د تنزانیا کان کې ځمکې ښویېدنې ۲۲ کسان وژلي

تنزانیا

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، په تنزانیا کې – چې د نړۍ د سرو زرو یو له سترو تولیدوونکو هېوادونو دی، نامنظم او غیرقانوني کان کیندنې عامې دي.
د خپرېدو وخت

چارواکي وايي، د تنزانیا شمال کې په یوه ناقانونه کان کې د ځمکې ښویېدنې له امله ۲۲ تنه وژل شوي دي.

کمیشنر سیمون سملینګا وویل، پېښه د شنبې په ورځ د بیرادي ولسوالۍ د سیمیو سیمې د نګالیتا په کان کې رامنځ ته شوه.

هغه رویټرز خبري اژانس ته وویل، پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې یوې ډلې خلکو په یوه سیمه کې کان کیندنه پیل کړه چې د سختو بارانونو له امله یې فعالیت محدود شوی و.

ولسمشر سامیا سولوهو حسن په دې خبر خپل "لوی خپګان" ښودلی دی.

هغې په اېکس په یوه بیان کې وویل: "دغه تنزانیایان په سیمه کې کوچني کان کیندونکي وو، هڅه یې کوله چې د ځان او خپلو کورنیو لپاره روزي وګټي."

ښاغلي سملینګا وویل په لومړي سر کې ویل شوي وو چې کان کې له ۱۹ څخه تر ۲۰ پورې کسان بند پاتې وو، خو وروسته بیا د ۲۲ جسدونه راویستل شول.

د سیمې د اور وژنې او ژغورونکو ځواکونو سرپرست، فوستین ماتیو، اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي چې لټون پای ته رسېدلی؛ ځکه دی "ډاډه دی چې په خټو کې نور جسدونه نه دي پاتې".

ښاغلي سیملینګا وویل چې یوې ډلې خلکو شاوخوا درې اونۍ دمخه د حکومت د خوندیتوب د تګلارې له پلې کېدو مخکې د معدنو بډایه سیمه کې کان کیندنې پیل کړې.

سیمه د روانو سختو بارانونو له امله بنده شوې وه، چې د سېلابونو راوتلو لامل شوې ده.

ښاغلي سیملینګا وویل، "د سیمه ییزو کانونو افسر دوی ته ورغی او د دوی کان کیندنه یې ودروله؛ ځکه چې پر ضروري تګلاره یې کار کاوه."

په تنزانیا کې – چې د نړۍ د سرو زرو یو له سترو تولیدوونکو هېوادونو دی، نامنظم او غیرقانوني کان کیندنې عامې دي.