اسراییل له ایران سره اوربند ومانه، ټرمپ دواړو هېوادونو ته وویل 'ترې سرغړونه و نه کړئ'

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.

لنډیز

  • ایراني جنرالانو امریکا ته د 'پرېکنده ځواب' ګواښ وکړ
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نطنز او اصفهان په ګډون پر درېیو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي
  • له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، د امریکا ښکېلتیا به 'ډېره خطرناکه' وي
  • د اسرائیل او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله دوام لري. د اسراییلو پوځ ویلي په لسګونو هدفونه یې په نښه کړې، ځینې پکې د دوی په وینا په تهران کې د توغندیو د تولید ځایونه دي
  • اسرائیل وايي په ایران کې یې شپږ هوایي ډګرونه ویشتلي او ۱۵ الوتکې یې ویجاړې کړې دي
  • ایران وايي، له اسرائیلو سره د شخړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان وژل شوي دي
  • اسرائیل ادعا کوي چې د ایران د انقلابي ګارد یو مهم قومندان یې وژلی دی
  • اردوغان اسرائیل په منځني ختیځ کې د سولې لپاره لوی خنډ وباله

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس: د نطنز ځمک‌تل برخه "مستقیمه زیانمنه شوې"

    د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس وایي، د نطنز اټومي بټۍ ځمک‌لاندې برخه د اسرائیلو د بریدونو له امله "مستقیمه زیانمنه" شوې ده.

    دغه اژانس د دوشنبې په ورځ ویلي وو "هېڅ نښه" نه ده موندل شوې چې وښيي ځمک‌لاندې برخې ته زیان رسېدلی وي او د دوی د ارزونې له مخې، یوازې ځینې د یورانیمو د غني کولو برخې چې د ځمکې پر سر موقعیت لري، له خپلو برېښنایي تأسیساتو سره یوځای زیانمنې شوې دي.

    خو نن دغه اژانس پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي: "د هغو لوړ وضحات لرونکو سپوږمکۍ انځورونو له دوامداره تحلیل وروسته چې د جمعې ورځې له بریدونو وروسته راټول شوي، اژانس داسې نښې موندلې چې د نطنز په ځمک‌لاندې د یورانیم غني کولو تالارونو کې د مستقیمو بریدونو ښکارندويي کوي."

    د انرژۍ اژانس مشر رافایل ګروسي پرون د اژانس د مشرانو په یوه بېړنۍ غونډه کې هم همدا ارزونه بیا تکرار کړه.

    اژانس تر اوسه د دې مستقیم زیان د جزئیاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

    د نطنز بټۍ شاوخوا ۷۰ د سانتریفیوژو زنځیرونه لري چې د یورانیم د غني کولو لپاره کارول کېږي، یوه برخه یې تر ځمکې لاندې ده.

    ایران تل دا رد کړې چې د اټومي وسلو جوړولو هڅه کوي، خو یورانیم یې تر ۶۰ سلنې پورې غني کړي دي، حال دا چې د برجام (اتومي موافقې) له مخې یوازې تر ۳،۴۷ سلنې پورې اجازه شته.

    نطنز

    د عکس سرچینه، Reuters

  2. ترکي شنونکي: د اسرائیلو وروستی نښه ترکیه ده

    ترکیه

    د عکس سرچینه، Burak Kara/Getty Images

    د ایران او اسرائیلو ترمنځ روانه جګړه کې د ترکي رسنیو خبري پوښښ ایران پلوه دی. ځینو حکومت پلوه ترکي شنونکو لا ویلي،کېدای شي ترکیه د اسرائیلو راتلونکی هدف وي.

    د بي بي سي د مانیټورینګ یار څار څانګې د راپورونو له مخې، ترکي چارواکي او د حکومت ملاتړي له اوږدې مودې راهیسې استدلال کوي چې اسرائیل به پر غزه او سوریه له بریدونو وروسته بالاخره ترکیه "په نښه" کړي. ځینې شنونکي لا ان پر دې باور دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لنډمهال یا اوږدمهال کې ټکر پېښېدونکی دی.

    د ملي غورځنګ ګوند مشر دولت باحچلي، د جون پر ۱۳مه وویل، د اسرائیلو "وروستی هدف" ترکیه ده او پر ایران د دوی وروستيو بریدونو کې د ده پر ټکو "د پټو پیغامونو" څرک روښانه و.

    هغه اسرائیل تورن کړل چې د انقرې "له ترهګرۍ د پاکې ترکیې" د هدف د تضعیفولو لپاره له هر فرصته استفاده کوي.

    نوموړي د کردستان د کارګرانو ګوند (پي‌کې‌کې) سره د انقرې د سولې وروستي نوښت ته اشاره کوله.

    بشپړ مطلب دلته لوستلی شئ

  3. وروستی, اسرائیلی وزیر: "د ایراني رژیم بدلول مو هدف نه دی"

    د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګدعون ساعر وايي چې د ایران د رژیم بدلون د اسرائیلي پوځ د پوځي عملیاتو هدف نه دی. ده وویل دا ښايي د عملیاتو یوه پایله وي، خو اصلي هدف نه دی.

    ساعر دا څرګندونې د مرکزي اسرائیلو په ښار ریشون لیتسیون کې وکړې، چې دا وروستیو کې د ایران د بریدونو هدف و.

    هغه خبریالانو ته وویل چې اسرائیل درې اصلي هدفونه لري:

    • د ایران د اټومي پروګرام جدي زیانمنول – ساعر وویل: "موږ لا هم خپل کار پای ته نه دی رسولی، لا هم خپل هدف ته نه یو رسېدلي."
    • د ایران د بالیستیک توغندیو پروګرام سخت کمزوری کول
    • او د اسرائیل د له‌منځه وړو د پلان جدي خرابول

    ساعر دا ادعا هم وکړه چې د اسرائیلو جنګي الوتکو دا مهال د ایران په فضایي حریم کې برتري ترلاسه کړې ده.

    ګدعون ساعر

    د عکس سرچینه، بي بي‌سي

  4. وروستی, ایران کې د بشر حقونو سازمان: له جمعې ورځې راهیسې تر ۴۵۰ ډېر کسان ایران کې وژل شوي

    ایران له تېرې جمعې ورځې راهیسې پر ایران د اسرائیلو بریدونو کې د وژل شویو شمېرې اعلان کړې دي.

    ددغه هېواد د بشري حقونو فعالانو سازمان (HRANA) چې یوه غیر انتفاعي اداره ده، له هغه وخته چې د اسرائیلو بریدونه پیل شوي، مرګ ژوبله څاري.

    د یادې ادارې د معلوماتو له مخې:

    • ۲۲۴ ملکیان وژل شوي او ۱۸۸ نور ټپیان دي.
    • ۱۰۹ پوځي غړي وژل شوي او ۱۲۳ نور ژوبل شوي دي.
    • همداراز ۱۱۹ نور کسان وژل شوي او ۳۳۵ نور ټپیان دي چې لا هم پېژندل شوي نه‌ دي.

    د HRANA د راپور له مخې، د وژل شویو ټول شمېر ۴۵۲ او د ټپیانو شمېر ۶۴۶ ته رسېږي.

    د ایران دولتي رسنۍ تر دې دمه د وژل شویو کسانو دقیق شمېر نه‌ دی خپور کړی او د هېواد دننه محدودیتونه دا ستونزمنوي چې خبریالان په دوامدار ډول فعالیت وکړي، نو ځکه د جګړې د ریښتیني تلفاتو کره تایید کول ګران دي.

    ایران او اسرائيل کې وضعیت لاندې انځورونو کې کتلی شئ

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، نن د جنازې مراسم وروسته له هغه ترسره شول چې د اونۍ په پای کې د شمالي عربي-اسرائیلي ښار تمرا کې د ایراني بریدونو له امله څلور کسان ووژل شول.
    ایران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، وروسته له هغه چې اسرائیلي پوځ څو لوړ پوړي ایراني پوځي قوماندانان ووژل، د هغوی عکسونه د تهران په لویو لارو کوڅو کې ښودل شوي دي. پورته محمد باقري په ایران کې تر ټولو لوړ پوړی پوځي افسر و.
    تهران

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، د ایران په پلازمېنه تهران کې د چاودنې له اورېدو وروسته لوګی پورته کېږي
    اسرائیل

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، بهرني تابعیت لرونکي خلک له اسرائیلو د وتلو پرمهال بسونو ته منتظر دي
  5. عیني شاهدان او مرستندویان وايي، اسرائیلو هغه ۵۱ فلسطینیان وژلي چې مرستو ترلاسه کولوته ولاړ وو

    عیني شاهدان او ژغورونکې ډلګۍ وايي چې اسرائیلي ځواکونو د غزې جنوب کې د مرستو د وېش ځای ته نږدې په ډزو کې له ۵۱ ډېر فلسطینیان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

    د حماس له لوري اداره کیدونکي د ولسي دفاع ادارې ویلي چې اسرائیلي ځواکونو په خان یونس کې د مرستو ځای ته نږدې پر ګڼه ګوڼه ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې له ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

    د اسرائیلو پوځ بي بي سي ته ویلي چې دوی د دغو راپورونو په اړه څېړنه کوي.

    دا په غزه کې د مرستو د ویش ځایونو ته نږدې تر ټولو مرګونې پېښه ده.

    په دې وروستیو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو ډېرې پېښې د مرستو ویشلو په ځایونو کې شوي دي.

    عیني شاهدان وايي چې اسراییلي ځواکونو د خان یونس ختیځ کې یوې څلور لارې ته نږدې په یوه سیمه ډزې وکړې او هغه کسان یې په نښه کړل چې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال سازمان له لوري د اوړو وېش ته ټول شوي وو. دغلته یو عام پخلنځی هم شته چې د اړمنو خلکو لپاره خواړه تیاروي.

  6. ایران له نن سهار راهیسې پر اسرائیلو ۳۰ توغندي توغولي, د دولتي رسنیو په وینا، ایراني توغندیو د اسرائیلو د موساد اداره په نښه کړې

    د ایران او اسرائیلو ترمنځ د روانو جګړو له تازه پرمختګونو سره، اسرائیلي چارواکو اعلان وکړ چې ایران نن سهار پر اسرائیلو ۳۰ توغندي توغولي دي.

    د اسرائیلي پوځ ویاند ویلي، له دغو توغندیو ډېری یې ویشتل شوي، خو "یوشمېر یې د اسرائیلو په خاوره کې لګېدلي دي."

    د ایران دولتي تسنیم خبري آژانس یو لړ انځورونه خپاره کړي‌ دي چې وایي، دا د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد د مرکزي دفتر اور اخیستی ودانۍ ښيي.

    تسنیم د سپاه پاسداران له قوله لیکلي چې موساد د ایراني توغندیو هدف ګرځېدلی دی.

    په ټیلیګرام کې تسنیم لیکلي: "د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو جنګیالیو، د هدف‌محوره عملیاتو په ترڅ کې، د پرمختللو دفاعي سیستمونو له شتون سره سره، د پوځ استخباراتي مرکز ویشتلی دی."

    اسرائیل تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه‌ دي ویلي، او د اسرائیلي حکومت د محدودیتونو له امله، ځینې هغه ځایونه چې بریدونه پرې شوي، اسرائیلي رسنۍ یې په اړه راپور نه شي ورکولی.

    بي بي سي

    د عکس سرچینه، بي بي سي

  7. ځینو نورو هېوادونو خپلو اتباعو ته له اسرائیل او ایران د وتلو امر کړی

    یو شمېر نورو هېوادونو اعلان کړی چې غواړي خپل اتباع له اسرائیل او ایرانه وباسي. د چک جمهوریت یوې دولتي الوتکې له اسرائیله شاوخوا ۶۰ کسان پراګ ته لېږدولي دي.

    تایلنډ هم خپل پوځ ته امر ورکړی چې څو الوتکې د خپلو وګړو د ایستلو لپاره چمتو کړي.

    ویل کېږي چې شاوخوا ۴۰ زره تایلنډیان په اسرائیل کې مېشت دي، چې ډېری یې د کرنې په برخه کې مزدوري کوي. یو شمېر یې د اکتوبر پر اومه د حماس د بریدونو پر مهال بند پاتې شول او پنځه تنه یې په غزه کې یرغمل نیول شوي دي.

    چین هم ویلي، یو شمېر وګړي یې له وړاندې له ایران وتلي او ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

  8. د ایران د ډاکترانو او نرسانو رخصتۍ لغوه شوې

    د ایران د روغتیا وزارت د درملنې مرستیال سجاد رضوي اعلان کړی چې د ټولو ډاکترانو او نرسانو رخصتۍ لغوه شوې دي.

    د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي له طبي ټولنې غوښتنه کړې چې په دوامداره توګه دې په درملنیزو مرکزونو کې حاضر وي.

    په عین وخت کې، د دې وزارت پر انسټګرام راپور خپور شوی چې د نویو زېږېدلو ماشومانو فوق تخصص ډاکټره مرضیه عسکري د تهران د علومو د طبي پوهنتون استاده او د هغې لور وژل شوې ده.

    د تهران د علومو د طبي پوهنتون فرهنګي او محصلانو چارو معاونت هم په یوه بل اعلان کې له "جهادي او طبي ځواکونو" غوښتي چې د "دې کړکېچن وضعیت" پر مهال د کار لپاره د پوهنتون اړوند روغتونونو کې نوم‌لیکنه وکړي.

  9. وروستی, ټرمپ: "ایران باید اټومي وسلې و نه لري"

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    له خبریالانو سره خبرو کې کله چې له ټرمپه وپوښتل شول، د اسرائیل لپاره نور څه کولی شي، هغه وویل: "همدا اوس موږ ښه روان یو. یاده دې وي، ایران باید هېڅکله اټومي وسله و نه لري."

    له تهرانه د خلکو د تخلیې د غوښتنې په اړه د امریکا ولسمشر وویل: "زه یوازې دا غواړم خلک خوندي پاتې شي."

  10. تهران کې ژغورندویان له بریدونو وروسته استوګنیزې سیمې پلټي

    په تهران کې بېړني خدمات له اسرائيلي بریدونو وروسته په کنډوالو کې ژوندي پاتې شوي کسان لټوي.

    د ایران د سرې میاشتې ټولنې پر خپل ټیلیګرام لیکلي: " پر استوګنیزو کورونو د اسرائيلي رژیم بریدونه دوام لري" او هغوی [سره میاشت] "ټپیانو او اغېزمنو کسانو ته مرستې وړاندې کوي."

    اسرائیل د تېرې جمعې په ورځ د ایران پر اټومي تاسیساتو او نورو هدفونو بریدونه پیل کړي وو.

    تهران

    د عکس سرچینه، EPA

    تهران

    د عکس سرچینه، EPA

    تهران

    د عکس سرچینه، EPA

  11. وروستی, د قطر د بهرنیو چارو وزارت: پر اټومي بټیو بریدونه د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی

    د سیمې د کړکېچ د کمولو لپاره هڅې روانې دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، پر اټومي بنسټونو برید کول د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ته جدي خطر پېښوي.

    دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد الخلیفي د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې له عمومي مدیر رافایل ګروسي سره ټیلېفوني خبرې وکړې.

    په دې تماس کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د وروستیو اسرائیلي بریدونو وروستي پرمختګونه وڅېړل شول او همدارنګه د دغو تاسیساتو د امنیت د ټینګښت او د هر ډول ګواښ پر وړاندې د خونديتوب پر لارو چارو بحث وشو.

    د بهرنیو چارو وزارت په وینا، محمد الخلیفي ټینګار وکړ چې دوحه به له خپلو شریکانو سره یوځای خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې د ټولو اړخونو تر منځ د خبرو اترو لاره بیا فعاله شي او د شخړو د حل، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره کار وشي.

    نخچه

    د عکس سرچینه، ‌‌‌BBC

  12. وروستی, د اسرائیلو پوځ وایي ایران نن سهار ۳۰ توغندي توغولي

    د نوي معلوماتو له مخې، د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ویلي، ایران نن سهار پر اسرائیلو ۳۰ توغندي توغولي دي.

    د اسرائیلي پوځ یوه ویاند ویلي، ډېری توغندي مهار شوي، خو ځینې یې هدف ته رسېدلي دي.

    د ایران رسنیو د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي له قوله د: "د وعده صادق ۳ عملیاتو په اړه د سپاه شپږمه اعلامیه" په نامه بیان کې ویلي "شېبې مخکې د سپاه هوافضا ځواک له خوا د بریدونو یو نوی پړاو پیل شو، چې تر پخوا ډېر ځواکمن او سخت و."

    په ایران او اسرائیل کې د تازه تاوتریخوالي په تړاو، د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې اعلان کړی چې هغه "نوښتونه او وړتیاوې" چې ایران کاروي، د دې لامل شوي چې توغندي "په ډېر لوړ دقت او اغېزمنتیا خپل اهداف په اشغال شويو سیمو کې وولي."

    د تسنیم آژانس په وینا، د سپاه پاسداران اعلامیه ټینګار کوي چې دا "اغېزناک، دقیق او خورا ځپونکي" عملیات به د اسرائیلو پر حیاتي اهدافو دوام ومومي.

    انځورونو کې د اسرائیلو مرکزي سیمو کې د ایران توغول شویو توغندی ویجاړي رامنځ ته کړې ده.

    په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې اور وژونکي کسان په هرتزلیا ښار کې، چې د تل ابیب شمال ته پروت دی، د سوځېدلو بسونو اور مړ کوي او هلته یوه ژوره کنده هم لیدل کېږي.

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، Reuters

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، Reuters

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، Reuters

  13. د فلسطین د روغتیا وزارت: د مرستو ترلاسه کولو هڅه کې ۴۵ فلسطینیان وژل شوي

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    لسګونه نور فلسطینیان د مرستو د وېش ځای ته نژدې په تازه وژونکي پېښه کې وژل شوي او ډېر نور ټپیان شوي دي.

    د حماس تر مشرۍ لاندې د روغتیا وزارت وایي، د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې ۴۵ کسان وژل شوي دي. د سیمې اصلي فعال روغتون له ټپیانو ډک شوی او د درملنې وس یې نه لري. بي‌بي‌سي له اسرائیلي دفاعي ځواکونو د تبصرې غوښتنه کړې ده.

    دا پېښه کېدای شي تر دې دمه د مرستو د وېش ځایونو ته نژدې تر ټولو ډېره خونړۍ تازه ‌پېښه وي.

    عیني شاهدان وایي، اسرائیلي ځواکونو ډزې کړې او شلونکي بمونه یې غورځولي دي، هلته چې د خان یونس ښار ختیځ ته نږدې په یوه څلورلاره کې زرګونه فلسطینیان د خوړو د بستو د ترلاسه کولو په هیله راټول شوي وو.

    په ناصر روغتون کې دومره ګڼه ده چې ګڼ ټپیان پر ځمکه پراته دي او روغتیايي کارکوونکي هڅه کوي هلته یې تداوي کړي.

  14. وروستی, د ایران له لوري پر اسرائیل نوی توغندیز برید؛ ټرمپ: د جي ۷ له غونډې تر اوربند د لا مهم شي لپاره ووتم, ټرمپ: کېدای شي ویتکاف یا جی‌ډي ونس د ایران له چارواکو سره د خبرو لپاره واستوم

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د اسرائیل پوځ وايي، ایران یو نوی توغندیز برید پیل کړی دی. له بیت المقدسه د بي‌بي‌سي خبریال د چاودنو د غږونو اورېدو راپور راکړی.

    په همدې مهال، ډونلډ ټرمپ ویلي، هغه د اسرائیل او ایران تر منځ د اوربند پرتله د یوه "لوي شي" لپاره د جي ۷ سرمشریزه له وخته مخکې پرېښوده.

    د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون، چې د کاناډا په دې غونډه کې له نورو مشرانو سره یې ګډون درلود، له غونډې د ټرمپ وختي وختل "یوه مثبته نښه" ده او دا د هغه د ارادې ښکارندويي کوي چې غواړي په منځني ختیځ کې اوربند ټینګ شي.

    د سي‌بي‌اېس خبریال، چې د بي‌بي‌سي خبري شریکه هم ده، پر ایکس (پخوانی ټویټر) لیکلي چې ډونلډ ټرمپ د ایران د اټومي ستونزې لپاره د یوه "واقعي پای" غوښتونکی دی - داسې چې تهران باید له اټومي وسلو په بشپړه توګه لاس واخلي.

    د سي‌بي‌اېس د خبریال په وینا، ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې هغه مهال وکړې چې کاناډا کې د جي ۷ له غونډې په وتلو کې و.

    د راپور له مخې، ټرمپ وړاندوېینه وکړه چې اسرائیل به خپل بریدونه پر ایران کم نه کړي. هغه د "ایر فورس ون" په نوم ولسمشرۍ الوتکه کې خبریالانو ته وویل: "په راتلونکو دوو ورځو کې به دا خبره روښانه شي."

    ټرمپ همداراز د امریکا د منځني ختیځ لپاره د استازي سټیو ویتکاف، یا د مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس د احتمالي لېږلو په اړه وویل: "شاید دا کار وکړم" خو زیاته یې کړه: "دا به پر دې پورې تړلې وي چې کله بېرته راستون شم، څه پېښ شي."

  15. وروستی, اسرائیلي پوځ پر تهران برید کې د یوه لوړپوړي ایراني پوځي قومندان د وژلو ادعا کوي

    علي شادماني

    د عکس سرچینه، ایراني خبري رسنۍ

    د عکس تشریح، شادماني د جګړې په پیل کې د خپل مخکېني مشر علاء علي رشید، چې په لومړیو اسرائیلي بریدونو کې وژل شوی و، پر ځای د ایران د وسله والو ځواکونو مشر ټاکل شوی و.

    د اسرائیلي حکومت له خوا په ټیلیګرام رسمي چینل کې ویل شوي، علي شادماني د ایران د هوايي دفاع د خاتم‌الانبیا قومندان او د ایران د وسله والو ځواکونو د جګړې رئیس و، پر تهران د اسرائیلو برید کې وژل شوی.

    د اسرائیلي پوځ ویاند، افيخای ادرعي، پر اېکس (پخوانی ټویټر) ویلي، دا کس د ایران د نظام تر ټولو لوړ پوړی پوځي قومندان و.

    ادرعي زیاته کړه چې د اسرائیل د هوايي ځواک جنګي الوتکو په تهران کې په یوه نفوذ لرونکي قومندانۍ برید وکړ، چې په پایله کې علي شادماني ووژل شو، چې د ایران د مشر علی خامنه‌اي ډېر نژدې کس هم ګڼل کېږي.

    شادماني د ایران د جګړې رئیس او د وسله والو ځواکونو د بېړنۍ قوماندې مشر و او د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو څارنه یې کوله.

    شادماني د جګړې په پیل کې د خپل مخکېني مشر علاء علي رشید، چې په لومړیو اسرائیلي بریدونو کې وژل شوی و، پر ځای د ایران د وسله والو ځواکونو مشر ټاکل شوی و.

    ایراني رسنیو لا تر اوسه د شادماني د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

  16. وروستی, اسرائیلو د ایران د صدا و سیما پر یوې اصلي ودانۍ برید وکړ؛ درې کسان ووژل شول

    د ویډیو تشریح، د ایران پر 'صدای و سیما' د اسرائیلو د برید شېبه

    اسرائیل د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي راډیو تلویزیون (صدا و سیما) یوه اصلي ودانۍ په نښه کړه. پر دې ودانۍ د اسرائیل برید او د هغې د چاودنې غږ د ژوندۍ خپرونې پر مهال اورېدل کېده. له چاودنې وروسته له یادې ودانۍ، چې "د شیشې ودانۍ" په نوم یادېږي، د اور لمبې او لوګی پورته کېده. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

    وړاندې ویل شوي وو، چې په وژل شویو کې یو د خبرونو ایډیټر او بل د یادې ادارې یو بل کارمن دی.

    د برید پر مهال، د خبر شبکې ویاندې د چاودنې په شېبه کې اعلان وکړ چې ودانۍ په نښه شوې او ورپسې د ستوډیو دننه د چاودنې له کبله لوګی ولیدل شو او خپرونې د څو شېبو لپاره ودرېدې.

    له لږ لنډ ځنډ وروسته، د خبر شبکې ویاندې په بله ستوډیو کې د حسن عابدیني چې د دې سازمان مرستیال دی، سره یوځای راښکاره شوه. ښاغلي عابدیني وویل، د راډیو تلویزیون له بېلابېلو شبکو خپرونې بې له کومې ستونزې دوام لري.

    د اسرائیل د دفاع وزیر تر برید لږ مخکې ویلي و: "د دولتي راډیو او تلویزیون له منځه تلل ډېر ژر را روان دي."

    تر دې مخکې د اسرائیل پوځ ویلي وو چې هغه سیمه به په نښه شي چې د ایران ملي راډیو تلویزیون په کې موقعیت لري او له اوسېدونکو یې غوښتي و چې له دې ځایه ووځي.

  17. د ایران ستر مشر علي خامنه‌اي څوک دی او کورنۍ یې څومره اغېز لري؟

    علي خامنه‌اي

    د عکس سرچینه، EPA-EFE/Shutterstock

    د امريکا رسنۍ وايي، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائیلو له لوري د ايران د ستر مشر آيت‌الله علي خامنه‌اي د وژلو پلان رد کړی او دا يې "ښه نظر نه" دی بللی دی.

    اسرائیلو، چې په دې وروستیو بریدونو کې یې ویلي هدف یې د ایران د اټومي وړتیاوو له امله راولاړ شوي "د موجود ګواښ" له منځه وړل دي، له دې هدف هاخوا، د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي د دوی پوځي بريدونه ښايي د ايران د نظام بدلون لامل هم شي. هغه مخکې له دې د ایران له خلکو څخه مستقیمه غوښتنه کړې وه او له هغوی یې غوښتي وو چې د خپلو مشرانو پر وړاندې راپورته شي.

  18. وروستی, 'ښکلی تهران د غزې په شان مه کوئ': ايرانیان د خپلې حیرانتیا او ګډوډۍ کيسې کوي

    د ویډیو تشریح، د ایران له پلازمېنې تهرانه د خلکو د تېښتې پرمهال د ګاډو اوږد کتار

    د تېلو پمپونو او نانواییو کې اوږده کتارونه. د موټرو اوږدې لیکې چې غواړي له پلازمېنې وتښتي او اوږدې، وېروونکې شپې.

    د تهران اوسېدونکي - چې لا هم د جمعې په سهار وختي د اسرائیلو د ناڅاپي برید له امله حیران دي - د وېری، ګډوډۍ، بې وسۍ او متضادو احساساتو خبرې کوي.

    د موسیقۍ یو ۲۱ کلن محصل، چې د خوندي ټولنیزې شبکې له لارې یې خبرې کولې، وویل:"موږ څو شپې خوب نه‌ دی کړی."

    "ټول خلک تښتي، خو زه نه ځم. پلار مې وایي چې په خپل کور کې مړ کېدل ډېر عزت لري تر دې چې وتښتي."

    'دنیا' - چې اصلي نوم یې نه‌غواړي څرګند شي - د هغو ګڼو ایرانیانو له ډلې یوه ده چې اوس د یوه داسې نظام او اسرائیلو ترمنځ د جګړې ښکار شوې ده؛ هغه نظام چې نفرت ترې لري او اسرائیل، چې د غزې د ویجاړۍ قدرت یې د لرې سکرین له لارې لیدلی دی.

    هغې وویل: "زه رښتیا نه‌غواړم چې زما ښایسته تهران دې د غزې په شان شي."

    تهران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، اسرائیل د یکشنبې په شپه هم د ایران پر پلازمېنه تهران برید ته دوام ورکړ
  19. وروستی, ایران د هوايي حریم تړل غځولي

    د ایران ایرنا دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د الوتکو او مسافرو خوندیتوب په پار د دغه هېواد هوايي حریم تړل کېدل له ځايي وخت سره سم د ماسپښین تر دوو بجو پورې غځول شوي دي.

    تېره جمعه پر ایران د اسرائیل له برید وروسته د ایران هوايي حریم وتړل شو او په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر یوه بل ګوزارونه کېږي، الوتنې له متبادلو لارو سفر کوي.

  20. اسرائیل کې مرستندوی کارکوونکي وايي، د وروستیو بریدونو له کبله د چا ټپي کېدو رپوټ نه دی ورکړل شوی

    په اسرائیل کې د بېړنیو مرستو ادارې (ایم ډي اې) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، د ایران له وروستیو بریدونو وروسته یې د هېچا ټپي کېدو رپوټ نه دی ترلاسه کړی.

    یادې ادارې پر ټیلیګرام خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي، په شمالي اسرائیل کې یې د ټلیو له غږېدو وروسته کوم رپوټ نه دی ترلاسه کړی، خو د بېړنیو مرستو کارکوونکو "د ځینو ځانګړو کسانو" درمنله کړې چې له بمونو د پټېدو پناه ځایونو ته پر لار خوږ شوي وو.