پر پولنډ د توغندي برید ته غبرګون: ګوتېرش وايي د کړکېچ له ډېریدو دې ډډه وشي  

PolanD

د عکس سرچینه، Twitter

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د ناټو غړي پولنډ کې د توغندي له لګېدو وروسته ویلي اړتیا ده چې اوکرایین کې د جګړې له ډېرېدو ډډه وشي.

د ښاغلي ګوتېرش د ویاند فرهان حق لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دغه سازمان سرمنشي پولنډ کې د توغندي چاودنې ته "ډېر اندېښمن" دی او هیله لري‌ چې په دې تړاو به بشپړې څېړنې وشي.

هغه زیاته کړې چې "اوکرایین کې د جګړې له ډېرېدو ډډه خورا اړینه ده."

سې شنبه ناوخته اوکرایین سره پولې ته څېرمه د پولنډ یوه کلي کې د توغندي لګېدو له کبله دوه ملکي کسان ووژل شول.

پولنډي چارواکو ویلي دا توغندی روسیه کې جوړ شوی، خو په دې اړه "پریکنده شواهد" نشته چې چا توغولی دی.

ځینو رسنیو ویلي چې دا برید روسیې کړی، خو روسي رسنیو یې بیا پړه په اوکرایین اچولې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د یادونې ده روسیې د دې پېښې په ورځ د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف او څو نورو ښارونو راکټي بریدونه وکړل.

اوکراییني ځواکونو هم د روسي توغندیو شنډولو لپاره دفاعي سیستم کارولی.

تازه اسو شیټډ پرېس خبري اژانس د دریو امریکايي چارواکو په حواله چې د نومونو نه خپرېدو په شرط غږېدلي، لیکلي لومړنیو ارزونو ښودلې چې پولنډ کې لګېدلی توغندی د اوکراییني ځواکونو لخوا د یوه روسي توغندي د شنډولو په هدف توغول شوی.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویلي و داسې نه ښکاري چې دغه توغندی دې له روسیې توغول شوی و.

ښاغلي بایډن چې 'جي شل' سرمشریزه کې د ګډون لپاره اندونیزیا کې دی، زیاته کړې وه چې د څېړنو تر بشپړېدو وړاندې په دې اړه څه ویل ګران دي.

د امریکا ولسمشر ویلي چې‌ د نړۍ مشران به د دې پېښې په اړه د څېړنو تر بشپړېدو وروسته د راتلونکي اقداماتو په اړه پریکړه وکړي.‌

Poland

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، دفاعي متخصصانو بي بي سي ته ویلي د توغندي ټوټې اېس-۳۰۰ دفاعي سیستم ته ورته ښکاري

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د دې پېښې په اړه د پولنډ او اوکرایین بهرنیو چارو وزیرانو سره غږېدلی.

د امریکا او پولنډ د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د دې پر اهمیت ټینګار شوی چې د ناټو غړي د راتلونکو اقداماتو ارزولو په لړ کې له نږدې همغږۍ ته دوام ورکړي.