په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو
چارو وزارت ویلي، د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکا بریدونه غندي او په وینا یې
په دې سره په سیمه کې د بې ثباتۍ لا پراختیا ته اندېښنه څرګندوي.
په
دې تړاو خپره کړې ویناپاڼه کې یې دا بریدونه د ایران له ملي حاکمیت او ځمکنۍ
بشپړتیا سرغړونه بللې.
په
ویناپاڼه کې یې پر ښېکلو لوریو غږ شوی، چې د ستونزې د حل په موخه دې خبرې وکړي.
د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اتومي تاسیساتو د امریکا لخوا برید په اړه د افغانستان پخواني
ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا برید یې
د ملګرو ملتونو له منشور او د سولې غوښتنې له روحیې سره په ټکر کې بللی دی.
ښاغلي کرزي ویلي چې د امریکا لخوا د ایران پر
اتومي تاسیساتو برید په سیمه کې د جګړې د پراخېدو لامل کېدای شي او په وینا یې د ایران د اتومي
فعالیتونو په اړه باید اختلافات له زور پرته په منطقي لارو د مسولو نړیوالو ادارو
له لارې له مینځه یوړل شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي مناسبه دا ده چې د
امریکا حکومت هم د دې مسلې د حل لپاره له دیپلوماسۍ او سوله ییزو لارو کار واخلي.
افغانستان کې ولسي غبرګونونه:
د پلازمېنې کابل یو شمېر
اوسیدونکي هم د امریکا لخوا پر ایران برید د نړیوالو اصولو خلاف چاره بولي.
د کابل ښار ځینې اوسیدونکي وايي له هغه
راهیسې چې اسراییلو لومړی پر ایران بریدونه وکړل او بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ
شخړه پیل شوه په افغانستان کې د ځینو توکو بیې ختلې دي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل:
" زه دا مشوره ورکوم چې هر څومره ژر کېدلی
شي باید جنګ پای ته ورسول شي، ځکه چې پر افغانستان یې ناوړه اغېز کړی دی. زموږ
خوراکي توکي ګران شوي، وړه ګران شوي، موږ له امریکا او ملګرو ملتونو غواړو چې د
خبرو له لارې موضوع حل کړي چې په دې توګه سوله راشي او موږ هم ارام ژوند وکړو."
په کابل کې د تېلو د یوه پمپ ( سټېشن) څښتن
چې نه یې غوښل نوم یې څرګند او غږ یې خپور شي بي بي سي ته وویل د ایران او اسرائیلو
ترمنځ د شخړې له امله له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پېټرولو او ډیزلو بیې یو څه لوړې
شوې دي. د هغه په وینا د یو لیتر پېټرولو بیه له ۵۹ افغانیو نه
۶۴ ته او د یو
لیتر ډیزلو بیه له ۵۹ افغانیو نه ۶۸ ته لوړه شوې ده.
د
افغانستان د سوداګرۍ خوني د معلوماتو له مخې افغانستان خپل د اړتیا څلویښت سلنه
نفتي توکي له ایرانه راوړي او د ایران او اسرائیلو شخړې په افغانستان کې د توکو پر
بیو اغیزه لرلې ده. د یادې خونې مرستیال مشر خان جان الکوزي وویل، چې افغانستان ته
لومړني خوراکي توکي لکه وړه، غوړي او نور تر ډېره د منځنۍ اسیا له هېوادونواو
مالیزیا راځي او په بیو کې ډېر بدلون نه دی راغلی. د افغانستان د سوداګرۍ خونې
چارواکي وايي افغان سوداګرو له روسیې سره د خوراکي توکو نوي تړونونه کړي چې ورسره
د ایران او اسرائیلو ترمنځ د شخړې له امله د افغانستان په بازارونو کې د توکو پر
بیو اغېز و نه شي.