د غزې الشفا روغتون د اسرائیلو له بریدونو وروسته په کنډواله بدل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیلو پوځ وايي، د غزې په ښار کې تر دوو اوونیو پوځي عملیاتو وروسته د الشفا له روغتونه وتلي دي. په دې موده کې د روغتون ډېره برخه ویجاړه شوې ده.
د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو (IDF) په وینا، سرتېرو یې په سیمه کې "ترهګر وژلي" او "ډېرې وسلې او استخباراتي سندونه" یې موندلي دي.
دا برید وروسته له هغه وشو چې اسرائیلو وویل، دوی داسې استخباراتي معلومات لري چې حماس دا روغتون د بریدونو لپاره د اډې په توګه کاروي.
حماس د پوځي عملیاتو لپاره د طبي مرکزونو کارول ردوي.
په وروستیو اوونیو کې د غزې تر ټولو لوی روغتون ته څېرمه د سختې جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.
د دوشنبې په ورځ له وتلو وروسته په یوه بیان کې، د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو وویل، سرتېرو "د شفا روغتون په ساحه کې خپل دقیق عملیاتي فعالیت بشپړ کړي او له سیمې وتلي دي."
"ځواکونو په نژدې سیمو کې ترهګر وژلي، د روغتون په شاوخوا کې ګڼ شمېر وسلې او استخباراتي اسناد ځای پر ځای شوي وو، په داسې حال کې چې ملکي وګړو، ناروغانو او طبي کارکوونکو ته د زیان اوښتو مخه نیول شوې."
تر دې مخکې فلسطیني رسنیو د عیني شاهدانو او د حماس د روغتیا وزارت له قوله ویلي وو، د دغه روغتیايي کمپلکس شاوخوا کې لسګونه جسدونه موندل شوي دي.
بي بي سي دغه راپورونه نه دي تائید کړي. خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په تېرو دوو اوونیو کې په الشفا روغتون کې ۲۱ ناروغان مړه شوي دي، په داسې حال کې چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ادعا کړې، تر ۲۰۰ ډېر "ترهګر" وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې لومړی د برید اعلان شو، د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو مشر ویاند دانیال هاګري وویل "د حماس ترهګر په الشفا روغتون کې بیا تنظیم شوي دي."
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو بیا وویل، دوی د روغتون په ساحه کې "په پوره دقت" عملیات پیل کړي او له بې ځایه شوي ملکي خلکو یې وغوښتل، چې سمدستي سیمه پرېږدي.
د عیني شاهدانو له قوله د مارچ په ۱۸ د سهار په لومړیو ساعتونو کې برید پیل شو او د روغتون ودانۍ شاوخوا د درنو توپونو او ټانکونو ډزې وشوې.
پر الشفاروغتون وروسته له هغه برید وشو چې اسرائیلو وویل، دوی داسې شواهد لري چې د اکتوبر د اوومې برید په ترڅ کې یرغمل نیول شوي کسان هلته دي.
اسرائیل له اوږدې مودې راهیسې حماس تورنوي چې د خپلو عملیاتو پر مهال د ملکي روغتیا زیربنا د سپر په توګه کاروي، خو دغه فلسطیني ډله دا څرګندونې ردوي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ټیډروس اډانوم ګیبریوس د الشفا روغتون وضعیت "محاصره" بللې ده.
د اسرائیلي ځواکونو تر وتلو مخکې هغه پر اېکس ( مخکېني ټوېټر) لیکلي و، په الشفا روغتون کې لا هم تر سلو ډېر کسان د خوړو، اوبو او طبي توکو او طبي توکو له نشتوالي سره مبارزه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
خو د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو یو ځل بیا ټینګار کړی، الشفا روغتون یوه "ترهګره ځاله" وه او د " دقیق" ناڅاپي برید ترسره کولو لپاره یې د اسرائیلي سرتېرو ستاینه کړې ده.
په ورته وخت کې پرون د یکشنبې په ورځ، د یوه خبریال چې د بي بي سي لپاره یې کار کاوه په ګډون اووه تنه خبریالان، د اسرائیلو په یوه هوایی برید کې ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې لسګونه زره اسرائیلیانو بیت المقدس کې د دولت ضد مظاهره کړې دي او دا د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوی دولت ضد احتجاج بلل شوی دی.
دوی په اسرائیلو کې د تازه ټاکنو او له حماس ډلې سره د یرغملو اسرائیلیانو د خوشې کولو لپاره د نورو هڅو غوښتنه کوله.
د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي ټولې هڅې به وکړي چې یرغمل شوي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.























