تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

افغانستان کې بدلېدونکی امنيتي او سياسي وضعيت؛ شېبه په شېبه حال

طالبانو دوشنبه سهار ادعا کړې چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي. د طالبانو مخالفې 'ملي مقاومت جبهې' مشر احمد مسعود پر افغانانو غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي. افغان طالبانو ویلي، دوی د نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او د ټولو هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي، خو د دې مرستو په بدل کې هېڅ ډول شرطونه نه مني.

ژوندی پوښښ

  1. ملګري‌ ملتونه: ښځو سره د طالبانو چلن 'سره کرښه' ده

    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې مشرې میشال باشېلې پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو، توکمي او مذهبي لږکیو د حقونو درناوي‌ وکړي.‌

    نوموړې د افغانستان په اړه یوې بېړنۍ ناستې ته وویل، له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلن به 'سره کرښه' وي.

    د هغې په وینا، ښځې باید د زدکړو،‌ کار، سفر او د خپل غږ پورته کولو حق ولري.

    د بشري حقونو ډلې اندېښمنې دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې ښایي د ښځو حقونه تر پښو لاندې شي. ځو طالبانو ټینګار کړی چې ښځې به د شریعت په چوکاټ کې د کار او زدکړو حق ولري.

  2. بریتانیا دفاع وزیر: له افغانستان د ټولو وګړو را ایستل به ګرانه وي

    د بریتانیا دفاع وزیر بن والس خبرداری ورکړی دی چې هېواد یې له افغانستانه د بریتانوي وګړو او نورو اړمنو کسانو ایستلو لپاره ټولې هڅې کوي، خو ښایي د هر چا را ایستل شونې نه وي.

    بن والس بي بي سي ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۰۰۰ کسان را ایستلي، او له اپرېل میاشتې راهیسې ټولټال لس زره کسان را ایستل شوي دي.‌

    ښاغلي والس وویل: "زموږ هڅه دا ده چې هر څوک را وباسو. خو ننګونې دومره ډېرې دي چې ښایي د هر چا ایستل شونې نه وي.‌ موږ مجبور یې چې ځینو کسانو ته لومړیتوب ورکړو. موږ غواړو د اګست له ۳۱مې نېټې وروسته هم افغانستان کې پاتې شو. خو دا پرېکړه د امریکا او طالبانو لاس کې ده".

    بن والس وویل،‌ د امریکا او طالبانو ترمنځ له اګست ۳۱ وروسته هم افغانستان کې د پاتې کېدو په اړه خبرې روانې دي، خو ښایي طالبان ستونزې جوړې کړي.

  3. وروستی, 'له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو لپاره د اګست ۳۱ ضرب الاجل غځولو لپاره د جرمني، ترکیې، امریکا او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې'

    د جرمني بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وايي، د جي ۷ هېوادونو مشران باید له کابل هوايي ډګره بهر ته د خلکو لېږدولو بهیر همغږی کړي او پر دې غور وکړي چې د امریکا له لوري ټاکل شوې اګست ۳۱ مې ضرب الاجل وغځول شي او که نه.

    د جرمني بهرنیو چارو وزیر وايي، جرمني، امریکا، ترکیې او طالبانو په دې هکله خبرې پیل کړې چې هدف یې د اګست له ۳۱ وروسته هم د ملکي الوتنو له لارې د خلکو ایستلو چارو روان ساتل دي.

    نوموړی وايي، د اګست له ۳۱ وروسته به کابل هوايي ډګر یوازې په داسې صورت کې فعال ساتل کېږي، چې د خوندیتوب تضمین یې وشي.

    د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وايي، په کابل هوايي ډګر کې ګډوډي په ډېرېدو ده.

    د دوشنبې پر ورځ د نامعلومو وسله والو، افغان ساتونکو او بهرنیو ځواکونو تر منځ نښته کې یو افغان سرتېری ووژل شو. له دې مخکې وسله والو طالبانو د اګست ۳۱ مې ضرب الاجل غځول رد کړل او د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین وویل کې دا ضرب الاجل غځول کېږي، ناوړه پایلې به ولري.

  4. امریکایی جنرال: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۰۰۰ افغانان له کابله بهر ته لېږدول شوي دي

    د امریکا یو لوړ پوړی جنرال وايي، یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۰۰۰ افغانان د پلازمېنې کابل له حامد کرزي هوايي ډګره ایستل شوي دي.

    له دې ډلې ۱۱ زره کسان د امریکا پوځي الوتکو لېږدولي او پاتې نور د ځانګړو او سوداګریزو الوتکو له لارې له هېواده ایستل شوي دي.

    جنرال هانک ټیلر وايي، د اګست له ۱۴ مې تر اوسه ۳۷ زره کسان بهر ته لېږدول شوي دي.

    جنرال ټیلر وايي، په حامد کرزي هوايي ډګر کې د پوځیانو شمېر ۵۸۰۰ کسه ساتل شوی او قومندانان په سیمه کې د شته خطرونو بشپړه څارنه کوي.

    بل لور ته د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، د امنیتي ځواکونو او څارګرو ادارو کسان هلته د دې لپاره ګومارل شوي چې باوري شي ''داسې هیڅوک امریکا ته داخل نه شي چې کلکه څارنه او ارزونه یې نه وي شوي.''

  5. افغانستان؛ سیمې ته 'د اسلامي سخت دریځو راتګ' په هکله د پوتین خبرداری

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پ افغانستان کې له تازه پېښو وروسته سیمې ته د'اسلامي سخت دریځو راتګ'په هلکه خبرداری ورکړی دی.

    ښاغلي پوتین د مرکزي اسیا د هېوادونو له مشرانو سره په یوه انلاین غونډه کې د سیمې هېوادونو ته د اسلامي سخت دریځو د ورتګ مخنیوي چاره''حیاتي''وبلله.

    د کریمیلین چارواکي وايي، ښاغلي پوتین په دې وینا کې د افغانستان د شرایطو له بدلون وروسته د مخدره توکو د قاچاق په هکله هم خبرداری ورکړی دی.

    د روسیې چارواکو په وینا په نننۍ غونډه کې ښاغلي پوتین او د سیمې هېوادونو مشرانو له دې کبله اندېښنه څرګنده کړه، چې اسلامي دولت نومې ډله اوس هم په افغانستان کې شته او کېدای شي د دې هېوادونو لپاره خطر رامنځته کړي.

    د سیمې هېوادونو هوکړه کړې چې د افغانستان پېښو ته د غبرګون اقدامات به همغږي کوي.

    د سیمې هېوادونه هڅه کوي په افغانستان کې د طالبانو له پرمختګ او په ناڅاپي توګه د طالبانو لاسونو ته د پلازمېنې کابل له لویدو وروسته خپل سیاستونه معلوم او همغږي کړي.

  6. امریکايي پوځ په کابل هوايي ډګر کې د ډزو پېښې په هکله اعلامیه خپره کړه

    د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني چې په افغانستان کې د دې هېواد پوځي عملیات هم څاري، د دوشنبې پر ورځ د کابل هوايي ډګر کې د ډزو یوې پېښې په هکله اعلامیه خپره کړې.

    د دې اداري یوه ویاند کپتان ویلیم یوربان وايي:

    ''د متقابلو ډزو په یوه لنډ مهاله نښته کې امریکايي او اتحادي پوځیانو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.''

    نوموړی زیاتوي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه نامعلوم وسله وال پر افغان پوځیانو ډزې پیل کړې.

    د هغه په خبره:

    '' افغانانو متقابلې ډزې وکړې او هغسې چې له ځانه د دفاع کولو حق لري، امریکايي او اتحادي پوځيانو هم همداسې وکړل''.

    ویلیم یوربان وايي، پېښه کې د افغان ځواکونو یو کس ووژل شو، او یو شمېر نور ټپیان شول.

    ښاغلی یوربان وايي، ''د ټپیانو درملنه همالته په یوه روغتون کې شوې او موږ د وژل شوي افغان سرتېري له کورنۍ او خپلوانو سره خواخوږي څرګندوو.''

  7. بلېنکن: له طالبانو سره اړیکه کې یو، غني ویلي و 'تر وروستۍ مرمۍ' به جګړه وکړي

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، دوی له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو عملیاتو لړ کې له طالبانو سره اړیکه کې دي.

    نوموړې یوې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا امریکا د دې لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا لري؟ له سي بي ایس خبري شبکې سره مرکه کې وویل،''کابل د دوی په کنټڼرول کې دی او دا یو واقعیت دی چې باید ویې منو.''

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، تمرکز پر دې دی چې په شرایطو برابر کسان له افغانستانه وایستل شي او د دې چارې لپاره باید امریکایانو له طالبانو سره په اړیکه کې واوسي چې کابل کنټرولوي.

    د ښاغلي بلېنکن په وینا امریکایان توانیدلي دي تر اوسه پورې داسې ۳۰ زره کسان له افغانستانه بهر کړي.

    ''ولسمشر یوه ورځ مخکې د مقاومت ژمنه کړې وه''

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، له کابله وتلو یوه ورځ مخکې ولسمشر محمد اشرف غني له ده سره ژمنه کړې وه، چې''تر وروستۍ مرمۍ پورې به''له طالبانو سره جګړه کوي.

    ښاغلي بلېنکن وویل:

    ''هغه څه چې پېښ شول، حیران یې کړم، دولت او پوځ دړې، وړې شول.''

    پر افغانستان د طالبانو له کنټرول موندلو وروسته زرګونه کسان د پلازمېنې کابل هوايي ډګر په شاوخوا کې راټول شول، چې غوښتل یې له هېواده ووځي

  8. د افغانستان لپاره طبي مرستې په لار کې ایسارې پاتې دي

    د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او' مسوولینو پر دوشنبه ویلي، له ۵۰۰ ټنه ډېر دارو درمل او طبي الات چې افغانستان ته لېږدول کېدل د کابل په حامد کرزي هوايي ډګر کې د ګډوډیو له کبله په نیمه لار کې ایسار پاتې دي.

    مرستندویان وايي، په دې الاتو کې د جراحي او د کم خوراکۍ ښکار ماشومانو درملنې الات هم شامل دي او د هغو سلګونه زره خلکو سره د مرستې لپاره دي چې د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي.

    دا ورستیو کې چې زرګونه افغانان له هېواده وتلي، سوداګریزې الوتنې ځنډول شوې دي.

    رویټرز خبري اژانس ته په یوه استول شوې اعلامیه کې د ډبلیو ایچ او ویاندې اناس حمام ویلي:

    ''په داسې حال کې چې د نړۍ توجه د خلکو ایستلو لور ته ده، او الوتکې راوځي، موږ غواړو هلته ورسېږو چې له پاتې خلکو سره مرستې وکړو.''

    د ملګرو ملتونو اداره غواړي افغانستان ته تشې روانې الوتکې د دوبۍ له لارې سفر وکړي چې د کډوالو لپاره د مرستې دغه توکي افغانستان ته ولېږدوي.

  9. ایران: ټول افغان لوري باید له تاوتریخوالي ډډه وکړي

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغان لوریو غوښتې چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او په وینا یې تهران په کابل کې ټولشموله حکومت غواړي.

    د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده یوې خبرې غونډې ته وویل:

    ''په افغانستان کې ټولې ډلې او سیاسي ګوندونه باید له جبر او زور زیاتي ډډه وکړي او د مذاکراتو له لارې باید پرمخ لاړ شي.''

    ښاغلی خطیب زاده زیاتوي دوی له ټولو اړخونو سره په اړیکه کې دي او یوه ټولشموله حکومت ته د واک سوله ییز لېږد غوښتنه کوي.

    نوموړی وايي، دا بحران هېڅ پوځي حل نه لري.

  10. شاه محمود قریشي: نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره اړیکي وساتي

    د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانانو د خیر ښېګړې لپاره باید له افغانستان سره اړیکي وساتي.

    د پاکستان دولتي خبري اژانس اې پي پي په یوه رپوټ کې د ښاغلي قریشي له قوله ویل شوي، پاکستان په افغانستان کې له یوې ځانګړې ډلې سره پر مذاکراتو تمرکز نه کوي، بلکې د افغانانو او د بشري حقونو خوندیتوب یې لومړیتوب دی.

    د نوموړي په وینا په افغانستان کې د پښتنو په ګډون بېلا بېل توکمونه ژوند کوي او دوی د ټولشموله حکومت غوښتونکي دي. ښاغلی قریشي وايي چې افغانستان کې اوس هم د سولې ضد ځینې قوتونه فعال دي، چې په وینا یې تلپاتې سوله نه غواړي.

  11. طالبان: د اګست له ۳۱ وروسته د بهرنیو پوځیانو پاتې کېدل به بدې پایلې ولري

    وسلوالو طالبانو ویلي، د اګست ۳۱مه له افغانستان د بهرنیو پوځيانو د وتلو لپاره وروستۍ نېټه ده او دوی چمتو نه دي چې دا نېټه وغځوي.

    د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د اګست تر پایه به خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي، خو اوس تر فشار لاندې دی چې له کابله د امریکایي او نورو اړمنو کسانو د بشپړې ایستنې لپاره دا نېټه وغځوي.

    خو دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهیل ویلي، د اګست ۳۱مه نېټه د دوی لپاره سره کرښه ده.

    ښاغلي شاهین ویلي، د دې نېتې غځول د افغانستان د اشغال د اوږدولو په معنا دي، او که بهرنیان تر دې نېټې له افغانستان بهر نشي نو بدې پایلې ولري.

    ټاکل شوې ده چې د سه شنبې پر ورځ د جي-۷ هېوادونو سرمشریزه کې د افغانستان وضعیت په اړه بېړنۍ خبرې وشي.

    د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، دې ناسته کې به له ولسمشر جو بایډن غوښتنه کوي چې له افغانستان د پوځیانو ایستلو لپاره ټاکل شوې نېټه وغځوي.

    یو شمېر ناټو غړو هېوادونو هم ویلي، ګرانه ده چې د اګست تر پایه له افغانستان خپل ټول وګړي او نور اړمن کسان په خوندي توګه راوباسي.

    دا مهال زرګونه کسان د کابل هوایي ډګر دننه او بهر راټول شوي او له افغانستان د وتلو هڅه کوي.

  12. بایډن: له کابله د امریکایانو او نورو وګړو د ایستلو بهیر ګړندی کېږي

    د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي،‌ د کابل هوایي ډګر له لارې له افغانستان د امریکایي او نورو وګړو د را ایستلو بهیر په چټکېدو دی.

    نوموړي یکشنبه ناوخته یوې خبري‌ غونډې ته وویل، په هوایي ډګر کې د امریکایي پوځ‌ تر کنترول لاندې ساحه هم پراخېږي، چې ورسره به د خلکو ایستلو چاره کې نوره هم اساني راشي.

    یوه اوونۍ وړاندې پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته زرګونه خلک هڅه کوي له افغانستان ووځي، او په همدې موخه د کابل هوایي ډګر دننه او بهر راټول شوي دي.

    امریکايي ولسمشر بایډن یو ځل بیا له افغانستانه د خپلو وګړو او له بهرنیو ادارو سره د کارکوونکو افغانانو د را ایستلو د روان بهیر بیا کلکه دفاع وکړه، که څه هم په دې تړاو د هغه حکومت له سختو نیوکو سره مخامخ دی.

    ښاغلي بایډن وویل چې په تېره څه باندې یوه اونۍ کې نژدې اته ویشت زره کسان له افغانستانه ایستل شوي دي.

    بله خوا امریکايي چارواکو وړاندې خبر ورکړ، چې له افغانستانه د ایستل شویو وګړو امریکا ته د لېږد لپاره یې د اتلسو سوداګریزو الوتکو د کارولو امر کړی دی.

  13. طالبان: پنجشېر محاصره دی، هڅه کوو ستونزه د خبرو له لارې حل شي

    د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د طالبانو پر ضد جوړېدونکې ټلواله دا مهال پنجشنېر کې محاصره ده، خو طالبان هڅه کوي چې جګړې پر ځای د خبرو له لارې ستونزه حل شي.

    د یکشنبې پر ورځ د افغانستان پرځول شوي ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، اندراب کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې او دا ډله پنجشېر ته نشي ننوتلی.

    خو ذبیح مجاهد ادعا کوي چې دبغلان بنو، پل حصار او ده صلاح ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو له وسلوالو مخالفینو تصفیه شوې.

    طالبان ویاند همدا راز وایي چې طالبان وسلوال دتخار، بدخشان او اندراب له استقامتونو څخه دپنجشیر په دروازو کې ځای په ځای شوي.

    نوموړي د سالنګ لارې په اړه هم د امرالله صالح ادعا رد کړې ده او وایي، دا لار خلاصه ده.

    ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې طالبان هڅه کوي دا ستونزه دخبرو له لارې حل شي.

  14. حامد کرزي او عبدالله عبدالله د طالبانو د سياسي دفتر له يو شمېر غړو سره کتلي

    پخواني ولسمشر حامد کرزي او ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر له يو شمېر غړو سره چې کابل ته رسېدلي، کتلي دي.

    د ښاغلې عبدالله د فېسبوکپاڼې له مخې په دغو کسانو کې شهاب الدين دلاور، عبدالسلام حنفي، خيرالله خيرخوا او عبدالرحمان فدا شامل وو چې د هېواد دروان وضعيت، د خلکو امنيت ټول ګډوني سياسي پروسې، بېرغ په ګډون په يو شمېر ارزښتونو خبرې شوې دي.

    دغه ليدنې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د سياسي دفتر مشر عبدالغني برادر نن سهار له کندهاره کابل ته رسېدلی دی.

  15. امريکا د دوو ورځو لپاره د کابل هوايي ډګر تړي

    د امریکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د ۴۸ساعتونو لپاره د کابل هوايي ډګر تړي تر څو د هغو کسانو د لېږد پروسه بشپړه کړي چې له وړاندې په هوايي ډګرکېد ننه دي.

    د بي بي سي خبریال وایي له هوايی ډګره بهر وضعیت نن نور هم ګډوډ شوی دی.

  16. د طالبانو د کابل ولايت چارسمبالي له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره کتلي

    د طالبانو يوه چارواکي عبدالرحمن منصور چې د کابل ولايت چارسمبالی دی له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

    ښاغلي عبدالله د دغه خبر په خپرولو سره پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې په دې ناسته کې "له طالبانو وغوښتل شول چې د کابل د خلکو امنيت، ابرو او عزت بايد زموږ د ټولو لومړيتوب وي".

    د ښاغلي عبدالله په وينا، طالب چارواکي هم ډاډ ورکړی چې د کابل اوسېدونکو د امنيت ساتلو لپاره هېڅ ډول هڅې و نه سمپوي.

  17. یونان له ترکیې د افغان کډوالو ورتلو مخنیوي لپاره پر پوله کټارې لګولې

    یونان له ترکیې سره پر خپله پوله د افغان کډوالو مخنیوي لپاره ۴۰ کیلومتره کټاره او د څار نظام لګولی دی. دا چاره په یونان کې له هغو اندېښنو وروسته تر سره کېږي چې ښايي د ترکیې له لارې د افغان کډوالو لویې جوپې یونان ته د ننوتو هڅه وکړي.

    ایوروس سیمې ته د جمعې پر ورځ د سفر بهیر کې د یونان خلکو خوندیتوب وزیر میکالیس کریسوچودیس وویل:

    ''موږ د احتمالي اغېز تر مهاله نه شو کولای لاس تر زنې کېنو.''

    نوموړی وايي، د هېواد له پولې به یې تېرېدل ناشوني وي.

    دغه څرګندونې داسې مهال شوې چې ترکیې له اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو مسوولیت اخیستو لپاره پر اروپايي هېوادونو غږ کړی دی.

    د یونان له لومړي وزیر کیریاکس میتسوتاکیس سره ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، له افغانستانه د خلکو وتلو کې پاموړ زیاتوالی'د ټولو لپاره یوه ننګونه کېدای شي.'

    نوموړي وویل:

    'که په افغانستان او ایران کې مناسب اقدامات و نه شي، د کډوالۍ یوې نوې څپه حتمي ده.'

    د طالبانو لاس ته د افغانستان له لویدو وروسته دغه هېواد کې ځینې کسانو سره د خپل امنیت په هکله اندېښنې ډېرې شوې دي او له هرې شونې لارې له هېواده د وتلو هڅه کوي.

  18. عطا محمد نور په ويډيويي پيغام کې پر ناټو او محمد اشرف غني نيوکه وکړه

    د بلخ پخواني والي عطا محمد نور چې د طالبانو له خوا د مزار شريف ښار له نيولو وروسته ازبکستان ته تښتېدلی و نن يې پر فېسبوک په ويډيويي پيغام کې وويل چې د مزار شريف ښار د ساتنې لپاره يې تجهيزات نه لرل.

    دی وايي لس ورځې مو خونړۍ جګړه وکړه، د "غني دولت د راکټ يوه مرمۍ هم رانکړه"، او د مزار شريف له سقوط دوې ورځې مخکې يې له مرميو پرته وسلې راکړې چې د کارولو وړ نه وې.

    ښاغلی نور وايي، د مزار شريف ښار د "توطيې له امله سقوظ شو"، دوی غوښتل چې موږ په "دام کې ګير" کړي.

    دی وايي د ناټو ځواکونه شل کاله وړاندې زموږ له اجازې پرته افغانستان ته ننوتل او اوس زموږ له اجازې پرته ووتل او دا وتنه ګړندۍ او غيرمسولانه وه.

    ښاغلي نور پر محمد اشرف غني هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې د "ښاغلي غني دری کسيزه جمهوريت" د سولې پروسه کې خنډ و.

    د ویډیوي پیغام پای کې ښاغلي نورټینګار وکړ چې "بېرته ستنېږي" او په طالبانو یې غږ وکړ چې له ټولو ډلو سره واک شریک کړي.