تنزانیا کې بیزوګانو یو ماشوم تر تښتولو وروسته وژلی

بیزوګان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د افریقا په تنزانیا کې چارواکي وايي د دغه هېواد لوېدیځ کې ګومبې ملي پارک ته نږدې یوه کلي کې بیزوګانو پر یوه کور برید کړی او یو - یو میاشتنی ماشوم یې تښتولی چې وروسته د ژغورلو پر مهال وژل شوی دی.

دا پېښه د کیګوما په موامګونګو کلي کې شوې.

د رپوټونو له مخې مور دغه ماشوم ته شیدې ورکولې چې کور ته یوې ورغلې بیزو ترې اخیستی دی.

لا روښانه شوې نه ده چې د کوم نسل بیزو پر دې مور او ماشوم برید کړی.

د ویډیو تشریح، بیزوګانو دا ښار نیولی

کیګوما کې د پولیسو یوه ځايي‌ قوماندان جیمز منیاما ویلي ماشوم تر هغې وروسته وژل شوی چې کلیوالو یې ژغورلو لپاره بیزو سره د زور کارولو هڅه کړې.

ښاغلي منیاما زیاته کړې چې دغه کشمکش کې د ماشوم سر او غاړه ټپي شوي وو.

هغه که څه هم ژوندۍ ترلاسه شوی خو تر درملنې لاندې مړ شوی دی.

پولیسو تر دې پېښې وروسته خلکو ته سپارښتنه کړې چې ډېر محتاط اوسي.