کانګرېس کې د بودیجې پر سر ناندرۍ؛ د امریکا حکومت چارې په ټپه درېدو ته نژدې شوې دي

په داسې حال کې چې د امریکا مالي کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پیلېږي، باید د کانګرېس دواړه جرګه د فدرالي حکومت لګښت بودیجې ته مثبته رایې ورکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په داسې حال کې چې د امریکا مالي کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پیلېږي، باید د کانګرېس دواړه جرګه د فدرالي حکومت لګښت بودیجې ته مثبته رایې ورکړي.
    • Author, سام کابرال
    • دنده, بي بي سي - واشنګټن
  • د خپرېدو وخت

د امریکا متحدو ایالتونو په کانګرېس کې فدرالي ادارو ته د لګښت ورکولو پر سر د مذاکراتو بې پایلې پاتې کېدو له کبله داسې احتمال شته چې د دې هېواد دولتي ادارې بیا هم جبري رخصت ته اړ شي.

ځینې ښي اړخه جمهوریتپال غړي د امریکا ځینو لګښتونو درول غواړي چې په اوکرایین کې د امریکا متحدو ایالتونو لګښتونه هم پکې شامل دي. د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د دې غړو ملاتړی دی. د یادونې ده، چې د اکتوبر لومړۍ نېټه په امریکا کې د مالي کال د پیل ورځ ده او له همدې کبله په کانګرېس کې د مذاکراتو لپاره یوازې د نن شنبې ورځې ترپایه پورې فرصت شته.

که د امریکا حکومتي چارې په ټپه ودرېږي، دا به په تېره یوه لسیزه کې څلورم ځل وي چې داسې وضعیت رامنځته کېږي. د حکومتي چارو په ټپه درېدو له کبله په دې هېواد کې د هوايي سفر، ملي پارکونو او ان واده کولو سند ورکړې په ګډون ګڼ شمېر چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کېدای شي.

د جمهوریتپال ګوند یوه ښي اړخه غړي مټ ګیتز برالا کوین مککارټي ګواښلی چې د پارلمان له ریاسته به یې د لېرې کولو هڅه وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جمهوریتپال ګوند یوه ښي اړخه غړي مټ ګیتز برالا کوین مککارټي ګواښلی چې د پارلمان له ریاسته به یې د لېرې کولو هڅه وکړي.

په داسې صورت کې د امریکا فدرالي ادارو کارکوونکي له مالي حقونو پرته په جبري رخصتۍ‍ کورونو کې پاتې کېږي. د امریکا متحدو ایالتونو د بودیجې پر سر په کانګرېس کې اوسنی په ټپه ولاړ وضعیت د یو شمېر ښي اړخه سخت دریځو غړو د مخالفت له کبله رامنځته شوی دی.

د یادونې ده، چې د کانګرېس په استازو جرګه کې د غړو اکثریت د جمهوریتپال ګوند اړوند دی چې د ولسمشر جو بایډن مخالف دي او دیموکرات ګوند بیا د یوازې یوې څوکۍ په زیاتوالي سره د امریکا په سېنټ یا مشرانو جرګه کې اکثریت لري.

د اصولو له مخې د امریکايي فدرال حکومت د چارو پرمخ بیولو لپاره د بودیجې پر سر باید دواړه ګوندونه جوړجاړی ولري.