د امنیت شورا له لسو د ډېرو هېوادونو سفیران د رفح پولې لیدو لپاره مصر ته تللي

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړیو هېوادونو سفیران نن مصر ته تللي، چې د رفح له بندره لیدنه وکړي.

دا غیر رسمي یو ورځنی سفر د متحده عربي اماراتو او مصر لخوا تنظیم شوی و. په دې سفر کې د روسیې او بریتانیا د استازو په ګډون د امنیت شورا له لسو زیات سفیرانو ګډون کړی، خو د امریکا او فرانسې سفیران پکې نه شته.

امریکا د جمعې په ورځ په غزه کې د سمدستي اوربند لپاره د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړه.

په امنیت شورا کې د اماراتو سفیرې، لانا نسیبه په وینا، حاضرو استازو د "ملي او شخصي ظرفیتونو" له اړخه په دې لیدنه کې ګډون کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به سبا په یوه بېړنۍ غونډه کې په غزه کې پر اوربند بیا کتنه وکړي.

اې ایف پي خبري اژانس وايي، دوی د وړاندیز شوي پرېکړه لیک مسوده لیدلې، او متن یې هغه ته خورا نږژدې دی چې د جمعې په ورځ ویټو شوی و.

اسرائیلو د غزې پولې ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي سفر "د شرم وړ" بللی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي به د رفح بندر څخه لیدنې پر مهال د غزې اوسېدونکو ته د مرستې او د چارو د ښه کولو څرنګوالي په اړه ځان خبر کړي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفير ګيلعاد ايردان د غزې پولې ته د ملګرو ملتونو د پلاوي سفر "توپیري چلند" وباله او ویلي یې دي، دا ښيي چې دغه شورا يوازې د غزې د اوسېدونکو په اړه فکر کوي او سوېل(اسرائیلو) د اوسېدونکو د کړاوونو او تښتول شوي کسان له پامه غورځوي.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

هغه وویل: "د امنیت شورا د پلاوي د تېروتنې سفر، چې تراوسه یې حماس نه دی غندلی، د غزې د جګړې په اړه د هر ډول پرېکړو مشروعیت باطلوي. دا د شرم خبره ده."

بل پلو د اسرائیلو پوځ یو ځل بیا د غزې تړانګې اوسېدونکو ته امر کړی چې د غزې له شمال او سوېل کې د خان یونس له سیمې ووځي.

د رپوټونو له مخې د خان یونس په سیمه کې د دوشنبې په ورځ نښتو زور اخیستی دی.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

اسرائیلو هم اعلان کړی، په دغو نښتو کې د دوی ۷ نور پوځیان وژل شوي، چې له دې سره د جګړې له پیل راهیسې د دوی د وژل شویو پوځیانو شمېر ۱۰۰ ته ورسېد.

د راپورونو له مخې له غزې څخه پر اسرائیلو توغندویز بریدونه هم شوي دي.