اسراییل له ایران سره اوربند ومانه، ټرمپ دواړو هېوادونو ته وویل 'ترې سرغړونه و نه کړئ'

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.

لنډیز

  • ایراني جنرالانو امریکا ته د 'پرېکنده ځواب' ګواښ وکړ
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نطنز او اصفهان په ګډون پر درېیو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي
  • له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، د امریکا ښکېلتیا به 'ډېره خطرناکه' وي
  • د اسرائیل او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله دوام لري. د اسراییلو پوځ ویلي په لسګونو هدفونه یې په نښه کړې، ځینې پکې د دوی په وینا په تهران کې د توغندیو د تولید ځایونه دي
  • اسرائیل وايي په ایران کې یې شپږ هوایي ډګرونه ویشتلي او ۱۵ الوتکې یې ویجاړې کړې دي
  • ایران وايي، له اسرائیلو سره د شخړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان وژل شوي دي
  • اسرائیل ادعا کوي چې د ایران د انقلابي ګارد یو مهم قومندان یې وژلی دی
  • اردوغان اسرائیل په منځني ختیځ کې د سولې لپاره لوی خنډ وباله

ژوندی پوښښ

  1. په منځني ختیځ کې له بې ثباتۍ ډک ګهیځ

    د منځني ختیځ څانګې مدیر

    بیت المقدس

    اسرائیل تل ویلي، چې دوی کولای شي یوازې د ایران اتومي پروګرام له منځه یوسي، خو دا خبره هم پټ راز نه دی، چې یوازې امریکا کولای شي، داسې تاسیسات ویجاړ کړي، چې په ځانګړې توګه د ایران فردو اتومي کار ځای غوندې په یوه غره کې دننه ژورو ځایونو کې چمتو شوي وو.

    که دغه ځایونه اوس به بشپړه توګه له منځه تللي وي، د اسرائیلي لومړي وزیر بینامن نتنیاهو لپاره یو ښه فرصت دی، چې د جګړې لپاره د خپل مهم هدف بشپړېدلو اعلان وکړي.

    خو نن ګهېځ به په منځني ختیځ کې لومړنې اندېښنه دا وي، چې ایا دا د کړکېچ ختمېدو پیلامه ده او که د جګړې د یوه لا خونړي پړاو پیل دی.

    تېره اونۍ د ایران مذهبي مشر ګواښ کړی و، چې امریکا په جګړه کې ښکېله شي، ځوابي ګوزار به وویني: ''امریکایانو ته باید معلومه وي، چې د امریکا هر ډول پوځي مداخله به له نه جبرانېدونکې ویجاړۍ سره مله وي.''

    پر همدې شنبه په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکي حوثي ملېشه ځواک ګواښ وکړ، چې که امریکا په دې جګړه کې ښکېله شي، دوی به پر هغو امریکايي بېړیو بریدونه وکړي، چې له سره سمندره تېرېږي.

  2. دا د زلزلې شېبه ده

    مارک لوین – تل ابیب

    پر ایران د امریکا له بریدونو وروسته اوس پوښتنه دا ده، چې د تهران غبرګون به څه وي.

    دا په جګړه کې او دغه راز د ایران او اسرائیل په اړیکو کې د زلزلې یوه شېبه ده.

    د امریکا پر امنیت یې هم احتمالي اغېز خورا زیات دی. په دې سیمه کې نژدې ۴۰ زره امریکايي سرتېري ځای پر ځای دي، چې اوس به د لوړ کچ په تیارسئ حالت کې وي.

    پرون په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکې حوثي ملېشې وویل، که امریکا د ایران په جګړه کې ښکېل شي، دوی به په سره سمندر کې پر امریکايي بېړیو بیا بریدونه پیل کړي.

    په دې هکله به اوس له ډېرو سره اندېښنې زیاتې شوې وي، چې ایران به په سیمه کې د امریکايي هدفونو پر ضد اقدامات وکړي او دا چې اسرائیل ته به د ایران غبرګون څه وي.

  3. وروستی, امریکا له برید مخکې ''له ایران سره اړیکه نیولې''

    په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي اېس نیوز په یوه رپوټ کې وايي، امریکا د شنبې پر ورځ د ''دیپلوماتیکو چېنلونو'' له لارې له ایران سره اړیکه نیولې او دې هېواد ته یې د بریدونو په هکله خبر ورکړی و او دغه راز یې ورته ویلي و، چې په ایران کې د ''رژیم بدلون'' هېڅ پروګرام نه لري.

    په دا وروستیو کې یو شمېر امریکايي چارواکو سي بي اېس نیوز ته ویلي، ډونلډ ټرمپ د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنايي وژنې مخالف دی.

  4. وروستی, ایراني چارواکو د فردو په ګډون دریو اتومي کارځایونو کې د بریدونو یادونه کړې

    د امریکا له لوري د ایران پر فردو اتومي کارځای له برید وروسته یوه ایراني چارواکي رسماً دا برید تائید کړی دی. د تسنیم خبري اژانس په رپوټ کې د قم سیمې بېړنیو مرستو ویاند مرتضی حیدري له قوله ویل شوي، چې ''د فردو اتومي کارځای سیمې پر یوه برخه هوايي برید شوی دی.''

    دا هماغه ځای دی، چې ولسمشر ټرمپ یې پر خپله خواله رسنۍ سوشل ټروت په یوه پیغام کې یادونه کړې او په خبره یې ''فردو ویجاړ شوی دی.''

    له دې مخکې د اصفهان مرستیال والي اکبر صالحي ویلي، په نتنز او اصفهان کې ګڼ شمېر چاودنې اورېدلې شوې، ''موږ د اصفهان او نتنز اتومي کارځایونو په شاوخوا کې بریدونه ولیدل.''

    ټرمپ چې په خپل پیغام کې د کومو درې ځایونو یادونه کړې، ایراني چارواکو هم د همدې ځایونو نومونه یاد کړي دي.

    فردو

    د عکس سرچینه، Getty Images

  5. وروستی, اسرائیلي ځواکونه وايي، د عامه امنیت اقدامات یې سخت کړي

    اسرائیلي دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) وايي، پر ایران د امریکا له بریدونو سره هممهاله اسرائیلي چارواکو په خپل هېواد کې امنیتي اقدامات نور هم سخت کړي دي.

    پر ایران د امریکا له بریدونو وروسته دې اقداماتو کې "د تعلیمي فعالیتونو، غونډو او کار ځایونو کې د ممنوعیت زیاتوالی شامل دی."

  6. وروستی, پر ایران د امریکا بریدونو ته د امریکا کانګرېس غړو غبرګون

    پر ایران د امریکا بریدونو په تړاو د ټرمپ اعلان په هکله اوس د امریکا کانګرېس غړو لومړنی غبرګون ترلاسه شوی دی.

    د سویلي کارولینا سناتور ټرمپ ته مبارکي ورکړې او په وینا هغه ''سمه پرېکړه کړې.''

    نوموړی زیاتوي د ایران ''رژیم سره باید همداسې وشي.''

    جمهوریتپال سناتور راجر ویکر هم په ورته توګه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه ستایلې، دا یې ''سنجول شوې او سمه پرېکړه'' بللې ده، چې د ده په خبره ''د ایران له لوري رامنځته شوی ګواښ له منځه یوړل شي.''

    د جمهوریتپال سناتور توماس ماسي په ګډون بیا ځینو کانګرېس غړو پر دې پرېکړه نیوکې هم کړې او په وینا یې دا پرېکړه ''له اساسي قانون سره سمه نه ده.''

    د کالفورنیا یوه دیموکراته استازې ساره جېکب وايي، دا بریدونه داسې'' پارونه ده، چې امریکا به په یوې بلې بې پایه او خونړۍ جګړې کې ښکېل کړي.''

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ټرمپ خواله رنسۍ ټروت سوشل پیغام رپوټ کړی، خو په عام محضر کې د دې بریدونو په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.

  7. وروستی, د ایران دولتي ټلویزیون وايي، اتومي تاسیسات تخیله شوي وو

    غونچه حبیب زاد

    بي بي سي فارسي، د نړیوالې څانګې خبریاله

    پر ایران د امریکا له برید وروسته اوس موږ له ایرانه لومړی غبرګون لرو.

    د ایران دولتي خبري شبکې سیاسي چارو مرستیال مدیر حسن عابدیني همدا اوس د ایران پر ملي ټلویزیون راڅرګند شو.

    نوموړی وايي، ایران خپل دې دریو اتومي تاسیسات ''څه وخت مخکې'' تاسیسات تخلیه کړي وو.

    نوموړی وايي، که هغه څه رښتیا هم وي، چې ټرمپ یې وايي، ایران ته ''مهم زیان نه دی اوښتی، ځکه (له دې ځایونو) تجهیزات ایستل شوي وو.''

  8. وروستی,

    اسرائیل چارواکی وايي، پر ایران برید کې اسرائیل له امریکا سره ''بشپړه همغږي'' درلوده

    د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، د اسرائیل له دولتي خبري شبکې کان سره خبرو کې یوه اسرائیلي چارواکي ویلي دي، چې د ایران پر اتومي تاسیساتو برید کې د امریکا او اسرائیل تر منځ ''بشپړه همغږي وه''.

  9. وروستی, ډونلډ ټرمپ: فردو له منځه تللی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټروت سوشل خواله رسنۍ په یوه تازه پیغام کې ویلي، ''فردو له منځه تللی.''

    نوموړي په یوه بل پیغام کې ویلي، چې د واشنګټن پر وخت به د شپې په ۱۰ بجې په ایران کې د خورا بریالیو عملیاتو په هکله ولس ته وینا هم وکړي.

    ټرمپ وايي، ''دا د امریکا، اسرائیل او نړۍ لپاره یوه تاریخي شېبه ده.''

    د امریکا ولسمشر لیکلي: ''ایران باید اوس د دې جګړې پای ته رسول ومني.''

  10. وروستی, امریکايي چارواکي وايي، بي-۲ ډوله جنګي الوتکو په ایران کې بریدونه کړي

    د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي، بي-۲ ډوله امریکايي جنګي الوتکو پر ایران بریدونه کړي.

    مخکې د بي بي سي په رپوټونو کې د سرچینو په حواله ویل شوي وو، چې دغه ډول جنګي الوتکې د امریکا ملکیت ګوام ټاپو ته استول شوې او داسې تاثر ورسره راپیدا شوی و، چې ښايي همدا الوتکې پر ایران د امریکا برید کې برخه واخلي.

  11. وروستی, ټرمپ وايي، امریکا د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه کړي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نتنز او اصفهان په ګډون پر دریو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي.

    نوموړي پر ټروت سوشل خواله رسنۍ په خپل پیغام کې لیکلي: ''موږ په ایران کې پر دریو اتومي تاسیساتو خپل بریدونه بشپړ کړي دي، چې فردو، نتنز او اصفهان پکې شامل دي. ټولې الوتکې اوس د ایران له هوايي حریمه بهر دي.''

    نوموړي زیاته کړې، ''د بمونو یو بشپړ بار'' پر فردو غورځول شوی او اوس ټولې الوتکې بېرته امریکا ته پر لار دي.

  12. وروستی, ډونلډ ټرمپ: د ایران پر اتومي تاسیساتو مو بریالی برید کړی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل لیکلي، د امریکا پوځ د ایران پر اتومي تاسیساتو برید کړی دی.

    دا خبر بشپړیږي...

  13. وروستی, ایران وايي، پر اسرائیل یې تازه بریدونه پیل کړي

    د ایران حکومت اړوند رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، پر اسرائیل یې ''د توغندیزو بریدونو ۱۹مه څپه'' پیل کړې.

    د سپاه پاسداران ځواک یو ویاند وايي:"نن شپه، د بریدونو او انتحاري بې پیلوټه الوتکو یوه لویه څپه څو ساعته مخکې د هدفونو پر لور روانه شوې."

    د سپاه پاسداران ویاند علي محمد ناینی زیاته کړه: "۱۸مه څپه کې پر اشغال شویو سیمو د راکټي بریدونو پایله په حیفا او تل ابیب کې د ۱۴ ستراتیژیکو پوځي نقطو په بریالیتوب سره په نښه کول وو."

  14. وروستی, عراقچي: ایران د اسلامي همکاریو سازمان بشپړ ملاتړ له ځان سره لري

    په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له ګډون وروسته د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی پر خپله اېکس پاڼه لیکلي‌''ایران د اسرائیلي رژیم پر وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان د بې قید او شرط ملاتړ منندوی دی.''

    ښاغلي عراقچي زیاته کړې: ''په داسې حال کې چې لوېدیځوالو نه یوازې د ایران پر وړاندې، بلکې د سیمې ټولو مسلمانانو پر وړاندې د اسرائیل پر جنایتونو سترګې پټې کړې، په اسلامي نړۍ کې بې سارې غوسه او د یوموټیوالي څپه راغلې.''

    د هغه په ​​وینا، "لویدیځ، چې خپل اخلاقي واک یې په بشپړه توګه له لاسه ورکړی دی، باید دې واقعیت ته پام وکړي."

  15. وروستی, د ملګرو ملتونو ۲۳ مخکښو ماهرینو پر ایران د اسرائیلو برید ''له نړیوالو قوانینو بنسټیزه سرغړونه'' بللې

    د ملګرو ملتونو بشري حقونو ماهرینو پر ایران د اسرائیلو برید په سختو ټکیو غندلی او دا یې ''د نړیوالو بنسټیزو حقونو له اصولو څرګنده سرغړونه'' بللې ده.

    دې ماهرینو ویلي پر ایران د اسرئیل وروستي بریدونه ''یو تېری کوونکی عمل او د اجباري قوانینو خلاف چاره'' ده.

    دوی د ملګرو ملتونو د منشور څلورمې مادې دویمې برخې ته په اشارې سره، ټینګار کړی چې "د مخکې له مخکې دفاع یا له ترهګرۍ سره د مبارزې په څېر توجیهات د دولتونو د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د ځواک کارولو لپاره مشروعیت نه ورکوي."

    د راپورونو له مخې، د اسرائیلو بریدونو په ایران کې اتومي تاسیسات، د قوماندې مرکزونه، د انرژۍ اډانه او د استوګنې ودانۍ په نښه کړې دي چې ملکي ساینس پوهان، پوځي قوماندانان او د ایران د خپرندویه ادارې درې کارکوونکي یې هم وژلي دي.

    د دوی په رپوټ کې ویل شوي، پر تهران کې د بمباریو له کبله ملکي خلکو ته هم مرګژوبله اوښتې.

    کارپوهانو په خپل رپوټ کې دا هم ویلي، چې "د ایران متقابلو بریدونو په اسرائیل کې روغتونونو او د استوګنې سیمو ته زیان اړولی دی. د اسرائیل بریدونو او د ایراني پوځ غبرګون په پرلپسې بریدونو کې ملکي وګړو ته درانه تلفات اړولي دي او د تاوتریخوالي د یوې څپې په اړه زموږ اندېښنې تائیدوي."

    دوی خبرداری ورکړ، "د ځواک کارولو عادي ګرځول نړیوال قانوني نظم له خطر سره مخ کوي."

    د ملګرو ملتونو هغه ماهرین چې دا بیان یې خپور کړی د بشري حقونو او نړیوال قانون په مختلفو برخو کې مخکښ شخصیتونه دي.

    په ایران په اسلامي جمهوریت کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړې راپور ورکوونکې مائی ساتو، په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچیسکا البانیزي، د ډیموکراتیک او عادلانه نړیوال نظم د ترویج په اړه ځانګړې راپور ورکوونکی جارج کاټروګالوس، د پاخه عمر کسانو د بشري حقونو په اړه خپلواکه کارپوهه کلاډیا مهلر، د غیرقانوني اعدامونو په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی موریس ټیډبال-بینز، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی بین سال، د بیان آزادۍ په اړه ځانګړې راپور ورکوونکی ایرین خان، او د پرمختګ د حق په اړه ځانګړې راپور ورکوونکې سوریا دیوا، د هغو کسانو په ډله کې وو چې دا بیان یې لاسلیک کړی.

  16. وروستی, ایراني رسنۍ: په سومار سیمه کې پینځه سرتېري وژل شوي

    د فارس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د ایران په لوېدیځ سومار سیمه کې د اسرائیلي بریدونو له کبله د پوځ پنځه سرتېري وژل شوي دي. د ایراني رسنیو په رپوټونو کې د قصر شیرین قومانداني د معلوماتو له مخې ویل شوي، دې برید کې نهه کسان ټپیان شوي هم دي.

  17. وروستی, اسرائیل وايي، د ایران په سویل لوېدیځ کې یې پوځي هدفونه په نښه کړي دي

    اسرائیلي پوځ پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې ویلي، ''د نن ورځې په پيل کې نژدې ۳۰ جنګي الوتکو د استخباراتو وزارت د معلوماتو پر بنسټ د ایران سویل لوېدیځ کې د مهواز سیمې له ۵۰ ډېر پوځي هدفونه په نښه کړي دي.''

    د اسرائیلي پوځ اعلامیه کې زیاته شوې چې په دې بریدونو کې د توغندیو توغولو (لانچرونو) ساتنې یو مرکز او ټول اړوند پوځي تاسیسات په نښه شوي دي.

    په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي: "د اسرائیلو پوځ به د اسرائیل امنیت ساتلو لپاره د ایراني رژیم پر پوځي وړتیاوو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي."

  18. ایران د لسم اټومي ساینس پوه مړینه هم تائید کړه

    ایراني رسنیو منلې چې پر هېواد یې د اسرائیلو په بریدونو کې یو بل اټومي ساینس پوه هم وژل شوی دی. دې سره په ایران کې په رسمي توګه د وژل شویو اتومي ساینس پوهانو شمېر ۱۰ ته ورسېد.

    دغه ساینس پوه، چې سید ایثار طباطبایی نومېږي، د مړینې خبر یې لومړی په تهران کې د شریف پوهنتون په خبرپاڼه کې خپر شو، ځکه هغه د لیسانس دوره هلته بشپړه کړې وه.

    د پوهنتون په خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه " تېره اونۍ ناوخته په خپل کور کې" له خپلې مېرمنې، منصوره حاجي سلیم سره یوځای ووژل شو.

    ایران له دې مخکې د نهو نورو اټومي ساینس پوهانو مړینه تائید کړې وه.

    فریدون عباسي د ایران د اټومي انرژۍ سازمان پخوانی مشر و، پداسې حال کې چې محمد مهدي تهرانچي په تهران کې د اسلامي آزاد پوهنتون د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.

    عبدالحمید منوچهر، احمد رضا ذوالفقاري، او امیر حسین فقي ټول د تهران د شهید بهشتي پوهنتون اکاډمیک غړي وو.

    اکبر مطلبی زاده، علي بقای کریمي، منصور اصغري، او سعید بورجي هم وژل شوي دي.

    په ورته وخت کې، د اسرائیلو ۱۲چینل راپور ورکړی، چې اسرائیلو ۹ ایراني اټومي ساینس پوهان پر یو وخت وژلي او لږ وروسته یې لسم ایراني اټومي ساینس پوه هم وواژه.

  19. وروستی, مکرون له پزشکیان سره له خبرو وروسته: له جګړې د وتلو لاره شته

    د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د شنبې پر ورځ وویل چې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره یې ټلیفوني خبرې کړي او دې هوکړې ته رسیدلي چې د ایران او اروپايي هېوادونو ترمنځ به د ایران د اټومي پرواګرام په تړاو خبري دوام ومومي.

    ښاغلي مکرون پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: " زه نه غواړم چې ایران دې اټومي وسلو ته لاس رسی ولري، او دا د ایران تر غاړې ده چې ډاډمن ضمانتونه ورکړي او وښيي نیت یې سوله ییز دی."

    هغه ویلي " ډاډه یم چې له جګړې او له لوی خطره د وتلو لاره شته."

    د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون
  20. اردوغان اسرائیل په منځني ختیځ کې د سولې لپاره لوی خنډ وباله

    د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان وايي، پر ایران د اسرائیلو برید داسې مهال وشو چې ایران د خپل اټومي پروګرام په تړاو له امریکا سره خبرې کولې. ښاغلی اردوغان وايي د اسرائیلو برید "د دغو خبرو ګډوډلو" په موخه وشو.

    د ترکیې ولسمشر په استنبول کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته داسې وخت کې خبرې کولې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په کې ګډون درلود. هغه د اسرائیلو بریدونه وغندل او ویې ویل " اسرائیل په بې شرمانه ډول" هڅه کوي منځني ختیځ کې ټیکاو زیانمن کړي.

    هغه وویل" د نتنیاهو دولت ثابته کړه چې " په سیمه کې د سولې لپاره خنډ دی."

    اردوغان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د ترکیې ولسمشر