تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا کانګرس لنډمهاله بودېجه تصویب کړه، اوکرایین سره مرسته پکې نشته
امریکايي سناتورانو استازو جرګې لخوا د فدرالي ادارو د جبري رخصتۍ مخنیوي لپاره د لنډمهاله بودېجې وړاندې شوې طرحه تایید کړه.
د سنا یا مشرانو جرګې ۸۸ غړو دې طرحې ته موافقې رایې ورکړې او ۹ سناتورانو یې مخالفت وکړ.
تر دې مخکې دا طرحه په استازو جرګه کې د ۹۱ مخالفو رایو مقابل کې پر ۳۳۵ رایو تصویب شوې وه.
د راتلونکې نومبر میاشت تر نیمايي د فدرال ادارو د لنډمهاله بودېجې دا طرحه د استازو جرګې جمهوریپال مشر 'کېوین مککارټي' وړاندې کړې وه.
د امریکا کانګرس دا لنډمهاله بودېجه داسې مهال تصویب کړه چې د فدرال ادارو تړل کېدو ته یوازې څو ساعتونه پاتې وو.
د فدرالي ادارو له تړل کېدو سره لسګونه زره کسان له معاش پرته په جبري رخصتۍ تلل او بېلابېل دولتي خدمات به هم ټکني شوي وای.
دې لنډمهاله طرحې د راتلونکو ۴۵ ورځو لپاره د جو بایډن حکومت ته د ارام ساه ورکړه.
دا طرحه پر استازو جرګې واکمنو جمهوریپالو وړاندې کړې وه، خو دیموکراتانو یې پراخ ملاتړ وکړ او ۹۰ مخالفې رایې هم پخپله جمهوریپالو استازو ورکړې.
د دغو ښي اړخو جمهوریپالو استدلال دا وو چې د فدرال ادارو لګښتونه باید راکم شي.
امریکايي قانون جوړوونکو که څه هم د حکومتي ادارو د تړل کېدو مخه ونیوه، خو د بودېجې طرحه کې د ځینو استازو دا غوښتنه په څرګنده منعکسه ده، چې اوکرایین ته د روسیې د یرغل پر وړاندې مقابلې لپاره نورې پیسې نه ورکوي.
خو د امریکا سنا د دېموکراتانو اکثریت مشر چک شومر د لنډمهاله بودېجې تر تصویبېدو وروسته وویل امریکایان اوس لږترلږه یو څه د ارام ساه اخیستی شي.
هغه زیاته کړه د بودېجې طرحه کې د 'پراخو، ناوړه او زیان اړونکي' کمښتونو له رامنځته کېدو چې یو شمېر جمهوریپالو پرې ټینګار کاوه، ډډه وشوه.
ښاغلي شومر وویل د بودېجې په تړاو دا هوکړه لنډمهاله ده او کیېف ته یې ډاډ ورکړ چې اوږدمهال لپاره همداسې نه پرېښودل کېږي.
د امریکا مشرانو جرګه کې د دیموکراتانو دغه مشر ویل چې د اوکرایین لا ډېر ملاتړ لپاره له هڅو لاس نه اخلي.
امریکا کې مالي کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې پیلېږي.
دغه هېواد کې د فدرال دولتي ادارو د جبري رخصتۍ احتمال داسې مهال لوړېږي، چې د کانګرس دواړه خونې له دغه تاریخ وړاندې پر لږترلږه ۳۰ سلنه فدرال لګښتونو هوکړې ته ونه رسېږي.