شي تر ټولو زړورې پوښتنې له ایران سره هېڅ تړاو نه درلود.

    ایا د دې غونډې پر مهال یو ملکي پاکستاني سیاستوال و؟ چې ورپسې "ایا موږ یو ډیموکراتیک هېواد یو؟" وه.

    په یوڅه خندا کې، ویاند په خوشحالۍ سره ټینګار وکړ چې پاکستان "بې له شکه" یو ډیموکراتیک هېواد دی او د فیلډ مارشل د ناستې په اړه د نورو جزئیاتو لپاره بهرنیو خبریالانو ته سپارښتنه وشوه چې پوځ ته مراجعه وکړي.

  10. وروستی, متحده ایالاتو او بریتانیا هوکړ وکړه چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ونه لري

    دیوید لامي

    د عکس سرچینه، Reuters

    موږ ته داسې څرګندونې رسېدلې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو ترمنځ یوه ناسته شوې ده.

    لامي د منځني ختیځ اوسنی حالت "جدي" وباله او ټینګار یې وکړ چې دواړو چارواکو "د اټومي ستونزو د اوږدمهاله حل لارو" په اړه خبرې کړې دي.

    هغه زیاته کړه: "په راتلونکو دوو اونیو کې د ډیپلوماتیک حل موندلو موکې شته."

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، وزیرانو همدا راز په دې هوکړه وکړله چې "ایران هېڅکله اټومي وسلې نه شي لرلی".

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دی به د دوو اونیو په ترڅ کې پرېکړه وکړي چې ایا امریکا به په ایران په بریدونو کې برخه واخلي که نه.

  11. وروستی, ایران د خپل تاریخ تر ټولو خراب انټرنېټ بندیز تجربه کوي، چې دویمه ورځ یې دوام لري.

    انټرنېټ

    د ډیجیټلي حقونو فعالینو ویلي چې اوسنی انټرنېټ بندیز د ایران په تاریخ کې تر ټولو ډېر جدي کنټرول شوی.

    انټرنېټ له ۲۴ ساعتونو زیات بند دی، ځکه چې حکومت په ټول هېواد کې انټرنېټ قطع کړی، چې د ایران د نژدې ۹۱ میلیونو نفوس لپاره له نړۍ سره اړیکه محدودوي.

    امیر رشیدي، چې د میعان په نامه د بشري حقونو ملاتړې یوې ایرانۍ ډلې غړی دی، ویلي: "دا د هیواد په تاریخ کې تر ټولو خراب انټرنېټ بندیز دی."

    هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې "دا د ۲۰۱۹ کال د نومبر میاشتې له بندیز هم بدتر دی. هغه وخت داخلي انټرنېټ قطع نه و، خو پرون شپې داخلي انټرنېټ هم قطع شو."

    د بشپړ انټرنېټ بندیز په دې مانا دی هېڅوک ویب‌پاڼو او نورو ډیجیټلي خدماتو ته لاسرسی نه شي لرلی.

    ان هغه کسان چې له مجازي خصوصي شبکو (VPN) کار اخلي، چې ایران یې زیاتره بندوي، هم اوس انټرنېټ ته لاسرسی نه لري.

  12. وروستی, د سپاه پاسداران د استخباراتو مشر وټاکل شو

    فارس خبري اژانس وايي د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد پاکپور یو فرمان صادر کړی چې برید جنرال مجید خادمي د سپاه پاسداران د استخباراتي خدماتو د نوي مشر په توګه وټاکي.

    برید جنرال خادمي د محمد کاظمي ځای ناستی شو.

    ښاغلی خادمي پخوا د سپاه پاسداران د استخباراتي ساتنې مشر و.

    برید جنرال کاظمي او د هغه درې مرستیالان څلور ورځې وړاندې د اسرائیلو په برید کې ووژل شول.

    ایران

    د عکس سرچینه، Fars

  13. وروستی, په ختیځ تهران کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

    د ایران د رسنیو له مخې، لږ تر لږه درې چاودنې په ختیځ تهران کې اورېدل شوې دي.

    فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د تهران په مرکز او ختیځ کې د هوا دفاعي سیستم فعال شوی دی.

    همدارنګه راپورونه وايي د ایران شمال رشت کې هم بریدونه شوي دي.

  14. وروستی, ټرمپ 'دوو اونیو کې' د ایران پرضد اسرائیلي بریدونو کې د ګډون پرېکړه کوي

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د سپینې ماڼۍ ویاند وویل، ډونلډ ټرمپ به په راتلونکو دوو اونیو کې پرېکړه وکړي چې ایا امریکا به د اسرائیلو په ایران ضد بریدونو کې ګډون وکړي که نه.

    کارولین لیویټ وویل، ولسمشر به د دې پر بنسټ پرېکړه وکړي چې د خبرو اترو د امکان څومره احتمال وي او زیاته یې کړه، پر ډونلډ ټرمپ باور وکړئ.

    سپینې ماڼۍ همدا راز تایید کړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او په منځني ختیځ‌کې د ټرمپ استازي سټیو ویتکاف د بریدونو له پیلېدا راهیسې اړیکې لرلې.

  15. د روغتیا نړیوال سازمان مشر پر روغتیايي مرکزونو بریدونه وغندل

    د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) عمومي مشر د ایران او اسراییل ترمنځ د روانو کړکېچونو په پایله کې پر روغتیايي تاسیساتو بریدونه غندلي دي.

    ټېډروس اډانوم غیبریوسېسپراېکس لیکلي "تر دې دمه پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو راپورونه وېرونکي دي."

    ښاغلي غیبریوسېس د اسراییل پر سوروکا طبي مرکز د نن سهار برید او همدارنګه په تهران کې د ایرانۍ سرې میاشتې ټولنې د روغتیایي کارکوونکو د مرګژوبلې راپور ورکوي.

    دی وايي، "موږ پر ټولو خواوو غږ کوو چې تل د روغتیایي تاسیساتو، روغتیایي پرسونل او ناروغانو ساتنه وکړي. غوره درمل سوله ده."

  16. په زرګونو افغانان له ایران تښتېدلي, ببرک احساس، د افغانستان له هرات ولایته

    زه د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې یم - چې له ایران سره ګډه پوله لري - چېرې چې هره ورځ زرګونه افغانان بېرته راستنېږي.

    ما له لسګونو هغو افغانانو سره لیدلي چې د ایران ویزې یې درلودې خو د اسراییلو له برید وروسته له هغه هېواده بېرته افغانستان ته تښتېدلي دي.

    د کابل اوسېدونکی ۲۴ کلن صفي الله په تېرو دوو میاشتو کې په اصفهان کې اوسېده. دی وايي: "ما درې ورځې انتظار وکړ چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره ټکټ ترلاسه کړم. د ټکټونو بیې اوس درې چنده لوړې دي او په اسانه یې نشئ موندلی."

    هغه زیاتوي: "کله چې ما وضعیت ولید، پرېکړه مې وکړه چې لاړ شم."

    اصفهان د ایران په مرکزي برخه کې موقعیت لري - د پلازمینې تهران څخه نږدې ۲۴۰ کیلومتره (۱۴۹ میله) جنوب ته. دا ډیری وختونه د اسراییلو د بریدونو له امله زیانمن شوی دی.

    ۳۵ کلن مهران د ډېرو کلونو راهیسې په ایران کې په ساختماني برخه کې کار کاوه.

    هغه وویل چې ایرانیان یې لیدلي چې هڅه یې کوله له ښارونو څخه کلیوالو سیمو ته لاړ شي، او زیاته یې کړه چې "د خوړو او نورو شیانو بیه د پام وړ لوړه شوې وه. په نانوایانو کې ډوډۍ ترلاسه کول ګران وو".

    "ما په دریو ساختماني پروژو کې کار کاوه، ټول له برید وروسته رخصت شول. ما پرېکړه وکړه چې هېواد پرېږدم."

  17. ایران د روغتون په نښه کول ردوي، ټینګار کوي چې بریدونه یې "دقیق" دي, غونچه حبیبي‌ازاد، بي بي سي فارسي

    سوراکا روغتون

    د عکس سرچینه، Getty

    په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت پر اېکس په یوه پوسټ کې وايي چې هېواد یې د اسراییلو هغه "دروغجنه ادعا" چې وايي د اسراییلو په بیيرشبا کې یې د سوروکا روغتون په نښه کړی دی، "په کلکه ردوي".

    دې تبصره کې لیکلي شوي چې د ایران بریدونه "دقیق" دي او یوازې "هغه تاسیسات په نښه کوي چې په مستقیم ډول پر ایران د اسراییلو په بریدونو کې ښکېل او ملاتړ یې کوي".

    مخکې له دې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د اسراییلو د پوځي قوماندې اډې په نښه کولو سره د ایران "د چاودنو څپو" روغتون ته "سطحي زیان" رسولی.

    اسراییل ایران د روغتون په نښه کولو تورن کړی دی. د اسراییلو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي چې د ایران برید "قصدي" او "جرمي" و.

  18. دا د امریکا جګړه نه ده

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال چې د بي بي سي د نړیوالې څانګې له خبریالې لیز دوسیت سره یې خبرې کړي، وپوښتل شو: د ایران دا خبره په څه معنا ده چې وايي که ټرمپ امریکا په جګړه کې ښکېله کړي نو ټول غوراوي ورته په میز ایښي دي؟

    سعید خطیب زاده هغه خبره تکراروي چې ایران ډیپلوماسي غواړي خو په داسې حال کې چې پر هېواد یې بمبارۍ دوام ولري"هیڅوک نشي کولی د خبرو اترو لپاره لاړ شي".

    هغه وویل: "هغه شېبه چې دا یرغل ودریږي، بیا ډیپلوماسي لومړی غوراوی دی" هغه زیاتوي چې دا "د امریکا جګړه نه ده"، او که ټرمپ په کې امریکا ښکېله کړي، هغه به د تل لپاره د هغه ولسمشر په توګه یاد شي چې په یوه داسې جګړه کې یې ځان ښکېل کړ، چې دوی پورې یې تړاو نه درلود.

    په دې اړه چې ایا ایران کولی شي د امریکا د پوځي ځواک سره سیالي وکړي، هغه وايي چې د هر بهرني یرغلګر پر وړاندې "ملي یووالي" شته، نو دا مهمه نه ده چې څوک ډیر ځواک لري - دا د مقاومت خبر ده.

  19. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر بي بي سي ته وویل، 'موږ به د ځان دفاع ته دوام ورکړو'

    د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب زاده

    د عکس سرچینه، AFP

    د عکس تشریح، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب زاده

    د هغو راپورونو په اړه چې ډونالډ ټرمپ یو پوځي پلان تصویب کړی، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب زاده وايي ایران له امریکا سره د اټومي خبرو اترو په اړه "یوې موافقې ته د رسېدو په درشل کې و" چې اسراییل د "د دې ټولې پروسې سبوتاژ کولو" لپاره برید پیل کړ.

    ایران د تېرې یکشنبې پر ورځ له امریکا سره خبرې لغوه کړې، او و یې ویل اړتیا لري چې د جمعې پر ورځ د اسراییل برید ته ځواب ووایی.

    خطیب زاده زیاتوي چې له امریکا "د پردې تر شاه پیغامونه" ترلاسه کوي چې ښيي واشنګټن په دې برید کې نه ښکېل دی او نه به ښکېل شي خو د ټرمپ پیغامونه "مغشوش او متضاد" دي او د متحده ایالاتو د ښکېلتیا وړاندیز کوي.

    خطیب زاده دا هم وايي چې ایران د ټرمپ له ادارې سره اړیکه نه ده نیولې - ټرمپ پرون وویل چې ایراني مذاکره کوونکي غواړي سپینې ماڼۍ ته سفر وکړي.

    کله چې وپوښتل شو چې ایا د جګړې پای ته رسولو لپاره کومه لار شته، خطیب زاده وویل چې ایران تر لومړي برید وروسته، چې سلګونه ایراني ملکي وګړي پکې ووژل شول، له ځانه دفاع کوي.

    هغه زیاتوي چې اسراییل د ډېپلوماسۍ په جریان کې د ایران لوړپوړي قوماندانان ووژل.

    "موږ د ځان دفاع کوو ... او موږ به دا د ځان دفاع تر هغه وخته کوو چې یرغلګر دا درس واخلي چې پر بل هېواد برید نشي کولی."

  20. پر ایران د امریکا احتمالي برید کې د بریتانیا د ګډون او نه ګډون بحث: ځیني وايي د عراق تجربه دې تکرار نشي

    د راپورونو له مخې د بريتانیا د حکومت د حقوقي چارو مرستیال وزیر، رچرډ هایمر، بریتانوي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې په اوسنیو شرایطو کې، پر ایران د امریکا په احتمالي پوځي برید کې د بريتانیا هر ډول ونډه غیرقانوني ده، او دا هېواد یوازې د نړیوالو قوانینو له مخې اجازه لري چې په خپلو دفاعي عملیاتو کې له اسرائیلو سره مرسته وکړي.

    د محافظه کار ګوند غړې، پریټي پټیل بیا ویلي چې حکومت باید د قانوني مشورې پلمه و نه کړي او "که امریکا له بریتانیا وغواړي چې موږ ستاسو مرستې ته اړتیا لرو، حکومت باید ورته مثبت ځواب ووایي" خو د لېبرال ډېموکراټانو مشر چې په پارلمان کې د اپوزیسیون دویم لوی ګوند دی استازي یې اېډ ډیوي وویل چې بریتانیا باید "امریکا ته اجازه ور نه کړي چې په منځني ختیځ کې په یوه بله ناقانونه جګړه کې یې ښکېل کړي."

    د ناسمو استخباراتي راپورونو پر بنسټ په ۲۰۰۳ کال کې د لومړي وزیر ټوني بلیر په مشرۍ د عراق په جګړه کې د بریتانیا د ښکېليدو یادونه لاهم د واکمن کارګر ګوند د ډېرو غړو په ذهنونو کې تازه ده، او دوی نه غواړي چې ورته تجربه بیا تکرار شي.

    ویل کېږي متحده ایالات ښايي وغواړي چې د هند په سمندر کې د ډیاګو ګارسیا اډه پر ایران د برید لپاره وکاروي.