غزه کې سترګې او لاس تړلي نیول شوي فلسطینیان څوک دي؟

د ویډیو تشریح، غزه کې سترګې او لاس تړلي نیول شوي فلسطینیان څوک دي؟
غزه کې سترګې او لاس تړلي نیول شوي فلسطینیان څوک دي؟
د خپرېدو وخت

یوه وېدیو ډېره لاس په لاس شوې ده، چې ګڼ فلسطینيان پکې لیدل کېږی چې سترګې او لاسونه یې تړلي او اسرائیلي پوځیانو جامې ترې ایستلې دي. په دې انځورونو کې چې بي بي سي ته تایید شوي، ښکاري چې دا سړي یوازې چوټې لري او نورې جامې ترې ایستل شوې دي او پوځي ګاډو کې لېږدول شوي او پر ځمکه په ګونډو کېنول شوي او اسرائیلي پوځیان ترې چارچاپېره دي.