د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ

د عکس سرچینه، EPA
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غوڅ اکثریت یو پرېکړه تصویب کړ، چې غزه کې د بېړني بشري اوربند غوښتنه کوي. که څه هم دغه پرېکړه الزامي نه ده، خو شنونکي وايي د نړیوال نظر د یوه ځواکمن ګام ښودونکی دی.
د عمومي اسمبلۍ له درې پر څلورمه برخه غړو (له ۱۹۳ غړو ۱۵۳) د سملاسي اوربند په پلوۍ رایه ورکړه.
که څه هم دا پرېکړه لیک الزامي نه دی، خو سیاسي وزن یې ډېر دی او د جګړې په تړاو د نړیوال لید ښکارندويي کوي.
سره له دې، چې د امریکا متحده ایالتونو، پاراګوای، اتریش او اسرائیلو ددې پرېکړه لیک پرضد رایه ورکړه، خو ولسمشر بایډن مخکې ویلي وو، چې اسرائیل د هغه څه له کبله نړیوال ملاتړ له لاسه ورکوي، چې ده د فلسطینیانو بي توپیره بمباري بللي ده.
بریتانیا، جرمني، ایټالیا، هالنډ او اوکرایین د هغو ۲۳ غړو په کتار کې وو، چې له رایه ورکوونکو یې ډډه وکړه.
دغه پرېکړه لیک داسې مهال تصویب شوی، چې غزه کې سخته جګړه روانه ده او نړیوال بشري سازمانونه هلته د خلکو د سخت او بوږنوونکي وضعیت په اړه خبرداری ورکوي.
په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو د عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه له اتلسو زرو ډېر کسان وژل شوي او له پنځوسو زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د اسرائیلو د بشري حقونو لپاره د ډاکټرانو په نامه یوه اسرائیلي سازمان ویلي، تر اوسه یوازې شاوخوا څلور سوه ټپیان فلسطینیان د درملنې لپاره بهر ته وړل شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم اسرائیلي ځواکونه تورن کړي چې ټپیانو ته د وتلو پر مهال خنډونه جوړوي چې د دوی د ځنډ لامل کېږي.
امریکا امنیت شورا کې د اوربند وروستی وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره ورځ امریکا په امنیت شورا کې د اوربند وروستی وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ او بریتانیا پکې ممتنع رایه وکاروله.
دغه ګام د مرستندویه ادارو، د بشري حقونو د فعالانو او یو شمېر نورو سیاسي او ټولنیزو بنسټونو او ډلو له غبرګون سره مخ شو.
پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو یوه پلاوي د مصر او غزې تر منځ د رفح له پولې لیدنه وکړه. امریکا، فرانسې او ګابون دغه پلاوي ته خپل استازی نه و لېږلي او اسرائیلو دا عمل "شرمناکه" بللی دی.
مرستندویه ادارو خبر ورکړی، تېره شپه ګڼ شمېر ملکي وګړي په خپلو خېمو کې د لوږې په حالت کې ویده شوي.
غزې ته د بشردوستانه مرستو د لاریو ننوتل د غزې په سوېل کې د اسرائیلو له وروستي بریدونو راهیسې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
اسرائیلي ځواکونو د غزې په شمال کې د کمال عدوان پر روغتون "برید" کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزې کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت ویاند اشرف قدره ویلي: د غزې په شمال کې د نښتو په دوام د اسرائیلو پوځ د کمال عدوان پر روغتون برید کړی دی.
دا روغتون چې له تېرې اوونۍ راهیسې د اسرائیلي پوځ تر کلابندۍ لاندې دی، د غزې په شمال کې وروستی "نیمه فعال" روغتیايي مرکز دی.
ښاغلي قدره د ټیلیګرام په یوه پیغام کې ټینګار کړی: "موږ له ملګرو ملتونو، د روغتیا نړیوال سازمان او د سره صلیب له نړیوالې کمېټې غواړو چې په دې روغتون کې د بستر شویو ناروغانو د ژوند د ژغورلو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي."
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) پرون اعلان کړی و، د دغه روغتون د ښځو په وارډ کې د برید له امله دوه ښځې وژل شوې دي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، اوسمهال په دغه روغتون کې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۶۵ تنه ناروغان او شپږ نوې زېږېدلي ماشومان بستر دي.
اوچا وايي، په دغه روغتون کې شاوخوا درې زره بې ځایه شوي کسان بند پاتې دي، چې د اوبو او خوړو په انتظار دي.
د غزې په شمال او سوېل دواړو کې د اوبو، درملو او خوراکي توکو کمښت په داسې حال کې سخت شوی، چې د حماس پر ضد د اسرائیلو د پوځ بریدونه ډېر شوي دي.
د اسرائیلو پوځ ټانکونه د غزې په سوېل کې د خان یونس د مرکز پر لور د حرکت په حال کې دي. د اسرائیلو له خبرداریو وروسته د غزې له شمالي سیمو سلګونو زره فلسطینیان دغو سیمو ته ورغلي دي.






















