'طالبان: د پوونده په ګډون یو لک کسان د کار په موخه بهرنیو هېوادونو ته لېږو'

مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت

د عکس سرچینه، @GMICafghanistan

د عکس تشریح، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مخدودم عبدالسلام سعادت
د خپرېدو وخت

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي لسګونه زره کسان د کار په موخه بهرنیو هېوادونو ته لېږي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، هڅه کوي چې د قطر، سعودي او ترکيې هېوادونو د پخوانیو او تازه غوښتنو له مخې تر یو لکو ډېر کارګر دغو هېوادونو ته د کار لپاره واستوي.

په افغانستان کې د بېکارۍ دقیقه کچه معلومه نه ده خو چارواکي وايي د بې کارۍ او بې وزلۍ د کچې راټیټولو لپاره له نورو هېوادونو د همکاریو په لټه کې دي.

د دغه وزارت چارواکو ویلي، په دغو کارګرو کې پنځلس زره به یې د شپنو په توګه دغو هېوادونو ته واستول شي. که څه هم يادو هېوادونو خپله لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مخدودم عبدالسلام سعادت هم روانه اونۍ په کابل کې يوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو چې افغانانو ته د کاري زمینو برابرولو په برخه کې يې ډېره تمه نورو هېوادونو ته ده.

د دغه وزارت د بشري ځواک مشر عنایت الله عادل بي بي سي ته وویل، ځینو هېوادونو پخوا او اوس تازه له حکومت څخه د کارګرو غوښتنې کړې چې دوی اوس ورته د کاري ځواک د چمتو کولو او روزلو تابیا نیسي.

شپون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دغه وزارت چارواکو ویلي، په دغو کارګرو کې پنځلس زره به یې د شپنو په توګه دغو هېوادونو ته واستول شي. که څه هم يادو هېوادونو خپله لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 ښاغلی عادل زیاتوي، دوی د بې‌کارۍ د کچې ټيټولو ته په خپله ملي پالیسۍ کې بهر ته د کارګرو استول په پام کې نیولي او د همدې تګلارې له مخې له نورو ادارو سره په همغږۍ غواړي د شرایطو په برابرېدو سره په یادو هېوادونو کې کاري اتشې هم وګماري.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال ګڼ افغانان د کار په لټه کې په قاچاقي ډول په خطرناکو او ناقانونه لارو بهر ته د تللو هڅه کوي، چې له کبله يې له سختو ستونزو او کړاوونو سره هم مخ کېږي.

ښاغلی عادل وايي، سعودي عربستان ته د ۵۰ زره کسانو، قطر ته د ۲۰ زره کسانو او متحده عربي اماراتو ته د ۳۰ زره کسانو د استولو هڅه کوي. دی زیاتوي چې کویټ او ترکيې هم له افغانستانه د کارګرو له منلو سره هوکړه کړې:

" د سعودي عربستان ۵۰ زره کسان ، قطر ۲۰ زره کسان، امارات متحده عربی ۳۰ زره کسان کویت او ترکيه همدارنګه په شل کلن نظام يوه نفر هم نه دی لېږلی خو اوسنی نظام به ډېر ژر ذکر شوو ملکونو ته کسان ولېږي او هلته به کاري اتشې فعاله کړي. "

عنایت الله عادل

د عکس سرچینه، gmicafghanistan

د عکس تشریح، دوکتور عنایت الله عادل د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک عمومي مشر دی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي د بېکارۍ د کچې احصائیه نه لري.

 خو شاوخوا څلور کاله وړاندې په افغانستان کې د شاوخوا دوه تر درې مېلیونه کاري ځواک د بې کارۍ ویل کېدل چې هر کال پرې کابو نیم مېلیون نور هم ور ورزیاتېدل چې دا شمېره په افغانستان کې د تېر کال له بدلون سره حتمن لوړه شوې.

ملګرو ملتونو د روان میلادي کال په پیل کې ویلي وو چې روان میلادي کال کې د طالبانو د واک ته رسېدو او د تېر جمهوري دولت د ماتېدو له امله هم نږدې اوه لکه تر یو مېلیون دندې له منځه تللې چې په تېره بیا د ښځینه کاري ځواک د بېکاره کېدو له امله یې اندېښنه هم ښودلې وه.