زېلېنسکي: د لوېدیځ ټانکونه باید ژر را ورسېږي

اوکرایین

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي له دې کبله د لوېدیځو مشرانو مننه کړې چې د روسیې د یرغل پر وړاندې مقابلې لپاره ټانکونه ورکوي.‌

خو هغه ویلي اړتیا ده چې دغه ټانکونه ژر ور ولېږدول شي.

ښاغلي زېلېنسکي د خپلې شپنۍ وینا پر همدا راز له لوېدیځ وغوښتل چې اوږد واټنه توغندي او جنګي جټ الوتکې هم ورکړي.

هغه وویل د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ته یې ویلي چې "زموږ د دفاعي همکاریو په نورو ابعادو کې هم باید پرمختګ راشي" – په دې مانا چې اوکرایین اوږد واټنه توغندي او توپخانه غواړي.

هغه یوازې ژر نه بلکې د ډېرو ټانکونو پر ورلېږدول کېدو هم ټینګار وکړ.

ښاغلي زېلېنسکي وویل "موږ باید د شوبلو داسې ځواک جوړ کړو، د خپلواکۍ یو داسې ځواک چې غلیم یې تر ګوزار وروسته بیا هېڅکله راپورته نه شي."

د اوکرایین ولسمشر دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې چې امریکا او جرمني اوکراییني ځواکونو ته د روسیې پر وړاندې درېدو لپاره د ځواکمنو 'ابرامز او لیپرډ‌' ټانکونو د استولو اعلان وکړ.

روسیې د دوی دا ګام "د څرګندې پارونې" په نوم غندلی او ویلي یې دي، چې اوکرایین ته استول کېدونکي ټانکونه به ویجاړ کړی شي.

د ولادیمیر پوتین ویاند وايي "دا ټانکونه هم د نورو ټولو په څېر سوځي. خبره یوازې دا ده چې دا ګرانبیه دي."

leopar2

امریکا چارشنبه اوکرایین ته د روسیې د یرغل پر وړاندې مقابلې لپاره د ۳۱ ځواکمنو جګړه ییزو ټانکونو 'اېم-۱  ابرامز' د استولو اعلان وکړ.

د واشنګټن تر دغه اعلان څو ساعته وړاندې برلين‌ هم ویلي‌ و چې اوکراییني ځواکونو ته به خپل ۱۴ 'لیپرډ ۲' ټانکونه واستوي.

جرمني همدا راز په دې توګه نورو اروپايي هېوادونو ته هم دې لپاره لار پرانیسته، چې اوکرایین سره له خپلو زېرمتونونو د جرمني‌ ټانکونو مرسته وکړي.

ولسمشر جو بایډن د دې مرستې اعلان سپینه ماڼۍ کې په یوه لنډه خبري غونډه کې وکړ.

هغه وویل "[دفاع وزیر لویډ اسټین] د دغه ګام وړاندیز کړی، ځکه دا د خپلې خاورې دفاع او ستراتېژیکو اهدافو ترلاسه کېدو لپاره د اوکرایین وړتیا پیاوړې کوي."

هغه زیاته کړې "موږ اوکرایین ته اړینې پرزې او تجهیزات هم ورکوو چې دغه ټانکونه د جګړې ډګر کې کارنده پاتې شي. دا اوکرایین سره د خپلې دفاع او د اوکرایینۍ خاورې ساتنه کې د مرستې خبره ده."

Biden

اوکرایین له څو میاشتو راهیسې دې ته لابي کوله چې لوېدیځ ملګري یې دا ډول ځواکمن پوځي تجهیزات ور ولېږي.‌

دغه هېواد د جرمني او امریکا لخوا د دې پوځي مرستې هممهاله اعلان (جګړه کې) د بدلون نقطه بللې او ویلي چې دا به یې ځواکونو سره د اشغال شویو سیمو بېرته نیولو کې مرسته وکړي.

کیېف دا هم ویلي چې دا ټانکونه به پسرلي کې د روسیې د احتمالي بریدونو مخنیوي ‌کې مرستندوی ثابت شي.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي‌ ویلي "د بریا پر لور یو مهم ګام!. خپلواکه نړۍ نن د یوه ګډ هدف - د اوکرایین ازادۍ لپاره تر بل هر وخت زیاته متحده ده.

لېپرډ ۲ ټانکونه په ځانګړي ډول د روسيې "ټي ۹۰" ټانکونو سره سیالۍ لپاره جوړ شوي، چې روسیه یې په دې جګړه کې کاروي.

د بریتانیا په ګډون نورو هېوادونو ژمنه کړې چې ۱۴ چلېنجر ۲ ټانکونه اوکرایین ته ورکړي.