تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

افغانستان کې بدلېدونکی امنيتي او سياسي وضعيت؛ شېبه په شېبه حال

طالبانو دوشنبه سهار ادعا کړې چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي. د طالبانو مخالفې 'ملي مقاومت جبهې' مشر احمد مسعود پر افغانانو غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي. افغان طالبانو ویلي، دوی د نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او د ټولو هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي، خو د دې مرستو په بدل کې هېڅ ډول شرطونه نه مني.

ژوندی پوښښ

  1. امریکا سفارت له امریکایانو غوښتي چې کابل هوايي ډګر ته له تلو ډډه وکړي

    په داسې حال کې چې زرګونه کسان هڅه کوي، د افغانستان پلازمېنې کابل د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې هېواد پرېږدي، په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې له افغانستان مېشتو امریکایانو غوښتي چې د اوس لپاره د کابل حامد کرزي هوايي ډګر ته له ورتلو ډډه وکړي.

    د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي: ''د کابل هوايي ډګر په دروازو کې د امنیتي خطر له کبله موږ امریکایانو ته مشوره ورکوو چې تر څو پورې شخصاً د امریکا حکومت له استازولۍ لار ښوونه تر لاسه نه کړي، د اوس لپاره دې هوايي ډګر ته له ورتلو ډډه وکړي او د هوايي ډګر له دروازو دې لېرې واوسي.''

    له دې مخکې طالبانو وویل، په کابل هوايي ډګر کې د ګډوډۍ مسوولیت د دوی پر غاړه نه دی. د طالبانو یو ویاند وايي، لوېدیځوال ځواکونه باید د خلکو لېږدولو لپاره یو مناسب پلان درلودای.

  2. عبدالله عبدالله او حامد کرزي د ملي شورا له غړو او ښځینه فعالانو سره لیدلي

    د افغانستان ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان پارلمان له یو شمېر غړو او ښځینه فعالانو سره لیدلي دي. په یوه ټویټر پیغام کې ښاغلي عبدالله ویلي، په دې لیدنه کې پر اوسنی وضعیت او د خلکو د سر او مال خوندیتوب لپاره د مرستې پر لارو چارو خبرې وشوې.

  3. طالبان: په کابل هوايي ډګر کې د ګډوډۍ مسوولیت زموږ پر غاړه نه دی

    په داسې حال کې چې زرګونه کسان هڅه کوي، د افغانستان پلازمېنې کابل د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې هېواد پرېږدي، طالبان وايي، په دغه هوايي ډګر کې د ګډوډۍ مسوولیت د دوی پر غاړه نه دی.

    د طالبانو یو ویاند وايي، لوېدیځوال ځواکونه باید د خلکو لېږدولو لپاره یو مناسب پلان درلودای.

    د جمعې پر ورځ د کابل په هوايي ډګر کې د الوتنو لړۍ کې د ځنډ له رامنځته کېدو وروسته اوس بېرته دغه لړۍ له سره پیل شوې ده.

    بل لور ته د هوايي ډګر په شاوخوا کې ګڼه ګوڼه خورا ډېره ده او هغه کسان چې د سفر کولو لپاره اسناد لري، هڅه کوي، د الوت لپاره ځان هوايي ډګر ته ورسوي.

    امریکايي ځواکونه د هوايي ډګر په دوه سوه کیلومترۍ کې له یوه هوټله تر هوايي ډګر پورې خلک په چورلکو کې لېږدوي.

    د امریکا دفاع وزارت چارواکي وايي، دریو چورلکو کې یې ۱۶۹ امریکايي وګړي هوايي ډګر ته رسولي دي.

  4. د طالبانو یو ویاند وايي، ملا عبدالغني برادر کابل ته رسېدلی

    په کابل کې د طالبانو یوه ویاند احمد وثیق بي بي سي ته وویل، د طالبانو مرستیال مشر او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان پلازمېنې کابل ته رسېدلی دی.

    عبدالغني برادر تېره سې شنبه له قطر نه کندهار ته ورسېد. په رپوټونو کې ویل شوي، چې ملا برادر په یوه پوځي الوتکه کې کابل ته ورسېد.

    په داسې حال کې چې د افغانستان ډېره برخه دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، تر اوسه معلومه نه ده، د دوی په منځ کې به مسوولیت د چا پر غاړه وي.

    د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره سه شنبه په لومړي ځل کابل کې د حکومت د رسنیو مرکز کې د خبریالانو پر وړاندې راڅرګند شو او په عام محضر کې یې خبرې وکړې.

    نوموړي وویل، طالب مشران دا مهال د نوي حکومت پر جوړولو پوخت دي او هر کله چې یې کار بشپړ شو، اعلان به شي.

    ملا عبدالغني برادر د طالبانو له څلورو موسسو مشرانو یو دی چې ۲۰۱۰ کال کې پاکستان حکومت ونیو درې کاله وروسته د سولې خبرو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په خاطر خوشی شو.

  5. د امريکا ولسمشر جو بايډن وايي د طالبانو نړيوال مشروعيت موندلو لپاره به ډېر سخت شرايط غوره شي.

    ښاغلي بايډن چې سپينې ماڼۍ کې يې دا څرگندونې کولې وويل، دى او د بهرنيو چارو وزير به يې په دې تړاو له خپلو متحدينو سره کار وکړي.

    ښاغلي بايدن د افغانستان په تړاو له خپلو تگلارو يو ځل بيا دفاع وکړه او ويې ويل چې د خپلو متحدينو پر وړاندې د امريکا دريځ تر پوښتنې لاندې نه دى تللى.

    د افغانستان په تړاو خپلو تازه څرگندونو کې د امريکا ولسمشر ومنله چې يو شمېر امريکايي ديپلوماتانو د افغان دولت د پرځېدو وړاندوينه کړې وه، خو ده وويل امريکا دا اټکل نه کاوۀ چې افغان پوځ به په دومره چټکتيا دړې وړې شي.

    ښاغلي بایډن ټينگار وکړ چې امريکا د طالبانو مشرتابه ته په څرگنده ويلي چې له افغانستان د وتنې پر ماموريت هر راز بريد ته به چټک او پياوړى ځواب وويل شي.

    نوموړي ژمنه وکړه چې له افغانستان د خپلو وگړو او هغو افغانانو د ايستنې لپاره به ټول امکانات وکاروي او دوى به د روانې مياشتې تر پايه خوندي ځاى ته ولېږدول شي.

  6. د طالبانو ویاند وايي، د افغانستان بیا رغاونې لپاره ترکیې ته اړتیا لرو

    د طالبانو ویاند د ترکیې حکومت ته له یوې نژدې ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، دوی د افغانستان بیا رغاونې لپاره ''د ترکیې مرستو ته ډېره اړتیا'' لري. سهیل شاهین له 'ترکیه' ورځپاڼې سره د اګست پء شلمه یوه مرکه کې وویل: ''زموږ ټوله اډانه نړېدلې ده، موږ به ټول افغانستان کې بیا رغاونه کوو او هره سیمه کې به دا چاره تر سره کوو، په دې لړ کې ترکیې ته ډېره اړتیا لرو.'' نوموړي زیاته کړه: ''د بیا رغاونې لړ کې د ترکیې رول زموږ لپاره ډېر مهم دی، ترکیه په ټوله نړۍ کې یو معتبر او غښتلی هېواد دی او په اسلامي نړۍ کې یو مهم حیثیت لري... له افغانستان سره د ترکیې اړیکي له بل هېڅ یوه هېواد سره نه شي پرتله کېدای.'' سهیل شاهین له دې مخکې د اګست پر ۱۶ مه د ترکیې حکومت له پلوۍ خبري شبکې 'خبر ترک' سره مرکه کې ترکیه 'ورور اسلامي هېواد' وباله نوموړي له دې رسنۍ سره خبرو کې زیاته کړه 'موږ غواړو راتلونکي کې له ترکیې سره ښه اړیکي ولرو.' د اګست پر ۱۹ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ښايي د طالبانو له مشر سره د اوسني وضعیت په هکله وغږیږي.

  7. ناټو له طالبانو غوښتي چې د وتلو اجازه ورکړي

    د ناټو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان روان ستونزمن وضعيت په اړه يوه ګډه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي چې له کابله د بهرنيو اتباعو او هغو افغانان چې غواړي له دې هېواده ووځي د وتلو اجازه ورکړي او اسانتياوې وربرابرې کړي.

  8. د کابل هوايي ډګر بهر حالت

    د کابل هوايي ډګر مخکې په زرګونو خلک راټول شوي.

    په داسې حال کې چې الوتنې روانې دي. طالبان د راغلو خلکو کاغذونه ګوري، د ډېری کسانو لپاره هوايي ډګر ته ننوتل ستونزمن دي.

  9. چارواکو اسلام اباد کې له مدرسې د افغان طالبانو بيرغ لېرې کړ

    د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې چارواکو د جي سېون تري سیمه کې د لال مسجد یا سره جومات په څنګ د جامعه سیده حفصه پر ودانۍ د طالبانو امارت اسلامي افغانستان ټومبل شوي بیرغونه راښکته کړي دي.

    د اګست پر ۱۹ د دې مدرسې پر ودانۍ څلور یا پنځه بیرغونه لګول شوي وو. د سره جومات شهدا فاونډېشن ادارې یوه ویاند په خبره د بیرغونو له لګېدو لږ وروسته د پلازمېنې اسلام اباد ځايي چارواکو مدرسې ته ورغلل او (درخواست) یې وکړ چې دا بیرغونه باید د مدرسې له ودانۍ لېرې کړل شي.

    د اسلام اباد مرستیال کمشنر حمزه شفقات بیا په دې هکله وايي، چې په دې هکله له معلوماتو موندلو سملاسي وروسته ځايي چارواکي له پولیسو سره هلته لاړل او بیرغونه یې د مدرسې له ودانۍ لېرې کړل.

    په دې مدرسه او جومات کې ۲۰۰۷ کال پاکستاني پوځ د سخت دریځو وسله والو شتون له ادعا سره پوځي عملیات کړي و.

  10. د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان ته د مهمو اړتیا وړ توکو لېږدولو مخه ډب شوې

    که څه هم له اوسني کړکېچن حالته مخکې هم افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره وه، خو اوس د روغتیا نړیوال سازمان'ډبلیو ایچ او' وايي، دوی د امنیتي وضعیت له کبله نه دي توانېدلي د اړتیا وړ مهم طبي الات او دارو درمل دغه هېواد ته ورسوي.

    د روغتیا نړیوال سازمان یو مسوول ریچارډ برینان وايي:

    ''موږ په دبۍ کې نژدې پنځه سوه ټنه دارو – درمل او طبي الات چمتو درلودل چې دا اونۍ او راتلونکې اونۍ هلته رسېدلي وای، خو اوس هلته هېڅ سوداګریزې الوتنې نه ځي او نه شو کولای دا توکي سملاسي هلته ورسوو.''

    نوموړی وایي، نژدې اته میلیونه کسان سملاسي یو ډول بشري مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې ''هغسې چې زموږ د مرستو رسولو وړتیا کمېږي، هلته د خلکو اړتیا په ډېرېدو ده.''

  11. جرمن چارواکي وايي د دوی يو تبعه د کابل هوايي ډګر ته پر لاره په ډزو ټپي شوی. د جرمني حکومت په وينا دغه کس چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی، ډېر ژر به له دې هېواده وويستل شي.

    دغه پېښه د کابل هوايي ډګر شاوخوا د ګډوډۍ حالت ښيي، چې د راپورونو له مخې په سلګونو کسان د هوايي ډګر دروازه کې راټول شوي او هڅه کوي له کابله د وتلو په موخه الوتکو ته ځان ورسوي.

    د جرمني خبري آژانس دويچه ويله راپور ورکړى چې د جرمني سفارت هغو کسانو ته د پيغام په استولو سره د "سختې ګډوډۍ او احتمالي وسله والو پيښو" خبردارى ورکړى چې له افغانستان څخه وځي .

    د جرمني پوځ وايي په پام کې لري چې د کابل څخه د وتلو په عملیاتو کې د برخې اخیستو لپاره یوه بله هلیکوپټر الوتکه ولیږي.

    له جرمني څخه راغلي راپورونه ښيي چې ۱۵۸ افغانان نن دغه هېواد ته رسېدلي. خو ويل کېږي په سلګونو جرمنيان لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

  12. يمن کې د القاعدې ډلې افغانستان کې د طالبانو برى يوه تاريخي پېښه بللې او ورته يې مبارکي ويلې. يمن کې د القاعدې څانگه يومهال په عربي ټاپو وزمه کې تر ټولو خطرناکه ډله بلل کېده خو په تېرو څو کلونو کې په پرتله ييز ډول غلې ده. د بي بي سي خبريال فرنک گاردنر وايي طالبانو له هغو ډلو سره چې ترهگر بلل کېږي د اړيکو پرې کولو ژمنه کړې او مشرتابه یې ښايي و نه غواړي چې په څرگنده له دوى دغه راز يو څه واوري.

    اوسمهال اټکل دى چې افغانستان کې د القاعدې څو سوه غړي مېشت وي او رپوټونه وايي چې ځينې د طالبانو په ليکو کې ليدل شوي دي خو طالبان يې نه مني.

  13. د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونيو گوتېرېش ويلي د نړيوالو له لوري په رسميت د پېژندل کېدو لپاره د طالبانو لېوالتيا د ملگرو ملتونو له امنيت شورا سره يوازينۍ د فشار وسيله ده چې په افغانستان کې د يوه ټولشموله حکومت او بشري حقونو ته د درناوي په ملاتړ يې کارولى شي.

    ښاغلي گوتېرېش چې نيويارک کې د ملگرو ملتونو په ودانۍ کې يې خبريالانو سره خبرې کولې وويل، د ملکي افغانانو د ښېگڼې او د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره نړيوال مشران بايد د طالبانو له دې لېوالتيا گټه واخلي چې غواړي د افغانستان د نوي مشرتابه په توگه په رسميت وپېژندل شي.

  14. امریکا: ولسمشر بایډن به نن له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو د وضعیت په هکله خبرې وکړي

    د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر جو بایډن به نن 'جمعه' له افغانستانه د یو شمېر خلکو ایستلو عملیاتو په هکله وروستي معلومات وړاندې کړي.

    د افغان پلازمېنې په حامد کرزي هوايي ډګر کې ۴۵۰۰ امریکايي پوځیان له افغانستانه د بهرنیانو او یو شمېر افغان پناه غوښتونکو د وتلو چارې څارنه کوي.

    ولسمشر بایډن به د امریکا له وخت سره سم ماسپښین یوه بجه په دې هکله خبرې کوي.

    ولسمشر بایډن له دې مخکې روانه اونۍ له اې بي سي ټلویزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي، کېدای شي د امریکایانو ایستلو لپاره یې د هېواد ځواکونه د اګست ۳۱ مې له ټاکلي ضرب الاجل وروسته هم افغانستان کې پاتې شي.

    ښاغلي بایډن د دې عملیاتو په هکله له نیوکو وروسته په دې هکله د خپل حکومت دفاع کړې.

    له دې مخکې د امریکا پوځ وویل، دوی اوس کولای شي، د اجازې موندلو په صورت کې هره ورځ له کابله نهه زره کسان وباسي.

    خو په وینا یې دوی ځکه اوس دومره ډېر خلک نه شي لېږدولای چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت مسوولین د هغو افغانانو لپاره چې غواړي هېواد پرېږدي، د اسنادو پر چمتو کولو بوخت دي.

  15. فېسبوک د افغان کاروونکو لپاره د خوندیتوب اقدامات کړي

    فېسبوک د خپلو افغان کاروونکو د خوندیتوب احتیاطي تدبیر په توګه د افغانانو اړوند حسابونو لټون برخه غیر فعاله کړې ده.

    په فېسبوک اداره کې د امنیت پالیسې برخې مشر نتهنیل ګلیشر په یوه ټویټر پیغام کې ویلي دوی، "په افغانستان کې د خلکو لپاره د یو ځل کلک کولو داسې برخه فعاله کړې چې کېکاږلو سره یې خپله فېسبوکپاڼه وتړي"

    نوموړی زیاتوي "که دوی خپلې پاڼې وتړي، هغه کسان چې د ملګرو لیست کې ورسره نه شته، نه شي.'' کولای د دوی تصویرونه کښته کړي او نه یې هم پر ټایم لاین خپاره شوي تصویرونه لیدلای شي.

    پر انسټاګرام چې د فېسبوک ملکیت دی، ''افغانستان کې داسې پیغامونه خپرېږي چې څنګه کاروونکي کولای شي خپله انسټاګرام پاڼه خوندي وساتي.''

  16. د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، افغانستان کې انساني بحران رامنځته کېږي

    د ملګرو ملتونو خوړو پروګرام (ډبلیو ایف پي) مسوولین وايي، په افغانستان کې 'یو وحشتناک بشري بحران رامنځته کېږي'.

    د دې ادارې چارواکي وايي، راتلونکی کال به د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته شوې وچکالۍ او جګړې له امله 'خورا سخت' وي.

    د چارواکو په وینا له دې کبله به د افغانستان نفوس له دریو یوه برخه د سختې او یا شدیدې لوږې له خطر سره مخامخ شي.

    له کابله د اې ایف پي خبري اژانس سره مرکه کې د ډبیلو ایف پي ځايي مشرې مارې الن مکګرورتي وویل، د دوی کارکوونکي به افغانستان کې پاتې شي. نوموړې زیاتوي وضعیت له دې کبله لا مخکې 'بوږنونکی' دی چې د دوو میلیونو ماشومانو په ګډون ۱۴ میلیونه خلک د خوړو له لږوالي سره مخامخ دي.

    نوموړې وايي: ''د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته بزګران نه دي توانیدلي چې کروندې وکړې، بلکې دوی له خپلو کورونو تښتي.''

  17. د بریتانیا دفاع وزیر: هیله ده طالبان به بدل شوي وي

    د بریتانیا دفاع وزیر هیله من دی، چې اوسني طالبان به هغسې نه وي، چې مخکې یې پر افغانستان واکمني وه.

    ''زه هیله من یم طالبان به بدل شوي وي. تمه ده چې دوی به نړیواله بدنامي نه غواړي او دا ځل به یې رویه بدله وي.''

    د بریتانوي ټلویزیوني شبکې ای ټي وي په 'سهار په خیر بریتانیا' خپرونه کې د خبرو پر مهال دفاع وزیر وویل:

    ''موږ د طالبانو له اصلیته مخ نه دی اړولی، خو دا هم شونې ده چې دوی به هغسې نه وي، موږ هیله من یو چې دوی به هغسې نه وي.''

    نوموړي اعتراف وکړ چې له دې کبله خواشینی دی چې و به نه توانېږي هغه ټول کسان له افغانستانه وباسي چې له دوی سره یې همکاري درلوده، خو په وینا یې هڅه به یې دا وي چې د امکان تر حده ډېر کسان له هغه هېواده وباسي.