افغان کارګر په قانوني توګه بهرنیو هېوادونو ته استول کېږي

کارګر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وایي، له سعودي عربستان سره هم ورته یو تړون لاسلیک کوي
    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان کار او ټولنیزو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره بهر ته د افغان کارګرو د لېږلو ستراتیژي اعلان کړه. د دغه وزارت په وینا له دې وروسته به بهر ته ټول تلونکي افغان کارګر د دغې نوې ستراتیژۍ پر بنسټ ځي.

د کاراو ټولنیزو وزارت وايي بهر ته د افغان کارګرو لیږلو ملي ستراتیژۍ له مخې يې تر اوسه یوازې له عربي متحده اماراتو سره تړون لاسلیک کړی.

د دې ستراتیژۍ پر بنسټ به د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول په راتلونکې وري میاشت کې ۲۵۰۰ افغان کارګر دغه هیواد ته واستول شي.

له دې مخکې ټول افغان کارګر د ګاونډیو هېوادونو له لارې او یا هم د همدې هېوادونو په هویت بهر ته د کار په موخه تلل.

په افغانستان کې نا امني، د کار کموالی او د مناسب کاري چاپېریال نشتون د دې لامل شوي چې زرګونه افغانان د کار په موخه بهر ته ولاړ شي او ځینې یې هلته په کم مزد دندې تر سره کوي.

کارګر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې اوس ۱،۹ میلیون د کار په شرایطو برابر افغانان بېکاره دي

د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي وايي، ډېر ژر به د سعودي عربستان سره هم د افغان کارګرو د ورلېږلو تړون لاسلیک کړي.

د ښاغلي ذکي په وینا بهر ته د افغان کارګر کډوالو لیږلو ملي ستراتیژي به مسلکي افغان کارګرو ته په بهر کې د کار پیدا کولو لامل شې.

یاد وزارت وایي، تر اوسه نه مالومه چې څومره شمېر افغان کارګر بهر هېوادونو کې پر مزدوریو بوخت دي، خو وايي د دغې نوې ستراتیژۍ پر بنسټ به دوی وکولای شي په بهر کې د افغان کارګرو شمېر او د هغوی مسلکونه هم مالوم کړي.

د افغانستان د کارګرانو ټولنې مشر معروف قادري بیا وایي، بهر ته د افغان کارګرو لېږلو ملي ستراتیژۍ هرکلی کوي، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه غوښتنه کوي چې بهر ته له لېږلو مخکې دې افغان کارګر له نړیوالو معیارونو سره سرم و روزي چې هغوی په بهرنی مارکیټ کې د کار کولو وړتیا تر لاسه کړي.

کارګر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دې ستراتیژۍ پر بنسټ به د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول په راتلونکې وري میاشت کې ۲۵۰۰ افغان کارګر دغه هیواد ته واستول شي.

د افغانستان کار او ټولنیزو وزارت وايي، هغه افغان کارګر چې په بهر کې د نورو هیوادونو په هویت کار کوي، ټولو ته به افغاني پاسپورټونه ور کړل شي او د دغې ملي ستراتیژۍ له مخې به له دې وروسته د افغانستان په نوم په بهرنیو هېوادونو کې کار کوي.

د دغه وزارت په وینا په افغانستان کې اوس ۱،۹ میلیون د کار په شرایطو برابر افغانان بېکاره دي. وزارت وايي هر کال پر یاد شمېر څلور سوه زره نور کسان هم ور اضافه کې.ي.

تېره اونۍ په افغانستان کې د اسیا بنسټ یوې نوې سروې ښودلې وه چې نا امني او بېکاري هغه دوې ستونزې دي چې څه باندې ۶۱ سلنه افغانان یې نهیلي کړي.