د امریکا کانګرس لنډمهاله بودېجه تصویب کړه،‌ اوکرایین سره مرسته پکې نشته

اوکرایین

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د دې لنډمهال بودېجې له تصویبېدو پرته د فدرال ادارو تړل کېدو ته څو ساعته پاتې وو
د خپرېدو وخت

امریکايي سناتورانو استازو جرګې لخوا د فدرالي ادارو د جبري رخصتۍ مخنیوي لپاره د لنډمهاله بودېجې وړاندې شوې طرحه تایید کړه.

د سنا یا مشرانو جرګې ۸۸ غړو دې طرحې ته موافقې رایې ورکړې او ۹ سناتورانو یې مخالفت وکړ.

تر دې مخکې دا طرحه په استازو جرګه کې د ۹۱ مخالفو رایو مقابل کې پر ۳۳۵ رایو تصویب شوې وه.‌

د راتلونکې نومبر میاشت تر نیمايي د فدرال ادارو د لنډمهاله بودېجې دا طرحه د استازو جرګې جمهوریپال مشر 'کېوین مک‌کارټي' وړاندې کړې وه.

د امریکا کانګرس دا لنډمهاله بودېجه داسې مهال تصویب کړه چې د فدرال ادارو تړل کېدو ته یوازې څو ساعتونه پاتې وو.

د فدرالي ادارو له تړل کېدو سره لسګونه زره کسان له معاش پرته په جبري رخصتۍ تلل او بېلابېل دولتي خدمات به هم ټکني شوي وای.‌

دې لنډمهاله طرحې د راتلونکو ۴۵ ورځو لپاره د جو بایډن حکومت ته د ارام ساه ورکړه.

دا طرحه پر استازو جرګې واکمنو جمهوریپالو وړاندې کړې وه،‌ خو دیموکراتانو یې پراخ ملاتړ وکړ او ۹۰ مخالفې رایې هم پخپله جمهوریپالو استازو ورکړې.

د دغو ښي اړخو جمهوریپالو استدلال دا وو چې د فدرال ادارو لګښتونه باید راکم شي.

کېوین

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د لنډمهاله بودېجې دا طرحه کېوین مک‌کارټي وړاندې کړې وه

امریکايي قانون جوړوونکو که څه هم د حکومتي ادارو د تړل کېدو مخه ونیوه، خو د بودېجې طرحه کې د ځینو استازو دا غوښتنه په څرګنده منعکسه ده، چې اوکرایین ته د روسیې د یرغل پر وړاندې مقابلې ل‍پاره نورې پیسې نه ورکوي.

خو د امریکا سنا د دېموکراتانو اکثریت مشر چک شومر د لنډمهاله بودېجې تر تصویبېدو وروسته وویل امریکایان اوس لږترلږه یو څه د ارام ساه اخیستی شي.

هغه زیاته کړه د بودېجې طرحه کې د 'پراخو، ناوړه او زیان اړونکي' کمښتونو له رامنځته کېدو چې یو شمېر جمهوریپالو پرې ټینګار کاوه، ډډه وشوه.

ښاغلي شومر وویل د بودېجې په تړاو دا هوکړه لنډمهاله ده او کیېف ته یې ډاډ ورکړ چې اوږدمهال لپاره همداسې نه پرېښودل کېږي.

د امریکا مشرانو جرګه کې د دیموکراتانو دغه مشر ویل چې د اوکرایین لا ډېر ملاتړ لپاره له هڅو لاس نه اخلي.

امریکا کې مالي کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې پیلېږي.

دغه هېواد کې د فدرال دولتي ادارو د جبري رخصتۍ احتمال داسې مهال لوړېږي، چې د کانګرس دواړه خونې له دغه تاریخ وړاندې پر لږترلږه ۳۰ سلنه فدرال لګښتونو هوکړې ته ونه رسېږي.