تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

افغانستان کې بدلېدونکی امنيتي او سياسي وضعيت؛ شېبه په شېبه حال

طالبانو دوشنبه سهار ادعا کړې چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي. د طالبانو مخالفې 'ملي مقاومت جبهې' مشر احمد مسعود پر افغانانو غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي. افغان طالبانو ویلي، دوی د نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او د ټولو هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي، خو د دې مرستو په بدل کې هېڅ ډول شرطونه نه مني.

ژوندی پوښښ

  1. طالبان: موږ چمتو يوو چې د هوايي ډګر چارې په لاس کې واخلو

    د طالبانو تخنيکی کارکوونکي او انجينيران چمتو دي چې د امريکایي ځواکونو له وتلو سره د کابل هوايي ګر چارې په لاس کې واخلي.

    يوه طالب رويټرز ته ويلي، "موږ د امریکايانو وروستۍ پرېکړې ته انتظار يوو چې د هوايي ډګر بشپړ کنټرول ترلاسه کړو".

    طالبانو دا هم ويلي چې هيله لري په راتلونکو څو ورځو کې به حکومت او کابينه اعلان کړي.

  2. د پنجشنې پر ورځ د افغانستان پلازمېنې کابل په هوايي ډګر کې له دوو خونړیو چاودنو وروسته په ټول ښار کې د یوې بلې چاودنې غږ واوریدل شو، چې ویل کېږي د امریکايي ځواکونو لخوا د دغه هېواد څارګرې ادارې یوه مرکز له منځه وړلو لپاره شوې چې د'باز ځاله'نوم ورکړل شوی و.

    په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په درشل کې دي، د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د'باز ځاله'نومی دغه پټ مرکز ځکه د کنټرول شویو چاودیدونکو توکو په مټ له منځه وړل شوی، چې محتویات یې د طالبانو لاسونو ته و نه رسېږي.

    د نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوه رپوټ کې ویل شوي، د'باز ځاله'د سي ای لومړنی پټ مرکز و، چې له کابل هوايي ډګره بهر جوړ شوی و.

    کارپوهانو دې ورځپاڼې ته ویلي، دا مرکز د سفارتونو په څېر نه و، چې وکولای شي ژر خپل اسناد له منځه یوسي.

    رپوټونو کې ویل شوي، د دې مرکز ورانول له مخکې پلان شوي وو او له کابل هوايي ډګر بهر رامنځته شویو چاودنو سره یې هیڅ تړاو نه درلود.

    د کابل هوايي ډګر په څنډو کې د هغو غبرګو چاودنو له کبله تر ۹۰ پورې کسان ووژل شول او نژدې ۱۵۰ نور ټپیان شول.

  3. د طالبانو له لوري د لوړو زدکړو سرپرست وزیر رسماً دنده پیل کړه

    شیخ عبدالباقي حقاني د طالبانو له لوري د افغانستان لوړو زدکړو د سرپرست وزیر په توګه کار پیل کړی.

    د یاد وزارت پر فېسبوکپاڼه یوه پیغام کې ویل شوي، چې ښاغلي حقاني خپل علمي او دغه راز د محصلینو او وزارت د اداري برخې لپاره خپل مرستیالان معرفي کړي او رسماً یې دنده پیل کړې ده.

    د یادونې ده چې طالبانو د ښځینه محصلینو په هکله تر اوسه کوم رسمي فرمان نه دی صادر کړی.

    د سږ کال کانکور ازموینې دا وروستیو کې اعلان شوې چې له مخې یې د محمد اکبرخان پامیر ښوونځي زدکوونکې سلګۍ باران د ۳۵۲ نومرو په اخیستو عمومي اول نمره اعلان شوه.

    د کانکور په سږنیو ازموینو کې ۱۷۹ زره ۹۲۲ کسانو برخه درلوده، چې ۶۸ زره ۹۳۰ ګډونوال یې پوهنتونونو، ۱۱ زره ۴۳۵ تنه یې نیمه عالي، ۹۵ زره ۲۰۱ ګډونوالو یې خصوصي پوهنتونونو ته بریالي شول.

  4. شېر محمد ستانکزی: د امریکایانو له وتلو وروسته هېوادوال هر وخت کولای شي، بهر ته سفر وکړي

    د طالبانو یوه لوړپوړي غړي شېر محمد ستانکزي ژمنه کړې چې ښځینه کارکوونکې به وکولای شي، خپلو دندو ته ستنې شي او په وینا یې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د مناسبو او قانوني اسنادو لرونکي کسان له هېواده بهر سفر وکولای شي.

    تېره شپه نوموړي د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون له لارې یوه وینا کې وویل:

    ''کله چې نوی نظم او حکومت اعلان شي، ټول موسسات به پرانیستل شي، زموږ خویندې د ژوند په هر ډګر کې کولای شي، کار او فعالیت وکړي، ونډه ولري او په سیاست کې برخه واخلي او دا دوی منل شوی حق دی.''

    نوموړي دغه راز وویل:

    ''هغه هېوادوال چې غواړي بهر ته سفر وکړي، د امریکايي او ناټو پوځي ځواکونو له وتلو وروسته د سمو قانوني اسنادو پر مټ هر وخت چې وغواړي له افغانستانه بهر او له بهره افغانستان ته سفر کولای شي.''

  5. د طالبانو او حقاني شبکې تر منځ د توپير په هکله د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویایند څرګندونو پوښتنې راپورته کړې

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت هغو څرګندونو چې وايي، طالبان او حقاني شبکه دوه جلا ډلې دي، غبرګونونه راپارولي دي.

    تېره شپه د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکایانو په هکله معلومات د طالبانو او حقاني شبکې لاس ته ورغلي؟ نوموړي ځواب ورکړ:''نه، داسې نه دي شوي، طالبان او حقاني شبکه دوې ځانګړې ډلې دي.''

    د ښاغلي پرایس پر دې څرګنونو د خواله رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو سخت غبرګون څرګند کړی او نیوکې یې پرې کړې دي.

    له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت پینټاګون مسوولینو ویلي و، د هغو امریکایانو اړوند معلومات چې په پام کې وه، له افغانستانه وایستل شي، کابل هوايي ډګر ته پر لار له طالبانو سره هم شریک شوي دي.

    پر حقاني شبکه تور دی، چې څو ځله یې پر افغان حکومت او امریکایايي ځواکونو خونړي بریدونه کړي دي.

    که څه هم د دې شبکې په هکله ویل کېږي چې د طالبانو تحریک یوه برخه دي، خو ډېری مهال یې فعالیتونه مستقل او خپلواک بلل شوي.

    داسې رپوټونه هم شته چې حقاني شبکه له القاعده سره هم اړیکي لري.

    امریکا حکومت ۲۰۱۲ کال کې حقاني شبکه غیرقانوني اعلان کړه او'یوه ترهګره'ډله یې وبلله، خو طالبان د امریکا ترهګریزو ډلو په لیست کې نه شته.

  6. داعش خراسان ډله څوک ده او څه غواړي؟

  7. جوبايډن ته کابل کې د نورو ترهګريزو بريدو خبرداری ورکړل شوی

    سپينې ماڼۍ وويل چې د امریکا ولسمشر جو بايډن ته خبرداری ورکړل شوی چې راتلونکې څو ورځې پلازمېنه کابل کې د يوه بل ترهګريز بريد احتمال شته.

    بايډن ته د ملي امنيت په ناسته کې ويل شوي چې د ښار په هوايي ډګر کې امريکايي کارکوونکولپاره ټول ممکنه تدبيرونه نيول شوي دي.

    دغه چارواکی وويل، چې "د دې ماموريت راتلونکې څو ورځې به تر ټولو ډېره خطرناکه دوره وي."ده زياته کړه چې امريکايي ځواکونه د داعش خراسان ډلې د اهدافو په لټه کې دي.

    د داعش خراسان ډلې کابل کې د پنجشنبې ورځې هوايي بريد مسووليت منلی دی.

    امريکا ويلي چې د اګست تر پايه به له افغانستان د وګړو ايستلو پروسه دوام ولري.

  8. وروستی, کابل هوايي ډګر بريد کې د مړو شمېر "۱۷۰" ته پورته شوی

    د افغانستان د عامې روغتيا چارواکو بي بي سي ته ويلي چې د پنجشنبې ورځې د چاودنې له امله د مړو شمېره له ۹۰څخه ۱۷۰ته پورته شوی دی. دغه چارواکي نه غوښتل چې نوم يې واخيستل شي.

    د مړو شمېر په رسمي ډول نه دی تاييد شوی خو ورته شمېرې د ځينو رسنيو له خوا خپرې شوې دي. بي بي سي د دې خبر د تاييد په لټه ده. هغه کسان چې د کابل بريد کې وژل شوي ډېری يې ملکي افغانان دي. ۱۳امريکايان، دوه بريتانوي وګړي او د يوه بريتانوي وګړي ماشوم په کې شامل دي.

  9. د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما وايي، د کابل له هوايي ډګره بهر د خونړيو ترهګريزو بريدونو له امله زړه مات شوی.

    ښاغلی اوباما چې د جورج ډبليو بوش وروسته د امریکا ولسمشر شو په زرګونو امريکايي سرتېري يې افغانستان ته واستول. نوموړي "امریکایي سرتېري هغه اتلان ووبلل چې د نورو د ژوند ژغورلو لپاره په يوه خطرناک ماموريت بوخت وو".

    په يوه بيانيه کې ښاغلي اوباما وويل، د ولسمشر په توګه د هغو امریکایي سرتېرو له خپلوانو سره چې د هېواد د خدمت لپاره يې خپل ژوند بايللی بل څه دردونکي نه دي.

    نوموړي وويل چې د هغو امريکايي او افغان کورنيو په غم کې شريک دی چې خپلوان يې له لاسه ورکړي دي. دی وايي "د هغو افغان کورنيو په اړه فکر کوم چې مړه شوي، ډېری يې د امریکا تر څنګ ولاړ وو او د غوره ژوند په موخه هر څه په خطر کې اچولو ته چمتو دي".

  10. د کابل هوايي ډګر کې د وژل شويو شمېر ۹۰ تنو ته رسېدلی

  11. طالبانو د عامې روغتيا وزارت اړونده ښځينه کارکوونکو ته ويلي چې کولی شي د کابل په ګډون په ټولو ولايتونو کې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

    د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر ليکلي چې ښځينه کارکوونکې دې دندو ته حاضرې شي او په وينا يې د اسلامي امارت له خوا ورته هېڅ ډول ستونزه او خنډ نشته.

  12. وروستی, د کابل هوايي ډګر پروني بريد کې دوه بريتانويان وژل شوي

    د بریتانيا حکومت وايي، د کابل پروني بريد کې دوه بريتانوي وګړي وژل شوي. د يوه بريتانوي ماشوم هم په دې پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

  13. تر وروستۍ شېبې به د کسانو ايستلو پروسه دوام ولري

    د امریکا د دفاع وزارت يا پنټاګون وياند جان کربي چې اوس خبريالانو ته وينا کوي وويل، د کابل هوايي ډګر څخه د خلکو ايستلو لپاره د امريکا ماموريت به د اګست ۳۱ نېټې تر وروستۍ شېبې پورې دوام وکړي.

    نوموړی وايي، "موږ به وکولی شو چې تر وروستۍ دقيقې پورې کسان له دې ځايه وباسو".

    هغه وویل چې د متحده ایالاتو سرتیرو له وتلو وروسته ، متحده ایالات به له هیواد څخه د نورو الوتنو اسانتیا لپاره نوې لارې په پام کې ونیسي او د دې اړتيا نشته چې امريکايي پوځيان دې په کې ښکېل وي.

  14. د کابل هوايي ډګر له لارې د ايستلو پروسې بشپړېدو په درشل کې لا هم نه ده روښانه چې څومره افغانان د هېواد پرېښودو هڅه کوي. ويل کېږي چې په زرګونو افغانان د هېواد په جنوب کې د سپين بولدک له لارې پاکستان ته تللي. پنجشنې ورځ د سپوږمکۍ څخه اخيستل شوي عسکونو کې زرګونه افغانان ښکاري چې د کرښې سره نژدې راټول شوي دي.

  15. د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د کابل چاودنو په غبرګون کې پر لوېديځ نيوکه کړې. نوموړي له خپل ايټالوي سيال سره د خبرو وروسته په روم کې يوې خبرې غونډې ته وويل، د "ارزښتونو پردي سيستم مسلطول ناوړه پايلې لرلی شي".

    نوموړي د کابل بريد وغانده او په افغانستان کې يې پر ټولو سياسي ځواکونو غږ وکړ چې يو ټول ګډونی حکومت جوړ کړي.

    ښاغلي لاوروف زياته کړه، زموږ لپاره دا په بنسټيز ډول مهم دي چې په سويلي پولو او مرکزي اسيا کې زموږ د متحدينو امنيت خوندي کړو.

    په داسې حال کې چې امريکا او اروپايي هېوادونه له کابل څخه د خپلو اتباعو او همکارانو د وتلو په لټه کې دي، روسيه يو له خورا لږو هېوادونو څخه ده چې د طالبانو د واک ته رسېدو له امله په ښکاره ډول اندېښنه نه لري.

    مسکو له څه مودې راهيسې له طالبانو سره اړيکي جوړوي. د لوېديځ تر ملاتړ لاندې پخواني افغان حکومت د روسيې د ولسمشر ځانګړی استازی د طالبانو ښکاره ملاتړی بللی و خو روسيه دا تورونه ردوي.

  16. ملګرو ملتونو د کابل هوايي ډګر کې بريد غندلی او ويلي يې دي چې د "پېښې مسوولين بايد ونيول شي او محکمې ته کش کړل شي".

    د ملګرو ملتونو د بشري چارو د عالي کمېشنرۍ يوه وياند روپارټ کولولي وايي، د کابل هوايي ډګر کې بريد ښيي چې په واضح ډول داسې محاسبه شوی و چې د امکان تر کچې ډېری خلک ووژني او يا ټپيان کړي چې په هغوی کې ملکي وګړي، ماشومان، مېرمنې، ميندې او پلرونه شامل دي.

    دی وايي "دا بريد داسې پلان شوی و چې ډېره وينه په کې وبهيږي او ډېر کسان په کې ووژل شي".

    د امريکا ولسمشر جوبايډن په کابل کې د دې بريد د "عاملينو د له منځه وړلو" ژمنه کړې. په دې بريد کې چې مسووليت يې د داعش ډلې منلی د ۱۳ امريکايانو په ګډون ۹۰ تنه وژل شوي.

  17. ترکیه له طالبانو سره د کابل هوايي ډګر چارو سمبالښت په هکله خبرې کوي

    د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردوګان وايي، ترک چارواکي د روانې میاشتې پای کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان پلازمېنې کابل هوايي ډګر چارو سمبالولو پر موضوع له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي.

    ښاغلی اردوګان وايي، ترک چارواکو له طالبانو سره درې نیم ساعته خبرې کړې او په وینا یې طالبانو د ترکانو لخوا په داسې صورت کې د هوايي ډګر چارو سمبالښت ته چمتوالی ښوولی چې د امنیت مهمې چارې به یې خپله طالبان سمبالوي.

    د افغانستان راتلونکي کې د کابل هوايي ډګر فعالیت او امنیت خورا مهم بلل کېږي او امریکا له مخکې ویلي دا باید فعال وي، چې له نړۍ سره د یو ډول اړیکې 'څه نه څه ظاهري بڼه' ولري.

    ترکیه د ناټو غړی هېواد دی او په افغانستان کې یې ځواکونه د همدې سازمان تر چتر لاندې ځای پر ځای شوي وو.

    ترک ځواکونو له تېرو شپږ کلونو راهیسې د هوايي ډګر امنیت مسوولیت درلود.

    خو طالبانو له نورو بهرنیو ځواکونو سره یو ځای د ترک پوځیانو پر وتلو ټینګار کړی. بل لور ولسمشر اردوګان ویلي، له خبرو سره سره د هوايي ډګر فعال ساتلو حضور په هکله تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې. نوموړې د پنجشنې ورځې پېښې ته په اشارې سره په یوه خطرناک وضعیت کې د 'بند پاتې کېدو' خبرداری ورکړی.

  18. له هېواده د یوې ځوانې افغان ښاروالې د تېښې کیسه

    ظریفه غفاري چې د افغانستان له لومړنیو ښځینه ښاروالانو یوه وه، وايي پلازمېنې کابل ته د طالبانو له نژدې کېدو وروسته یې احساس کاوه، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

    له کورنۍ سره جرمني ته له رسېدو وروسته نوموړې بي بي سي سره خبرو کې له کابله د تېښتې کیسه وکړه. ۲۹ کلنه ظریفه غفاري په دا وروستیو کې د ښځو حقونو فعالې او یوې افغانې ښځینه چارواکې په توګه شهرت وموند.

    نوموړې وايي فکر کوې چې له همدې کبله طالبانو د یوه ګواښ په نظر ورته کتل.

    هغه وايي:

    ''زما غږ د ټوپک له زوره زیات زور درلود.''

    اغلې غفاري وايي، هغه مهال چې طالبانو په چټکۍ کنټرول ترلاسه کاوه، او ژوند یې خطر متوجه و، بیا هم ناهیلې نه وه، خو اوس ناهیلې ده.

    د اګست پر ۱۸ مه نوموړې د کابل هوايي ډګر پر لور یوه ګاډي کې داسې لاړه چې د ګاډي په پایدان کې ناسته وه او د طالبانو له پوستو د تېرېدو پر مهال به یې ځان پټاوه.

  19. پاکستاني چارواکي وايي، د چمن له لارې ورتلونکي کسان له چمن او کلا عبدالله سیمو مخکې تلو ته نه پرېږدي

    د افغانستان او پاکستان تر منځ ډېورنډ کرښې ته څېرمه چمن ښارګوټي کې ځايي چارواکي وايي، هغو افغانانو ته به له چمن او کلا عبدالله سیمو مخکې د تلو اجازه نه ورکول کېږي چې له افغان'تذکرې'سره دغه هېواد ته ورځي.

    د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته څېرمه چمن کې ځايي ډپټي کمشنر جمعه داد مندوخېل وايي، هغه افغانان چې پر ډېورنډ کرښه د (باب) دوستي له لارې پاکستان ته رسېږي، له چمن او کلا عبدالله سیمو به د مخکې تلو اجازه نه لري.

    نوموړی وايي، دې لړ کې په افغانستان کې د طالبانو له کنټرول ترلاسه کولو مخکې له افغان چارواکو سره هوکړه شوې وه، چې تذکره لرونکي افغانانو ته به پاکستان کې له چمن او کلا عبدالله مخکې د تلو اجازه نه ورکول کېږي.

    نوموړی زیاتوي مخکینیو افغان چارواکو ورسره منلې وه، چې یوازې هغه کسان به تر چمن او کلا عبدالله پورې د سفر اجازه ولري چې د افغانستان سپین بولدک ولسوالۍ تذکره ولري او د افغانستان نورو سیمو خلک دا حق نه لري.

    ښاغلی مندوخېل زیاتوي اوس هم همدا پرېکړه عملي کېږي او که څوک سرغړوونه وکړي، د چمن او کوټې تر منځ امنیتي پوستو کې به ونیول شي او بېرته به افغانستان ته واستول شي.

  20. د کابل هوايي ډګر برید ځای له پېښې وروسته تصویرونه

    د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې تېر ماښام د دوو چاودنو له کبله د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون ۹۰ کسان ووژل شول. دې برید کې چې اسلامي دولت نومې ډلې یې مسوولیت منلی، تر ۱۵۰ پورې کسان ټپیان شوي دي. وسله وال طالبان د پېښې ځای ساتنه کوي، چې په وینو لړلي کالي او نور توکي پکې ویړ پراته دي.