اسراییل له ایران سره اوربند ومانه، ټرمپ دواړو هېوادونو ته وویل 'ترې سرغړونه و نه کړئ'
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.
وروستی, د تهران د ونک میدان شاوخوا سیمو ته د اسرائیلو هوایي برید
له تهرانه خپرې شوې ویدیوګانې ښيي چې د ونک میدان شاوخوا سیمو کې د اسرائیلو د هوایي برید له امله لوګی پورته کېږي.
د ویډیو تشریح، تهران کې پر ځینو برخو د اسرائیلو بریدونه
وروستی, د اسرائیلو پوځ: تهران کې مو پر نوو پوځي اهدافو هوايي بریدونه پیل کړي
د اسرائیلو پوځ ویلي، جنګي الوتکو یې په تهران کې "د نظامي موخو پر ضد د بمباریو نوې څپه" پیل کړې ده.
دا څرګندونې وروسته له هغه خپرې شوې، چې ایراني رسنیو راپور ورکړی و، چې د ایران پلازمېنه تهران کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي. همداراز، یو ویډيويي کلیپ خپور شوی چې ښيي یو ستر دود د ښار پر اسمان پورته کېږي.
ایا اسرائیل به پر ایران خپل برید روان وساتي؟
هوګو بچېګا
لکه څنګه چې نړۍ د ایران له خوا د امریکا د هوايي بریدونو پر وړاندې د احتمالي غبرګون انتظار باسي، اسرائیلیان حیران دي چې ایا هېواد به یې په ایران کې پوځي بریدونه بند کړي که نه.
اسرائیل تر دې دمه خورا بریاي ښکاري، ځکه یې د ایران پر مهمو اټومي او پوځي تاسیساتو بریدونه کړي، لوړپوړي پوځي چارواکي او ساینسپوهان یې وژلي دي.
اوسنی ارزونه دا ده چې د ایران پوځي پروګرام، چې اسرائیل یې د خپل وجود لپاره خطر ګڼي، څو کاله شا ته تمبول شوی دی. ځینې پوښتي ایا اوس ددې وخت وختنه دی رسېدلی چې اسرائیل دې بریدونه بند کړي.
د اسرائیلي چینل ۱۳ په حواله، لوړپوړو دفاعي چارواکو ویلي: "هدف دا دی چې دا وضعیت باید په څو ورځو کې پای ته ورسېږي."
که دا وشي، نو ایرانیانو ته به لنډمهاله ارامي راولي، چې ډېری یې له یوې اونۍ زیات وخت راهیسې د بمباریو تر فشار لاندې دي او همداراز به اسرائیلیانو ته د دوو کلونو اوږده جګړه کې یو څه دمه ورکړي - ځکه چې په غزه کې له حماس سره جګړه لا هم دوام لري او د پای څرک یې نه ښکاري.
د ایران د غچ اخیستنې توغندیو د اسرائیلو هوايي دفاعي سیستمونه مات کړي، مرګ ژوبله او ویجاړۍ یې اړولې دي. ایران ژمنه کړې، چې که اسرائیل بریدونه بند کړي، دوی به هم ونه درېږي.
دا به د دې زمینه برابره کړي چې د ډیپلوماسۍ له لارې یو ډول هوکړه وشي – خو دا اوس مهال ډېره سخته ښکاري.
ایران بیا بیا ویلي چې د یورانیمو بډایول به نه بندوي – چې دا د امریکا یوه اساسي غوښتنه ده – او وایي دا د دوی حق دی.
خو ټول خلک په اسرائیل کې موافق نه دي چې باید بریدونه بند شي. یعقوب عمیدرور، چې د اسرائیلو د ملي امنیت پخواني سلاکار دی، راته وویل: "موږ لا هم خپلې موخې نه دي پوره کړي."
د ایران د اټومي پروګرام له ویجاړولو سربېره، د اسرائیلي مشرانو له نظره، د ایران د بالستیک توغندیو له منځه وړل هم یوه مهمه موخه ده.
هغه وویل: "موږ له لومړۍ ورځې دا خبره روښانه کړې وه چې موږ دوه هدفونه لرو او موږ لا هم دواړه تعقیبوو."
کله چې ترې وپوښتل شول، چې ایا دا جګړه باید دوام وکړي، ویې ویل: "هېڅ شک نشته."
وروستی, ټرمپ وايي پر ایران بریدونه 'عالي پوځي بریا' وه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په
ایران کې پر درېیو لویو اټومي ځایونو بریدونه اعلان کړل، چې دا اقدام د ایران او
اسرائیل ترمنځ شخړه کې د امریکا مستقیم ګډون ښيي. ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې
سوله وکړي، که نه نور بریدونه به "لا ډېر لوی" او "ډېر اسانه"
وي.
د ویډیو تشریح، ټرمپ وايي پر ایران بریدونه 'عالي پوځي بریا' وه
د ایران له برید وروسته د اسرائیلو په ځینو سیمو کې برېښنا پرې شوې
د اسرائیلو د برېښنا شرکت ویلي، د هېواد په جنوبي برخه کې یوې ستراتیژیکې تاسیسې ته نژدې زیان رسېدلی، چې له امله یې په څو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده. دا پېښه د ایران د توغندیز له برید وروسته رامنځته شوې ده.
وروستی, د ټرمپ لپاره د پاکستان لخوا د نوبل د سولې جایزې نوماندي اوس "ګرانه" ښکاري, ازاده مشیري – د پاکستان خبریاله
پاکستان پر یوه ډېره تنګه لار
روان دی: څنګه هم له سپینې ماڼۍ سره اړیکې پیاوړې وساتي
او هم د یوه ګاونډي ملاتړ وکړي، هغه هېواد چې اوس پرې امریکا بمباري کړې ده؟
د شنبې په ورځ، پاکستان نه یوازې ډونلډ ټرمپ د "ریښتیني سولې
راوستونکي" په توګه وستایه، بلکې رسماً یې د نوبل د سولې جایزې لپاره نومولی
هم و. خو یوازې ۲۴ ساعته وروسته، امریکا له اسرائیل سره یوځای شوه - هغه هېواد چې پاکستان یې کړنې
"وحشیانه" بللي - او پر ایران یې برید وکړ.
پاکستان له دې وړاندې ټرمپ د "وتلي سیاستوال" په نوم ستایلی و،
خو اوس یې هغه بریدونه غندي چې ده یې اجازه ورکړې او دا بریدونه د نړیوالو قوانینو
خلاف ګڼي.
دا ناڅاپي بدلون له پامه نه شي غورځېدلای. په ټولنیزو رسنیو کې پاکستانی
سیاستوال او عام خلک د "ناوړه" او "شرموونکي" کلمو ډېر کار اخلي.
امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیرې مليحې لودهي ویلي: "کرکه کول د پالیسۍ په توګه
نشي کارول کیدی".
د مشرانو جرګې د دفاعي کمیټې پخواني مشر مشاهد حسین په پیل کې د نوماندۍ
ملاتړ کړی و او ویلي یې و که دا کار د ټرمپ پر طبعه برابر وي، نو دا ستونزه نه ده، ځکه اروپایانو هم داسې
کړي دي.
خو یوه ورځ وروسته، هغه ماته وویل که څه هم د حکومت د غندنو ملاتړ کوي، خو
پاکستان باید خپله دا پرېکړه "بیا وارزوي، بېرته واخلي او لغوه یې کړي."
هغه ټرمپ ته "جګړهمار" په توګه تورن کړ.
دا رسۍ په بې ساري ډول نرۍ کېږي.
وروستی, ټرمپ د ایران پر اتومي تاسیساتو برید د 'نښې منځ' په نامه ستایلی
د روسیې استازي چې د امنیت شورا له پنځو اصلي غړو یو او
د وېټو حق لرونکی هېواد دی، وویل، پر ایران د امریکا بریدونه د ایران له هر ډول
تحریک پرته ترسره شوي او یو ځل بیا ثابته شوه، چې امریکا نړیواله ټولنه په پام کې
نه نیسي.
''پرېږدئ، در یاده شي، چې هېچا امریکا ته اجازه نه ده
ورکړې، چې دا ډول چلن وکړي.''
د امریکا استازې په نننۍ غونډه کې هم وویل، ''د ایران
رژیم باید اتومي وسله و نه لري'' او په وینا یې پر فردو، نطنز او اصفهان اتومي
تاسیساتو د امریکايي بریدونو هدف د تهران له ۴۰ کلونو زیاتو هڅو او په ځانګړې توګه
د یورانیمو بډای کولو وړتیا له منځه وړل و.
د امریکا
استازې په وینا، دا اقدام د نړیوالې ناامنۍ د سرچینې له منځه وړلو او "زموږ
له متحد اسرائیل سره د مرستې لپاره او د ځان د دفاع لپاره د هغوی له حق سره سم او د
ملګرو ملتونو د منشور په چوکاټ کې په هدف ترسره شوی دی. "
وروستی, ټرمپ: ولې باید د ایران رژیم بدلون خبره و نه شي
د امریکا متحدو
التونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې تېره شپه یې د ایران پر اتومي کارځایونو د برید امر
وکړ او دا بریدونه یې بریالي وبلل او د ایران له لاسونو یې د اتومي بم اخیستلو
خبره وکړه، په یوه نوي پیغام کې ویلي:
''پوهېږم، چې له سیاسي پلوه باید د رژیم بدلون خبره و نه
شي، خو که د ایران اوسنی رژیم نه شي کولای د ایران پخوانی عظمت بېرته راولي، ولې
باید هلته رژیم بدل نه شي؟ میګا''
نوموړي پر ایران تور پورې کړ، چې له امریکا سره یې
مذاکرات په ''ننداره او تیاتر'' بدل کړي وو او ''هیڅ یوې پایلې ته د رسېدو نیت یې نه
درلود.''
نوموړي زیاته کړه: ''اتومي ایران نه یوازې زموږ (اسرائیل)
لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د اعدام حکم معنی درلوده. نه شئ کولای اوروژونکی
وغندئ او اورپکی له پامه وغورځوئ.''
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا په غونډه کې د وینا پر
مهال د ایران استازي پر امریکا تور پورې کړ، چې د ''بې معنی او مصنوعي پلمې'' پر بنسټ یې
د ایران پر ضد ''جګړه پیل کړه.'' امیر سعید ایرواني وايي، ایران د امریکا ''له ځانه د دفاع'' حق لري.
د عکس سرچینه، Reuters
امیر سعید ایرواني وايي چې ایران د "امریکا د څرګند تېري" پر وړاندې "له ځانه د دفاع" حق لري او په خبره یې د "ایران د مناسب ځواب" وخت، څرنګوالي او کچې پرېکړه به د ایران د وسله والو ځواکونو لخوا ټاکل کېږي.
ښاغلي ایرواني د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا او د اتومي انرژۍ پر نړیوال سازمان تور پورې کړ، چې د امریکا بریدونو په هکله یې د ایران له خبرداریو سره سره و نه شو کولای څه وکړي او د ایراني استازي په وینا یو ځل بیا یې ''بې معتبري'' څرګنده شوه.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر اسرائیل او امریکا څو ځله له نړیوالو قوانینو په سرغړونې تورن کړل او د ایراني ځواکونو د قوماندان قاسم سلیماني وژنه یې په دې لړ کې د یوه ثبوت په توګه یاده کړه.
ښاغلي ایرواني وویل، د جون ۱۳مې اسرائیلي بریدونه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې لامل شول او دغه راز د امریکا جون ۲۲مې بریدونه تصادفي نه دي، بلکې نوموړي دا د امریکا د پرلپسې پالیسیو پایله وبلله.
وروستی, د ایران ولسمشر: امریکا به د خپل یرغل ځواب وویني
د عکس سرچینه، Iranian Presidency via Getty Images
له فرانسوي ولسمشر ایمانویل مکرون سره له ټیلیفوني خبرو وروسته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، ''امریکا به د خپل یرغل ځواب وویني.''
د ایران ولسمشرۍ مقام پر وېبپاڼه یوه خپره شوې اعلامیه کې پزشکیان وايي، ''پر ایران پوځي یرغل شوی او په کلکه مو له ځانه دفاع وکړه.''
''موږ تل ویلي، چې د نړیوال قانون په چوکاټ کې خبرو او مذاکراتو ته چمتو یو، خو د دلیل منلو پر ځای بل لوري د ایران ملت تسلمېدو غوښتنه وکړه.''
پزشکیان زیاته کړه: ''زموږ ملت به هیڅکله ظلم او ځورونې ته تسلیم نه شي او طبیعي ده چې یرغل ته به مناسب ځواب ورکړي.''