د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د دغه هېواد د پوځ مرکز جي ایچ کیو ته نن د پارلمان یو شمېر غړي ورغوښتل شوي، چې د سرچینو په خبره پکې د ملي اسمبلۍ د دفاع او کشمیر په هکله د پارلماني چارو کومېټيو غړي شامل دي.
د پاکستاني پوځ له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دې سیاستوالو د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره لیدلي او پر روانو حالاتو يې مفصلې خبري سره کړې دي.
دا خبرپاڼه زیاتوي، جنرال قمر جاوېد باجوه له دې سیاستوالو سره خبرو کې ویلي، چې پوځ د ولس په مرسته هر ډول حالاتو ته چمتو دی او په افغانستان کې له روان حالت سره سره يې هېواد ته هیڅ خطر نشته.
خبرپاڼه زیاتوي، د پوځ لوی درستیز په همدې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سوله د سیمې د پرمختګ ذریعه کېدلی شي.
په دې سیاستوالو کې د کشمیر په هکله د پارلماني چارو کومېټۍ غړي هم وو او له هغوی سره خبرو کې د پوځ مشر ویلي، تر څو چې د کشمیر مساله هواره شوې نه وي، په سیمه کې سوله او ټيکاو به ګران کار وي.
د سنا یوه غړي انوار الحق کاکړ چې په دې غونډه کې يې ګډون درلود، له بي بي سي سره خبرو کې وویل، په غونډه کې پر کابل او کشمیر خبرې وشوې.
تردې وړاندې په پاکستان کې د اپوزیسيون یو شمېر سیاستوالو د لومړي وزیر عمران خان پر حکومت نیوکې کړې وې، چې ولې د کابل پر روانو حالاتو د پارلمان غونډه نه راغواړي او پوښتنه يې کړې وه، چې د افغانستان تګلاره څوک او چېرې جوړوي.
د اپوزیسيون ځينو سیاستوالو ان نن د پوځ مرکز جي ایچ کیو ته د سیاستوالو پر ورتللو هم نیوکې کړې، چې د دوی په خبره باید د پوځ او استخباراتو مشرانو دغه مالومات سیاستوالو ته په پارلمان کې ورکړي وای.