اسراییل له ایران سره اوربند ومانه، ټرمپ دواړو هېوادونو ته وویل 'ترې سرغړونه و نه کړئ'
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.
"هغه د اسراییلو د دولت ویجاړول یو هدف ګڼي
... داسې سړي ته نور د شتون اجازه نه شي ورکول کېدی."
د ایران دولتي رسنیو مخکې ویلي و چې د نن سهار د توغندیو د برید اصلي هدف د سوروکا
روغتون ته نږدې یو پوځي ځای و، نه پخپله روغتون.
وروستی, د ایران دولتي رسنۍ: امریکا ته د ایران خبرداری " یرغلګرو ته به د عبرت درس ورکړي"
د عکس سرچینه، Getty
د عکس تشریح، د محافظه کار ګوند غړې، پریټي پټیل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت داسې حال کې چې
امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو له بریدونو سره پر ملګرتیا غور کوي دغه هېواد ته سخت خبرداری ورکړی.
د ایران دولتي رسنیو د کاظم غریب ابادي له
خولې ویلي " که امریکا وغواړي له
اسرائیلو په فعال ډول ملاتړ وکړي، ایران پرته له دې چې یرغلګرو ته عبرتناک درس
ورکړي او د ځان دفاع وکړي، بله چاره نه لري."
هغه وايي "امریکا ته زما سپارښتنه دا ده، که اسرائیل له یرغله نشي ګرځولی، نو لږ تر لږه څنډې
ته دې کیني."
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د ایراني د دولتي چارواکو له نقله ویلي، په بیر شبعه کې د اسرائیلو یو پوځي مرکز په نښه شوی دی. رپوټ کې دعوه شوې چې د برید هدف نظامي مرکز و، او دا چې دغه سیمه کې روغتون ته زیان نه دی اوښتی.
وړاندې په استرالیا کې د اسرائیلو سفیر ادعا کړې وه چې دغلته پر یوه روغتون د ایران له لوري برید شوی.
ایا پاکستان کولای شي د اسرائیل پر وړاندې د ایران ملاتړ وکړي؟
پر خواله رسنیو د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي یوه پخواني قوماندان او د نظام مصلحت تشخیص ټولنې غړي محسن رضايي یو ویډیويي کلیپ ډېر لاس پر لاس شوی. ښاغلی رضايي په دې ویډیويي کلیپ کې وايي، که اسرائیل اتومي وسلې وکاروي، پاکستان به یې د خپلو اتومي وسلو له لارې ځواب ورکړي.
پاکستان د اسرائیل برید غندلی، خو تر اوسه یې رسماً له خپلو اتومي وسلو د کار اخیستنې په هکله څه نه دي ویلي. د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د خپل هېواد پارلمان کې محسن رضايي ویډیويي کلیپ ته غبرګون څرګند کړ.ښاغلي ډار د پاکستان پارلمان ته وینا کې وویل: ''دا خبره په بشپړه توګه دروغ او غیر مسوولانه ده. خدای پاکستان اتومي هېواد کړ او د نړۍ ډېر هېوادونه له دې کبله اندېښمن دي.''
نوموړي زیاته کړه: ''خو دا قدرت زموږ د خپل امنیت او ثبات لپاره دی. غواړم په څرګنده یې ووایم، چې موږ د اسرائیل پر وړاندې له اتومي وسلو د کار اخیستنې په هکله داسې هېڅ نه ویلي.''له دې مخکې د جون پر ۱۴مه د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان پارلمان په غونډه کې د اسرائیل پر وړاندې د مسلمانانو یوموټیوالي غږ وکړ.
نور تفصیل د بي بي سي هندي څانګې په دې رپوټ کې لوستلای شئ.
وروستی, امریکايي رسنۍ: ټرمپ پر ایران د برید پلان تائید کړ، خو وروستۍ پرېکړه یې نه ده کړې
په امریکا کې د بي بي سي همکاره
رسنۍ سي بي اېس په یوه رپوټ کې وايي، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران
د برید پلان تائید کړی، خو نوموړي لا تر اوسه پر دې هېواد د ګوزارونو په تړاو
وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
سي بي اېس ته یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، ټرمپ د ګوزارونو
پیلول ځکه وځنډول چې که ایران د خپل اتومي پروګرام پرېږدي.
دا خبر لومړی والسټریټ
ژورنال خبري شبکې خپور کړ. د چارشنبې پر ورځ د ایران په موضوع کې د امریکا ښکېلتیا
په تړاو یوې پوښتنې ته ځواب کې ټرمپ وویل: ''زه ښايي دا وکړم، زه یې ښايي و نه کړم.''
سي بي اېس مخکې په یوه رپوټ کې ویلي و، ټرمپ پر فردو د امریکا برید په هکله غور
کوي، چې په ایران کې د یورانیمو بډای کولو تر ځمکه لاندې کارځای دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې ټرمپ د ایرانیانو لیدو غوښتنې خبره کړي، خو مخکې ایراني حکومت ویلي، دا دروغ دي او پر خواله رسنیو یې یوه پیغام کې زیاته کړې: ''هیڅ یوه ایراني چارواکي نه دي غوښتي، چې د سپینې ماڼۍ پر درشل ټیټ شي.''
له ټرمپ نه پوښتنه وشوه، چې ایا کېدای شي رژیم بدل شي، نوموړي په ځواب کې وویل، ''هو، هر څه کېدای شي، سمه ده؟''
وروستی, ټرمپ: امریکا ښايي پر ایران د اسرائیلو له بریدونو سره یوځای شي، "ښايي دا کار وکړم یا یې ونه کړم"
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، امکان لري چې متحده ایالات د اسرائیلو په هغو بریدونو کې ګډون وکړي چې پر ایران روان دي – خو دا هم ویلي: "کېدای شي دا کار وکړم، ممکن ویې نه کړم."
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی او د دواړو خواوو ترمنځ پوځي بریدونه دوام لري.
هغه زیاته کړه چې دی د ایران د ستر رهبر ایتالله علي خامنهاي د وژلو نیت "لږ تر لږه اوس لپاره" نه لري، خو دا هم وویل چې د امریکا زغم ختمېږي.
ټرمپ له ایران د "بې قید و شرطه تسلیمۍ" غوښتنه هم کړې، خو دا نه ده روښانه چې ایا دا د جګړې اعلان دی که د فشار یوه بله بڼه.
هغه دا هم ولیکل دا "عاقلانه نه ده"
چې څوک ایران ته د تسلیمېدو امر وکړي او ټینګار یې وکړ چې "موږ به هېڅکله هم د چا د بریدونو پر وړاندې تسلیم نه شو".
خامنهای په بل پوسټ کې ولیکل: "هغه [ټرمپ] په بېمعنا خبرو غواړي د ایران خلک ورته تسلیم شي... خو د ایران
ولس له دې ډول ګواښونو څخه نه وېرېږي."
وروستی, د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ شپږمې ورځې ته ننوتی- مهم پرمختګونه
د ایران او اسرائيلو ترمنځ بریدونو کې له تېرې شپې
راهیسې دغه مهم پرمختګونه شوي دي:
د امریکا ولسمشر ډونلډ
ټرمپ پر
دې غور کوي چې ایا د ایران پر ضد جګړه کې له اسرائیل سره
یوځای شي
که نه. دا له هغې وروسته ده چې
نوموړي د ایران د "بشپړې
تسلیمۍ" غوښتنه وکړه - خو
ویې ویل چې د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله
علي خامنهاي به " لږ تر لږه اوس نه وژني".
خامنهاي په ځواب کې
ویلي: "زه به هېڅکله له اسرائیل سره جوړجاړی ونه کړم."
د بيبيسي د منځني ختیځ د سیمې مدیر سباستین اوشر د راپور له مخې، تېره شپه د ایران له لوري
د توغندیو بریدونو سره سره په اسرائیل کې څوک نه دي وژل شوي. اسرائیل وایي له جمعې
راهیسې پرې ۴۰۰ توغندي توغول شوي دي.
له ۵۰ ډېرو اسرائیلي
جنګي الوتکو تېره شپه پر ایران عملیات کړي، چې پکې د سنټرفیوژونو یوه بټۍ، د توغندیو د تولید یو مرکز (د تهران ترڅنګ) او یو پوهنتون چې د سپاه
پاسداران سره تړاو لري، په نښه شوي دي.
د ایران له لوري توغول
شوي بېپیلوټه الوتکې او توغندي څو ځله د شپې په اوږدو کې د اسرائیل په بېلابېلو
برخو کې د
خطر زنګونه فعال کړل. ایراني
رسنۍ وایي ایران د "فتح-۱" له غږ تېز توغندي د تل ابیب پر لور توغولي دي.
وروستی, خامنهاي: د امریکا هر ډول پوځي اقدام به له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ شي
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د ایران دغه مذهبي مشر دا هم ویلي چې که امریکا پر ایران برید کې ښکېله شي، نو داسې ناوړه پایلې به ولري چې بیا به یې سمول ممکن نه وي.
د خامنهاي له وروستیو څرګندونو نور جزئیات شریک کړي.
هغه وايي: "هوښیار خلک چې ایران، د هغه ولس او تاریخ پېژني، هېڅکله له دې ملت سره د ګواښونو په ژبه نه غږېږي، ځکه ایرانیان داسې خلک نه دي چې تسلیم شي."
خامنهاي دا هم ویلي چې ولس د خپلو "شهیدانو" وینې او پر خپله خاوره برید نه هېروي او اسرائیلو پر ایران چې برید وکړ، یوه رسواکوونکې تېروتنه یې وکړه چې سزا به یې وګوري.
نوموړي ویلي امریکایان باید پوه شي چې د امریکا هر ډول
پوځي مداخله به بې له شکه د نه جبرانېدونکي زیان لامل شي."
هغه د جمعې په ورځ
د اسرائیلو له برید راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل
شوی او یوازې د هغه ثبت شوی وېډیو پیغام
خپور شوی. دا پیغام باید په تلویزیون کې خپور شوی وای، خو د متن ځینې برخې یې اوس
خپرې شوې دي.
خپلوانو یې او تهران کې مېشتو یو شمېر
افغانانو د دغه ځوان مړی او ورسره ټپیان روغتون ته رسولي دي.
د
غور ولایت یوه مدني فعال عبدالبصیر بي بي سي ته ویلي، د غور پنځه تنه اوسېدونکي
دغه برید کې ټپيان شوي او دغه ځوان ساه ورکړې ده.
لا خو روښانه نه ده چې، دا
یوزاینی افغان دی چې د اسرائیلو بریدونو کې وژل شوی او که نورې پېښې هم شوي دي.
په ایران کې د افغانستان
سفارت چې چارې یې د طالبانو حکومت استازي سمبالوي یوې
سرچینې یې بيبيسي
ته ویلي، دوی ته هم پر تهران د اسرائیلو په بریدونو کې د افغانانو د مرګژوبلې
رپوټونه رسېدلي خو وايي کره شمېر یې نه دی معلوم چې څو کسان وژل شوي او څومره یې
ټپیان دي.
وروستی, ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر: که پر ایران برید کې د امریکا ښکېلتیا ثابته شي، موږ به هم غبرګون وښیو
د ملګرو ملتونو لپاره د ایران سفیر علي بحريني په
ژنیو کې ویلي: "که دا خبره ثابته شي چې د متحده ایالات په مستقیم ډول د ایران پر ضد
بریدونو کې ښکېل دي، نو ایران به پر امریکا غبرګون پیل کړي".
بحريني زیاته کړه چې ایران واشنګټن ته یو روښانه
پیغام لېږلی: "موږ به ډېر سخت او پرېکنده غبرګون وښیو."
نوموړي وویل، "اسرائیل پر استوګنیزو سیمو بې له کوم خبرداري برید کړی، دا یو تېری دی او اسرائیل پرته له کوم دلیل زموږ پر
خاوره برید کړی. "
هغه ټینګار وکړ: "موږ به د خپل ولس، خاورې او امنیت د دفاع لپاره هېڅ ډول شک و شبهه ونه لرو. موږ به قاطع او جدي غبرګون وښیو او دا غبرګون به
د نړیوالو قوانینو له مخې مناسب وي."
وروستی, د اسرائیلو دفاعي ځواکونو منلې چې د ایران پر فضا یې ډرون ویشتل شوې