ګوتېرېش په غزه کې د ډله ييزو قبرونو په اړه د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په غزه کې د دوو ډله ییزو قبرونو په اړه د خپلواکو نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې ده.
د غزې په خان یونس کې د نصر روغتون تر انګړ لاندې له درې سوو ډېر مړي موندل شوي وو. د غزې ښار د الشفاء روغتون کې هم د اسرائیلي ځواکونو له اوږدې محاصرې او وروسته پر دغه روغتون د دوی له برید وروسته هم نور جسدونه موندل شوي وو.
په نیویارک کې د خبرو پر مهال ښاغلي ګوتېرېش وویل چې په دې کې مسؤول کسان باید حساب کتاب ته حاضر شي.
نوموړي وويل،"دا اړینه ده چې خپلواک نړیوال پلټونکي چې عدلي طبي تخصص ولري سملاسي د دغو ډلهيیزو قبرونو سیمو ته د لاسرسي اجازه ولري ترڅو هغه شرایط روښانه کړي په کومو کې چې په سلګونو فلسطینیان وژل شوي او خښ شوي یا بیا خښ شوي دي. "
ښاغلي ګوتېرېش زیاته کړه، "د وژل شوو کسانو کورنۍ د دې حق لري چې پوه شي هلته څه شوي او نړۍ هم د دې حق لري چې که له نړیوال قانونه سرغړونې شوې وي ترپښو لاندې کوونکي يې حساب کتاب ته حاضر کړي".
دا ټول داسې مهال دي چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د غزې د دغې خونړۍ جګړې د درېدو هیلې لا هم ژوندۍ دي.
د مصر په ملاتړ له اسرائیلو سره د غیر مستقیمو خبرو په اړه د حماس دریځ کې هم د پام وړ پرمختګ کې، د غورځنګ مخکښو شخصیتونو ویلي که فلسطینیان د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې د اسرائیلو لخوا نیول شويو سیمو کې خپلواک دولت ولري، نو حماس بې وسلې کولو ته چمتو دی.
په استانبول کې د حماس د سیاسي دفتر یوه غړي باسم نعیم مخکې سياېناېن شبکې ته ویلي وو، که یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ شي، تحریک به یې بېوسلې کولو ته راضي شي.

د عکس سرچینه، Reuters
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختېځ ته د خپل سفر په اوږدو کې له اردنه اسرائیلو ته ورغلی تر څو په غزه کې د اوربند پر سر له اسرائیلي چارواکو سره خبرې وکړي. له دې وړاندې يې په عمان کې ویلي وو چې اسرائیل ډېرو امتیازاتو ورکړې ته قایل شوي او اوس په حماس پورې اړه لري چې د اوربند دغه وړاندیز مني کنه او هغه کسان چې دوی یرغمل کړي خوشي کوي کنه؟ حماس تر اوسه دغه وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پرون ویلي وو چې د اوربند پر سر خبرو ته له پام پرته به اسرائیل د غزې په سوېل کې په رفح ښار کې د حماس پر ضد پوځي عملیات وکړي.
خو انتوني بلېنکن په عمان کې ویلي چې اوربند ورته لومړيتوب دی.
دی وايي، "د رفح په اړه زموږ نظر ډېر روښانه دی. ولسمشر په دې اړه واضح دریځ لري. ما هم په روښانه ټکو له پرون راهیسې دا تکرار کړې. اوس زموږ تمرکز پر بشري هڅو دی او پر اوربند او کور ته د یرغملو پر ستنولو کار کوو.
هغه هیله وښوده چې حماس به د اوربند او تبادلې هغه وروستی وړاندیز ومني چې د ده په ټکو "ډېر سخاوتمندانه" دی.






















