اسراییل له ایران سره اوربند ومانه، ټرمپ دواړو هېوادونو ته وویل 'ترې سرغړونه و نه کړئ'

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.

لنډیز

  • ایراني جنرالانو امریکا ته د 'پرېکنده ځواب' ګواښ وکړ
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نطنز او اصفهان په ګډون پر درېیو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي
  • له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، د امریکا ښکېلتیا به 'ډېره خطرناکه' وي
  • د اسرائیل او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله دوام لري. د اسراییلو پوځ ویلي په لسګونو هدفونه یې په نښه کړې، ځینې پکې د دوی په وینا په تهران کې د توغندیو د تولید ځایونه دي
  • اسرائیل وايي په ایران کې یې شپږ هوایي ډګرونه ویشتلي او ۱۵ الوتکې یې ویجاړې کړې دي
  • ایران وايي، له اسرائیلو سره د شخړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان وژل شوي دي
  • اسرائیل ادعا کوي چې د ایران د انقلابي ګارد یو مهم قومندان یې وژلی دی
  • اردوغان اسرائیل په منځني ختیځ کې د سولې لپاره لوی خنډ وباله

ژوندی پوښښ

  1. د اسرائیلو لومړی وزیر وايي پر ایران به یې بریدونه دوام ولري

    یوه ویډیويي وینا کې چې ساعت وړاندې خپره شوه، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې "د اسرائیلو بقا" ته د ایران ګواښ له منځه وړلو يه موخه یې هدف لرونکي پوځي عملیات پیل کړي دي.

    هغه وویل چې اسرائیلو هغه ایراني ساینس پوهان په نښه کړي چې "د ایراني بم په جوړولو یې کار کاوه او دا بریدونه چې څومره ورځې نیسي دوام به وکړي".

  2. وروستی, ټرمپ له ایرانه وغوښتل چې د اټومي پروګرام پر سر دې هوکړه وکړي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایرانه وغوښتل چې د خپل اټومي پروګرام پر سره یوې هوکړې ته ورسیږي او دا چې تهران ته یې " فرصت پسې فرصت" ورکړی دی.

    تمه وه د یکشنبې پر ورځ به د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو شپږم پړاو په مسقط کې د عمان په کوربتوب پیل شي.

    عمان تېره ورځ رسما د دغه خبرو د کوربتوب ځای او نېټه په ګوته کړل.

    ټرامپ پر خپله خواله (رسنۍ ټروت سوشل) لیکلي " ما په سختو ټکو هغوی ته وویل چې ویې کړئ، دا چې څومره هڅه یې وکړه، څومره ورنژدې شول خو ویې نه شو کولی سرته یې ورسوي."

    هغه وايي" لویه ویجاړي او مړینه وشوه، خو د دې لویو وژنو پای ته رسولو لپاره اوس هم وخت شته"

    هغه ویلي، ایران دې مخکې له دې چې هیڅ پاتې نه شي یوې هوکړې ته ورسیږي.

    ټرمپ پر ایران د اسرائیلو بریدونو ته لومړي غبرګون کې ویلي وو، د اسرائیلو له پلانه خبر و خو دغو عملیاتو کې امریکا هیڅ ونډه نه درلوده.

    ولسمشر ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  3. وروستی, د ایران، عراق، اردن او اسرائیلو پر فضا الوتنې درېدلي دي

    پر ایران د اسرائیلو له برید وروسته ایران، عراق، اردن او اسرائیلو خپل فضايي حریم تړلی دی.

    د فلایټ رادار ویبپاڼې خپاره کړي انځورونه ښيي چې د دغو هېوادونو پر فضا هیڅ ډول الوتنې نه لیدل کېږي.

    د جمعې پر سهار ایرفرانس اعلان وکړ چې اسرائیلو ته یې خپلې ټولې الوتنې ځنډولي دي.

    دغو هېوادونو کې خورا لږې الوتنې لیدل کېږي

    د عکس سرچینه، Flightradar24

  4. وروستی, د طالبانو حکومت پر ایران د اسرائیلو برید غندلی او له نړیوالو قوانینو یې سرغړونه بللې

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي:

    "د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلو لخوا د ایران په اسلامي جمهوریت وروستي بریدونه او د دغه هېواد د پوځي قوماندانانو او اټومي پوهانو ترور چې د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو،په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه څرګنده سرغړونه ده، په کلکه غندي. دا تجاوز په داسې حال کې ترسره شوې چې د فلسطین مظلوم ولس، په ځانګړې توګه په غزه کې، لا هم د اسرائیلو د بې‌درېغه او فاجعه‌بارو بریدونو لاندې دی، او اشغالګر رژیم پرته له دې چې انساني او نړیوالو اصولوته پام وکړي، دغه تاوتریخوالی ته دوام ورکوي. له بده مرغه، دا ډول کړنې چې تاوتریخوالی زیاتوي، د سیمې وضعیت لا پسې کړکیچن او اندېښمن کړی دی."

    ښاغلي مجاهد لیکلي" اسلامي امارت له ټولو ذيدخلو جهتونو څخه غواړي چې د خپلې ټاکل شوې دندې له مخې، چې د منطقوي ثبات او امنیت ساتل دي، په پوره مسؤلیت سره دې موضوع ته رسیدنه وکړي او د دې اجازه ورنه کړي چې په سیمه کې بې ثباتي او نا امني نوره هم پراخه شي."

  5. وروستی, ټرمپ وايي له بریدونو خبر و، خو امریکا دغو عملیاتو کې هیڅ ونډه نه درلوده.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د اسرائیلو برید ته غبرګون کې ویلي، له عملیاتو وړاندې د اسرائیلو له پلانه خبر شوی و، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا دغو عملیاتو کې هیڅ ډول ونډه نه درلوده. هغه هیله وښوده چې ایران به له امریکا سره د خبرو له لارې خپل اټومي پروګرامونه محدود کړي.

  6. وروستی, سعودي پر ایران د اسرائیلو برید غندلی دی

    سعودي عربستان پر ایران د اسرائیلو له برید وروسته په یوه وینا پاڼه کې دغه بریدونه غندلي دي.

    د سعودي د بهرنیو چارو وزارت یوه ویناپاڼه کې ویلي:

    "د سعودي سلطنت په ورور هېواد، د ایران پر اسلامي جمهوریت د اسرائیلو بربنډ تېری په ټینګه غندي، دا تیری د ایران ملي حاکمیت او امنیت کمزوری کوي او له نړیوال عرف او قانونه څرګنده سرغړونه ده."

  7. وروستی, جاپان پر ایران د اسرائیلو برید غندلی دی

    د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تاکشي ایوایا د جمعې پر ورځ توکیو کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، ټولې غاړې باید له زغمه کار واخلي.

    هغه وویل "موږ په ټینګه دا ګام چې حالت د تاوتریخوالي خوا ته بیايي غندو."

    د جاپان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه " د جاپان لپاره د منځني ختیځ سوله او ثبات خورا مهم دي، له ټولو غاړو غواړم چې د حالت له کرارۍ سره مرسته وکړي"

  8. وروستی, د بریتانیا لومړی وزیر وايي پر ایران د اسرائیلو برید د اندېښنې وړ دی

    د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د جمعې پر ورځ وویل، پر ایران د اسرئیلو برید د اندېښنې وړ دی او ټولې غاړې باید شاتګ او د تاوتریخوالي له پراخولو ډډه وکړي.

  9. وروستی, اردن او عراق پر خپل هوايي حریم هر ډول الوتنې ځنډولي

    اردن او عراق خپل هوايي حریم پر ایران د اسرائیلو له برید وروسته تړلي او هر ډول الوتنې یې ځنډولي دي.

    اردن وايي، پر خپل هوايي حریم به د هیڅ ډول سرغړونې اجازه چاته ور نه کړي.

    د اردن دولت یوه ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي" اردن به چا ته اجازه ور نه کړي چې د دوی له هوايي حریمه سرغړونه وکړي او بیا ټینګار کوم چې دا هېواد به د هیڅ ډول شخړې په ډګر بدل نه شي."

    اردن له اسرائیلو سره پر پوله پروت هېواد دی چې د تېر کال په اکټوبر کې یې، د ایران څو توغندي په هوا کې شنډ کړل.

  10. وروستی, پر ایران د اسرائیلو په بریدونو کې څوک وژل شوي؟

    دلته د هغو کسانو لیست دی چې د ایراني دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي، په داسې حال کې چې دا بریدونه د "پاڅېدلي زمري عملیات" په نامه د ایران د اټومي پروګرام د شنډولو په هدف ترسره شوي وو:

    تأیید شوي وژل شوي کسان:

    • حسین سلامي – د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي عمومي قومندان
    • غلامعلي رشید – د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه قومندان
    • فریدون عباسي – اټومي ساینسپوه او د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان پخوانی مشر
    • محمد مهدي تهراني – یو بل اټومي ساینسپوه چې د ایران د وسلو د اټومي پروګرام سره تړاو درلود
    • محمد باقري – د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز

    ژوبل شوی لوړپوړی چارواکی:

    • علي شمخاني – د آیت‌الله خامنه‌يي لوړپوړی سلاکار، چې د ایراني راپورونو له مخې، سخت ټپي شوی دی.
    iran

    د عکس سرچینه، Reuters

  11. په ویډیو کې د ایران په تهران کې چاودنې او د اور لګېدو زیانونه ښودل شوي دي.

    د ویډیو تشریح، په ویډیو کې د ایران په تهران کې چاودنې او د اور لګېدو زیانونه ښودل شوي دي.
  12. وروستی, ایران د یو شمېر اټومي ساینس پوهانو وژل کېدل اعلان کړل

    د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیلو په بریدونو کې یو شمېر اټومي ساینس پوهان وژل شوي دي.

    د دې راپورونو له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي ساینس پوهانو په ډله کې عبدالحمید مینوچهر، احمدرضا ذوالفقاري، سید امیر حسین فقهي، مطلبي زاده، محمد مهدي طهرانچي او فریدون عباسي شامل دي چې په دې بریدونو کې وژل شوي دي.

    EPA

    د عکس سرچینه، EPA

  13. وروستی, ایران شاوخوا ۱۰۰ بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو پر لور توغولي

    د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو ویاند برید جنرال ایفي ډیفرین وايي چې ایران "نژدې ۱۰۰ بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو پر پر لور توغولي".

    دی زیاتوي دوی یې د مخنیوي پر لارو چارو کار کوي.

    ډیفرین زیاتوي د ایران د پوځ مشر، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول اردو قومندان او د ایران د بېړني قوماندې قومندان د تېرې شپې په بریدونو کې وژل شوي دي.

    د ایران دولتي رسنیو هم مخکې راپور ورکړی و چې د انقلاب ساتونکو مشر حسین سلامي وژل شوی دی. په اسرائیلو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

  14. د ملګرو ملتونو سرمنشي بریدونه وغندل او د 'اعظمي زغم' غوښتنه یې وکړه

    ګوتېرېش

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ملګرو ملتونو مشر په منځني ختیځ کې د "اعظمي زغم" غوښتنه کړې او د ایران په اټومي تاسیساتو د اسرائیلو بریدونه یې غندلي دي.

    د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په استازیتوب، یو ویاند وايي چې ګوتېرېش: "په ځانګړي ډول په ایران کې د اټومي تاسیساتو باندې د اسراییلو بریدونو څخه اندېښمن دی په داسې حال کې چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام د وضعیت په اړه خبرې روانې دي".

    ویاند وايي: "عمومي منشي له دواړو خواوو غواړي چې اعظمي زغم وښيي، په هر قېمت چې وي د ژورې شخړې ته له ننوتلو ډډه وکړي، یو داسې وضعیت چې سیمه یې په سختۍ سره زغملی شي."

  15. وروستی, د ایران وسله‌والو ځواکونو پر ایران د اسرائیل بریدونه غندلي

    د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز دفتر په یوه اعلامیه کې د جمعې ورځې سهار د اسرائیلو بریدونه غندلي او دا یې "د صهیونیستي دوښمن ښکاره تېری او د نړیوالو اصولو خلاف عمل" بللی دی.

    په دې اعلامیه کې دا هم ویل شوي:

    "ستاسو د وسله‌والو ځواکونو سرتېري به د دې سپک عمل د طراحانو، عاملانو او ملاتړو پر وړاندې داسې قوي او پښېمانوونکی غبرګون وښيي، چې دوی به یې هېر نه کړي."

  16. وروستی, د ایران د انقلابي ګارد مشر حسین سلامي څوک دی چې د راپورونو له مخې په برید کې وژل شوی دی؟

    سلامي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران د پاسداران انقلابي ګارد عمومي قومندان حسین سلامي ښايي تر ټولو لوړپوړی ایرانی مشر وي چې د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوی دی.

    سلامي په ۱۹۸۰ کال کې، د ایران او عراق د جګړې له پیل سره هم‌مهاله، له سپاه پاسداران سره یوځای شو.

    هغه د پوځ په لیکو کې د لوړو مقامونو ته د رسېدو پر مهال، د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د سختو څرګندونو له امله مشهور شو.

    له ۲۰۰۰م کلونو راهیسې، د ایران د اټومي او نظامي پروګرامونو سره د تړاو له امله د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د امریکا لخوا تر بندیزونو لاندې راغلی و.

    په ۲۰۲۴م کال کې، هغه د سپاه پاسداران عمومي قومندان و، کله چې ایران په لومړي ځل په ښکاره ډول په اسرائیل پوځي برید وکړ او له ۳۰۰ ډېر ډرون الوتکې او توغندي یې وتوغول.

    په وروستیو ورځو کې، چې له اسرائیل سره ترینګلتیا زیاته شوې وه، سلامي د پنجشنبې په ورځ ویلي و: "ایران د هرې سناریو، وضعیت او حالت لپاره پوره چمتووالی لري".

    هغه زیاته کړې وه: "دوښمن فکر کوي چې ایران به هماغسې وځپي لکه څنګه چې بې‌دفاع فلسطینیان د اسرائیلو تر محاصرې لاندې تر فشار لاندې راولي. موږ د جګړو تجربه لرو او پاخه شوو یو."

  17. وروستی, پر ایران د اسرائیل بریدونه؛ د وسله والو ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال محمد باقري وژل شوی

    د اسرائیلو له خوا پر ایران د بریدونو په ترڅ کې، درې ستوریز جنرال محمد باقري، چې د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز مشر و، ووژل شو.

    محمد باقري چې د ایران تر ټولو لوړپوړی نظامي چارواکی و، د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوی دی.

    تر دې مخکې، د سپاه پاسداران عمومي قومندان درې ستوریز جګپوړی قومندان حسین سلامي او د خاتم الانبیا قرارګاه قومندان غلامعلي رشید د وژل کېدو خبر هم تایید شوی و.

  18. په انځورونو کې: د تهران اوسېدونکي کوڅو ته راوتلي

    اسرائیل وایي چې بریدونه یې د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو کړي، خو د ایران رسنۍ راپور ورکوي چې د تهران استوګنیزې سیمې هم په نښه شوې او ګڼ شمېر ملکیان، چې ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.

    دلته ځینې وروستي انځورونه دي چې له تهران څخه خپاره شوي، چیرته چې همدا اوس شاوخوا ۷ بجې دي.

    iran

    د عکس سرچینه، Getty Images

    iran

    د عکس سرچینه، Getty Images

    iran

    د عکس سرچینه، Getty Images

    iran

    د عکس سرچینه، Getty Images

  19. اسرائیل په تېره اکتوبر میاشت کې پر اسرائیل ۱۸۰ بالستیک توغندي توغولي وو

    اسرائیل په تېره اکتوبر میاشت کې پر اسرائیل ۱۸۰ بالستیک توغندي توغولي وو

    د عکس سرچینه، Getty Images

  20. د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز ویاند: امریکا او اسرائیل به درنه بیه پرې کړي

    د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز ویاند ابوالفضل شکارچي د اسرائیلو د هوایي بریدونو په غبرګون کې ګواښ کړی چې امریکا او اسرائیل به "درنه بیه پرې کړي."

    دې ایراني پوځي چارواکي ویلي چې د هېواد وسله‌وال ځواکونه "به خامخا دغو بریدونو ته ځواب ورکړي."