هغه ( د اسرائیلو لومړی وزیر) وايي چې
دا بریدونه به
"څومره ورځې چې نیسي" دوام وکړي او روښانه کړې یې ده چې موخه يې یوازې د ایران د اټومي وسلو جوړولو د وړتیا له منځه
وړل نه دي، هغه
غواړي چې رژیم هم راوپرځوي.
ایرانی رژیم به
دا د بقا جګړه وګڼي - دوی ورته چمتووالی هم نیولی. دوی به په دې جګړه کې هر څه چې لري وکاروي.
د دوی بریدونه تر اوسه محدود وو. د اسرائیلو استخباراتي ارزونه ښکارکوي چې په سیمه کې له تېرو ۲۰ میاشتو جګړې وروسته د ایران د وسلو زېرمې زیانمنې شوې خو بیا هم شاوخوا ۲۰۰۰ بالستیک توغندي لري او د لا نور تولید وړتیا لري.
دوی اوس دا په ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره کاروي چې ګڼمېشتو استوګنځایونو ته نږدې یا لیرې
پراته دي. د بېلګې په
توګه، په تل ابیب کې، دوی د دفاع وزارت او نورو پوځي ځایونو په نښه کولو هڅه کوي خو دوی په لنډ واټن کې غورځي او په استوګنځایونو لګېږي.
دا که قصدي وي یا ناڅاپي خو په ایران او اسرائیلو دواړو کې يې د ډېرې مرګژوبلې
وېره شته.
ایران نه غواړي امریکا په مستقیم ډول ښکیله کړي. د ایران مشر پوهیږي چې ایران په پوځي او سیاسي لحاظ نشي بریالی کېدلی. خو د جګړې له سختۍ سره ایراني پوځي چارواکي اوس په سیمه کې پر امریکایي
اډو د بریدونو ګواښ هم کوي.
دوی تل باور درلود چې د دا ډول جګړې مخه امریکایي ولسمشرانو نیولې وه چې نتنیاهو
ته به یې ویل: "نه، د ایران پر اټومي تاسیساتو برید نشئ کولئ، موږ به یوه ډیپلوماتیکه لاره
ومومو - دا ساده خو خورا
خطرناکه لاره ده."
ولسمشر ټرمپ وايي چې هغه زرغون څراغ نه
دی ورکړی، خو که ژیړ څراغ يې هم ورکړی وي، دا
جګړه پیل شوې او هېڅ روښانه نه ده چې
څنګه او کله به پای ته رسېږي.