"ډېری افغانان د راتلونکي په اړه نهیلي دي"

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نا امني او بېکاري د افغانانو د نهیلۍ لوی لاملونه بلل شوي
د خپرېدو وخت

د اسیا بنسټ یا 'ایشیا فونډېشن' په خپلې نوې خپره کړې سروې کې ویلي، د افغانستان ۶۱ سلنه وګړي فکر کوي چې هېواد یې ناسم لور ته روان دی.

د هغو افغانانو کچه چې فکر کوي هېواد یې سم لور ته روان دی ۳۲ سلنه ده، چې د تېر کال له شمېرو سره برابره ده او ډېر بدلون پکې نه دی راغلی.

یاد بنسټ چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې له څه باندې ۱۵ زره خلکو سره یې مخامخ خبرې کړي وايي، سم لور ته د افغان دولت د تګ په اړه د خلکو د رضایت کچه د تېر کال په څېر ۳۳ سلنه ده.

د اسیا د بنسټ په خبره، که څه هم تېر کال په ډېموکراسي، ټاکنو، دولتي ادارو او خدمتونو د خلکو باور ډېر شوی خو نا امني، اقتصادي ستونزې، بېکاري او فساد د بې باورۍ اصلي لاملونه ښودل شوي دي.

د اسیا بنسټ دا سروې نن (لیندۍ ۱۳) خپره کړه خو وايي دا څېړنه ۵ میاشتې مخکې شوې او کېدای شي په شمېرو کې تراوسه بدلون راغلی وي.

افغانستان کې کوم قوم ډېر هیله مند دی؟

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په سروې کې ویل شوي چې د نورو قامونو پرتله پښتانه د راتلونکي په اړه ډېر هیلمن دي

د اسیا بنسټ نظر پوښتنه ښيي چې د پښتنو هیلمندي د نورو قومونو پرتله د هېواد د راتلونکې په اړه ډېره ده.

د پښتنو هیله مندي تېر کال ۴۱ سلنه وه خو سږ ۴۳ سلنې ته لوړه شوې. د تاجکانو هیله مندي ۲۸ سلنه، د هزاره ګانو ۲۵ چې د تېر کال پرتله ددوی هیله مندي یو سلنه ښکته شوې ده.

د افغانستان د نورو قومونو هیله مندي بیا له ۳۱ سلنه نه ۲۷ سلنو ته ښکته شوې.

د اسیا د بنسټ نظر پوښتنې مرکه شوي څه باندې ۵۰ سلنه نارینه او شاوخوا ۴۹ سلنه یې مېرمنې دي.

ددوی ۸۰ سلنه د کلیو او ۲۰ سلنه ښاري خلک دي.

په نظر پوښتنه کې تر ډېره د امنیت، ټاکنو، حکومتولۍ، اقتصاد، لومړني خدمتونو، فساد، ځوانانو، له طالبانو سره سولې، رسنیو ته لاسرسي، کډوالۍ او د ښځو سیاسي مشارکت په اړه پوښتنې شوې دي.

سروې زیاتوي چې په ۲۰۱۶ کال کې د افغانانو هیله مندي څه باندې ۲۹ سلنه، په ۲۰۱۷ کې ۳۲،۸ سلنه وه.

د ښځو ستونزه

ددې سروې له مخې ۴۵ سلنه خلک په خپلو سيمو کې د عمومي خدمتونو نشتوالی لویه ستونزه ګڼي.

څه باندې ۲۲ سلنه کلیوال خلک د څښاک وړ اوبه او ۲۰ سلنه ښاریان د برق کموالی عمده ستونزې ګڼي.

د کلیوالو او ښاریانو ۳۲ سلنه خلکو بیا جرمونه، د امنیت نشتوالی او بېکاري لویې ستونزې یادې کړي.

د اسیا بنسټ نظرپوښتنه ښيي چې د ښځو لپاره بېسوادي د زدکړو امکاناتو نشتوالی خپلو حقونو ته د دوی د رسېدو پروړاندې لوی خنډونه دي. بېکاري او ددوی پروړاندې تاوتریخوالی نورې ستونزې یادې شوي.

د ځوانانو ستونزې

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څه باندې ۷۴ سلنه ځوانانو بېکاري لویه ستونزه یاده کړې. بېسوادي، اقتصادي ستونزې او نا امني دوی د خپلو عمده ستونزو په توګه یادې کړي.

څه باندې ۷۴ سلنه ځوانانو بېکاري لویه ستونزه یاده کړې. بېسوادي، اقتصادي ستونزې او نا امني دوی د خپلو عمده ستونزو په توګه یادې کړي.

په دې نظر پوښتنه کې راغلي چې ۷۱ سلنه افغانان د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن. په دوی کې ۷۵ سلنه ښځې او څه باندې ۶۷ سلنه نارینه دي.

دا اندېښنې په ښاري سیمو کې ۷۵ سلنه او په کلیوالو سیمو کې بیا ۶۸ سلنه ښودل شوې دي.

ددې سروې له مخې، نژدې ۱۹ سلنه افغانان له تاوتریخوالي او جنايي فعالیتونو اغېزمن شوي دي.

د اسیا بنسټ ویلي چې شاوخوا ۱۵ سلنه خلکو ویلي چې د برېښنا وضعیت ښه شوی دی.

په سروې کې ۶۰ سلنه ګډونوالو ویلي چې د ملي یوالي حکومت خپل کارونه سم ترسره کوي، خو ۷۰ سلنه خلکو بیا ویلي چې فساد ددوی په ورځني ژوند کې عمده ستونزه ده.

په نظرپوښتنه کې ۳۷ سلنه افغانانو ویلي چې غوره ګڼي چې افغانستان پرېږدي او بل هېواد کې ژوند وکړي. ددې کار لامل هم نا امني په ګوته شوې.