تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر پولنډ د توغندي برید ته غبرګون: ګوتېرش وايي د کړکېچ له ډېریدو دې ډډه وشي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د ناټو غړي پولنډ کې د توغندي له لګېدو وروسته ویلي اړتیا ده چې اوکرایین کې د جګړې له ډېرېدو ډډه وشي.
د ښاغلي ګوتېرش د ویاند فرهان حق لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دغه سازمان سرمنشي پولنډ کې د توغندي چاودنې ته "ډېر اندېښمن" دی او هیله لري چې په دې تړاو به بشپړې څېړنې وشي.
هغه زیاته کړې چې "اوکرایین کې د جګړې له ډېرېدو ډډه خورا اړینه ده."
سې شنبه ناوخته اوکرایین سره پولې ته څېرمه د پولنډ یوه کلي کې د توغندي لګېدو له کبله دوه ملکي کسان ووژل شول.
پولنډي چارواکو ویلي دا توغندی روسیه کې جوړ شوی، خو په دې اړه "پریکنده شواهد" نشته چې چا توغولی دی.
ځینو رسنیو ویلي چې دا برید روسیې کړی، خو روسي رسنیو یې بیا پړه په اوکرایین اچولې.
د یادونې ده روسیې د دې پېښې په ورځ د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف او څو نورو ښارونو راکټي بریدونه وکړل.
اوکراییني ځواکونو هم د روسي توغندیو شنډولو لپاره دفاعي سیستم کارولی.
تازه اسو شیټډ پرېس خبري اژانس د دریو امریکايي چارواکو په حواله چې د نومونو نه خپرېدو په شرط غږېدلي، لیکلي لومړنیو ارزونو ښودلې چې پولنډ کې لګېدلی توغندی د اوکراییني ځواکونو لخوا د یوه روسي توغندي د شنډولو په هدف توغول شوی.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویلي و داسې نه ښکاري چې دغه توغندی دې له روسیې توغول شوی و.
ښاغلي بایډن چې 'جي شل' سرمشریزه کې د ګډون لپاره اندونیزیا کې دی، زیاته کړې وه چې د څېړنو تر بشپړېدو وړاندې په دې اړه څه ویل ګران دي.
د امریکا ولسمشر ویلي چې د نړۍ مشران به د دې پېښې په اړه د څېړنو تر بشپړېدو وروسته د راتلونکي اقداماتو په اړه پریکړه وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د دې پېښې په اړه د پولنډ او اوکرایین بهرنیو چارو وزیرانو سره غږېدلی.
د امریکا او پولنډ د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د دې پر اهمیت ټینګار شوی چې د ناټو غړي د راتلونکو اقداماتو ارزولو په لړ کې له نږدې همغږۍ ته دوام ورکړي.