پاکستانی سفیر: اسلام اباد له افغان طالبانو سره اړیکه کې دی
د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان وايي، اسلام اباد له طالبانو سره اړیکه کې دی او پاکستان پر کابل د طالبانو له کنټرول وروسته نړیوالې ټولنې ته اسانتیاوې چمتو کوي.
کابل کې د پاکستان له شخصي ټلویزیون جیو نیوز سره خبرو کې ښاغلي خان وویل:
''له طالبانو سره مو اړیکه نیولې، موږ له دوی سره د دوحه سولې پروسه کې هم شامل وو، قطر کې له ملا عبدالغني برادر او ځینو نورو سره زموږ خبرې شوې وې، دغه راز د عبدالله عبدالله په مشرۍ له افغان پلاوي سره هم زموږ لیدنه شوې وه.''
نوموړی وايي، دوی 'له دواړو لوریو سره اړیکه کې دي' خو د هغو کسانو له نومونو یادولو یې ډډه وکړه، چې دوی ورسره خبرې کوي.
منصور احمد خان وايي، پاکستان په افغانستان کې ټولشموله حکومت غواړي، چې په سیمه کې د تلپاتې سولې پر لور پرمختګ وشي.
د پاکستاني سفیر په وینا تېر کې یې په کابل کې له چارواکو سره د خبرو پر مهال تل له هغوی غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان، اسلامي دولت نومې ډلې اوای ټي ای ایم ' چین له دې ډلې خطر احساسوي' په څېر وسله والو ډلو ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره وکاروي.
پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته د دیپلوماتیک کړکېچ په هکله پاکستاني سفیر وویل، د لومړي وزیر عمران خان حکومت په داسې ستونځمن حالت کې افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره د اسانتیاوو چمتو کولو پرېکړه کړې.