په جي۷ غونډه کې د بي بي سي دیپلوماتیکو چارو خبریال
ایا دی د اسرائیل په نظر کې شریک دی، چې وايي، یوازې پوځي
فعالیتونه کولای شي له ایرانه اتومي وسله لېرې کړي؟ او که اروپايي نظریه چې وايي،
دیپلوماسي هغه یوازینۍ لار ده، چې په اوږده مهال کې د ایران له اسلامي جمهوریته د ګواښ
مخنیوی وشي؟
د اوس لپاره د ټرمپ د پیغامونو ژبه پېچلې او متضاده ده، داسې
چې په خپل مرکز او اداره کې د سخت دریځو او انزوا غوښتونکو تر منځ او دغه راز د
امریکا نفوذ ډېرولو تمایل او په یوه بله ''تلپاتې جګړه'' کې د امریکايي پوځیانو له
ښکېلتیا د کرکې تر منځ ایسار پاتې دی.
ټرمپ وايي، یو جوړجاړی غواړي، خو ایا دا د ایران تسلیمي
ده؟
نوموړي پر دوشنبه د جي۷ له غونډې د ستنېدو پر مهال په
الوتکه کې خبریالانو ته وویل، دی ''یو واقعي پای غواړي. نه اوربند. یو پای. یا بشپړه
توګه تسلیمېدل. دا هم مشکل نه لري.''
ځینې دیپلوماتان هیله من دي، چې دا ښايي واقعیت ته تر ټولو
نږدې وي، یعنی ټرمپ اشاره کوي چې امریکاښايي پر ایران د فشار راوړلو لپاره ښکېل شي،
چې د مذاکرې مېز ته راشي.
خو هغه چې دلته د کاناډا په ډبرینو غرونو کې په جي۷ غونډه
کې پاتې دي، تر اوسه خپل سرونه ګروي.
د دې موضوع نور تفصیل په یوه ځانګړي رپوټ کې دلته لوستلای شئ.