تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

افغانستان کې بدلېدونکی امنيتي او سياسي وضعيت؛ شېبه په شېبه حال

طالبانو دوشنبه سهار ادعا کړې چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي. د طالبانو مخالفې 'ملي مقاومت جبهې' مشر احمد مسعود پر افغانانو غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي. افغان طالبانو ویلي، دوی د نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او د ټولو هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي، خو د دې مرستو په بدل کې هېڅ ډول شرطونه نه مني.

ژوندی پوښښ

  1. جلال اباد کې د ملي بیرغ په ملاتړ د لاریون پر مهال تاوتریخوالی او هوایي ډزې

    د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې چارشنبه سهار د یو شمېر ولسي کسانو لخوا د افغانستان د ملي بیرغ په ملاتړ لاریون شوی، خو وروسته د ډزو له کبله ګډودي رامنځته شوې ده.

    د ځایي رسنیو رپوټونه وایي، یو شمېر ولسي کسانو د افغانستان ملي بیرغ د ښار مرکز کې پر یوه څلي ورپاوه او د ملي بیرغ په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

    خو څو شېبې وروسته پر عمومي سړک دا لاریونوال له وسلوالو کسانو سره مخامخ شول.

    پر خواله رسنیو کې خپرویو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې همدا وسلوال دخلکو د شیندلو لپاره هوایي ډزې کوي او د بازار منځ کې ګډوډي رامنځته کېږي.

    تر اوسه مالومه نه ده چې وسلوال څوک وو، خو ګڼې سرچینې وایي چې د طالبانو کسان وو. طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

  2. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، د طالبان مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر افغانستان ته رسېدلی او د سه شنبې پر ورځ د کندهار هوایي ډګر کې ښکته شوی.

    ښاغلي نعیم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له ملا برادر سره د طالبانو یو جګپوړی پلاوی هم کندهار ته رسېدلی دی.

    ښاغلي نعیم پر خپله ټویټر پاڼه هغه ویډیويي کلیپ هم خپور کړی، چې په وینا یې له قطر نه کندهار ته د ښاغلي برادر د ستنېدو پر مهال خلک د هغه هرکلي ته راوتلي وو.

  3. کاناډا د طالبانو په رسمیت پېژندلو 'هېڅ پلان نه لري'

    د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو وايي، هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو 'هېڅ پلان' نه لري.

    نوموړي خبریالانو ته وویل:

    ''دوی له مناسبې لارې رامنځته شوی جمهوري حکومت د زور له لارې نسکور او بدل کړ.''

    لومړی وزیر وايي، د کاناډا د قانون له مخې دا ډله'پېژندل شوې ترهګره ډله ده.'

    کاناډا ۲۰ کاله مخکې طالبان هغه مهال په رسمیت نه وو پېژندلي چې پر افغانستان واکمن وو. لومړی وزیر جسټن ټروډو وايي، د دوې تمرکز له دې هېواده د خلکو پر ایستلو دی.

  4. ناټو سرمنشي: افغانستان کې سیاسي مشران ناکامه شول، ځکه افغان پوځ هم جګړه ونکړه

    د ناټو غړو هېوادونو سه شنبه په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه غونډه وکړه. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له غوندې وروسته یوې خبري ناستې ته وویل، افغانستان کې باید یو ټولشموله حکومت رامنځته شي او له هېچا غچ وانخیستل شي.

    ینس سټولټنبرګ وویل، پلازمېنه کابل کې وضعیت لا هم جدي دی او پرې سخت اندېښمن دی.

    نوموړي وویل، اوس د ناټو لومړیتوب دا دی چې خپله عمله او هغه افغانان راوباسي چې ناټو سره یې دندې ترسره کړي دي.

    ښاغلي سټولټنبرګ وویل، ناټو غړي هېوادونه د دې چارې لپاره افغانستان ته پوځیان او الوتکې استوي او د ناټو ملکي استازی لا هم کابل کې دی.

    نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې هغه هغه کس ته چې غواړي له افغانستان ووځي، په خوندي توګه د وتلو اجازه ورکړي.

    د ناټو سرمنشي تور ولګاوه چې افغان سیاسي مشران په سیاسي جوړجاړي کې ناکامه شول او له همدې کبله افغان پوځ د طالبانو پر ضد جګړه ونکړه.

    نوموړي وویل، د افغانستان راتلونکي واکمنان باید دا تضمین ورکړي چې هېواد به یې یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز نه بدلېږي.

  5. طالبانو د کابل هوایي ډګر چاپېره د تلاشۍ پوستې جوړې کړې دي

    له کابله وروستي رپوټونه وایي چې د یکشنبې او دوشنبې ورځو پرتله سه شنبه ښار کې فضا نسبتاً ارامه وه.

    امریکایي چارواکو ویلي، دوی دا مهال د ورځې ۵ زره کسان له افغانستانه وباسي. همدا راز بریتانیا هم د ورځې زر کسان وباسي.

    خو یوه ستونزه دا ده چې هر څوک هوایي ډګر ته ځان نشي رسولی، ځکه د میدان شاوخوا طالبانو د تلاشۍ پوستې جوړې کړې دي.

    ګڼ داسې کسان چې له امریکایي او بریتانوي پوځ سره یې دندې درلودې دا مهال پټ دي او هڅه کوي په یو نه یو ډول ځانونه هوایي ډګرته ورسوي.

  6. افغان سیاسي مشرانو عمران خان سره ولیدل

    د افغان سیاسي مشرانو یوې ډلې چې دا مهال اسلام اباد ته په سفر تللې، د سې شنبې پر ورځ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره کتلي دي.

    په دې سیاستوالو کې یونس قانوني، محمد محقق، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، احمد ضیا مسعود او ځینې نور شامل دي.

    د پاکستان لومړي وزیر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلی، عمران خان افغان سیاسي مشرانو سره کتنه کې ټینګار وکړ چې هېواد یې افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

    عمران خان ویلی، هېواد یې افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت نه غواړي او افغان سیاسي مشران باید خپلو منځو کې سیاسي جوړجاړی وکړي.

  7. وروستی, ملا برادر کندهار ته ورسېد؛ کابل کې د طالبانو ویاند د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شو

    په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، د طالبان مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر افغانستان ته رسېدلی او د سه شنبې پر ورځ د کندهار هوایي ډګر کې ښکته شوی.

    ښاغلي نعیم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له ملا برادر سره د طالبانو یو جګپوړی پلاوی هم کندهار ته رسېدلی دی.

    په ورته مهال د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سه شنبه په لومړي ځل کابل کې د حکومت د رسنیو مرکز کې د خبریالانو پر وړاندې راڅرګند شو او په عام محضر کې یې خبرې وکړې.

  8. طالبان: موږ باید کابل ته داخل شوي وای

    د طالبانو ویاند وايي: ''موږ نه غوښتل کابل کې ګډوډۍ ووینو. زموږ پلان داسې و، چې باید د کابل دروازو کې پاتې شو، چې د واک لېږد بهیر په ارامۍ سره تر سره شي، خو له بده مرغه پخوانی حکومت دومره بې کفایته و... د دوی امنیتي ځواکونه و نه توانیدل امنیت ټینګ کړي. موږ باید یو څه کړي وای.''

    ښاغلی مجاهد وايي: ''موږ باید کابل ته ننوتي وای، چې د ښار اوسېدونکو امنیت خوندي شي.''

  9. وروستی, طالبان: موږ له هیچا سره دښمني نه غواړو

    د پلازمېنې کابل د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته وسله والو طالبانو لومړی ځل یوه خبري غونډه کړې.

    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبري غونډې ته وویل:

    ''موږ نه غواړو افغانستان نور د جګړې ډګر پاتې شي. ټولو هغو کسانو ته بښنه اعلانوو چې له موږ سره یې جګړه کوله. دښنۍ پای ته رسېدلې دي. موږ هېڅ بهرنۍ یا کورنۍ دښمني نه غواړو.''

  10. امرالله صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړ

    د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د افغانستان د قوانینو له مخې اوس دی د ولسمشرۍ سرپرست دی او پر دې موضوع سلا مشورې کوي. ښاغلي صالح په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

    ''د افغانستان د اساسي قانون یوه څرګند حکم له مخې د ولسمشر د غیابت، فرار، او یا مړینې په صورت کې د هغه لومړی مرستیال د ولسمشرۍ مقام د سرپرست ځای نیسي. زه په هېواد کې دننه یم او په مشروع او قانوني ډول د دې مقام/ څوکۍ سرپرست یم. د دې حیثیت د تحکیم لپاره د هېواد له ټولو مشرانو سره په اړیکه کې یم.''

    دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه معلومه نه ده، ښاغلی صالح او یا ولسمشر محمد اشرف غني چېرې دي، خو ښاغلی صالح پر خپله ټویټر پاڼه ادعا کوي چې په هېواد کې دننه دی.

  11. وروستی, د طالبانو ویاند د رسنیو پر وړاندې راڅرګندېږي

    د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، نن سه شنبه مازدیګر د کابل پر وخت شپږ نیمې بجې به کابل کې د حکومت د رسنیو مرکز کې د خبریالانو پر وړاندې را څرګندېږي. دا به لومړی ځل وي چې نوموړی په عام محضر کې خبرې کوي. ښاغلي‌ مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې رسنۍ د خبري‌ پوښښ لپاره ورتلی شي.

  12. فېسبوک پر خپلو پاڼو د طالبانو پر فعالیت بندیز تایید کړ

    فېسبوک وايي، طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او د دې ډلې له لوري یا د دوی په ملاتړ د هر ډول محتوا خپرول د دې خواله رسنۍ په پاڼو کې ممنوع دی.

    فېسبوک شرکت وايي، د افغان کارپوهانو یوه ډله یې د دې لپاره په کار ګومارلې چې د طالبانو اړوند خپاره شوي مواد د فېسبوک له پاڼو لېرې کړي.

    کلونه کېږي چې طالبان له دې خواله رسنۍ کار اخلي.

    په افغانستان کې په چټکۍ سره د وضعیت بدلون او د طالبانو ولکې ته د افغانستان لوېدو له کبله د خواله رسنیو شرکتونه د دې ډلې اړوند محتوا په تړاو له ستونزو سره مخامخ دي.

    دفېسبوک شرکت یوه ویاند بي بي سي ته په دې هکله وویل:

    ''د امریکا د قانون له مخې طالبان یوه ترهګره ډله ده او موږ د خطرناکو سازمانونو په هکله د خپلو سیاستونو له مخې د دوی (فعالیتونه) ممنوع اعلان کړي دي، په دې مانا چې هغه پاڼې به لېرې کوو چې د دوی اړوند دي یا به هغه پاڼې تړو چې دوی یې چلوي.''

  13. فېسبوک پر خپلو پاڼو د طالبانو پر فعالیت بندیز تایید کړ

    فېسبوک وايي، طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او د دې ډلې له لوري یا د دوی په ملاتړ د هر ډول محتوا خپرول د دې خواله رسنۍ په پاڼو کې ممنوع دی.

    فېسبوک شرکت وايي، د افغان کارپوهانو یوه ډله یې د دې لپاره په کار ګومارلې چې د طالبانو اړوند خپاره شوي مواد د فېسبوک له پاڼو لېرې کړي.

    کلونه کېږي چې طالبان له دې خواله رسنۍ کار اخلي.

    په افغانستان کې په چټکۍ سره د وضعیت بدلون او د طالبانو ولکې ته د افغانستان لوېدو له کبله د خواله رسنیو شرکتونه د دې ډلې اړوند محتوا په تړاو له ستونزو سره مخامخ دي.

    دفېسبوک شرکت یوه ویاند بي بي سي ته په دې هکله وویل:

    ''د امریکا د قانون له مخې طالبان یوه ترهګره ډله ده او موږ د خطرناکو سازمانونو په هکله د خپلو سیاستونو له مخې د دوی (فعالیتونه) ممنوع اعلان کړي دي، په دې مانا چې هغه پاڼې به لېرې کوو چې د دوی اړوند دي یا به هغه پاڼې تړو چې دوی یې چلوي.''

    فېسبوک وايي، د دولتونو په رسمیت پېژندلو پرېکړه دوی نه کوي، خو د نړیوالې ټولنې واک یا مرجعیت تعقیبوي.

  14. ملګري ملتونه: له اړمنو سره د مرستو لپاره په افغانستان کې د پاتې کېدو پر ژمنه ولاړ یو

    ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د پاتې کېدو او له افغانانو سره د مرستو پر ژمنه ولاړ دي.

    د دې سازمان په یوه اعلامیه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ځینې کارکوونکي چې کار يې په ځای پورې تړلی نه دی په موقت ډول په بل ځای کې ځای پر ځای شوي، خو''د بشردوستانه چارو ډېر کار کوونکي د بشردوستۍ له اصولو سره سم په بې پرې، او خپلواکه توګه د بشردوستانه مرستو د ملاتړ لپاره (په افغانستان کې) پاتې دي.''

    په اعلامیه کې دبشري مرستو دملاتړ په اړه دملګرو ملتونو د مرستيال ځانګړي استازي او د بشر دوستانه چارو په برخه کې د مقيم همغږي کوونکي ،ډاکټر راميز الاکبروف، له قوله زیاته شوې چې''په اوسني پېچلي وضعیت کې چې افغانستان کې زیانمنېدونکي خلک ملاتړ ته ډېره اړتیا لري، دواړه ملګري ملتونه او غیر دولتي مرستندویه سازمانونه په افغانستان کې له خلکو سره مرستې ته ژمن پاتې دي.''

    ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا تېره ورځ دوشنبه افغانستان کې د بدلېدونکي وضعیت په اړه ځانګړې ناسته کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د ولسي کسانو امنیت او ژوند ته پام وکړي.

    پلازمېنې کابل ته د طالبانو له ننوتو مخکې د ملګرو ملتونو امنیتي برخې چارواکو ویلي و، دوی 'ساعت په ساعت ' په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ارزونه کوي. د دې ادارې یوې ویاندې سټېفني ډوجاریک د اګست پر ۱۳ مه وویل:

    ''موږ اوسمهال هر ساعت وروسته په کابل او نورو سیمو کې د امنیتي وضعیت ارزونه کوو. تر اوسه د ملګرو ملتونو کارکوونکو ایستلو هېڅ کوم عملیات نه شته. ''

    نوموړې وايي ملګري ملتونو د ''ښه او بد '' دواړو احتمالي وضعیتونو لپاره پلان لري.

  15. د کابل هوایي ډګر خغاستلیکه پرانیستل شوه،‌ وضعیت لا هم حساس دی

    یو شمېر افغان رسنیو افغانستان کې د ناټو ملکي استازي له قوله لیکلي چې د کابل هوایي ډګر ځغاستلیکه پرانیستل شوې ده.

    خو د امریکا سفارت سه شنبه سهار یو ځل بیا خپلو اتباعو او اړوندو کسانو ته سپارښتنه کړې چې وضعیت لا هم حساس دی او د هوایي‌ ډګر خوا ته دې نه ورځي.

    پرون دوشنبه کابل هوایي‌ ډګر کې د ګډوډۍ له کبله لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوي دي.

  16. افغانستان کې د سیاسي د راتلونکي حکومت او سیاسي جوړجاړي په اړه خبرې روانې دي

    پر افغان پلازمېنه کابل د طالبانو د ولکې پر دریمه ورځ لا هم په دې هېواد کې د سیاسي جوړجاړي او راتلونکي حکومت یا نظام د څرنګوالي په اړه خبرې اترې روانې دي.‌

    دوشنبه ناوخته طالبانو ته نږدې سرچینو وویل، د دې ډلې د سیاسي دفتر غړی امیر خان متقي کابل ته تللی او یو شمېر افغان سیاستوالو سره یې کتلي‌ دي.‌

    د (نن ټکی اسیا) ورځپاڼه وایي، ښاغلي متقي پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي‌شورا مشر عبدالله عبدالله او همدا راز د مشرانو جرګې مشر عبدالهادي مسلمیار سره کتلي دي.

    د طالبانو کوم ویاند تر دې دمه رسماً کابل ته د امیر خان متقي تلل نه دي تائید کړي.

  17. د امریکا دفاع وزیر: کابل هوايي ډګر ته ۵۰۰ اضافي سرتېري استول شوي

    د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، امریکايي ځواکونه په کابل هوايي ډګر کې د امنیت وضعیت بېرته سمبالولو کوښښ کوي. ښاغلی کربي وايي، دا مهال په هوايي ډګر کې ۲۵۰۰ سرتېري ځای پر ځای دي او ۵۰۰ نور به راتلونکو څو ساعتونو کې هلته ورسېږي. نوموړی زیاتوي: ''موږ کولای شو ووایو چې څو راتلونکو ساعتونو کې به هوايي ډګر کې فعالیت پیل شي.'' د اوس لپاره په کابل هوايي ډګر کې د الوتکو فعالیتونه په ټپه ولاړ دي. ښاغلی کربي زیاتوي د الوتنو له فعالېدو وروسته به زرګونه کسان هره ورځ لېږدول کېږي.

  18. امریکايي چارواکي: کابل هوايي ډګر کې حالت 'حساس' دی

    امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي ایس د امریکايي چارواکو له قوله وايي، د کابل په هوايي ډګر کې وضعیت (حساس) دی او دوی د ټولو امریکایانو پر ایستلو او دافغانانو هلته پر پرېښودلو غور کوي. د سي بي ایس رپوټ کې ویل شوي، چې هلته د افغان متحدینو پرېښودلو په هکله تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

    د ملي امنیت چارو لپاره خبریال ډېوډ مارټن وايي، ''دا موضوع پر مېز'' پرته ده او که امریکايي ځواکونه د هوايي ډګر ساتنې کنټرول له لاسه ورکړې، څرګنده به شي. د دوشنبې پر ورځ امریکايي ځواکونو دوه وسله وال افغانان وژلي چې هوايي ډګر ته په زور ننوتلي وو.

    په ورته مهال رپوټونو کې ویل شوي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به نن سپینې ماڼۍ ته ستون شي او د افغانستان وضعیت په هکله به وینا وکړي.

  19. ازبکستان کې د افغانستان جنګي الوتکه غورځول شوي

    د ازبکستان دفاع وزارت وايي، د هوايي دفاع ځواک یې هغه افغان جنګي الوتکه یې غورځولې چې د دې هېواد هوايي حریم ته ننوتې وه. د ازبکستان دفاع وزارت وايي، الوتکه په غیر قانوني توګه له پولې تېره شوې وه. د دفاع وزارت په دې هکله څه نه دي ویلي چې په یاده الوتکه کې څو کسان وو او ایا څوک ژوندي پاتې شوي، که نه. بل لور ته په سویلي سورخونداریو ولایت کې چې له افغانستان سره پوله لري، بیکپولات اوکبویو نومي ډاکتر اې ایف پي خبري اژانس ته وویل، د یکشنبې پر مازدیګر دوه داسې ناروغان د ده روغتون کې بستري شوي چې د افغان پوځ یونیفورم یې اغوستي وو. د نوموړي په وینا یوه یې پاراشوټ هم درلود او ځینې هډونه یې مات شوي وو. پر همدې یکشنبه ازبکستان کې چارواکو وویل، هغه ۸۴ افغان سرتېري یې نیولي چې له پولې تېر شوي وو.

  20. چین: طالبانو سره دوستانه اړیکو ته چمتو یو

    د طالبانو له لوري د افغان پلازمېنې کابل د کنټرول ترلاسه کولو وروسته د چین حکومت یوې ویاندې اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چین چمتو دی چې له افغانستان سره'دوستانه او د همکارۍ'اړیکې ولري.

    په افغانستان کې د چین سفارت وايي، دوی داسې کوم رپوټ نه دی ترلاسه کړی، چې دا وروستیو کې افغانستان کې کوم چینايي وګړي ته زیان رسېدلی وي.

    دې سره چین سفارت په افغانستان کې له مېشتو چینایانو غوښتي چې له مېشت ځایونو بهر نه شي او که مرستې ته اړتیا لري، په بېړنیز حالت کې د ځانګړو ټیلیفوني شمېرو له لارې باید اړیکه ټینګه کړي.