پر پولنډ د توغندیو برید؛ یو شمېر نړیوالو مشرانو بېړنۍ ناسته کړې

PolanD

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د نړۍ د سترو اقتصادي هېوادونو یو شمېر مشرانو پولنډ کې د توغندیو تر لګېدو وروسته د "جي شل" سرمشریزې څنډه کې بېړنۍ ناسته کړې.

"جي شل" سرمشریزه د اندونیزیا بالي کې روانه ده او نن وروستۍ ورځ ده.

پولنډ د ناټو غړی دی او سې شنبه ناوخته یې اوکرایین سره پولې ته څېرمه یوه کلي کې د توغندي لګېدو له کبله دوه ملکي کسان ووژل شول.

اسوشیټډ پرېس خبري اژانس او پولنډي رسنیو روسیه د دغو راکټي بریدونو مسووله بللې خو د پولنډ او متحدانو لخوا یې د دغه تور رسمي تایید لا نه دی شوی.

د روسیې دفاع وزارت بیا دا رپوټونه په لوی لاس د کړکېچ ډېرولو هڅه بللې ده.

دغه وزارت د خپل ټلېګرام پر پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي د دوی ځواکونو د اوکرایین او پولنډ پولې ته څېرمه پر اهدافو کوم برید نه دی کړی.

اعلامیه کې زیاته شوې، د توغندیو هغه ټوټې چې پولنډي رسنیو ښودلي، د روسي وسلو نه دي.

له دې سره روسي رسنیو دا ادعا هم کړې چې ګوندې دا برید اوکراییني ځواکونو کړی.

د پولنډ ملي امنیت شورا تر دغو راکټي بریدونو وروسته بېړنۍ غونډه کړې.   

د دغه هېواد ولسمشر اندژې ډوډا له غونډې وروسته ویلي تر اوسه "پرېکنده شواهد" نشته چې دا برید چا کړی.  

Poland

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اندژې دودا - د پولنډ ولسمشر

ښاغلي ډوډا وویل "موږ دمګړۍ داسې پرېکنده شواهد نه لرو چې چا دا توغندی توغولی دی... دا په غالب ګومان د روسیې لخوا جوړ شوی توغندی دی، خو دا هر څه اوسمهال تر څېړنو لاندې دي."

د پولنډ لومړي وزیر ماتیوش موراویڅکي بیا له خپلو خلکو د زغم او ارامتیا غوښتنه کړې.

هغه ویلي "زه په ټولو پولنډیانو غږ کوم چې د دې تراژېدۍ پر وړاندې ارام پاتې شي... موږ باید له زغم او حتیاط کار واخلو."

ښاغلي موراویڅکي وویل "پرېکړه مو وکړه چې د پولنډ د وسله والو ځواکونو د مشخصو واحدونو جګړه ییز چمتووالی، په ځانګړې توګه د فضايي حریم پر څارنې له ټینګار سره، زیات کړو."

دا بریدونه داسې مهال شوي چې روسیې سې شنبه د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف او نورو ښارونو د توغندیو تازه بریدونه وکړل.

پر کیېف دغو تازه بریدونو کې د لږ تر لږه یو کس د وژل کېدو خبر ورکړ شوی.

د اوکرایین حکومت ویلي چې روسي ځواکونو تر ۹۰ ډېر توغندي توغولي خو د دوی دفاعي سیستمونو ترې ۷۳ شنډ کړي دي.

Poland

د عکس سرچینه، twitter

د عکس تشریح، د توغندیو لګېدو له ځایه پر خواله رسنیو خپاره شوي عکسونه

د پولنډ‌ د دولت ویاند پویتر مولر وايي هېواد یې تر دې پېښې وروسته پوځي چمتووالي کچه لوړه کړې.

هغه تایید کړې چې پر دې هم غور روان دی چې د ناټو سازمان د څلورمې مادې فعالېدو اړتیا شته که څنګه.‌

د ناټو پوځي تړون دا ماده وايي هر کله چې د دغه سازمان کوم غړی وانګېري چې ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي خپلواکي او امنیت یې ګواښ سره مخ دی، د ناټو ټول غړي به په ګډه مشوره کوي.

ناټو، امریکا او نورو ځواکمنو هېوادونو ویلي چې د دې پېښې د څرنګوالي مالومولو په څېړنه بوخت دي.

د پولنډ ولسمشر ندژې ډوډا تر دغو بریدونو وروسته د امریکا او ګاوند‌ي اوکرایین له ولسمشرانو سره خبرې کړې.

همدا راز د امریکا او پولنډ د ملي امنیت سلاکارانو ترمنځ هم د خبرو رپوټونه ورکړ شوي.

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک هم ویلي چې د پولنډ له ولسمشر اندژې ډوډا سره غږېدلی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي سوناک چې د 'جي شل' سرمشریزه کې د ګډون په هدف اندونیزیا کې دی، پر دې پېښه خواشینې ښودلې او پر خپل ټویټر لیکلي حکومت به یې د ناټو متحدانو سره همغږي ته دوام ورکړي.

د بریتانیا لومړي وزیر مخکې ویلي و چې له خپل بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره غږېدلی او پر دې کار کوي چې مالومه کړي څه پېښ شوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم پر خپل ټویټر لیکلي چې د پولنډ له ولسمشر سره غږېدلی.‌

هغه زیاته کړې چې ناټو وضعیت څاري او غړي یې په مشوره بوخت دي. ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار کړی چې د دې پېښې ټول حقایق باید روښانه شي.

بلخوا د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو ډلې "جي اووه" پر پولنډ د دغه برید غبرګون کې چارشنبه یوه بېړنۍ غونډه رابللې ده.

د دې غونډې د جوړېدو خبر د جاپان کیډو خبري اژانس ورکړی.

امریکا، کاناډا، بریتانیا، فرانسه، جرمني، ایټالیا او جاپان د دې ډلې غړي دي.