چین له طالبانو سره 'ګټورې' خبرې کړې دي
د چینايي رسنیو رپوټونه وايي، د طالبانو له یوه پلاوي سره له 'ګټورو' خبرو وروسته چینايي چارواکو د افغانستان سولې او بیارغاونې چارو کې د مرستې ژمنه تکرار کړې ده.
د بي بي سي مانیټورینګ رپوټ کې د چین بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له قوله ویل شوي:
''چین د افغانستان د راتلونکي او خپل برخلیک ټاکلو په لړ کې 'چې ملکیت او مشرتوب یې د افغانانو په لاس کې وي' د افغانانو د خپلواکۍ درناوی کوي او د ښه ګاونډیتوب او د دوستۍ او همکارۍ د اړیکو وده غواړي.
د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېره اونۍ وویل 'په بېړه' له افغانستانه د امریکایانو وتلو 'جدي منفي اغېز درلود.'