اسراییل له ایران سره اوربند ومانه، ټرمپ دواړو هېوادونو ته وویل 'ترې سرغړونه و نه کړئ'

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.

لنډیز

  • ایراني جنرالانو امریکا ته د 'پرېکنده ځواب' ګواښ وکړ
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نطنز او اصفهان په ګډون پر درېیو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي
  • له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، د امریکا ښکېلتیا به 'ډېره خطرناکه' وي
  • د اسرائیل او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله دوام لري. د اسراییلو پوځ ویلي په لسګونو هدفونه یې په نښه کړې، ځینې پکې د دوی په وینا په تهران کې د توغندیو د تولید ځایونه دي
  • اسرائیل وايي په ایران کې یې شپږ هوایي ډګرونه ویشتلي او ۱۵ الوتکې یې ویجاړې کړې دي
  • ایران وايي، له اسرائیلو سره د شخړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان وژل شوي دي
  • اسرائیل ادعا کوي چې د ایران د انقلابي ګارد یو مهم قومندان یې وژلی دی
  • اردوغان اسرائیل په منځني ختیځ کې د سولې لپاره لوی خنډ وباله

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د ایران اټومي بنسټونه چېرې دي او پر کومو یې برید شوی؟

    اسرائیلي پوځ وایي چې د جمعې، د جون ۱۳ نېټه، پر مهال یې د ایران پر اټومي ځایونو بریدونه کړي دي. د بي‌بي‌‌سي لخوا تایید شوي ویډیوګانې له بریدونو وروسته د پنځو ځایونو انځورونه ښيي.

    دا مقاله د ایران تر ټولو مهمو او پېژندل شويو اټومي مرکزونو ته کتنه کوي.

    ایران

    د عکس سرچینه، Maxar Technologies/Reuters

    د عکس تشریح، د سپوږمکۍ انځور د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د نطنز بټۍ ښیي.
  2. پر اسرائیل د ایران توغندیز بریدونو کې د ټپیانو شمېر "۲۱" ته لوړ شو

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، @Mdais via X

    د اسرائیلو د بېړنیو خدماتو ادارې راپور ورکړی چې د اسرائیلو پر مرکزي ساحلي سیمه د ایران د توغندیو په بریدونو کې "۲۱ کسان" ټپیان شوي دي.

    دغې ادارې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې ویلي چې له ټپیانو یو یې په نازک حالت کې دی، څو یې سخت ټپیان شوي دي او څو نور یې کوچني یا متوسط ​​ټپونه لري.

  3. د ایران توغندیز برید د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه فلسطینیان ټپیان کړي

    د فلسطین خبري اژانس "وفا" راپور ورکړی چې پنځه فلسطینیان د ایران د توغندیو د لګېدو له امله ټپیان شوي دي.

    وفا راپور ورکړی چې د لوېدیځې غاړې په سوېل کې هیبرون ته نږدې د سعیر ښارګوټي ته څېرمه د ټپیانو په ډله کې درې ماشومان هم دي.

    د راپور له مخې، ماشومان شپږ، اوه او ۱۲ کلن وو او روغتون ته وړل شوي.

  4. د سپینې ماڼۍ مخې ته د جګړې مخالفانو راغونډېدنه

    د ویډیو تشریح، د سپینې ماڼۍ مخې ته د جګړې مخالفانو راغونډېدل
  5. وروستی, پر تهران د پرله پسې بریدونو راپورونه

    تهران

    د عکس سرچینه، UGC

    له تهرانه راپورونه ښیي چې د ښار په مختلفو برخو کې د چاودنو او د هوايي دفاع د فعالیت غږونه لاهم اورېدل کېږي.

    د ورداورد په سیمه کې د رادار سایټ د په نښه کولو ویډیو او راپورونه خپاره شوي دي.

    د راپورونو له مخې د جنوب عبدانان په ګډون د ایران په ځینو برخو کې د رادار سایټونه په نښه شوي دي.

    د ایران رسنیو دا هم راپور ورکړی چې د ختیځ تهران په حکیمیه او تهرانپارس کې چاودنې اورېدل شوي دي.

    د ایسنا په وینا، د ژغورنې ځواکونه حکیمیه ته لېږل شوي دي. رسمي سرچینو د مهرآباد په سیمه کې د یوې لویې چاودنې خبر تایید کړی دی.

    خپرې شوې وېډیوګانې په سیمه کې اور او لوګي ښیي. ځینو سرچینو مهرآباد ته نژدې د آزادۍ څلي ته د زیان رېدل رد کړي دي.

    Jamaran

    د عکس سرچینه، Jamaran

  6. د ایران او اسرائیل د ځواک پرتلل، د ایران ځواک له اسرائیل سره څنګه پرتللی شو؟

    د نړیوالې اټومي انرژۍ واکمن پلاوي له شلو کلونو وروسته اول ځل ایران د اټومي وړانګو د نه خپرېدو ژمنو نه په سرغړونه رسما تورن کړ. د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مدیره پلاوي د ۳۵ غړو هېوادونو له ډلې ۱۹ هېوادونو همدې پرېکړه لیک ته مثبته رایه ور کړه چې متحده ایالتونو، بریتانیا، فرانسې او جرمني وړاندې کړی و.

    د دې اړوند بیانیه کې راغلي چې د ایران د خپلو نااعلان شویو اټومي چارو او موادو په هکله اژانس ته د بشپړو ځوابونو په تیارولو کې "ډېرې ماتې خوړلې" دي. همدارنګه د بډایه شویو یورانیو د زېرمو په هکله یې هم اندېښنه ښودلې چې د راکتور د سونتوکو جوړولو او اټومي وسلو کې کارېدلی شي.

    بشپړ مطلب دلته لوستلی شئ.

    خامنه يي او نتنیاهو

    د عکس سرچینه، Getty Images

  7. وروستی, د ایران-اسرائیل ترمنځ د توغندیو متبادل بریدونه, اسرائیل ټایمز: د ایران په توغندیزو بریدونو کې یو کس ووژل شو

    د ویډیو تشریح، د ایران-اسرائیل ترمنځ د توغندیو متبادل بریدونه

    د اسرائیل ټایمز راپور ورکړ چې د ایران د توغندیو بریدونو په لومړۍ څپه کې یو کس ووژل شو.

    د رسنیو د راپور له مخې، هغه ښځه، چې سخته ټپي شوې وه، مړه شوه. د اسرائیلو حکومتي سرچینو ویلي چې د ایران د توغندیو بریدونو کې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

  8. وروستی, د ایران او اسرائیل تر منځ د نویو بریدونو څپې

    د ویډیو تشریح، د مهرآباد هوایي ډګر ته نژدې سیمه کې لوګي پورته شوي

    د رویټرز خبري آژانس یوه ویدیو خپره کړې ده چې ښيي، هممهاله له خطر زنګونو سره یو ځای، یو توغندی د شنبې په ورځ (د جون ۱۴مه)، په تل ابیب کې لګېدلی دی.

    پر تل ابیب سربېره، بیت‌المقدس ښار کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. ایران وایي پر اسرائیل یې د نویو بریدونو څپه پیل کړې ده.

    په داسې حال کې چې د اسرائیلو بریدونه د ایران پر بېلابېلو سیمو- په ځانګړي ډول پر پلازمېنه تهران دوام لري، ایراني رسنیو د اسرائیلو پر ضد د درېیم ځل توغندیز برید خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې، په اسرائیلي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۸ کسان وژل شوي دي، چې پکې د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز او د سپاه پاسداران د څو قوماندانانو نومونه هم شامل دي. همداراز، ۳۲۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

    په مقابل کې، د ایران له خوا پر اسرائیلو په شویو بریدونو کې شاوخوا ۴۰ کسان ژوبل شوي دي.

    په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه بېړني غونډه کې، ایران او اسرائیل دواړو یو بل په کلکه تورن کړل. امریکا اعلان وکړ چې په اسرائیلي بریدونو کې یې هېڅ رول نه درلود.

    ایران او اسرائیل یو پر بل تور لګوي چې "له سرې کرښې تېر شوی دی".

  9. وروستی, انځورونو کې: په تهران کې د اسرائیل پر ضد له بریدونو وروسته خوشحالۍ

    مخکې له دې چې د اسرائیلي بریدونو وروستۍ څپه پیل شي، دا انځورونه لږ مخکې زموږ خبر خونې ته راورسېدل.

    انځورونه ښيي چې په تهران کې خلک د ایران له لوري د اسرائیل پر ضد له بریدونو وروسته خوشحاله دي او لارو کوڅو ته راوتلي دي.

    دا لمانځنې د ایران د پوځ د اقداماتو ملاتړ څرګندوي، خو د حالاتو د خرابېدو له امله وضعیت لا هم ترینګلی دی.

    تهران

    د عکس سرچینه، Abedin Taherkenareh/EPA

    تهران

    د عکس سرچینه، Abedin Taherkenareh/EPA

    تهران

    د عکس سرچینه، Abedin Taherkenareh/EPA

  10. وروستی, د تهران په بېلابېلو سیمو کې د هوايي دفاع بیا فعالېدل

    راپورونه ښيي چې د تهران په بېلابېلو سیمو کې هوايي دفاع یو ځل بیا فعاله شوې ده.

    د دغو راپورونو له مخې، په ځینو ځایونو کې د چاودنو غږ او همداراز د (بنګنو) بې‌پیلوټه الوتکو غږونه اورېدل شوي دي.

    له ښاریانو غوښتنه شوې چې "د خپلو کورونو بامونو ته ونه خېژي، ځکه شونې ده چې د هوايي دفاع له‌خوا لګېدلي او له کنټروله وتلي کوچني الوتونکي توکي (ډرونونه) به پرې ولوېږي."

  11. وروستی, ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: ۷۸ تنه وژل شوي او ۳۲۰ ټپیان دي، "د اسرائیلو برید کې امریکا هم شریکه ده"

    ایرواني

    د عکس سرچینه، Reuters

    پر ایران د اسرائیل له برید وروسته په نیویارک کې د ایران په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنی ناسته جوړه شوې چې د ایران استازي پکې وویل، پر ایران د اسرائیل برید کې ۷۸ تنه وژل شوي او ۳۲۰ تنه ټپیان شوي چې "ډېری یې ملکي وګړي دي".

    ایران د اسرائیلو په دې بریدونو کې د خپلو دوو جګپوړو قوماندانانو د وژل کېدو پخلی هم کړی دی.

    امیر سعید ایرواني دا هم وویل، په دې "وحشیانه او جنایتکارانه" بریدونو کې د ایران اټومي تأسیسات، ملکي بنسټونه او مېشت ځایونه په نښه شوي دي.

    ایرواني وايي دا "قصدي او سیستماتیکې" وژنې "د محاسبه شوي تېري یوه وېروونکې ننداره" وه.

    نوموړي دا هم وویل چې امریکا په دې بریدونو کې "شریکه" ده، ځکه یې "مرسته او ملاتړ" یې کړی دی.

    ایرواني ټينګار وکړ: "موږ به هېڅکله هېر نه کړو چې زموږ خلک د اسرائیلي بریدونو له امله د امریکایي وسلو په وسیله ووژل شول."

    هغه له امنیت شورا وغوښتل چې د اسرائیل کړنې وغندي او هغوی مسؤل وبولي.

    دا لومړی ځل دی چې رسمي شمېرې اعلانېږي، ځکه تر دې مخکې رسمي شمېرې نه وې خپرې شوې.

  12. وروستی, ایران پر اسرائیل نور بالستیک توغندي توغولي

    د ویډیو تشریح، په تل ابیب کې چاودنې او د لوګیو لویې څپې

    اسرائیلي پوځ وايي له ایرانه پر اسرائیل نور توغندي توغول شوي او میلیونونه اسرائیلیان د پنا ځایونو په لټه کې دي.

    د اسرائیلي پوځ راډیو ویلي له ایرانه د توغندیو له توغول کېدو وروسته د هېواد په پراخو سیمو کې د خطر زنګونه (سایرېنونه) فعال شوي دي.

    د "نجمه داوود الحمرا" یا (د داود سره ستوري) د بیړني خدمت له قوله، د اسرائیل ۱۲م چینل راپور ورکړی چې د ایران د بالیستي توغندیو د نني شپې برید کې ۶۳ کسان ژوبل شوي دي. یو تن په ډېر نازک حالت کې دی، بل تن په سخت حالت کې دی، اته تنه لږ ژوبل شوي او نور هم سربېرن ټپونه لري.

  13. د اسرائیلو روغتونونو ته ۴۰ ټپیان ور وړل شوي

    د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د اسرائیلو بېلابېلو روغتونونو ته ۴۰ ټپیان ور وړل شوي دي. روغتیايي چارواکو په ټپیانو کې د دوو تنو حالت نازک ښودلی.

    د امریکا پوځي سرچینو ویلي چې، امریکا له اسرائیلو سره د لسګونو ایراني توغندیو په شنډولو کې مرسته کړې ده.

    ایراني رسنیو د دوو اسرائیلي جنګي الوتکو د نسکورولو رپوټونه هم ورکړي چې خپلواک پخلی یې نه دی شوی.

  14. اسرائیلو کې د لږ تر لږه پنځو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی

    تل ابیب کې د امبولانس او بیړنیو خدمتونو ادارې ویلي، تر اوسه پنځه تنه ټپیان شوي دي. دغه ادارې د ښار اوه سیمو ته امبولانسونه لېږلي، هلته چې د توغندیو د لګېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

    ایران په رسمي ډول اعلان وکړ چې پر اسرائیلو یې بالسټیک توغندي وار کړي دي.

  15. اسرائیلو کې د درنو چاودنو غږونه

    بیت المقدس کې د بي بي سي خبریاله لوسي ویلیمسن وايي، دغلته د درنو چاودنو غږونه اورېدل کېږي او ځايي خلک د خوندي ځایونو په لټه کې دي.

    پر خواله رسنیو د توغندیو د وارېدو انځورونه خپاره شوي.

    ساعت وړاندې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه‌يي خبرداری ورکړ چې له اسرائیلو به د برید غچ واخلي.

    په تل ابیب کې هم د خبرداري ټلۍ کړنګیږي، او څو ځایه د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

    رویټرز

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، انځورونه د وروستیو شېبو دي.
  16. تل ابیب کې پراخ لوګي لیدل کېږي

    اسرائیلو کې د بي بي سي خبریالان وايي، د تل ابیب ښار د هسکو ودانیو شاوخوا لوګي لیدل کېږي.

    تر اوسه روښانه ده چې دا لوګي د څه شي دي.

    پر ایران له لوی برید وروسته اسرائیلو خپلو وګړو ته د خوندیتوب خبرداری ورکړی دی.

    د جمعې له سهاره د اسرائیلو پر هوايي حریم هیڅ ډول الوتنې نه لیدل کېږي. د فرانسي هوايي لیکې ادارې په ګډون، ځینو هوايي شرکتونو اعلان کړی چې اسرائیلو ته الوتنې ځنډولي دي.

    تل ابیب

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، تل ابیب
  17. وروستی, پر ایران د اسرائیلو تازه بریدونه

    اسرائیل وايي، ایران کې یې تازه په هوايي بریدونو کې نور پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

    له ایرانه رپوټونه وايي، د دغه هېواد د هوايي دفاع سیستم فعال شوی او د خبرداري ټلۍ اورول کېږي. سره له دې چې اسرائیلو ویلي، اټومي تاسیسات او پوځي هدفونه یې نښه ګرځولي، ځینو سیمو کې د ولسي زیان خبر هم ورکړل شوی.

    د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي، پر ایران به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

    د ایران مذهبي مشر د غچ خبرداری ورکړی.

  18. د نړۍ ځینې مشران د زغم غوښتنه کوي، او نور پر ایران د اسرائیلو برید غندي

    د فرانسې ولسمشر ایمنول مکرون او د جرمني صدراعظم فریدریک مرز دواړه له ایران او اسرائیلو غوښتنه کړې چې له زغم کار واخلي.

    دوی دواړه د ایران اټومي پروګرام غندي او ټینګار کوي چې "اسرائیل د ځان د دفاع حق لري"

    د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له ایران او اسرائیلو وغوښتل چې "په شا شي او په بېړني ډول تاوتریخوالی کم کړي."

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسرائیلو بریدونه یو "څرګند پارونکی عمل دی چې نړیوال قانون ته پام نه کوي."

    عمان، چې د یکشنبې پر ورځ د ایران او امریکا د اټومي خبرو اترو منځګړیتوب کوي "اسرائیل د دې وروستي ګام او د هغې د پایلو مسؤل ګڼي."

    سعودي د اسرائیلو بریدونه غندلي دي، او ویلي یې دي چې دا " له نړیوالو قوانینو او نورمونو ښکاره سرغړونه ده."

    چین ویلي چې د بریدونو په اړه ژوره اندیښنه لري او له اسرائیلو او ایرانه یې غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو ډډه وکړي.

  19. وروستی, افغانستان کې کاروباریان د تېلو بیو لوړېدو ته اندېښمن دي

    افغانستان کې د تېلو یو شمېر کاروباریانو بي بی سي ته ویلي، پر ایران د اسرائیلو له بریدونو سره ښايي د تېلو بیې لوړې شي چې پر افغانستان به یې هم اغېز وي ځکه دغه هېواد تر ډېره تېل له ایرانه واردوي.

    په نړیواله کچه د تېلو بیې وروسته له هغه لوړې شوې چې اسرائیلو وویل پر ایران یې برید کړی دی، څه چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي په ډراماتیک ډول زیاتوالی ښيي.

    د خبر له خپرېدو وروسته ځینو قراردادونو کې د اومو تېلو بیې ۱۰٪ لوړې شوې. سوداګر اندیښمن دي چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ شخړه کولی شي د انرژۍ له بډایه سیمو د اکمالاتو مخه ونیسي.

    د خامو تېلو بیه په بازارونو کې د خوړو له بیو د موټر تر لګښت پورې پر هرڅه اغېزه کوي.

    شنونکو بي بي سي ته ویلي چې د غازو او نفتو سوداګر به اوس دې ته په تمه وي چې ایا ایران په راتلونکو ورځو کې غچ اخلي که خبره کراریږي، له ناکرارۍ سره د بیو د لوړېدا خبره غوټه ده.

    بیې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د تېلو لوړېدو اندېښنې په ډېرېدو دي
  20. ایران ومنله چې د سپاه د هوايي ځواک قومندان یې وژل شوی

    د ایران دولتي رسنۍ وايي، د سپاه د هوايي ځواک قومندان امیر علي حاجي زاده چې نن سهار د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې ټپي شوی و، د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

    اسرائیلي رسنیو ویلي، د سپاه قومندان په یوه تل خونه کې پر اسرائیلو د برید پلان لپاره ټول شوي وو چې اسرائیلو پر ګزارونه وکړل.

    امیر علي حاجي زاده په ۱۹۶۲ کال کې تهران کې زېږېدلی و. هغه د ۱۹۸۸ او ۱۹۸۱ ترمنځ د ایران عراق جګړې پر مهال د سپاه ځواک کې دنده پیل کړه.

    وروسته د هوايي ځواکونو د توغندیو د پرمختیايي پروګرام څانګه کې پر دنده وګمارل شو.

    هغه په ۲۰۰۶ کال کې د سپاه د هوايي دفاع قومندان وټاکل شو.

    د سپاه ځواک

    د عکس سرچینه، WANA/Reuters