وروستی, امریکايي چارواکي وايي، دغه هېواد پر ایران بریدونو کې ملګرتیا نه کوي
امریکايي چارواکو د دې هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو څرګندونو په هکله توضیحات ورکړي، چې پر خپله ټروت سوشل نومې خواله رسنۍ یې نن څو ساعته مخکې خپور کړ.
نوموړي د ایران پلازمېنې له اوسېدونکو غوښتي و، چې ''سملاسي باید تهران تخیله کړې'' او د نوموړي دې څرګندونو د اسرائیل او ایران تر منځ د جګړې شدت زیاتېدو په هکله ګڼ شمېر پوښتنې راپورته کړې.
تازه، امریکايي چارواکو دې پوښتنو ته ځواب کې ویلي، چې د متحده ایالتونو پوځ پر ایران بریدونو کې هېڅ ګډون نه درلود او نه هم له دې بریدونو سره د یو ځای کېدو هوډ لري.
یوه امریکايي چارواکي په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي، که څه هم ولسمشر ټرمپ د جي۷ له غونډې د ستنېدوسره سم په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت عالي شورا د غونډې رابللو امر کړی، خو په وینا یې دا په دې معانا نه ده، چې ګواکې امریکا له بریدونو سره یو ځای کېږي.
دغه چارواکی ټینګار کوي د امریکا ملي امنیت شورا په ورته مهال او بیا تېره اونۍ د اسرائیل او ایران له بریدونو راهیسې د تیارسئ په حالت کې ده.
بل لور رپوټونو کې ویل شوي، چې د متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې له ولسمشر ټرمپ سره یو ځای د جي۷ په غونډه کې د ګډون لپاره کاناډا ته تللی و، د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ګډون په موخه بېرته ستنېږي او ولسمشر ټرمپ به هم تر سې شنبې هلته پاتې نه شي، چې په رسمي ډول دا غونډه پای ته رسېږي.
له دې مخکې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسټ ویلي وو چې سیمې ته د نویو ځواکونو استول د دفاعي مرکزونو د پیاوړتیا او په فارس خلیج کې د امریکایي پرسونل د خوندیتوب لپاره دي.








