تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

افغانستان کې بدلېدونکی امنيتي او سياسي وضعيت؛ شېبه په شېبه حال

طالبانو دوشنبه سهار ادعا کړې چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي. د طالبانو مخالفې 'ملي مقاومت جبهې' مشر احمد مسعود پر افغانانو غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي. افغان طالبانو ویلي، دوی د نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او د ټولو هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي، خو د دې مرستو په بدل کې هېڅ ډول شرطونه نه مني.

ژوندی پوښښ

  1. کابل هوايي ډګر برید؛ روغتونونو کې د لسګونو ټپیانو درملنې هڅې روانې دي

    د کابل هوايي ډګر تېر ماښام له برید وروسته تېره کرۍ شپه د ښار په روغتونونو کې د دې برید له کبله د نژدې ۱۵۰ ټپیانو د درملنې هڅې روانې وې.

    د کابل روغتونونو کې چې د طالبانو لاس ته د ښار کنټرول لوېدو وروسته د روغتیاپالانو له لږوالي سره مخامخ دي، د دومره ګڼ شمېر ټپیانو درملنې چارې له سختو ستونزو سره مخامخ وې.

    د نړیوالې خیریه ټولنې ایمرجنسي په جراحي څانګه کې مسوولین وايي، دوی ته تېر ماښام په دوو ساعتونو کې ۶۰ ټپیان ورړل شوي، چې ۱۶ کسان روغتون ته پر لاره مړه شوي وو.

    د دې خیریه ټولنې مشره روسیلا مېچیو چې له افغانستانه بهر ده وايي، د ایمرجنسي روغتون کارکوونکو ورځنۍ دنده پای ته رسېدلې وه، خو له پېښې سملاسي وروسته یې ټول روغتیاپالان روغتون ته ستانه شول.

    نوموړې د بي بي سي'نن ورځ'خپرونې سره مرکه کې نوموړې وویل:

    ''د جراحي عملیاتو په دریو مرکزونو کې کرۍ شپه فعالیت کېده، د ګهیځ په څلور بجې د وروستي کس عملیات وشول.''

    نوموړې وايي، ځینې ټپیان اوس هم د جدي پاملرنې په څانګه کې ساتل کېږي او روغتیايي وضعیت یې خواشینونکی دی.

  2. د بریتانیا دفاع وزیر: د خلکو ایستلو عملیاتو بشپړېدو ته' یوازې څو ساعتونه' پاتې دي

    د بریتانیا دفاع وزیر بین والاک وايي، د کابل له هوايي ډګره د خلکو ایستلو لړ کې د دوی ماموریت 'څو ساعتونو کې' پای ته رسېدونکی دی. ښاغلي والاک سکای نیوز خبري شبکې ته وویل:

    ''د واقعیت تریخ اړه دا دی چې ټول کسان به و نه توانېږي چې ووځي.''

    د نوموړي په وینا له دې وروسته نور خلک هوايي ډګر ته نه بلل کېږي او بریتانویانو بارون هوټل تړلی چې بریتانیا ته تلونکي کسان پکې ساتل کېدل.

    نوموړي زیاتوي داسې حال کې چې له کابل هوايي ډګره د بهرنیو ځواکونو وتلو وروستۍ نېټه رانژدې کېږي، د هوايي ډګر په شاوخوا کې د نورو بریدونو خطر هم په زیاتېدو دی.

    نوموړی وايي:

    ''د داعش په څېر ډلې به تل یوه دعوه کوي چې ګواکې دوی امریکایان یا بریتانویان وشړل.''

    له دې مخکې د بریتانیا دفاع وزارت وویل، ځواکونه یې له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو عملیاتو وروستي پړاو ته نژدې کېږي.

    د وزارت مسوولینو په وینا د دوی تمرکز پر بریتانویانو او هغو نورو کسانو وي، چې له مخکې سفر ته چمتو منتظر دي او نور خلک به هوايي ډګر ته نه بلل کېږي.

  3. ایا افغانستان به ګوښه شي او نړۍ به ورته شا کړي؟

    په تېرو شلو کلونو کې، په افغانستان کې په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي برخه کې خورا ډېر پرمختګ شوی دی. اوس چې طالبانو بیا کابل ونیول له ډېرو سره اندېښه ده چې افغانستان به ګوښه شي او نړۍ به ورته شا کړي؟ پر همدې زموږ همکار حفیظ الله معروف په افغانستان کې له يوه پخواني بريتانوي ډيپلوماټ سره خبرې کړې او دا راپور يې پرې جوړ کړی.

  4. بوریس جانسن: له کابل هوايي ډګره به د خلکو ایستلو عملیات دوام وکړي

    د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، د کابل هوايي ډګر له برید سره سره به یې هېواد له کابله د خلکو ایستلو عملیات روان وساتي. د پنجشنبې پر ورځ له یوې بېړنۍ غونډې وروسته نوموړي وویل، تر وروستۍ شېبې به د خلکو ایستلو لپاره فعالیت روان وي. خو نوموړي زیاته کړه، ښايي د دې چارې بشپړولو لپاره وخت لږ پاتې دی، ښايي شپږ ساعته نور شته. د بریتانیا دفاع وزارت چارواکي وايي، چاودنو کې بریتانوي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.

  5. ذبیح الله مجاهد: طالبانو ته د سر زیان نه دی رسېدلی

    طالبان وايي د دوی کسانو ته د کابل هوايي ډګر برید کې زیان نه دی رسېدلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو څانګې ته وویل:

    ''موږ (طالبانو) ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی. برید په هغه ځای کې شوی چې کنټرول یې له امریکايي ځواکونو سره دی.''

    د ښاغلي مجاهد دا څرګندونې د رویټرز یوه لومړني رپوټ سره متضادې دي چې وايي، دې غبرګو چاودنو کې د طالبانو اړوند لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.

  6. کوریا له کابله ایستل شوی کس بېرته کابل ته استولی

    د سویلي کوریا بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستانه یو ایستل شوی کس یې د 'ناڅرګندې پېژندګلوۍ' له کبله بېرته کابل ته استولی.

    د یونهاب خبري شبکې رپوټ کې ویل شوي، دغه کس چې نوم یې نه دی یاد شوی د هغو کسانو په لیستونو کې شامل نه و، چې ایستل شوي دي. رپوټ کې ویل شوي دغه کس لومړی له ګڼ شمېر نورو کسانو سره له کابله د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی و.

    د چارواکو په وینا له اسلام اباده د کوریا پلازمېنې سیول ته د خلکو استولو بهیر کې د نوموړي کس پېژندګلوي معلومه نه شوه، ځکه بېرته ګرځول شوی دی.

    د بهرنیو چارو وزرات مسوولین وايي:

    ''دغه کس په یوه پوځي ټرانسپورټ الوتکه کې بېرته کابل ته استول شوی او هلته هغو امریکايي چارواکو ته سپارل شوی، چې بهر ته د تلونکو خلکو د پېژندګلوۍ اسناد ارزوي.''

    کوریا ته د ډاکترانو، روزونکو او د کوریا سفارت ژباړنو په شمول ۳۹۰ افغانان استول شوي دي.

  7. بایډن: د کابل د بریدونو غچ به اخلو؛ د وګړو را ایستلو بهیر به دوام ولري

    د امریکا ولسمشر جو بایډن پنجشنبه د کابل پر هوایي ډګر د داعش برید کې وژل شوي دیارلس امريکايي سرتېري اتلان بللي او د غچ اخیستو ژمنه یې کړې ده.

    دې برید کې د لسګونو افغانانو په ګډون شاخوا سل تنه وژل شوي او تر یو نیم سلو ډېر ټپیان دي.

    د برید مسولیت د اسلامي دولت نومې ډلې داعش خراسان څانګې منلی. دې ډلې یوه ویډیو کې چې پر ټیلیګرام یې خپره شوې ده ویلي، هدف یې امریکایي پوځیان ول.

    ولسمشر بایډن له برید څو ساعته وروسته سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وويل، د بريدگرو به لټون وشي او دوى به د خپلې کړنې سزا وويني.

    په همدې حال کې د امريکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کېنېت مېکنزي ويلي داسې شواهد نشته چې ګواکې طالبانو دې د دغه راز يوه بريد د ترسره کېدو اجازه ورکړې وي.

  8. وروستی, د ملګرو ملتونو عمومي منشي د کابل هوايي ډګر پېښه غندلې

    د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش ویاند وايي، عمومي منشي هغه ''ترهګریز برید غندلی چې کابل کې یې یو شمېر ملکي خلک ووژل او ټپیان یې کړل''

    ویاند سټیفن دوجاریک خبریالانو ته وویل:

    ''دا پېښه په افغانستان کې د روان وضعیت سختي جوتوي او په عین حال کې د افغانستان په لر او بر کې له خلکو سره زموږ د مرستو لپاره زموږ هوډ هم غښتلی کوي.''

    نوموړی زیاتوي د دوی لومړني معلومات ښيي چې پېښه کې د ملګرو ملتونو کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

  9. وروستی, طالبان وايي، چاودنې د امریکایانو تر کنټرول لاندې سیمه کې شوې

    د طالبانو یوه ویاند هغه غبرګې چاودنې غندلې چې دوی وايي، د امریکايي پوځیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې شوې دي.

    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: اسلامي امارت هغه چاودنې په سختو ټکو غندي چې کابل هوايي ډګر کې یې ملکی خلک په نښه کړل.)) په ټویټر پیغام کې دغه راز ویل شوي چاودنې ''هغه سیمه کې شوې چې د امنیت ساتلو مسوولیت یې د امریکايي پوځیانو پر غاړه دی.''

    د طالبانو یوه بل ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټر پیغام کې ویلي دوی ''د خپلو خلکو امنیت او خوندیتوب ته توجه کوي.''

  10. د کابل چاودنې قربانیانو شمېرډېرېدو وېره

    د کابل هوايي ډګر پېښې قربانیانو شمېر په ډېرېدو دی. د ایټالیا یوې خیریه ټولنې په وینا چې کابل کې د ایمرجنسي روغتون چارې سمبالوي، په داسې حال کې چې د پېښې قربانیانو کره شمېرې لا هم معلومې نه دي، لسګونه ټپیان د دوی روغتون ته لېږدول شوي دي.

  11. شاه محمود قریشي 'د افغانستان وضعیت په هکله د خبرو لپاره' ایران او ترکمنستان ته تللی

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو د سفر په لړ کې نن ترکمنستان او ایران ته تللی او هلته يې د یادو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان پر روانو حالاتو خبري کړې دي.

    تردې وړاندې پرون ښاغلي قرېشي په همدې ترڅ کې د تاجکستان او ازبکستان سفر هم کړی و.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي به د ایران له ولسمشر ابراهیم رييسي او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره وويني او پر افغانستان به ورسره خبرې وکړي.

    د بهرنیو چارو وزارت په خبره ښاغلی قرېشي تردې وړاندې ترکمانستان ته تللی وو او هلته يې د هغه هیواد له ولسمشر قربانګولي بېردي محمدوف او د بهرنیو چارو له وزیر رشید میردوف سره ملاقاتونه کړي او د افغانستان پر روان وضعیت يې ورسره خبري کړې دي.

  12. وروستی, 'ګڼ شمېر مړي لیدل شوي'

    په کابل کې د بي بي سي خبریال سکندر کرماني وايي، په انلاین خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې ګڼ شمېر مړي لیدل شوي دي او داسې وېره شته چې د مرګژوبلې شمېر لوړ شي.

  13. وروستی, پینټاګون وايي، کابل هوايي ډګر ته نژدې برید د امریکايي او ملکي تلفاتو لامل شوی

    د امریکا دفاع وزارت یوه ویاند په خبره د کابل هوايي ډګر ته نژدې برید د یو شمېر. امریکايي او ملکي تلفاتو لامل شوی او سبب یې 'یو پېچلی برید' و.

  14. د فرانسې ولسمشر وايي وضعیت داسې حالت ته تلای شي چې 'زموږ له کنټروله به بهر شي'

    د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، په افغانستان کې وضعیت (سخت خراب شوی) نوموړي له هغه مخکې د احتیاط غږ کړی چې په وینا یې وضعیت داسې حال ته ورسېږي چې (موږ یې نه شو کنټرولولای). نوموړي د کابل هوايي ډګر په شاوخوا کې وضعیت خورا خطرناک بللی دی.

  15. کابل هوايي ډګر ته نژدې چاودنه شوې

    د امریکا دفاع وزارت پینټاګون تایید کړې چې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر بهر یوه چاودنه شوې ده. د امریکا دفاع وزارت په دې چاودنه کې د نامعلوم شمېر تلفاتو تایید کړی دی.

    د بي بي سي خبریال جوناتن بیل وايي، له لومړنۍ چاودنې وروسته یوه بله چاودنه هم شوې او د سپکو وسلو د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

    دواړه چاودنې د هوايي ډګر (ابې ګېټ) نومې دروازې ته نژدې شوې دي. دا هغه ځای دی چې له تېرو څو ورځو راهیسې پکې ګڼ شمېر افغان کډوال یو ځای شوي وو.

    یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا یو ځانمرګی برید و.

    لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چاودنه د هغې دروازې بهر شوې، چې بریتانوي ځواکونه پکې ځای پر ځای شوي دي.

    دا له هغو دریو دروازو یوه ده، چې د ترهګریز برید له ګواښ وروسته تړل شوې وې.

    د امریکا سپینې ماڼۍ مسوولین وايي، د چاودنې په هکله ولسمشر جو بایډن ته معلومات ورکړل شوي دي.

    د بریتانیا دفاع وزارت یوې سرچینې په دې هکله وویل:''تر اوسه د بریتانوي پوځي تلفاتو په هکله هېڅ معلومات نه دي ثبت شوي، خو د واقعي وضعیت په هکله په باور سره څه ویل به له وخته مخکې خبره وي.''

  16. د افغانستان اقتصاد ولي له کړکېچ سره مخامخ دی؟

    شل کاله وروسته طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړی دی. خو په داسې حال کې چې د طالبانو مقابل کې سخت وسله وال مقاومت نه لیدل کېږي، دوی اوس له یوه داسې اقتصاد سره مخامخ دي چې د نړېدو ته نژدې دی او له همدې کبله له مخکې روان بشري بحران لا پسې زیات شوی دی.

    د اګست پر ۱۵ واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان داخلي بانکي نظام په لومړي سر کې په ټپه ودرېد. د افغانستان اقتصاد له مخکې خورا کمزوری و او تر ډېره بریده پر بهرنیو مرستو تکیه و.

    یو هېواد هغه مهال پر مرستو تکیه بلل کېږي، چې د کورني ناخالص تولید ۱۰ سلنه یې له بهرنیو مرستو راځي، خو د نړیوال بانک مسوولینو په وینا د افغانستان په برخه کې دا کچه ۴۰ سلنې ته رسېده.

    له هغه وروسته چې معلومه شوه، طالبان به د کابل کنټرول ترلاسه کړي، د جرمني او امریکا په ګډون لویدیځو هېوادونو دغه هېواد سره مرستې بندې کړې او د پیسو نړیوال صندوق (ای ایم ایف) او نړیوال بانک هم افغانستان ته ورکول کېدونکې پیسې ودرولې.

  17. قطر له افغانستانه ورغلیو کډوالو ته د کورونا ضد واکسین ورکوي

    قطر چارواکي وايي، هغو ټولو افغانانو ته به دکورونا وېروس مخنیوي واکسین ورکړي چې له خپل هېواده وتلي او په موقت ډول دغه هېواد کې مېشت دي.

    قطر چې په سیمه کې تر ټولو د ستر امریکايي پوځي اډې کوربتوب کوي، پلازمېنې دوحه ته یې د ۴۰ افغانانو په لېږدولو کې مرسته کړی، چې ډېری یې نورو هېوادونو له تلو مخکې موقتاً دلته دېره دي.

    د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، قطر له امریکا سره هوکړه کړې چې په موقت ډول به اته زره افغانانو ته د اوسېدو ځای ورکوي.

    د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت وايي، هلته ورغلي 'ګڼ شمېر' افغانان، 'محصلین، کورنۍ او یا ژورنالیستان دي' د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي:

    'هغه چې سملاسي نورو هېوادونو ته نه ځي، د غوښتنې په صورت کې د کوویډ – ۱۹ معاینات یې کېږي او د مخنیوي لپاره یې واکسین ورکول کېږي.'

  18. د طالبانو ویاند وايي، موسیقي ممنوع ده

    طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز ولګاوه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په دې هکله خبرو کې وویل: اسلام کې موسیقي ممنوع ده... خو زموږ هیله دا ده چې موږ به پر خلکو د فشار پر ځای وکولای شو دوی دې ته وهڅوو چې داسې و نه کړي.)) ۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو په واکمنۍ کې پر موسیقۍ، ټلویزیون، او سینما سخت بندیزونه لګېدلي وو او هغه څوک له جدي ستونزو سره مخامخېدل چې له دې بندیزونو یې سر غړوونه کوله.

    د طالبانو واکمني له ړنګېدو وروسته افغانستان کې موسیقي صنعت وده وکړه او د افغانستان موسیقي ملي انسټیټیوټ رامنځته شو. د همدې انسټیټیوټ له لارې د افغانستان ښځینه ارکسټرا ډله رامنځته شوه، چې په ملي او نړیواله کچه یې کنسرتونه درلودل.

    ښاغلي مجاهد له نیویارک ټایمز سره مرکه کې دا هم ویلي چې د ښځو خوندیتوب په هکله اندېښنې 'بې بنسټه' دي.

    نوموړی وايي، ښځې به په کور کېناستو ته نه اړایستل کېږي او نه به هم تل د مخ پټولو ته مجبورې وي.

    د ښاغلي مجاهد په وینا له ښځې سره د نارینه محرم شرط یوازې د هغو سفرونو لپاره دی چې موده یې تر دریو ورځو پورې یا له دې زیاته وي.

    هغه وايي، بالاخره به ښځې خپل عادي ژوند ته وګرځي.

  19. وروستی, د بریتانیا د دفاعي چارو وزیر: ښايي په څو ساعتونو کې پر کابل هوايي ډګر خونړی ترهګریز برید وشي

    د بریتانیا د دفاعي چارو وزیر جېمز هيپي ویلي پر کابل هوايي ډګر "د یوه نژدې پېښېدونکي برید په اړه اوس ډېر ، ډېر باور وړ رپوټونه تر لاسه شوي دي. "

    ښاغلي هیپن زیاته کړه چې د "دې رپوټونو د باور کچه اوس دومره لوړه شوې چې له مخې یې موږ فکر کوو چې هلته کابل کې په ډېر نژدې وخت کې ممکن یو ډېر خونړی برید وشي"

    هغه د سکای نیوز د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ممکنه ده دا برید په راتلونکو څو ساعتونو کې وشي؟ وویل چې "هو. "

    ښاغلي هیپي د دې ګواښ پر "سختوالي" ټېنګار وکړ او بي بي سي ته یې وویل چې "دې سخت ګواښ د چیلنج یو غیر معمولي وضعیت رامنځته کړی دی، هم هلته په ساحه کې او هم دلته د پرېکړو په ځای وایټ هال کې".

    ده زیاته کړه چې " خلک ناهیلي دي، خلک پر خپل ژوند ویریږي نو له همدې امله ګن شمېر خلک کتارونو کې ولاړ دي چې له دې چانسه ګټه واخلي".

    له دې څرګندونو سره هممهال تېره شپه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یو نوی لارښود خپور کړ او له ټولو هغو کسانو چې د هوايي ډګر په شاوخوا کې دي غوښتنه کړې چې خوندي ځای ته ځانونه ورسوي او د نورو سپارښتنو په تمه شي.

  20. امریکا او بریتانیا کابل هوايي ډګر ته د ورپېښ امنیتي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ

    امریکا او بریتانیا له خپلو وګړو غوښتي چې د برید د لوړ ګواښ له امله کابل هوايي ډګر ته له ورتګ ډډه وکړي.دواړ هېوادونو له خپلو هغو وګړو چې لا هم له کابل هوايي ډګره دباندې په انتظار دي، غوښتي چې ژر تر ژره له هغه ځایه ولاړ شي.

    په رپوټونو کې ویل شوي چې په هوايي ډګر کې پوځي قوماندانانو لا له وړاندې هلته د هوايي ډګر په دروازو کې بهر ته د تګ لپاره پر ورټولو شویو خلکو د ځانمرګو او یا هاوان بریدونو په اړه اندېښنې ښودلې ده.

    د امریکا ولسمشر جوبایډن هم یوه ورځ وړاندې د داعش ډلې له خوا کابل هوايي ډګر ته د ورپېښ خطر په اړه خبرداری ورکړی وو.

    بل لور ته له کابله رسېدلو رپوټونو کې ویل شوي چې طالبانو هوايي ډګر ته ورغلې لارې تړلې دي.